اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د قسم بیان
zafar s zadran
19.04.2007
[color=white:5e100eec47]السلام علیکم و رحمه الله و برکاته [/color:5e100eec47]!
د قسم بیان
دځه خبری د مؤکد کولو یا پکښی د زور پیدا کولو دپاره عموما قسم خوړی شی٠
شریعت د دی اجازت ورکړی دی، لیکن که چری دا قسم د ځه ښه کار دپاره خوړ
لی شوی وې نو شریعت د هغی د پوره کولو تاکید کړی دی، او که د ځه خراب کار
دپاره قسم خوړلی شوی دی نو د هغی د نه پوره کولو او د قسم د ماتولو ئی
تاکید کړی دی، او په دی جرم کښی ئی د کفاری اداکولو حکم کړی دی،
دغه شان که چری یو سړی بغیر د ځه وجی او مقصد نه قسم خورې نو دغه هم
شریعت نا خوښه کړی دی، ځکه چه په دی باندی د خدای د ذات او صفاتوهم
توهین کیږی او هغه سړی هم د خلقو له نظره پریوځی،
په قران کښی د قسم په باره کښی په ډیرو ځایونو کښی هدایت ورکړی شوی دی
په خاص توګه په سورۀ المائده کښی ئی په تفصیل سره ذکر دی٠
لا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فى أَيْمَنِكُمْ وَ لَكِن يُؤَاخِذُكم بِمَا عَقَّدتُّمُ الاَيْمَنَ فَكَفَّرَتُهُ إِطعَامُ عَشرَةِ مَسكِينَ مِنْ أَوْسطِ مَا تُطعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسوَتُهُمْ أَوْ تحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يجِدْ فَصِيَامُ ثَلَثَةِ أَيَّامٍ ذَلِك كَفَّرَةُ أَيْمَنِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَ احْفَظوا أَيْمَنَكُمْ كَذَلِك يُبَينُ اللَّهُ لَكُمْ ءَايَتِهِ لَعَلَّكمْ تَشكُرُونَ(89)( سوره المائده )
ژباړه-
الله تعالئ به په لغو او بی مقصده (بېله ارادې ) قسمونو باندی تاسونه نیسې ،خو کوم قسمونه چه تاسو په حقیقت (په اراده )کښی تړلی دی نو په هغی باندی
به مو اخذه کوې ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
کوم خلق چه بی مقصده ،دروغ، لغویا د چا د حق تلفئ د پاره قسم خورې د هغوی
په باره کښی وائیلی شوی دی،
ؤلاتجعلواالله عرضته لایمانکم ان تبرواوتتقواوتصلحوابین الناس ٠
( سوره البقره )
ژباړه-
په خپلو قسمونو کښی د خدای نوم مه ډال کوی چه تاسو دی د نیکی کولو ،
د خدای د ویریدلو او د یو بل د زړونویو ځای کولونه منع شئ ٠
ظفر ځډراڼ
zafar s zadran
20.04.2007
السلام علیکم و رحمه الله وبرکاته !
