نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طلوع والا وايي موږ ته نه ښايي چې د پنځوسو كلونو وړاندې عقايدو او خبرو پسې وګرځو. موږ بايد د نوې نړۍ غوښتنې په پا
خوشحال
22.04.2007
[url]دبینواویب سایټ نه رانقل شوی متن[http://www.benawa.com/kandahar.php?id=11911/url]
نتنت
USAID تېروتلې ده!
طلوع په پښتو ملنډې وهي
نور محمد- کابل
د طالبانو د واكمنۍ پر مهال پر ټلويزيوني خپرونو سخت بنديز لګېدلى و، ان چې د بي بي سي ويبپانې په حواله خلكو په ځانګړې توګه د نړۍ هېوادونو دغه افغانستان ته ’بې انځوره هېواد‘ وايه، همدا وجه وه چې نړۍ، د طالبانو دا دريځ نه خوښاوه، په هغه پېر كې پر انځورونو او سندرو هم سخت بنديز لګېدلى و.
دا دى د نوي حكومت په راتلو سره ډېر شيان ازاد شول، نوى حكومت هم شعار وركوي چې د ډيموكراسۍ د اصولو او آرونو په رڼا كې غواړي يو ډيموكرات نظام رامنځته كړي چې د ټولو خلكو خوښه او رايه په كې مطرح وي، اوس د افغانستان په زياتو ښارونو كې كېبلي چينلونه ازاد شوي دي او خپلې خپرونې كوي، چې اكثريت يې هندي او ايراني دي، كه څه هم په پيل كې د سترې محكمې او اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا پر ځينو چينلونو بنديز ولګول شو، خو وروسته څرګنده نه شوه چې دوى ولې خپله دا امر او خبره بېرته واخيسته، دغه راز ځينې كورنۍ په خپلو كورونو كې ’ډش انتنونه‘ هم لري چې كولاى شي د نړۍ په سلګونو چينلونه وګوري او ګټه ځنې واخلي، د دې تر څنګ يو هم په افغانستان كې د ګڼو خصوصي ټلويزيوني چينلونو او راډيوګانو جوړېدل او فعالېدل دي، حال دا چې پخوا به يوازې د افغانستان ټلويزيون خپرونې درلودې چې ډېر كليشه يي او دوديز چوكاټ يې درلود او دا بڼه يې تر اوسه نه ده بدله شوې.
په دغو ټلويزيونونو كې يو هم له كابله خپرېدونكى طلوع ټلويزيون دى، دغې ټلويزيوني شبكې د ۱۳۸۳ لمريز كال د تلې يا ميزان په مياشت كې، يانې د ولسمشرۍ د ټولټاكنو پر مهال په كابل كې په خپرونو لاس پورې كړ، چې دا مهال په كابل، كندهار، هرات، ننګرهار او بلخ كې موندل كېږي او كېدى شي نورو ولايتونو ته يې خپرونې وغزېږي، ځكه مالي او اقتصادي امكانات يې ډېر پراخ ښكاري. دا ټلويزيون اووه ساعته خپرونې لري، دا اووه ساعته خپرونې په تكراري ډول خپرېږي چې شپه و ورځ د ليدو وړ دي.
په افغانستان كې ځينې كسان دغه ټلويزيون ته د ستم ډلې كړكۍ، ځينې د پدراميانو ډلې هنداره او ځينې د كفري ټولنې انځوروونكى وايي، البته دا د خلكو خپل نظرونه دي، چې څنګه يې ارزوي، خو موږ دلته غواړو په خپلواك ډول د دې ټلويزيون خپرونې څه ناڅه وارزوو.
د وږي يا سنبلې پر۳۱مه نېټه په هرات كې د عالمانو شورا او مرافعه محكمې د دې ټلويزيون پر خپرونو سختې نيوكې وكړې، د دې ولايت د عالمانو د شورا رئيس مولوي خداداد صالح پژواك خبري اژانس ته ويلي وو: ’دولت بايد د دې ټلويزيوني شبكې پر خپرونو څارنه وكړي، ځكه له اسلامي او دوديزو مسايلو سره ټكر لري، دولت يې بايد د خپرونو مخه ونيسي‘. ښاغلى صالح وايي ’كه چېرې دولت د دوى پر غوښتنې غور ونه كړي، دوى به په جوماتونو او نورو ځايونو كې د خلكو په خبرونې او تبليغ لاس پورې كړي‘.
په همدې تړاو موده وړاندې د لغمان د عالمانو شورا هم په دې باب غونډه كړې وه او له دولت څخه يې غوښتي وو چې د طلوع ټلويزيون خپرونې دې په جدي توګه وڅاري يا دې بندې كړي، دغه راز په كندوز كې هم د تلې پر څلورمه د سلو په شا و خوا كې ديني عالمان راغونډ شول او پر دولت يې نيوكې وكړې چې په افغانستان كې دننه د هغو ټلويزيوني چينلونو خپرونې نه څاري، چې نادولتي دي او په خپلواك ډول خپرونې كوي. دغه راز دوى پرژواك خبري اژانس ته ويلي چې دوى به د اخلاقي فساد پرضد په ټينګه مبارزه كوي.
البته دا شكايتونه يوازې د عالمانو په شورا او ديني عالمانو پورې منحصر نه دي، عام ولس، په ځانګړې توګه په كليو او بانډو كې خلك ډېر ترې سر ټكوي او د كورنيو مشران وايي چې د دې ټلويزيون خپرونې ځوانان بېلارۍ ته راكاږي او له خپل افغاني كلتور او اسلامي عقايدو څخه يې پردي كوي.
د سترې محكمې قاضي القضات قضاوتپوه فضل هادي شينواري هم موده وړاندې د يوه فرمان په ترڅ كې د طلوع ټلويزيون پر خپرونو بنديز ولګاوه چې د نوموړي په وينا ډېر مطالب يې د افغاني ټولنې له روحيې او اسلامي اصولو سره برابر نه دي. دا شكايتونه په هغو ولايتونو كې هم ډېر موجود دي، چې دا ټلويزيون په كې ليدل كېږي. دغه راز ښاغلي شينواري د يوه رسمي مكتوب په ترڅ كې په ټينګه غوښتنه كړې وه چې په طلوع كې دې اذان خپور شي.
