د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
د مور راډیو خو مو ورله واورېده اوس ورله دا د لور ښونځی هم ولولئ
ashna
24.04.2007
[size=24:da4afaa827]سلام او کلام مې دا دی چې په یوه لیکنه یې ومنئ که نه نو ښاغلي ړنګولی هم شي
ټولو پتمنو ورونو او خوېندو نه هیله کوم چې په ما دې کوم د سپین سترګي او یا د کوم بل شي ګومان نه کوي ځکه چې بې خوره نه یم او داسې خلک به ډېر کم وي پدې نړۍ کې چې خور ونه لري او یا ورو ونه لري
اوکه کومه جنۍ ورور ونه لري او یا هلک خور ونه لري دا به ډېر کم وي پدې نړۍ کې اودا د الله تعالی ویش دی څنګه چې په نور د امن باران کړی دی او په مونږ یې د غم که الله یې اوس په ټولو سرا سوټۍ کړي لکه په مونږ چې ده
خو چې کله هغه جنۍ چې ورور ونه لري نو که په لومړي ځل کوم هلک ووینې نو په لومړي نظر یې په زړه کې دا هیله ژوندۍ کېږي چې کاش داسې یو ښکلی لالا یا د ځان نه کشر لالوکی مې درلودلی که بیا سر توره ګرځېدم پټه به وم چې ورته حال د هلک هم وي چې په کور کې خور ونه لري او که په لومړي نظر کومه جنۍ وویني نو وایي چې داسې یوه ښکلې ببو یا د ځان نه کشره ببو ګله خو مې درلودی چې کومې ښې بدې ته تلی او بېرته راتلو سره یې زما د زړه تارونه تخنولی او د نجونو کیسې یې راته کولی او ویلی چې وړانګه خو دومره ښایسته ده دومره ښکلې ده او څانګه اوف الله څانګه خو د وړانګې نه هم ښایسته یا الله دا دواړه زما ورندارې کړې
او همدغه شان د یو بل پت هم ورور او خور د خپل سر په بدل ساتي او کله چې خور د بل کورته وادۀ شي پدغه وخت کې بیا د پلارګنۍ سره د خسرګنۍ د پت ساتلو لپاره هم ملا وتړي او خاص د خاوند نوم به یې بیا د چا هغه دادا په لوړ غږ واخلي چې ورته جذبه یې خاوند هم لري
خسرګنۍ او پلارګنۍ د یو کور دوه نومونه دي چې دم ګړۍ شاعرۍ پکې یوازې د خسرګنۍ نوم خوښ کړی دی چې اوس ترې هر شعر او غزل دومره ښکلی او د مانا نه ډک راوځي لکه (ملي ) سرود چې ترې راوتی دی
خو کاش چې په ټولنه کې هغه ځاینه چې د دوی شتون هم پکې د سړو همره مهم دی لکه ښونځی ، پوهنتون ، دفتر، سفر ، د سېل او سیاحت ځایون وغېره وغېره نن د یرغلګرو ،ښکېلاکګرو او د پرهدو ټلویزنو او راډیوګانو او همدغه شان د نورو تورمخو او سپین مخو نه په امن کې وای نو په مصر کې به نجیب محفوظ نه بندي کېدو اونه به ټکول کېدو او په افغانستان کې به امان الله سېلاب ساپی شهید او نه به ملالې خپل سپین لاسونه د نکریزو پځای په وینو سرۀ کړي و( مننه اشنا مو)
ۀ[color=blue:da4afaa827]د قلم واګې دې ټینګې کړه سېلابه
ګوندې بیا اشنا غم غم راپاره وي
داسې اوازې وې په لارو او کوڅو کې
وېل نجونه لیدل کېږي هلکانو په ښونځو کې