---------- دقسم شرعې تعریف --------
په ژبه باندی دخدائ د ذات یا صفات دنوم اخستلو او د ځه کار دکولو یا د نه کولو مکملی ارادی کولوته په شریعت کښی
یمین یعنی قسم وائی ، که چری یو سړی دخدائ د ذات او صفات نه علاوه د بل ځیز نوم اخلې او قسم کوې ٠
یا هسې بغیر د ځه وجی او بی مقصده قسم خورې نو دا به شرعې قسم نه وې-په عربئ کښی قسم ته یمین وائی او قسم
خوړونکې ته حالف وائې -
-------- د قسم قسمونه --------
قسم په دری قسمونه دې ،
١ - یمین غموس یعنی د دروغو قسم ٠
٢ - یمین لغو یعنی بی کاره او بی مقصده قسم ٠
٣ - یمین منعقده یعنی هغه قسم چه به شریعت کښی معتبر وې ٠
ادامه لرې
ظفر ځډراڼ
zafar s zadran
30.04.2007
------- دیمین غموس تعریف او د هغی حکم-------
د یوی تیری شوی خبری یا واقعی په باره کښی سره د پوهی په قصد د دروغو قسم خوړل او دا وئیل چه داسی نه ده ٠
دی ته یمین غموس وائی ٠
په عامه توګه د ځه تیری شوی خبری یا واقعی په باره کښی قسم خوړی شې - په دی وجه دلته د تیری شوی قید
لګولی شوی دی ، ګنی د حال په باره کښی قسم خوړلوته یمین غوس وئیلې شې ٠
مثلا یو کس بل ته او وئیل چه دا ستا په وړاندی اکبر ولاړ دی ، حالانکه هغه پو هیږی چه دا اکبر نه دی بلکه دا خو ادریس دی ٠
نو دا هم د دروغو قسم شو ، سره د دی چه دادحال واقعه ده ٠
د دروغو قسم کله خو د ذاتې فائدی د پاره خوړی شې -او کله د چا حق د وهلو دپاره خوړی شی -یا ځنی خلق عادتا د دروغوقسمونه خورې ، بهر حال هر ځه چه وې د دروغو قسم خوړل په شریعت کښی ګناه کبیره ده ٠
نبې صلی الله علیه وسلم د کبیره ګناهونو ذکر کولو وی وئیل چه خدای تعالئ سره ځوک شریک کول ګناه کبیره ده -د مورپلار نافرمانې کول ګناه کبیره ده -بیائی په اخر کښی و فرمائیل ،
والیمین الغموس -بخاری- اوپه دروغه قسم خوړل ګناه کبیره ده .
مبارک (ص) دې چه ځوک په دروغه قسم خوری او د چا حق وهې په هغوې باندی جنت حرام دی او د هغۀ استوګن ځای دوزخ دئ ٠
منافقینو د زړه نه نبې صلئ علیه وسلم نه منلو لیکن د مصلحت او ګټی د پاره به ئی په ژبه قسمونه خوړل چه تاسو د خدای رسول ئی -
الله تعالئ د دوئ د قسم په جواب کښی او وئیل ،
ان المنافقین لکاذبون اتخذواایمانهم جنه٠٠ فصدواعن سبیل الله -(سوره المنافقون )
ژباړه :-
بیشکه منافقان دروغژن دې -هغوئ له خپلو قسمونونه ډالونه جوړ کړی دې -
نو هغوئ (په دی ذریعه ) د خدای د لاری نه منع کړی شول ٠
مطلب ئی دا دی چه په زړه کښی بل ځه وې او په ژبه بل ځه ځرګند کړی شې نو دا د دروغوقسم دئ -
چه رشته ئی د نفاق سره یو ځای کیږې -قسم خوړل ډیره لویه ګناه او د ملامتیا قابل کار دې ٠
خو په قران او حدیث کښی د دی دپاره ځه سزا نه ده مقررکړی شوی ،په دی وجه ابو حنیفۀ د ځنی اصحابو د اثارو په رڼا
د دی ځه سزا نه ده مقرر کړی -او د دی دپاره ئی صرف توبه استغفار ضرورې ګرځولی دی ،
لیکن امام شافعئ فرمائی چه په د دی سزا ورکولی شی یعنی د ده نه دی کفاره ادا کولی شی ځکه چه ده
د خدای نوم بی عزتې کړی دی ده ٠
او ورسره توبه استغفارکول هم پکار دی ٠
-------- دیمین لغوتعریف او حکم -------
قران خو دلغو قسمونوپه باره کښی وئیلی دی چه دی باندی به مواخذه نه وی خو د لغوئی ځه تعریف نه دی کړی -
په د وجه فقها د دی بیل بیل تعریفونه کړی دې ٠
او داتمام په لغو کښی شامل دې ، په عامه توګه حنفې فقها دیمین لغو دا تعریف کړی دی -
ان یحلف علئ امروهویظن انه کماقال ؤالامربخلافه -
ژباړه : -
په تیره شوی خبری په دی ګنړلو قسم اوخورې چه دی صحیح وائې ،لیکن هغه واقعه د دی خلاف وې ٠