خو د طلوع چلوونكو ورته ويلي وو، ته كه چېرې په موږ اذان خپروې، مهرباني وكړه په كېبل كې Star Plus نومى بهرنى چينل بند كړه، چې همېشه ترې سندرې خپرېږي. [color=red:c632879388][color=yellow][size=24:c632879388]طلوع والا وايي موږ ته نه ښايي چې د پنځوسو كلونو وړاندې عقايدو او خبرو پسې وګرځو. موږ بايد د نوې نړۍ غوښتنې په پام كې ونيسو[/size:c632879388].[/color:c632879388][/color] خو سړى نه پوهېږي له اذان او اسلامي خپرونو څخه ځان ليرې ساتل چېرې نوښت او د نوې نړۍ غوښتنه ده؟؟ په دې باب دې ګران لوستونكي په خپله قضاوت وكړي.
افغاني ټولنه يوه دودپاله او اسلامپاله ټولنه ده چې تر هرڅه وړاندې اسلامي او بيا خپلو افغاني ارزښتونو ته درناوى لري، كه څوك دغو ارزښتونو ته په سپكه ګوري په دې ټولنه كې تر ډېره نه شي پايېداى، چې دا يوه تجربه شوې او زبات شوې خبره هم ده. موږ تر طلوع زيات زورور قوتونه او نظامونه ليدلي چې چا ګومان نه كاوه په سلو كلونو كې هم ختم شي، خو داسې راپرځېدلي چې چا يې بيا درك هم نه دى لګولى.
همدا څو مياشتې وړاندې مې په بي بي سي راډيو كې د دې ټلويزيون په باب يو ځانګړى ګزارش واورېد، چې ګواكې دا ټلويزيون د ښځو پر موضوع په زړه پوري مطالب خپروي، په كورنيو كې د ښځو ژوند څېړي او د ناوړه رواجونو په منګولو كې د ښكېلو ښځو غږ اوچتوي.
خو د بي بي سي راډيو دغه رپوټ له يوې خوا په پټه د يوه اعلان او تبليغ شكل درلود، چې د بي بي سي په انټرنټ پاڼه كې هم لوړ ځاى وركړل شوى و او په دې پلمه د دې ټلويزيوني شبكې په باب، ځينې نورې ليكنې هم هلته پرتې دي، د بي بي سي په پاڼه كې په دې باب ځينې داسې شننې هم موندل كېږي، چې بي بي سي والو ورته يوه پلمه پيدا كړې او طلوع يې په كې رااخيستى، خو د بي بي سي چارواكو د خپلې انټرنټ پاڼې په يوه كونج كې هسې د ځان د بېطرفه ګڼو په موخه كښلي دي: ’ بی بی سی مسئول محتوای سايت های ديگر نيست‘ نو چې د بي بي سي فارسي پاڼه د نورو پاڼو د محتوا مسووليت پرغاړه نه اخلي، د نورو ټلويزيونونو لپاره ولې داسې تبليغي ځايونه نه جوړوي؟.
[size=18:c632879388] كور دې د ظاهر طنين له غلو ډك!! چې د خپلې ’كړۍ‘ ديارانو خوله يې خوږه كړه او د بي بي سي په خيرات كې يې د طلوع لپاره هم غوړه ګوله برابره كړه، دا ځكه چې نن بي بي سي په غوڅ ډول د ’پدراميانو‘ پر ليكه ورسيخه شوې او كه له يوې خوا يې دري برخې ګردسره ايرانۍ بڼكې راشنې كړي، نو يې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغاني بڼه بدلېږي، چې طلوع ټلويزيون هم پر همدې ليكه ولاړ دى او ټول د چا خبره له يوې سرچينې اوبېږي. [/size:c632879388]
دا دى د نوي دور په راتلو سره په افغانستان كې د ټلويزيوني شبكو جوړونې ته خورا ډېر پام وشو، چې د افغانستان په تاريخ كې په لومړي ځل دومره شبكې فعاليت كوي. اوس مهال د هرات په غوريان ولسوالۍ، يانې د اسمعيل خان د حاكميت په حوزه كې د سيماى غوريان ټلويزيوني شبكې په كار پيل وكړ چې ويل كېږي د دې او يوې بلې خپلواكې راډيو (نداى صبح) مالي لګښت د يوه ملي سوداګر له خوا وركول كېږي، په كابل كې افغان ټي وي، طلوع، اريانا، د افغانستان ملي ټلويزيون او په جوزجان كې ايينه خپرونې كوي چې د افغانستان په ټول تاريخ كې په دې شمېر ټلويزيونونه په افغانستان كې نه وو فعال. خو يو شكايت چې ډېر اوچت دى، دا دى چې دولت د دغو ټلويزيونونو پر خپرونو سمه څارنه نه كوي، يوازې خپل ټكس ورڅخه اخلي نور يې محتوا نه څېړي، په دې مانا چې په دې برخه كې د دولت اجرائيوي ځواك ډېر كمزورى او آن چې په نشت حساب دى. حال دا چې آن په پرمختللې نړۍ كې داسې يو ارګان شته چې د خپرونو سالمه څارنه وكړي.
د ډيموكراسۍ دغې خيراتي څپې د نورو پديدو تر څنګ افغان ولس ته يوه بله پديده دا راوړه چې زياتو بې بند و باريو او بېباكيو ته د برائت او مشروعيت پرتوګ ورواغوستل شو، هرې بېلارۍ ته د (ډيموكراسۍ) نوم وركړل شو، چې ښايي پايله يې ډېره ناوړه وخېژي. پر خپلو ملي جامو شرمېدل، پر خپلې ملي موسيقۍ ملنډې وهل او پر خپلو ملي ارزښتونو ګوزار كول كه ډيموكراسي وي خو سمه ده، بيا دې طلوع والا هم خپل ډول ډنګوي.