لیک لوست مطالعه هم پکې کمه
نوره زده کړه ډېره دې ښکلو ځایوکې
دا خبرې مې اورېدلې وې
د لویدیځ په هېوادو کې
نه د خپل هېواد
راډیو ،ټلویزنوکې
د پلار او مور عزت خو څه کړې
د پلار اومور مینه یې ورکه کړې اولادو کې
ورته حال یې د مور او پلار دی
د اولاد مینه یې نشته مېندو او پلروکې
دا وبا هم راغله زمونږ هېواد ته
چې څنګه به ترې ځان ژغورو پدې غروکې
ځکه لویدیځوال زمونږ نه ډېردلته
په ښارونو، کلیو ، اوبانډوکې
خلک واي نښې یې لیدل شوي
لا د اوسه په وړوکې
او فعال رول پکې د هغه چا دی
چې یې ښونځي دي په ټېکو کې
ما یو څو ښاغلي داسې کړل پېدا
چې یې کار کاوۀ د ښونځو په دروازو کې
ترې ومې پوښتل داسې
څه تېریږي په ورځني درسو کې؟
دوئ سره هم لکه زما د خېټې غم و
خبرې شروع کړې په پېسو کې
ویل یې تنخوا مو ډېره کمه
نور خدای شته یُو په مزو کې
دا چې ته غواړې خبر شې له درسونو
غوږ دې کړه راوړاندې چې خبر دې کړو غوږو کې
ویل یې نوې پرمختیاده په دنیا کې
وړمه ورځ دا موضوع وه د نجونو په ټولګو کې
ښونکې وه لګیا ویلې زېری دی تاسو جنکوته
د وادۀ د لومړۍ شپې ډار مودی ورکېدو کې
موضوع وه په زړۀپورې خبرې کولې د پردو
مونږ هم ورته غوږ ایښې و په کړکوکې
په کړکو هم راځوړندې دي پردې
خوپردې خڼډ ندي نندارو کې
ځار د قدرت د قدرتونو شم خاص د ګرمۍ
ګرمي مو پلمه کړې یو څوسوري مو کړي په پردوکې
او دا لنډغر دکلي که د ښار دي ځي راځي پدې نالاره
د دوی نه هم پېسې اخلود نجونو په لیدو کې
(مطلب دا چې یانې
ستاسې واړا ګوتې دي په غوړوکې)
همداسې یې وګڼه خانیه
د یوې سترګې والا باچاوي په ړندوکې
(او درسونه ! ؟ )
هۀ ......
توبه وباسه توبه خدایه زهردي خپرېږي
ښایسته ښکلو پېغلوکې
د وړمې ورځ موضوع وه کنه نوې پرمختیا
درته مې وویل په شروع کې
ویل د مخ پرده خو شکر دی دفن شوه
اوس وار دی د پردې چې لرو یې مونږ دپاسه په لېنګوکې
یوسړی دې ورک شي چې خواکې دې پروت وي
د ښځو خو خوښېږي چې پرتې وي په سړو کې
او دا خوښي هغه وخت پېدا کېږي
چې نجونه شي بلوغ ته رسېدوکې
د تشویش هېڅ خبره نشته
دا ستونز مو ده اوارېدوکې
د دغه خوښۍ په لار کې خڼډ یوه پرده ده
چې دا خوله اوله نه وي ځینې جنکو کې
که څه هم خوند یې لا ډېر وي
مخکې له وادۀ نه په شکېدوکې
زمونږ ټولنه کې داکار لا ندی رواج
کنه نو درښودلو مو ویډوکې
دا یوه نوې پرمختیا ده
چې له لویدیځه راغلې کتابوکې
که څه هم څرک یې نشته په آسمان کې
یا د ځمکې په سر زمونږ پښتوکې
خو د ښونکې دلیل دا و
چې پرده لمنځه ځي هغه وختونوکې
چې سپرلي وي چا کړې د سائکل
نه یوازې چا سره پالنګ ته په ختلوکې
وروسته همدا سایکل پلمه کړئ
په لومړۍ شپه د ودونوکې
که امانت کې خیانت شوی
د سایکل په سپرېدلو کې