عام طور سره په تیره شوی خبره قسم خوړی شی په دی وجه د تیره شوی قید ورسره لګولی شی دی ،
ګنی نو که د حال په ځه واقعه یا د خبری په باره کښی قسم او خوړلی شې نوهغه هم لغو قسم دی ٠
پورته چه کوم تعریف فقها کړی دی هغه د حضرت عایشه (رض)د یو قول ځخه ماخوذ دی ، حضرت عایشه (رض)د دی یو بل تعریف هم کړی دی٠
او هغه دا دی چه په عامه توګه باندی د تکیۀ کلام په توګه د خبرو اتروترمنځه چه سړی کوم والله اوبالله و غیره وائی ،
نو دا هم لغو قسم دی ،هم دغه تعریف امام ابوحنیفۀ امام شافعئ او امام محمد ته منسوب دی ٠
امام شافعئ د دی یو بل تعریف کړی دی فرمائی : هغه قسم چه سړی ئی بغیر له ارادی خوری یا اراده ځه کوی او
د ژبی نه ئی بغیر د زړۀ د ارادی بل ځه اوځې ، نو هغه یمین لغو دی ٠
غرض دا چه هغه ټول قسمونه چه سړی ئی د ځه غلط فهمئ په وجه یا ئی دتکیه کلام په توګه یا بی فائدی خوری
هغه یمین لغو دی ، د دی په باره کښی امام محمد لیکلی دی چه : -
نرجواان لایواخذالله بهاصاحبها ٠
ژباړه : - مونږه امید کوؤ چه الله تعالئ به په دی نیول اونه کړې -
هغه د ډیر احتیاط سره < مونږه امید کوؤ> الفاظ استعمال کړی دې ،
چه خدای تعالئ د لغو قسم ځه تعریف نه دد کړی ٠
هغه د خپل قیاس نه د دی تعریف کړی دی ، ممکنه ده چه ددی تعریف په وجه ځه قسم د خدای تعالئ په نزد لغو نه وی -
او چرته عذاب پرۍ او نه ځکلی شې ، ددی نه معلومه شوه چه بی فائدی قسم خوړلو کښی هم
بنده له احتیاط کول پکار دې ٠
---------د یمین منعقده تعریف او حکم --------
هغه قسم چه بنده ئی دیو کار په راتلونکی وخت کښی د کولو یا نه کولو په باره کښی خوری -هغه یمین منعقده دی ٠
د دغه قسم حکم دا دی چه د کوم کار د کولو ئی قسم خوړلی دی نو چه هغه کار کله او نه کړې -
یا د کوم کار د نه کولی ئی چه قسم خوړلی دی نو چه هغه اوکړی ٠ نو اوس به دی کفاره ورکوې ٠ د کفاری ذکر بی وړاندی راشې ٠
د امام ابو حنیفۀ په نزد په صحیح قسم کښی د زړۀ اراده او نیت ضرورې نه دی ٠
یعنې که چری هغه دراتلونکی وخت په باره کښی ځه قسم د ارادی نه بغیر یا په هیره ؤخوری ،
یا تری په زور قسم واځستی شې نو بیا به صحیح او ګنړلی شې -ځکه چه په اصل کښی په قسم کښی فعل ته کتی شئ ، او که فعل په قصد او اراده سره اوشې ٠
یا په هیر او په زور قسم به اوشې - مګر امام مالک او امام شافعئ فرمائی چه په قسم کښی د قصد او ارادی موندی کیدل ضرورې دې ٠
ځکه چه قران د قسم په لړ کښی وئیلی دی ، چه(
بما عقدتم الایمان )- بل ځای کښی دې ، ( بماکسبت قلوبکم )
ددی نه معلومیږې چه کله دزړۀ اراده یا نیت شامل نه وې قسم نه کیږې ٠
اوس د دی تعریف نه بغیر د ارادی ، په هیره یا په زور زبردستئ قسمونه بهر شول ٠
د دی تعریف مرسته د حدیث نه هم کیږې -د هیری او د زور زبردستئ د کار باره
کښی نبې صلئ الله علیۀ وسلم فرمائیلی دې ٠
رفع عن امتئ الخطا والنسیان ؤمااسترهواعلیۀ ٠
ژباړه : - زما د امت نه هیره ، غلطې او هغه کار چه د هغی په کولو ځوک مجبور کړی شول ، معاف دی ٠
ادامه لرې
ظفر ځدراڼ
zafar s zadran
02.05.2007
--------- د الله هغه نومونه چه قسم پری خوړی شی ---------
پورته ذکر شول چه د خدای د ذات او صفات نوم اخستل او د یوکار په راتلونکې وځت کښی د کولو یا نه کولو په ژبه سره
ادا کول د دی نوم قسم دئ ٠
مثلا داسی ئی او وئې چه په الله می دی قسم وې ، په خدای می دی قسم وې ، یا خدای حاضر ناظر ګڼم ،یا الله شاید کوم چه داکار بی ضرور کوم , نو داسی بی قسم اوشې ، د الله په صفاتو کښی ئی د یوصفت نوم واخست او قسم ئی اوخوړو - نو هم به قسم اوشې .
