نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دطلوع اولوي څارنوال په زړونوکې څه دي؟!
ډاکټرقانع
25.04.2007
تاسې ټولوحتماً تردې دمه يا آوريدلي يا موليدلي يا مولوستي چې دطلوع تلويزيون اولوي څارنوال ترمنځ شخړه روانه ده.راځۍ وپوښتوچې رښتيا داڅنګه رامنځ ته شوه؟ولې رامنځ ته شوه؟اوولې لويه شوه يا ولې لاپسې لوييږي؟
دخپلوسترګوليدلي اوپخپلوغوږونوآوريدلي حال به درته بيان کړم:
دمعمول په څيردماښام له شپږوبجوإيله يوپاووړاندې دهستوګنې خونې ته ورسيدم،کالي مې بدل کړل،اوپدې هيله چې ستړيا مې لږه شي اوذهن مې له دفتري کارونوفارغ شي اوددې ترڅنګ دهيوادله روانوحالاتوهم خبرشم اوکه خداي وکړي کوم ښه خبرواورم،نوتلويزيون مې روښانه کړ.په ډيروتلويزيونوکې سوداګريزې خبرتياوې(تجارتي إعلانونه) خپريدې اوله همدې امله اړوم چې تلويزيونونه ژرژر واړوم.دامهال دطلوع تلويزيون دشپږوبجوخبرونه راواوښتل اوزه هم ورته بريک شوم.په خبرونوکې ډيرخواشينوونکي ټکي داووچې إيتلافي يا دناټو ځواکونه که کومه تيروتنه آن وژنه هم وکړي نودافغانستان حکومت له هغوي نه دپوښتنواوګرويژنو کولوحق نه لري.حامدحيدري چې داراپوريې چمتوکړي ؤزياته کړه چې پدې اړه لوي څارنوال ولسي جرګې ته غوښتل شوي وواوهغه وويل چې دادلومړي سردتړون ستونزه ده.پدې ځاي کې دهغه خبرې (کليپ) راځې چې وايي (سيستم خراب دي،ستونزه په نظام کې ده).لدې خبرې زه داسې پوه شوم چې لوي څارنوال هم پدې نيوکه کوي چې نړيوال يا سوله ساتي ځواکونه دښه اومناسب قانون په رڼا کې هيوادته ندې راغلي اوهمداوجه ده چې مونږيې له ستونزوسره مخامخ کړي يو.لدې څودقيقې لانه وې اوښتې چې د(خبرعاجل) ترسرټکي لاندې داخبرورکړل شوچې دلوي څارنوال عبدالجبارثابت په لارښوونه پوليسودطلوع په تلويزيون بريدکړي اوغواړي مسؤلين په زوره له ځانه سره بوزي. وروسته بيا خبرورووروبدلون ومونداويې ويل چې دلوي څارنوال په لارښوونه نژدې دووسووپوليسوپه طلوع تلويزيون بريد وکړاودرې کسان يې له ځانه سره يوړل.دوي داهم زياتوله چې لوي څارنوال پدې توګه له قانون څخه سرغړونه کړې ده اومونږداحتجاج په توګه خپلې عادي خپرونې نه خپروو. دلته ووچې طلوع په خپلوليدونکوباندې دغم کمبله خوره کړه.ډيروتنکيوځوانانواوپيغلوتمه درلوده چې وګوري دپرينا،انوراک،تولسي،شوبا اوګاتم کيسه کوم ځاي ته ورسيده.مګرطلوع داشپه ناځواني وکړه اونه يوازې يې له پوليسواودهيواددلوي څارنوال سره مقاومت وکړ،بلکه له ډيروتنکيوځوانانواوپيغلويې پدې وجه خوب واخيست چې دهندوانودورځني ژوند دازموينواوکورني ژوند د سريالونو ننداره يې ونکړه، اوله ځينوخويې پدې وجه خوب واخيست چې دارښتيا لکه چې کومه لويه بلواده ،کوده تا ده اوکه څۀ؟ځينوبيا ددې لپاره چې دتلويزيون په پرده را ښکاره شوي وي اوخپل زړه يې تش کړي وي خپل خوب له لاسه ورکړاوله شک پرته چې ځينوبه دخپل ځان دسپيناوي اوملاتړدترلاسه کولوپه موخه خپل خوب له لاسه ورکړي وي.مګرراځئ پوه شوداکارولې وشواوولې لوي شو؟
زما په شخصي نظردوې لويې ستونزې دلته شته:
1. دژورناليست تخنيکي کمزورتيا:څنګه چې تاسې ټول وينئ يا لولئ يا يې اورئ ځينې کسان دژورناليزم په ډګرکې مصروف دي اوداپداسې حال کې ده چې دوي دژورناليزم په اصولو،رسالت اواهميت نه پوهيږي.که رښتيا درته ووايم همدغسې ژورنالستان دي چې نه يوازې يوې رسنۍ ته تاوان رسوي بلکه دژورناليزم حيثيت ،شناخت اواعتبارته هم تاوان رسوي.تاسې هره ورځ وينئ يا لولئ يا آورئ چې ددغوشميرژورنالستانوجملې په ګرامرندي برابرې،ددوي اکټونه دټولنې له حالاتواوځايي کلتورسره سمون نه خوري،په پوښتنوکې يې ادب اوهنرنه وي، په مرکواوګرديوميزونوکې دګډون والوتوازن په پام کې نه نيسي اوبالاخره په خپرونوکې يې داسې توکي نه وي چې په زده کولوسره يې زمونږټولنه نيکمرغۍ خواته ولاړه شي.نودايوه ستونزه ده اووړانديزکوم چې درسنيومسؤلين پدې اړه ټينګه پاملرنه وکړي اوخپل ژورناليستان له سره وروزي.ډيري ژورنالستان خوداسې هم دي چې دهيوادپه رسمي ژبونه پوهيږي اوله همدې امله له يوې خوامتوازن راپورنشي تيارولاي چې پدې سره ديوشميرمليتونوسره ظلم کوي اودژورناليزم اصول ترپښولاندې کوي اوله بلې خواپه راپورونوکې دتحريف امکان ته لاره هواروي.