(( یو دوه ډنډې وجود لرې راوان په لویه لاره
سایکله وفاداره
سوره پېزوانه مېده مېده شې
چې د شونډو سر ته ګورې دنیا ته خبر وکې
پېزوان یې ډول او سینګار دی
د چا به لاخوښيږي چې د پېزوان سوری نه وي پزو کې
خو بائیسکلو مزې وکړې
چې ورته کېږدي ګل زینو کې))
یا بله پلمه لوبې او سپورټ کړئ
بس پرده ده شکېدلې دنګېدو رادنګېدو کې
((په دېوال وهي ټپونه
کله یو خوا کله بل خوا
راکوي په زړۀ داغونه
کله یوخوا کله بل خوا))
سړي خو دي لایق د مرګ چې تپوس وکړي
زړې ښځې هم د وژلو دي پدې کارو کې
خوږه شپه چې د وادۀ وي تېره کوم پالنګ کې
دوئ به بیا د وینې نښې ګوري بیسترو کې
ویل د ښځو حقوق واقیعًا دي چخڼي شوي
دا فرمان دی راغلی د لویدیځ نه په خبرو کې
اوس خو دا فرمان لګیا دی پلي کېږي کور په کور
پته به مو لګي ایچ ، آيي ، وي اُو کې
د نن ورځې همدمره درس مو بس دی
تاسې کېناوئ خپلو مغزو کې
د خپل حق لپاره جنګ کړئ د سړو سره
او دا حق مو لومړی کړئ په حقو کې
بس کوئ مینه او وروسته لامبئ
دا کار اوس عادي شوی د ښځو حمامو کې
د مور او پلار پروا مه کړئ
هغوی ته هم درس شروع دی په رادوکې ( راډیو)
یو څه بېسوادي ده دلته ډېره
دا ډار به موورکېږي ډېرو مودو کې
ما د ښاغلو ځینې وکړله مننه
دوی مې ژر زنې ته لاس کړل پاڅېدو کې
وېل نوم به مو نه یادی وطنه
یوه یوه زمونږ حیاء ده په ښوو کې ( ښونکو کې )
هۍ هۍ د پېسو جادوګرانو
ولې مو نیولې دا پتمنې هدفونو کې ؟
ولې ړنګوئ د زړۀ دنیا
خوښي یې بدلوئ غمونو کې
ولې شرموئ خپلو کورنو کې
ولې یې لنډې مودې اوږدوئ ودونو کې
کومه بله ناندرۍ نشته
چې یې شاربئ خپرونوکې
ولې مو راخستې ده په نجونو پسې
مینه یې کمه وئ د خلکو زړونو کې
هم به بې خونده سپېڅلې شاعري کړئ
څوک به یې بیا نوم وانخلي شعرونو کې
نه، نه،دې کار ته مو زه کله پرېږدم
که نه نو ماتې خورم په میوندونو کې
یو څوبه ستاسې دحیاء په شان نورې وي
لا په ډېرو ناز کوي وطن پرهدو ملکونو کې
تر هغې به مې قلم وي درپسې
تر څو چې مې ځای وي کونړونو کې[/size:da4afaa827][/color:da4afaa827]
وطن میوند
د پښتو نښه پښتنه لوپټه
ashna
03.05.2007
[color=darkblue:e42b79be2b][size=24:e42b79be2b]د پښتو نښه پښتنه لوپټه
د درنو نښه ده درنه لوپټه
دا چې قتلېږي وار په وار سرونه
دا يې ګونا ده چې شمله لوپټه
نجونه پېغلېږي او په کور زړېږي
ده په سر کړې بې ګانه لوپټه
وځي له کوره په بازار خوشحاله
هسې نيولې ده پلمه لوپټه
د امينې بي بي په سر وه خو اسمان نه ليده
ده نن نړۍ کې ننداره لوپټه
د عائشې بيبي ډالۍ ده چې زپانمنه نشي
بس د څو ورځو مېلمنه لوپټه
نن پتمنې د بې پتو سره ګډې ګرځي
هر يو وطن کې ده خفه لوپټه
وطن ميوند[/size:e42b79be2b][/color:e42b79be2b]