مثلا داسی ئی اووی چه په رحمان خدای می دی قسم وې ، دی خدای په عزت او
جلال می دی قسم وې ،په پروردګارمی دی قسم وې ،نو قسم ئی اوشو - یعنی په دی ټولو صورتونو کښی که چرې د یو کار کولو قسم ئی خوړلی وې نو د نه کولو په صورت کښی به ئی قسم مات شې ٠
اوس نو د خدای د ذات او صفات د حرمت دا تقاضاده چه په جرم کښی هغه کفاره اداکړې -
مثلا دا چا اووئیل چه زۀ به د اکبر کورته نه څم ، یا زۀ بی وریژی نه خورم ،یا امید سره بی یوه میاشت خبری نه کوم یا فلانکی
جامه به نه اغوندم ، نو کله چه د اکبر کورت د ننه ورشې ، یا وریژی اوخوری ، یا امید سره په میاشت کښی دننه خبری اوکړې
یا هغه جامه واغوندې نو قسم به ئی مات شې - او د خدائ په نوم بغیر د ځه وجی نه لوبه کړو او داخل ئی کړو نو په دی وجه به دی کفاره ورکوې -یا دغه شان که چا اووائیل
چه زۀ به نن فلانکې ځای ته ځم ، یا نن به دومره رکعتونه مونځ کوم ، نو وی نه کړه نو کفاره به ورکوې -او یا که چا دا او وی
چه زۀ قسم خورم چه دا کار به نۀ کوم نو ددی به دا مطلب ګنړئی شی چه دی د خدائ قسم خوری ځکه چه
نبې صلئ الله علیۀ وسئلم قسم ګنړئ دی - دغه شان که چرې چا د قران قسم اوخوړو نو سره ددی چه د قران قسم خوړل مناسب نۀ دی ، خوکلام الئهې هم د خدائ
صفت دی او مظهر قران دی - نو دا هم صحیح قسم ګنړئی شوې دئ ٠
---------------په نورو ژبو کښی چه کوم الفاظ د خدائ------------
د ذات او صفات د پاره استعما لیږې
د خدائ د ذات د پاره په عربې کښی الله او په فارسې کښی خدا استعمالیږې -یعنی دا چه دواړه لفظونه
د خدائ وحدۀ لاشریک له د ذات د پاره خاص شوی دی ، که چری په یوه ژبه کښی ځه لفظ د خدائ د ذات
یا د هغۀ د صفت د پاره استعمالیږې چه په هغی کښی انسان شریک نه وې نو په هغی قسم خوړلی کیدئ شې ٠
مثلا په هندې ژبه کښی د ; ایشور ; لفظ دئ ، که چری دا لفظ صرف د خدای د پاره استعمالیږې نو هغه مسلمان
چه د هغۀ مورنی ژبه هندې وې نو که هغه په دی لفظ قسم اوخوری ،نوقسم به ئی
اوشې -دغه شان که چری د دنیا په نورو ژبو کښی کوم الفاظ صرف د خدائ د نوم دپاره مخصوص وې نو چه په هغی
قسم اوخوړی شی نو قسم به اوشې - د " نقایه " مصئنف لیکلی دې که چری یو
سړی په فارسې کښی اووائې چه : -سوګند میخورم به خدا : یعنی زۀ په خدائ قسم خورم ٠
نودا به قسم ګنړئ شی ددی تشریح ملا علی قارې کړې ده ٠
وکذالک الحکم لسائرالسنه٠٠ العجم ( ج ٢ ص ٧٩ )
zafar s zadran
02.05.2007
------------- دغیر الله قسم ----------
نبې صلئ الله علیۀ وسئلم فرمائیلی دی چه که سړی قسم اوخوری نو د خدائ په نوم دی خوری ٠
