اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دمانځه بیان
zafar s zadran
20.04.2007
سلامونه او نیکی هیلې می او منې !
دمانځه بیان
مانځه ته په عربې کښی صلوه٠٠ وائی ، صلوه٠٠معنی دعا ده په قران مجید کښی دی چه ،
وصل علیهم ان صلوتک سکن لهم ٠ (سوره التوبه )
ژباړه -
ددوئ دپاره دعا کوئ-ستاسو دعا د دوئ د پاره د اطمینان سبب دی ٠
نبې صلئ الله علیه وسلم اوفرمائیل :-
وصلت علیکم الملکه٠٠ - ژباړه-فریښتی ستاسو دپاره دعا کوې ٠
مانځه ته په د وجه دعا وئیلې شوې ده چه د دی په ذریعه بنده د خپل حقیقی اقا او مالک د لوئیی او عظمت د شان ربوبیت او د خپلی بنده ګئ او عاجزئ او بی
چارګې ځرګندونه کوی ٠ او د دی په ذریعه په بندګې باندی د قائم پاتی کیدو دعا
غواړې ، او په نیغه لاره ( اسلام ) باندی د تللو توفیق غواړی -ګویا که مونځ د
بنده اقا ته د رسولو ذریعه ده او د دعا د ټولو نه لوئی مقصد هم دغه دی ٠
په اسلام کښی د مونځ اهمیئت ٠
هسی خو چه اسلام کښی ځومره عبادتونه فرض کړی شوی دې هغه ټول په خپل ځائی ضروری او اهم دې ٠
خو مانځه ته یو خاص اهمئیت حاصل دی دا د اسلام یو داسی رکن دی چه دا په
هر مسلمان باندی که هغه ښځه وې او سړی امیر وې او که غریب په هر حالت کښی که بیمار وې که کمزوری،
که مقیم وې که مسافر که د جنګ په حالت کښی او که په امن کښی وې فرض دی تر ځو چه د بنده هوش او حواس
په ځای وې تر مرګه پوری دا نه معاف کیږې ، که چری په ولاړه ئی نه شی کولی نو ناسته دی ئی کوی ،
که ناسته ئی نه شی کولی نو په ملاسته دی ئی کوې او که چری په ملاسته وجود له حرکت نه شی ورکولی نو په
اشاره دی ئی اداکوې ، غرض دا چه په یو کښی هم معاف نه دی ٠ تر دی چه نبې صلې الله علیه و سلم
د اووه ٧ کالو ماشومانو ته هم د مونځ کولو حکم ورکړی دی او کله چه ماشومان د لسو کالو شې
نو فر مائیلی ئی دی چه په وهلو پری مونځ کوئ ، په قران مجید کښی بار بار د مانځه تاکید راغلی دی٠
په قران کښی فرمائی چه مونځ په مسلمان باندی په مقرر وخت فرض کړی شوی دی ،
په مانځه کښی ناراستې کونکو ته قران مجید منافق وئیلی دی ،
نبې کریم صلې الله علیه و سلم په خپل قول او عمل دواړه د دی اهمئیت او عظمت ښائیلی دې٠
په حدیث شریف کښی راغلې دې چا چه په ښه طریقه اودس اوکړو اوښه د زړۀ په مینه ئی مونځ اوکړو نو
د قیامت په ورځ به الله تعالئ د هغه واړۀ واړۀ ګناهونه معاف کړې ٠
نو په جنت کښی به ځائی کړې ، رسول مبارک ( ص ) چری مونځ نه دی قضا کړی د فرض د مونځونونه علاوه به مبارک ( ص ) نفلې مونځونه تر دومره دومره وخته پوری اداکول چه په ولاړه
ولاړه به د هغوې په پښو مبارکو پړسوب راغی،
مبارک ( ص ) د وفات نه یو کال مخکښی د بنو ثقیف یوه جرګه د مبارک ( ص )
په خدمت کښی حاضره شوه خو د اسلام قبلولو نه مخکښی هغوی د مانځه د پریښودلو اجازت اوغوښتو نو مبارک( ص )
ورته اوفرمائیل چه په هغه دین کښی ځه خیر نشته چه په کښی مونځ نه وې ٠
یو ځل مبارک ( ص ) اوفرمائیل چه د بنده او کفر تر منځه مونځ حائل دی ٠
چا چه مونځ پریښودو ګویا چه هغه د کفر حد ته او رسیدو -په بل حدیث کښی دې چه چاچه په قصد مونڅ
پریښونو هغه کفر اوکړو ، تاسو د دی د اهمئیت اندازه د دی نه اولګوئ چه مبارک ( ص ) د وصال نه لږ وخت وړاندی وفرمائیل
چه دمانځه خیال ساتئ (مبارک ص) اوفرمائیل چه چا په قصد مونځ پریښودو نو هغه کفر اوکړو ٠
(مبارک ص) فرمائیلی دې چه مونځ د دین ستن ده چا چه مونځ پریښودو نو هغه دین راؤغورزولو هم ددغه تاکید
ونو په وجه به اصحابو د مانځه پریښودل کفرګنړلو-امام احمد بن حنبل مونځ پریښودونکو ته
کافر وائی -امام شافعئ ئی د وژلو حکم ورکوې-امام ابو حنیفه فرمائی چه تر
کومی پوری چه هغه توبه اونۀ کړی نوهغه پوری دی قید اوساتلی شې -
ظفر ځډراڼ