كه طلوع دا خپرونه خپروي چې ’ښځې بايد له كوره ووځي او خامخا دې په دفترونو كې د نارينه وو تر څنګ كار وكړي، ځكه چې دا يې روا حقوق دي او بايد مراعت شي‘ نو بي بي سي وال يې ستايي او دا هم ورسره بدرګه كوي چې د ښځو حقوق له كوره د هغوى وتل او د نارينه وو په څنګ كې كار كول دي! خو يوه يادونه ورته په كار ده او هغه دا چې كه چېرې دوى رښتيا هم غواړي ښځو ته د هغوى حقوق وركړي، ښځې له كړاوونو څخه وژغوري او له ښه ژوند څخه يې برخمنې كړي، نو مهرباني دې وكړي په كليو او ليرې پرتو سيمو كې دې د ښځو لپاره دا امكانات برابر كړي، چې په كورونو كې دې دننه له هوسا، مناسب كار او مصروفيت څخه برخمنې شي، له كوره د ښځو ايستل د هغوى حقوق نه شي اعاده كولاى، نن موږ زياتې بهرنۍ اينجوګانې او موسسې وينو چې د اخلاقي فساد سرچينې ځنې جوړې شوي، په دې ملت هم خبر دى او د طلوع او بي بي سي چارواكي هم! ځكه دا تجربه د دوى په ادارو كې هم شوې ده. نو يوه افغان كورنۍ څنګه خپله لور، خور او مور دغو دفترونو ته ولېږي.
د پيام مجاهد پاڼه د طلوع ټلويزيون د بېلارې كوونكو او فاسدو خپرونو په باب كاږي: ’در بين جوانان برخي کشور ها کشيدن چرس و سگرت و در بين جوانان کشور هاى ديگر همجنس گرايى مقبوليت دارد. اما هر کس ميداند که اثرات اين عادات به زندگي جوامع بشري فاجعه بار است. فلم ها و سرود هايي که مردم را به بـــي عفتي، خوشگــــذراني و بي بندوباري تشويق کند ولو که بيننده داشته باشد براي جامعه مضر است‘.
د دې تر څنګ چې دا چينل غيراخلاقي او شرموونكي فلمونه، سندرې او نور مطالب خپروي، له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره نژدې تړاو هم ښيي، كله ځان د ايران لمن ته غورځوي، كله د تاجكستان، دغه چينل د تلې پر پنځمه د ايران له كابل مېشتي سفير ښاغلي بهرامي سره ځانګړې مركه درلوده، نوموړي سفير ټينګار كاوه چې د افغانستان او ايران ترمنځ دې ټينګو كلتوري او فرهنګي اړيكو ته پراختيا وركړل شي، دغه راز ده دا هم وويل چې ايران او افغانستان سره شريكې ژبې لري چې ډېر سره نژدې دي او دغه دوستانه اړيكي بايد نور هم ژور شي. داسې ښكاري چې ايران د خپل كلتوري يرغل خوبونه ويني او غواړي چې د (كوروش كبير) هغه خونړۍ امپراتور بيا راژوندى او د افغانستان پر ارزښتونو خېټه واچوي، ايران بيا هم د (خراسان كبير) په خيال پلو كې ډېر كلونه تېر كړل، [color=red:c632879388]آن چې پراختيا غوښتونكو ملايانو او اخوندانو يې هم په دې برخه كې ځينې پلانونه او طرحې وړاندې كړي، [/color:c632879388]چې لا يې اوس هم په مغزو كې هغه تصور ګرځي او د افغانستان د لاندې كولو خيال پلو ګوري. كله په كابل كې د كتابونو ستر نندارتون جوړوي او خپل په زرګونو ټوكه كتابونه وېشي، كله د طلوع په شان ټلويزيوني چينلونو ته د خپراوي لپاره داسې مواد وركوي، چې ډېر مضر او د افغانستان ملي يووالي ته زيان رسوونكي دي، ايران غواړي چې ځينو كسانو ته دا ذهنيت وركړي، چې د كلتوري انقلاب لپاره رااوچت او د ايرانپالنې حس دې خپل كړي، د دوى په اند ايرانۍ ژبه مكمله، ايرانى كلتور غني او ايرانى تاريخ له وياړونو ډك دى، حال دا چې د نړۍ هر هېواد پر خپل تاريخ، خپل كلتور او خپلې ژبې وياړي.
موده وړاندې طلوع د تاجكستان له ځوانې سندرغاړې منيژې سره ځانګړې مركه درلوده چې هغې هم د خپل هېواد د تاجكانو او د افغانستان د تاجكانو پر نژدې اړيكو ټينګار كاوه، چې نه پوهېږو د دې خبرو له خپرولو څخه د طلوع موخه څه وه؟ ايا طلوع غواړي په افغانستان كې قومي تربګني او قومي بېلتون رامنځته كړي؟
[size=24:c632879388]دغه راز د تلې مياشتې په لومړيو كې د دې ټلويزيون يو خبريال تاجكستان ته تللى و او له هغه ځايه يې ځينې رپوټونه خپرول، حال دا چې د دې چينل كاركوونكي په افغانستان كې دننه د خپلو هېوادوالو له وضعې خبر نه دي او نه غواړي چې ځان په خبر كړي، خو هلته بيا د يوه ځانګړي هدف له مخې هغو هېوادونو ته سفرونه كوي چې په يوه لحاظ دوى ورته ځانونه نژدې ګڼي. [/size:c632879388]
ښايي د دې ټلويزيون زيات كاركوونكي به ځانونه د منصور په څېر يوازې او يوازې (تاجكان) ګڼي او پر (افغان او افغانيت) به شرمېږي، خو بايد ورته يادونه وكړو چې په عامو خپرونو كې حق نه لري چې قومي تربګنيو او توپيرونو ته لمن ووهي، له بده مرغه چې دا (ګرايشونه) په دې وروستيو كې بېخي زيات شوي او په زياتو برخو كې ورته په يو نه يو ډول، لمن وهل كېږي.