ګنی نو خاموشه دی وې -په یو بل حدیث کښی دې چه مبارک ( ص )فرمائیلی دې
من حلف لغیرالله فقداشرک ( ترمذې )
ژباړه : - چا چه دخدائ نه سوا یا بغیر په بل قسم اوخوړو نو هغۀ شرک وکړ ٠
په دی وجه چه کوم خلق په عامه توګه داسی قسمونه خورې ، چه په عمر می دی قسم وې ، یا په ځوانئ می دی قسم وې ،
یا په کعبه می دی قسم وې ، په محمد( ص ) می دی قسم وې ، په کتاب می دی قسم وې نو دا ټول حرام دې ٠
د الله تعالئ داسی صفتونه چه په عامه توګه د هغی نه د خدائ ذات مراد اخستئ شې ، نو فقها د هغی اجازت ورکړی دی ٠
لیکن چه کوم صفتونه د خدائ د ذات د پاره مخصوص نه دې ، یا د هغی نه ذهن د خدائ د ذات په لورې نه ځې
په هغی ئی د قسم خوړلو نه منع کړی ده ځکه نو د رسول ( ص ) قسم ، د نبې قسم د کعبی قسم ،د مدینی قسم ،
حتئ چه ځنی فقها د قران قسم هم د غیر الله په قسم کښی داخل کړی دی ، خو ځنی فقها ددی اجازت څکه ورکړی
دی چه کلام د خدائ یو مستقل صفت دی ، او قران د هغی مظهر دی ، اوبیا په عامه توګه د هندوستان مسلمانان
( پښتانه) د قران قسم خوړلونه د خدائ قسم مراد اخلې ٠
نو په د وجه ددی اجازت ورکړی شوی دی - خو ددی اجازت باوجود ددی نه ډډه کول پکاد دی ٠
zafar s zadran
03.05.2007
----------- د ګناه د کار قسم خوړل ----------
که چری یو سړی د یو داسی کار کولو قسم اوخورې چه د هغی کول ګناه وې یا د یو ښه کار د نه کولو قسم اوخورې -
نو داسی قسم خوړل سخته ګناه ده - د داسی قسم د پوره کولو په ځای هغه ماتول پکار دی -
او کفاره ئی ورکول پکار دی - مثلا چا اووئیل چه زۀ به په ټول ژوند کښی روژی
نه نیسم -د قران تلاوت به نه کوم ، مونځ به نکوم ،زکات به نه ورکوم -
نو داسی قسم خوړل سخته ګناه ده ، سمدستې قسم ماتول پکار دی ، یعنی هغه ښه کار کول پکار دی -
مثلا روژه نیول پکار ، مونځ کول پکار دی ، او د قران تلاوت کول پکار دی ، او د قسم کفاره ورکول پکار دی ٠
دغه شان که چری چا دا قسم اوخوړو چه نن به زۀ د فلانکې سړی د فلانکې کار نقصان کوم ٠
یا فلانکې سړی سره به ټول عمر خبری نه کوم -یا فلانکې ته به کنځل کوم ،یا بی وهم ،یا نن به شراب ځښم ،یا فلم به ګورم ، ګویا کوم کارونه چه په شریعت
کښی مکروه او حرام دې د هغی د کولو قسم خوړل سخته ګناه ده ٠
که چری په غطئ سره په غصه کښی داسی قسم اوخوړی شې نو هغه قسم ماتول پکار دی -یعنی هغه کار کول
نه دی پکار نه خو د چا د ځیز نقصان پکار دی - نه خبری اتری چا سره پریښودل پکار دی - نه د خپل قسم پوره کولو دپاره چاته کنځل کو پکار دی -نه ځوک وهل پکار دی
نه شراب ځښل پکار دی -او نه فلم کتل پکار دی -بلکه قسم ماتول او د هغه کفاره ورکول پکار دی ٠
