د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یو څو پوښتنې

Ghairat
30.04.2007

لوی استاد محترم حلیمي صاحب سلامونه او ښې چارې !
یو څووړې پوښتنې لرم چې دقیق ځواب یې راسره نشته :
۱ـ وروسته سورت مخکې او مخکینی په وروستنی رکعت کې لوستل لمونځ څومره زیانمن کوي او شرعي دلیلونه یې څشی دي ؟

۲ـ سنت دوه بنسټونه لري، یا په حدیٍث کې یې امر شوی وي او یا پرې رسول (ص) عملاً همیشه والی کړی وي . ایا په عمل کې مالومېدای شي، چې کوم سنت کوم بنسټ لري ؟ ایا دا دواړه بنسټونه یو ډول غښتلي دي ؟

۳ـ جعفري شرعه یا اهل تشیع د کومو دلایلو پر اساس د سنتو پر ځای کولو ته له نفلو زیات ارزښت نه ورکوي او نه یې پرځای کوي ؟

په درنښت !



ع کريم حليمي
02.05.2007

مکرم ، محترم وروره غيرت صاحب 
السلام عليک و رحمه الله و برکاته !
[quote:6a5c9d70ba]وروسته سورت مخکې او مخکینی په وروستنی رکعت کې لوستل لمونځ څومره زیانمن کوي او شرعي دلیلونه یې څشی دي ؟ [/quote:6a5c9d70ba]
محترما !
د ابوحنيفه د فقهي په کتاب کښي  (المفتاح شرح نور الايضاح )
 فيما يکره المصلی تر عنوان لاندي په صفحه   ٧٤ کښي داسي راغلي چه :
سبعه و سبعون شيئا ترک واجب او سنه عمداً
چه پنځم شئ ئې دغه ستاسو پوښتنه ده !
او داسي ئې راوړي چه : [u:6a5c9d70ba]وتکرار السورة في رکعةِ واحده من الفرض وقراءة سورةِ
فوق التي قرأها[/u:6a5c9d70ba]
لمانځه ته زيان نه رسيږي يوازي کراهت دی ، او انشاالله چه څلور سره مذاهبو
کراهت بللی دی  ،جمهور العلماء  وو هم !

 [quote:6a5c9d70ba]سنت دوه بنسټونه لري، یا په حدیٍث کې یې امر شوی وي او یا پرې رسول (ص) عملاً همیشه والی کړی وي . ایا په عمل کې مالومېدای شي، چې کوم سنت کوم بنسټ لري ؟ ایا دا دواړه بنسټونه یو ډول غښتلي دي ؟ [/quote:6a5c9d70ba]

د حنفي پوهي په اصولو : که مبارک امر کړي وو هغه عمل پر امت واجب دي 
او چه همیشه والی کړی وي په کوم عبادت هغه خو مؤکد بلل شوي ، لکه د سهار 
دوه رکاته د مبارک نفل او و موږ ته بيا سنت مؤکد لمونځ دي ، دا چه امر ئې  
نه دی کړی نو واجب ئې نه ګڼو ، اما په يو رکات وتر ئې امر کړی وو 
نو موږ ئې واجب ګڼو ، البته د وتر د واجبوموضع اختلافي ده ، او د واجبو 
تعريف هم اختلافي دی ٠

وَأَطِيعُوا أُمَرَاءَكُمْ (خپلو اميرانوحکم منۍ ) دغه امر دي نو د صحيح مسلمان امير 
اطاعت واجب دی ، او داسي نور 

او داسي نه ده چه :دواړه بنسټونه یو ډول غښتلي دي
غښتلي اصول داسي دي چه :
اول - اِنَّمَا الاَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ٠٠٠٠٠٠

دوهم -بسمه تعالي - ‏{‏لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ‏}‏‏.‏ وَقَوْلِهِ ‏{‏قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ‏}‏ الآيَةَ‏

[quote:6a5c9d70ba]جعفري شرعه یا اهل تشیع د کومو دلایلو پر اساس د سنتو پر ځای کولو ته له نفلو زیات ارزښت نه ورکوي او نه یې پرځای کوي ؟ [/quote:6a5c9d70ba]
خطا دي ! مبارک چه کوم نفل لمونځ کاوه ، طبعا نفل وه ، 
نو دا ډير ښه کار دی چه د مبارک نفل ، موږ په نيت د سنتو سره وکړو ، چه هم 
نفل دي او هم د مبارک سنت ، موږ په يوه ډبره دوه مرغان ولو ، او دوی په يوه 
ډبره يو مرغه ، او ترک د سنتو ئې هم  کړي ٠ 
د هر صالح  مشر سنت بايد عملي کړو او د نبي هغې بيا په طريق اولا
ولي چه د اسلام دين يعني كتاب الله او دنبي سنت‏ ، وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ وَعَلَيْكُمْ بِالطَّاعَةِ  

[color=cyan:6a5c9d70ba]قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونى يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَ يَغْفِرْ لَكمْ ذُنُوبَكمْ وَ اللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[/color:6a5c9d70ba]
په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more