[size=18:c632879388]د بي بي سي په فاړسي پاڼه كې يوه تاجكستاني ليكوال ’فخرالدین خال بیک‘ د (مثلت پارسي: آيا اتحاد سه كشور فارسي زبان ممكن است؟) تر سرليك لاندې يوه ليكنه خپره كړې، نوموړى بيا ټينګار كوي، چې د تاجكستان، افغانستان او ايران يووالي ته ضرورت شته چې بايد لاسونه سره وركړي او د پاړسي ژبې د پرمختګ لپاره دې پراته خنډونه ليرې كړي. [/size:c632879388]
نوموړي ليكوال ټينګار كړى چې نور نو بايد دا هېوادونه د (ايران كبير) هغه برم راژوندى كړي!! دى يو ځاى يادونه كوي: ’ از نقطه نظر تاريخی، بسياری سرزمینی که در آن اين سه کشور پارسی زبان واقع اند، را "ایران بزرگ" می خوانند و همه جا به طور رسمی یا غیررسمی مردم ایران، افغانستان و تاجیکستان برادران خونی عنوان می شوند‘. تر ليكنې لاندې له خلكو څخه هم غوښتنه شوې چې خپل نظر دې وليكي، چې يوشمېر تعصب پالو او عقده يي كسانو خپلې عقدې هلته انزال كړي دي!!.
موږ نه پوهېږو چې د دې وطن پښتانه څه شول؟ ازبك وروڼه څه شول؟ تركمنان څه شول؟ پر دغو ټولو قومونو سترګې پټې شوې؟ دغو ښاغلو ته يادونه په كار ده چې د ’ايران بزرگ‘هيله خو به له ځان سره ګور ته يوسئ ځكه دا وطن لا خرڅ شوى نه دى، لا يې په غېږ كې داسې شاه زلمي ساه اخلي چې وطن ورته د مور حيثيت لري او د خپلې مور حيثيت او لوپټه داسې په ارزانه نه پلوري.
د طلوع چلوونكي وايي چې دوى د اساسي قانون او ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) د قانون په رڼا كې خپرونې كوي او د دوى په وينا چې د خلكو اراده تمثيلوي، خو نه پوهېږو دوى ته زموږ خلك ولې كاڼه او ړانده ښكاري؟ ځكه دا ټلويزيون په هېڅ ډول اساسي او د ټوليزو رسنيو قوانين نه مراعاتوي. چې دې موضوع ته به لږ وروسته راشو او قضاوت په تاسو ګرانو لوستونكو پورې اړه لري.
البته ما كله_ كله د طلوع ځينې خپرونې ليدلي او اورېدلي دي، ځكه چې په يوه ليرې پرته سيمه كې اوسم چې برېښنا نه لرو او كله چې يو نيم وخت د جنراټور په مرسته ټلويزيون ولګوم، نو ځان پرې بوخت ساتم، څو ځله مې د طلوع خپرونې د دې لپاره وليدې، چې وګورم خپرونې يې په كوم معيار دي، چې ډېر څه مې په كې وموندل!
د ټلويزيون ويندويان غربي موډونه كړي وي، هلكان يې زنانه انداز او زنانه ’اكټونه‘ كوي، ان چې كالي او د كاليو رنګونه يې زنانه دي، كله- كله ورته ډېر ځير شم، ځكه ما ته نه ښكاري چې دا نارينه دي كه ښځې؟ خو وروسته چې يې غږ واورم غږ يې د نارينه وي، خو خپله داسې وي لكه نجلۍ!
ښايي دا اكټونه او موډونه يوازې يوې خاصې طبقې ته خوند وركړي، ځكه ټولنې ته هغه څه خوند وركوي، چې ځان په كې ومومي، افغاني ټولنه خپل دود، دستور، عنعنات او كلتور لري، په ټلويزيونونو كې دا سټايل ما يوازې په بهرنيو چينلونو كې ليدلى و، چې دا دى اوس يې لمن تر دې ځايه پورې راورسېده او موږ افغانان خو ما شا الله په منفي تقليد كې ځانګړى مقام لرو. په غرب كې مو ځينې هېوادوال شته چې تر بهرنيانو ډېر په موډ او فېشن كې افراط كوي، بهرنيان لا ورته حيران پاته وي.
لكه څنګه چې مې په سرليك كې يادونه كړې، دا ټلويزيون د ’پدراميانو‘ او ’منصوريانو‘ پر پله ګام اخلي، چې په څرګنده د اساسي قانون له ځينو مادو څخه سرغړونه كوي، د نوي اساسي قانون شپاړسمه ماده، وروستي بند كې راغلي دي: ’په هېواد كې موجود علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي‘ خو طلوع والا تل د ايراني اصطلاحاتو بوجۍ په شا كړې او د پردي ايجنټ غوندې يې په ډېر تعصبناك انداز سره كاروي، چې د دوى دغه تعصب له پښتو اصطلاحاتو سره ده، ځكه ځينې انګرېزي اصطلاحات لكه پوليس، پروسه، پرابلم، سيستم، ديپارتمنت، چينل او نور.. په هماغه انګرېزي شكل سره كاروي، تركي_ پوځي او ځينې علمي اصطلاحات هماغسې كاروي، عربي اصطلاحات هماغسې سم كاروي، خو پښتو تورو ته ايراني بديل پيدا كوي او كاروي، دا دښمني يې له پښتو سره نه، بلكې له ملي ارزښتونو، ملي ټرمينالوژۍ او اساسي قانون سره ده. د طلوع مشر ښاغلى محسني دې خپله خبره بېرته واخلي، چې وايي د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو د قانون په رڼا كې خپرونې كوي.
كه دا شخصي چينل وي يا د پدرام د ډلې، په افغانستان كې دننه خپرونې كوي، دوى بايد اخلاقاً د افغانستان ارزښتونو ته درناوى ولري، كله چې ’خپل ايران‘ يا ’خپل تاجكستان‘ ته انتقال شول، هورې دې خپلو بادارانو ته خدمت كوي او ايراني اصطلاحات دې په خلاص مټ كاروي.