2. دځينوکړيوتعصب اوکرکه:ددې شخړې په رامنځ ته کيدلوکې يوشميرنه ليدل کيدونکي لاملونه هم داخل ؤچې يويې تعصب اوکرکه ده اوبل يې دځينوکړيوشخصي ګټې اوهدفونه دي.بدبختانه رسنيوته داسې کسانولاره موندلې يا دداسې کسانوپه ولکه کې دي چې په تيرودريولسيزوکې يې له حالاتوڅخه يوازې دازده کړي چې که په کوم قوم کې يوصادق ،وفاداراودکارسړي پيداکيږي نوهغه بايد په بيلابيلولاروسپک ،کمزوري اوحتي له منځه ولاړشي. داکړي پدې برخه کې تخصص لري اوداددوي لومړي ځل ندي چې داسې حرکت يې کړي دي،زه بايد دبيلګې په توګه ووايم چې دوي په لومړي سرکې داشرف غني احمدزي ،انورالحق احدي،فاروق وردګ اوعلي احمدجلالي دکمزوري ښودلواويا بدنامولوهڅې کړيدي اواوس چې زمونږملت فکرکوي لوي څارنوال دکارسړي دي نودوي هڅه کوي هغه بدنامه کړي.تاسې وګورئ له هغې ورځې چې لوي څارنوال بلخ ته تللي اوهلته يې داسې دوسيې وموندې چې والي پکې تورن دي نوسملاسي دغوکړيوپه خپل فعاليت پيل وکړاوهڅه يې وکړه چې لوي څارنوال په بيلابيلولاروترفشار لاندې راولي يا يې ولس ته بدوروپيژني.دااوورسره داپوښتنه چې ولې ددې پيښې دلويولوهڅې وشوې ددې ښکارندوي دي چې داقضيه هومره ساده نده لکه لوي څارنوال چې فکرکوي.لوي څارنوال اوډيري هيوادوال پدې باوردي چې لمن يې پراخه ده اوفکرکوي چې بايد دجوړولو،ثبات اوملي وحدت خواته ولاړشو،مګرآيا داسم فکردي؟
که داسم فکروي نوبايد ټول افغانان يې خپل کړي اوکه دافکرتل دلازياتې بې ثباتۍ اولازياتوکړاوونوسبب شوي وي نولوي څارنوال ته ښايي نورخپله لمن لږراټوله کړي اواجازه ورنکړي چې دخپلې لمنې دلويوالي له امله هروخت هرچاته دافرصت ورکړي چې نه يوازې يې په لويه اوسپينه لمن تورداغ ولګوي بلکه دې لمنې ته يې اورهم ورپورې کړي.زه بايد يوبل ټکي هم زيات کړم چې مضراحتياط اويواړخيزه مصلحت، داهيوادهيڅکله هم دثبات ،سولې اوسوکالۍ ساحل ته نشي رسولاي،نوهيله ده ، ټول پدې سره پوه شوچې په رښتينولۍ ،درايت اوسياسي جرأت سره کولاي شو،نه يوازې کورنۍ ستونزې آوارې کړو،بلکه له ګاونډيانواونړيوالوسره هم خپلوستونزوته دپاي ټکي ايښودلاي شو، اوددې ترڅنګ به مو خپل ولس اوخپل څښتن ته هم مخ سپين وي.
تل دې وي افغانستان،بريالي دې وي افغان.
[color=blue:5650dc496d][/color:5650dc496d]