په ډيموكراسۍ ګانو كې هرڅوك حق لري چې ټلويزيوني تمځايونه جوړ او په خپله خوښه خپرونې وكړي، خو دا حق په هېڅ صورت نه لري چې د يوه هېواد ملي ارزښتونه تر پښو لاندې او د بل هېواد دا پلي كړي، نه پوهېږم په پوهنتون، پوهنځي، ښاروالۍ، څارنوالۍ، لويه جرګه، ولسي جرګه او نورو پوځي، ملي او علمي اصطلاحاتو كې څه نيمګړتيا پرته ده چې دوى د ايران اصطلاحات رانقلوي؟
دري زما د هېواد ژبه ده او زه په كې مطالعه كوم، راډيويي او ټلويزيوني خپرونې يې ګورم، مينه ورسره لرم، په پزشكي، بهداشتي، پرونده، فرايند، بازداشت، روند، رايانه، دبستان، بازتاب، رايانه، بازرګاني او نورو تورو خو يې زه هېڅ نه پوهېږم، چې په طلوع كې هر وخت خپرېږي، زه غريب سړى يم، ايراني قاموسونه هم نه شم رانيولاى چې د دغو تورو په مانا پسې وګرځم او بل دا چې دومره وخت كله راسره شته، ښايي دوى به فكر كوي د ايراني اصطلاحاتو په كارولو به ښه ښكاري، له دې كبله يې خپله لهجه او انداز هم ايرانى كړى وي. خو زما سره پوښتنه ده چې زما په خپل هېواد كې ولې ايراني قاموسونو ته اړتيا پېښه شي؟ زه خو په ايران يا تاجكستان كې نه اوسم، هيله ده په دې برخه كې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى وزارت د خپرونو رياست غوڅ اقدام وكړي.
ښاغلى رهنورد زرياب چې په دې ټلويزيون كې متنونه په ايرانۍ بڼه اړوي، فكر كوي چې دا ايرانپالنه به يې د افغان ولس په خير تمام شي، خو له دې ناخبره دى، چې دا ټلويزيون د ملت په زړه كې كركه كري او د افغانستان او افغان ولس په وړاندې ستر خيانت كوي او هغه كسان چې په دې برخه كې قلم چلوي، هغوى هم د ولس په وړاندې ستر خيانت كوي، چې نوم به يې د خاينانو په ليست كې خوندي شي.
هېواد د هر چا لپاره د مور حيثيت لري او د هر هېواد ملي ارزښتونه هم سړي ته د درناوي وړ وي، خو څوك چې له خپلې مور (هېواد) او خپلو ملي ارزښتونو سره دا ډول خيانت كوي... نه پوهېږم دغه خيانت ته څه نوم وركړم، دا خو داسې مانا لري لكه څوك چې د خپلې مور په وړاندې خيانت كوي.
[color=darkred:c632879388]ښاغلى زرياب وايي ’په دې تېرو دورو كې پر موږ پښتو اصطلاحات راتپل شوي، نور نو اړ نه يو چې پښتو توري ومنو موږ يې دري بديل لرو، دا يو جبر دى چې موږ دا پښتو توري ومنو‘. كه ښاغلى زرياب د اكثريت ژبه نه مني او دا يو جبر ګڼي، بيا خو په دې هېواد كې اوسېدل هم ورته جبر دي، ځكه چې دلته پښتانه هم اوسېږي او دوى د هېواد د ساتنې لپاره سرونه قربان كړي، د افغانستان ملي تاريخ هم ده ته جبر دى، د پښتنو اوسېدل هم د دوى لپاره جبر دى، احمدشاه بابا، ميرويس نيكه، ملالۍ او نور ملي مشران دوى ته جبر دى، په خپله اساسي قانون هم ورته جبر دى.[/color:c632879388]
حال دا چې د طلوع رئيس ښاغلى محسني هر ځل په خپلو خبرو كې وايي موږ د افغانستان د اساسي قانون په رڼا كې خپرونې كوو، خو سړى حيران شي كوم اساسي قانون؟ دوى دې مهرباني وكړي يو ځل دې د افغانستان اساسي قانون ولولي او ځان دې په پوه كړي، چې كوم مسووليتونه ورته راجع كېږي.
كه دوى دا ارزښتونه نه مني، نو مهرباني دې وكړي هغه ځاى ته دې لاړ شي چې له جبره خلاص وي او د دوى د خپلې عقيدې او نظريې خلك په كې اوسي. ښاغلى زرياب خو عالم شخص دى، د نړۍ زياتو برخو ته يې سفرونه كړي، ايا په نوره نړۍكې هم خلك د اكثريت ژبې ته داسې په سپكه ګوري، ايا په نوره نړۍ كې هم خلك پر خپلې ملي ټرمينالوژۍ دا وړ لوبې كوي؟ ښاغلى زرياب چې په فرانسه كې اوسېدلى د هغه ځايه كيسه دې وكړي ايا هورې هم د هغه هېواد ملي ټرمينالوژي په نورو ژبو وه؟ او د دې اصطلاحاتو منل جبر و؟
دغه ډول د ښاغلي ولسمشر حامد كرزي فرهنګي سلاكار زلمي هېوادمل هم له ښاغلي زرياب سره دا منلې چې د سترې محكمې پرځاى دې دادګاه عالي او د ښاروالۍ پرځاى دې شهرداري وكاروي. ښاغلى هېوادمل چېرې د قوم استازيتوب كوي، هغه خو د خپل مضر احتياط له كبله له خپل سيوري هم وېرېږي، موږ افسوس كوو چې داسې يو كس چې په موږ پورې تړلى ګڼل كېږي، زموږ د ملي ارزښتونو ريښې غوڅوي. هغه كتابونه يې چې ليكلي او هغه درنښت يې چې خلكو ته درلود اوس يې نه لري، موږ نه پوهېږو چې ده دا كتابونه د چا لپاره ليكل؟ ځكه اوس يې عمل او هغه نظر ډېر توپير سره لري. هغه د ارګ د څلورو دېوالونو په منځ كې ايسار شوى شخص دى چې ذهنيت يې اوس خپل نه دى او د زرياب پر ليكه ولاړ ذهنيت دى، چې ملت به يې دا خيانتونه هېر نه كړي.
په طلوع ټلويزيون كې پښتو په نشت حساب ده، حال دا چې ايراني فلمونه، ايرانۍ سندرې او هندي فلمونه او سندرې په كې غټه فيصدي جوړوي، موږ نه غواړو د قومونو پرتله وكړو، بلكې غواړو دوى ته صرف دومره ووايو چې لږ تر لږه په سلو كې۵۰ خپرونې خو يې بايد په پښتو وي، كه پښتو خپرونې نه كوي او زړه يې نه غواړي، بد يې ورڅخه راځي، لږ تر لږه خو دې ښكنځل نه ورته كوي، چې پښتو ته ځاى او وخت نه وركوي په ننګرهار او كندهار كې يې ولې خپرونې پيل كړې؟ دا خپرونې يې د چا لپاره پيل كړې؟ دا د دې لپاره چې د پردي كلتور د خپرولو په لار كې كار وكړي؟
په دې برخه كې بايد د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى وزارت اقدام وكړي، دغه وزارت خو په تېرو كلونو كې دومره غفلت وكړ او دومره يې غوږونه كاڼه كړل، چې دغه وړ خپلسرۍ په هېواد كې بېخي ډېرې شوې، داسې ښكاري چې دا هرڅه شعوراً كېږي او په دې خاينانه عمل كې د كلتور وزارت چارواكي هم لوى لاس لري، چې ګران لوستونكي دې د دې ادعا د ښه ثبوت لپاره (سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله كې- لومړى ټوك) وګوري.
خو ما چې دا ليكنه كوله يوځل مې د طلوع ټلويزيون له مشر ښاغلي سعد محسني سره ټليفوني اړيكي ونيول، هغه په پيل كې راته وويل: ’موږ په سلو كې ۵۰ پښتو خپرونې لرو‘ چې دغې خبرې ډېر وخندولم، دا ځكه چې هغه د چا خبره لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. اوس تاسې ګران لوستونكي مهرباني وكړئ، ذره بين راواخلئ او وګورئ، چې په طلوع كې په سلو كې څو پښتو پيدا كولاى شئ؟
[color=brown:c632879388]په دې ټلويزيون كې ځينې ګردي مېزونه جوړېږي، چې يوشمېر كسان ورته رابولي، هلته ځينې داسې مسايل مطرح كېږي چې ويندويان قصداًٍ غواړي قومي تربګنيو ته لمن وهي، د مركه كېدونكي په خوله كې ځينې داسې مسايل وركوي چې پښتنو ته ښكنځل وكړي، پښتو ژبه وغندي او قومي تعصبونو ته لمن ووهي. [/color:c632879388]
د ساري په توګه يوه سياسي موضوع وي، دوى ناڅاپه د په خپله پدرام، د (پدرام) وياند يا د دې ډلې بل كس راغواړي چې تر خپلې خولې ’ګلان!!؟‘ باد كړي، حال دا چې اوس زموږ ولس د ’پدرام‘ او ’بېژن‘ د نومونو په اورېدلو دوى ته لعنت وايي. نو طلوع چې دغې ډلې ته لېوالتيا او ورسره مينه لري، هغوى هم افغان ولس ته د منلو وړ خلك نه دي.
څومره چې زه خبر يم دا چينل د امريكا د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا هم په مالي لحاظ حمايه كېږي، دغه اداره د امريكا د حكومت تر څارنې لاندې له افغانانو سره بې پرې مرستې كوي، خو دلته نه پوهېږو چې دغې اداره د كومې لېوالتيا له مخې دغه ټلويزيوني چينل پالي او پيسې وركوي، چې په سلو كې ۵برخه پښتو هم نه لري، كه چېرې USAID رښتيا هم يوه خپلواكه اداره ده نو مهرباني دې وكړي، دغسې يو پښتو چينل دې جوړ كړي، خو كه چېرې ځينو ځانګړو ډلو ته لېوالتيا لري، نو ښايي د اعتبار په وړاندې يې يوه غټه سواليه كښېږدو.
دغه راز په دې ټلويزيوني چينل كې د اغا خان كمپنۍ هم لاس دى، چې نوموړى يې هم مرسته كوي، همدا وجه ده چې په دې چينل كې اكثره كاركوونكي د يوه ځانګړي تمايل له مخې ټاكل كېږي، چې ښايي د اغاخان كمپنۍ ورته ځانګړى معيار ولري، اغا خان په افغانستان كې د روشن ټليفونونو كمپني هم فعاله كړې چې دا دى طلوع يې بل اقدام دى.
[color=white:c632879388] كېدى شي ايران به هم د خپلو كلتوري توكو د دودونې په بدل كې طلوع ته ’فنډ‘ وركوي، [/color:c632879388]ځكه د ايران د سياسي او كلتوري موخو د پلي كېدو لپاره په دې چينل كې دېر څه شته. بله ورځ به ايران په ډېر اسانۍ كولاى شي د افغانستان پر كلتوري ارزښتونو خېټه واچوي، ځكه ډېر څه په افغانستان كې كرار- كرار (ايراني) كېدونكي دي او په دې برخه كې ډېره زمينه سازي هم شوې ده او ډېر ذهنيتونه يې په ارزانه بيه رانيولي دي، دا خو هسې ټوكې نه دي، د طلوع تر شا غټه سياسي موخه پرته ده، چې د چا خبره د دې ډول غږ به وروسته واورو، اوس خو ايران اشخاص، ذهنيتونه، اصطلاحات، عقيدې او نور... هرڅه رانيولي دي.
پښتانه چې په دې ډول ټلويزيون كې ځانونه نه مومي، نو اړ كېږي چې د پاكستان حكومت (خيبر) وګوري، چې په سياسي لحاظ ډېر زيان هم ورته لري. د افغانستان كلتور وزارت هم هڅه كوي چې په افغانستان كې د خيبر مخه ونيسي، خو هېڅكله دا كوښښ نه كوي چې پښتو په دغو نويو جوړېدونكو ټلويزيونونو كې ځاى كړي.
طلوع والا چې كله وايي اوس به افغاني سندره واورو، يو وخت يې هم پښتو سندره خپره نه كړه، پښتو سندرو ته افغاني نه وايي. موده وړاندې مې په ګوربت مجله كې يوه ليكنه ولوسته (د طلوع ټلويزيون ژبنۍ بې انصافي) خو د دې ليكنې ليكوال ته دا وايم چې ته د خپلې ژبې په وړاندې د طلوع شبكې انصاف مه غواړه، د دوى خولې وتړه چې نور ښكنځل درته ونه كړي.
داسې مې اورېدلي چې د طلوع چلوونكي غواړي يو پښتو چينل هم جوړ كړي، چې په كندهار، جلال اباد او پېښور كې به كتل كېږي، خو دغه اقدام ځكه دومره مثبت نه ښكاري چې د دوى موخې خلكو ته څرګندې دي اوس به موږ ته په پښتو هم ښكنځل كوي!.
[size=24:c632879388]په طلوع كې يې يو دوو خپرونو ته يې پښتو نومونه وركړي، لكه (ژوندون) يا (لس) چې ټكى پښتو به هم ورڅخه وانه ورې، ځينې پښتو ژبې ويندويان په يوشمېر خپرونو كې ليدل كېږي، چې يو- يو تورى پښتو وايي خو وروسته يې پښتو بېرته ورڅخه پاتېږي. [/size:c632879388]
په كندهار كې يو خبريال لري، چې له دې ولايت څخه په پښتو راپورونه نه وركوي، ان چې طلوع په پښتو خبرونو كې هم د دې خبريال راپور ږدي، چې خبرونه پښتو خو ګزارشونه په دري ژبه وي. دا څه مانا؟ ايا د (اوغان غول) ژبه دومره پاته ده چې په خپله سيمه كې ورته د نورو سيمو خبريالان ټاكئ؟ ايا د (اوغان غول) په ځوانانو كې داسې څوك نه شته چې تاسو ته خبريالي وكړي؟
په تېرو څلورو كلونو كې پښتو ژبه په هر لحاظ د سياسي او سياستبازيو ښكار شوه، چا په دې وغندله چې ګواكې د طالبانو ژبه وه، چا په دې خاطر وښكنځله چې د حامد كرزي ژبه ده او چا په دې خاطر وغندله چې د (اوغان غول) ژبه ده، حال دا چې په خپلو طالبانو دا ژبه دومره ځپلې او د پرمختګ مخه يې ډب كړې چې په تاريخ كې به يې بل واكمن نه وي كړې، طالب واكمنانو خو ګردسره د (افغان) تورى نه مانه او افغان به يې په (مسلمان) بدلاوه، ان چې د پخوانيو شاعرانو په شعرونو كې به يې هم د افغان پر ځاى (مسلمان) ليكه، نن هم چې پښتانه ځورول كېږي او پښتو ژبه سپكېږي، د طالبانو له وجې.
ښاغلى كرزى خو ټولو ته معلوم دى چې پښتو ته يې هېڅ هم نه دي كړي، بلكې هغه پخوانى امتياز يې هم ورڅخه واخيست او د نورو لمن ته يې واچاوه، د پښتنو ژبه يې غوڅه كړه او دا خلك يې تر پښو لاندې كړل، د زينې په توګه يې ترې كار واخيست او ځان يې مقام ته ورساوه. د ده موخه يوازې او يوازې مقام و، ځينو كسانو ته يې دا موقع هم په لاس وركړه چې پښتو ژبه او د پښتو تورو منلو ته (جبر) ووايي.
ښاغلى كرزى په خټه پښتون دى، عملاً يې تل د دې قوم د سپكاوي، ځپلو او وركاوي لپاره كار كړى دى. دى داسې مشاورين لري چې تر ده زيات (مضر احتياط) كوي چې د همدې احتياط له كبله يې د دې قوم هغه پخوانى پرځاى حقوق هم ترې واخيستل، خو له بده مرغه بيا يې همد نورو اعتبار او باور ترلاسه نه كړ.
د طلوع ټلويزيوني شبكې چلوونكي وايي چې تر ټولو ډېر ليدونكي لري حال دا چې د ليدونكو د شمېرې زياتوالى مهم نه دى بلكې مهم دا دي چې څومره خلك ترې مثبته استفاده كوي، د دې ټلويزيون اكثره فلمونه له اخلاقي پلوه ټيټ او لوېدلي دي، چې په كې اتلان شراب څښي، نيمه بربنډ بدن يې وي او ناڅي، نيمه بربنډې ښځې له دې ټلويزيون څخه ښكاري، چې په څلورو روانه وي او د بدن مهم ځايونه يې په څرګنده ليدل كېږي، دغه راز ځينې كارټوني فلمونه هم د ماشومانو لپاره خپروي، چې هلته هم ځينې صحنې داسې دي، چې ان مشران يې نه شي كتلاى او د افغاني ټولنې له روحيې سره برابري نه لري.
د طلوع كاركوونكي په دې وياړ چې ’ طلوع، یکی از تلویزیون های خصوصی در افغانستان است که در کنار مسایل سیاسی، بیشتر به مسایل مربوط به "مود و فیشن" می پردازد‘.
افغانان له ګڼو سياسي بحرانونو څخه راتېر شوي او ايله اوس د ارامۍ ساه اخلي، په دې هېواد كې تر اوسه په سلو كې د ۳۰ په شا خوا كې خلك لوستي (باسواده) دي، چې په اوس مهال كې فقر او بېكاري د ګڼو افغانانو ستونزه ده، خو په دې ټلويزيون كې به د ’موډ او فېشن‘ خبرې به خلكو ته څه وركړي؟ افغانستان څومره ښاري سيمې لري؟ څومره خلك به ورڅخه استفاده وكړي؟؟ او څومره خلك يوازې او يوازې موډ او فېشن ته تنده لري؟
يو وخت زه په كابل كې وم او د طلوع يوه خپرونه روانه وه، چې يوه د اوږدو وېښتانو لرونكي ويندوى په كې ويندويي كوله، يوه مېرمن چې په يوه دكان كې يې سودا كوله كله چې يې په ټلويزيون كې د دې ويندوى څېره وليده نو ويې ويل ’خاك ده سر تو زنچو شوه‘ چې زه يې ډېر وخندولم، كله چې مې ويندوى ته وكتل، وېښتان يې د ښځې و، خو غږ يې د نارينه!.
موده وړاندې د دې ټلويزيون يوه ښځينه ويندويه (شيما رضايي) ووژل شوه، د هغې وژل ډېر هېښوونكي وو، چا ويل د كورنۍ كوم غړي وژلې ده، چا ويل ورور وژلې ده، چا ويل نامزد وژلې ده، خو هرڅه چې وو په عامو خلكو كې ډېرې ګنګوسې راوپارېدې. زياتو كسانو دا ويل چې هغې د طلوع ټلويزيون په يوه داسې پروګرام كې كار كاوه چې د ځوانانو لپاره يې سندرې خپرولې، ټوكې به يې كولې او ځينې داسې خبرې به يې كولې چې دا ټولنه يې زغم نه لري، خلكو نيوكه درلوده چې دا خپرونه د ځوانانو اخلاق خرابوي او بېلارۍ ته يې راكاږي، خو چا ورته غوږ نه نيوه.
په دې اړه په ايينه ټلويزيون كې يو پروګرام جوړ شوى و، چې ګڼو كسانو نظرونه وركړي وو، كه چا د هغو نظرونو پرتله كولاى، په څرګنده خلكو نيوكه درلوده چې د هغې په وژلو كې طلوع لوى لاس لري.
په همدې تړاو د دې ټلويزيون يو كاركوونكى شكېب ايثار وايي ’دا ټلويزيون ځوانانو ته يوه داسې كړكۍ ده چې بهرنۍ نړۍ ته وګوري، موږ غواړو د خلكو سترګې پرانيزو چې له خپلو حقونو دفاع وكړي‘، دا دا مانا لري چې دوى غواړي ځينې داسې شيان خپاره كړي، چې تر اوسه خلكو نه وي ليدلي او په اصطلاح غواړي د خلكو سترګې پرانيزي، (د چا په خبره د خلكو سترګې ورڅيرې كړي) چې دغسې يې هم كړې ده، په هرات كې دعالمانو شورا خو هسې ناپوهان نه دي چې د دې خپرونو بندېده غواړي.
په دې باب يوه افغان ليكوال صبور سياه سنګ په انټرنټ كې يوه ليكنه خپره كړې او په يوه ځاى كې د دې ټلويزيوني شبكې د څو تنو كاركوونكو خبرې رااخلي، د ساري په توګه سعد محسني د دې ادارې مشر وايي: ’موږ خطرونه منو، كېدى شي د شيما رضايي مړينه په طلوع ټلويزيون كې د هغې پر تېرو كارونو اړه ولري، زيات خلك د دې ټلويزيون پر ډول او شېوې نيوكې لري‘.
نو ښاغلي محسني ته يادونه په كار ده كه زيات خلك د دې ټلويزيون پر شېوې او ډول نيوكې لري تاسې ولې غور نه ورباندې كوئ، ايا تاسې خپرونې د خلكو لپاره كوئ كه د ځان لپاره؟ ستا له خبرو خو دا مانا اخلو چې عام خلك يو څه درڅخه غواړي تاسې بل څه خپروئ او بله دا چې موږ خو ستاسو له خبرو دا مفهوم هم اخلو چې د شيما رضايي په وژنه كې ستاسو لاس دى.
په هغه ټليفوني تماس كې چې د طلوع له مشرتابه سره مې درلود، ځينې ستونزې مې ورسره شريكې كړې، خو ښاغلي محسني وويل موږ چې ايرانۍ سندرې خپروو، هغه يوازې په HOP خپرونه كې راځي چې خلك يې غواړي او په نورو خپرونو كې نه وي. دغه راز يې د ملي ټرمينالوژۍ په باب وويل چې په پښتو كې سمه ده موږ پوهنتون، پوهنځى، ښاروالي او نو ر وايو، خو په دري كې دا اصطلاحات نه كاروو!.
دا چې افغان ملي اصطلاحات به څنګه پرځاى پاته شي، د همدې ټلويزيون يوه بل كاركوونكي ښاغلي اشنا وويل: ’دا نيوكه ډېره پخوانۍ ده، وړاندې هم خلكو همدا شكايت كړى، كه چېرې د نشراتو د څارنې له كميسيون سره خبرې وشي، دا ښه طريقه ده، چې له بهر څخه رسمي فشار راشي، دا يو تجارتي چينل دى چې په ايران كې ډېر نشرات لري‘.
نو كه چېرې طلوع په ايران كې نشرات لري او د هغوى لپاره هرڅه په ايرانۍ اړوي، په اروپا كې هم نشرات لري نو د هغوى لپاره دې نيمه بربنډې ويندويانې راولي، لوڅ فلمونه دې هم خپروي! په انګرېزۍ دې خبرې وكړي!!
د افغان حكومت درغلي دا ده چې له دې ټلويزيون څخه د ټكس اخيستلو په بدل كې ورته د هر ډول خپلسري اجازه وركوي، افغان حكومت له طلوع څخه د مياشتې ۴۰۰۰۰ډالره ټكس اخلي، خو هېڅكله دا نه ورته وايي چې څه بايد وكړي، څه خپاره كړي او څه نه كړي خپاره؟
د طلوع د تجارتي اعلانونو بيه دومره جګه شوې چې پر يو نيم دقيقې څلورنيم سوه ډالره پيسې اخلي، خو څرنګه چې دا ټلويزيون تجارتي بڼه لري، له دې كبله نه غواړي چې افغاني ارزښتونو ته درناوى ولري،ځكه دوى ګومان كوي چې رئيس يې له اسټراليا څخه پانګه راوړي او پر خپل ټلويزيون يې لګوي، هغه پوه شه او زړه يې.
اوس مهال چې د ټلويزيون شمېره مخ په ډېرېدو ده، ځينې ټلويزيوني چينلونه په پيل كې ډېر بريالي روان وي، خو كله چې د ملت غوښتنې او پوښتنې په پام كې ونه نيسي، ناڅاپه د ناكامۍ كندې ته لوېږي.
اريانا ټلويزيون چې اوس په زياتو ولايتونو كې ليدل كېږي، څه ناڅه افغاني بڼه لري، دا ورته زرينه موقع ده چې بايد مثبته استفاده ترې وكړي، هغه ناوړه تجربې دې نه تكراروي چې طلوع كړې دي.له افغان حكومت څخه په ټينګه غوښتنه كوو چې خپل مسووليت دې ترسره او دغه وړ پرديپال چينلونه دې يا بند كړي، يا دې افغاني بڼه وركړي.
له لپې مجلې څخه په مننه [[size=12:c632879388][/size:c632879388]