ظفر س ځډراڼ
zafar s zadran
03.05.2007
---------- ځنی ضرورې مسئلی ----------
١ : - که ځوک چا له قسم ورکړې ، مثلا دا اووائې چه زۀ تا له په خدائ قسم درکوم چه دا کار اوکړه - یا دا او وائې چه الله تعالئ حاضر ناظر ګڼم چه دا کار او کړه ، یا د خدائ په روئ دا کار اوکړه نو په دی قسم نکیږې ٠
٢ : - که قسم ئی او خوړو او انشاۀالله ئی اووئیل نو قسم ئی اونه شو -
مثلا داسی او وئیل چه په خدائ قسم خورم چه انشاۀالله دا کار به نۀ کوم نو دا قسم او نه شو -
یعنی که هغه کار ئی اوکړ و نو کفاره به ورکوې ٠
٣ : - که چری چا دا اووې چه په خدائ می دی قسم وې - چه نن به اوبه وریږی یا نن به زما میلمه راځې نو که اوبۀ او نه وریدی یا میلمه رانۀ غلو نو کفاره به نۀ ورکوې ٠
٤ : - که چا او وئ چه زه به نن فلانکی ځیز نه خورم - یا فلانکې سره به خبری نه
کوم - نو که په هیره او خورې یائی په زور پری ځوک اوخورې ، یا بی ارادی
ورسره ځوک خبری اوکړې نو هم ئی قسم مات شو کفاره به ور کوې ٠
ظفر س ځډراڼ
zafar s zadran
04.05.2007
----------- د قسم کفاره ---------
١ : -که چری چا خپل جائز قسم مات کړو یا غیر شرعی قسم وؤ او د شریعت د په حکم د هغی په ماتولو مجبوره
شو نو په هر صورت کښی به کفاره ورکوې - په قران کښی د قسم د کفاری داترتیب بیان کړی شوې دئ -
چه دچا وس وې نو هغه دی لسو( ١٠ ) محتاجانو له دواړه وخته ډوډی ورکوې-
یا په سر سایه ( صدقۀ فطر ) کښی چه ځومره غله ورکولی شې نو دومره دی لسو ( ١٠ ) فقیرانو له ورکړی -
یعنی پاؤ کم دوه ( ٢ ) کیلوغنم یا دری نیم کیلو اوربشی ، یا د هغی قیمت -که چری په ډوډی ورکولو کښی ورته مشکلات وې نو لسو ( ١٠ ) حقدارو له دی جامه یعنی جامې ورکړې که دی سړی جامې وې نو دومره دی وې چه د هغه وجود پټ کړی
یعنی قمیص او پرتوک - او که ښځی له جامې ورکوې نو داسی دی ورکړی شی چه هغه واغوندی او په کښی مونځ کولی شې
دومره ورکول واجب دې -که چری د دی نه زیات ورکړئ شې نوغوره ده -که چری چا صرف یو ځادر ورکړو نو کفاره به ئی ادا نۀ شې ٠
٢ :- که د ډوډی ورکولو یا جامی ورکولو وس نه لرې یعنی پخپله محتاجه وې ،
نو هغه ته اجازت دی چه هغه دی پر له پسی دری ( ٣ ) روژی اونیسې که چری دری روژی پر له پسی او نۀ نیوې -او په منځ کښی ئی قضا کړی نو امام ابو حنیفۀ فرمائی چه کفاره به ادا نه شې -یعنی ځنګه چه د روژی د ظهار د کفاری حکم دی -دغه شان د دی هم دی -
مګر امام مالک ، امام شافعئ او د یو روایت مطابق امام احمد بن حنبل د پر له پسی روژی نیولو قید ضرورې نه ګڼې ٠
د هغوئ دلیل دا دی چه د روژو او د ظهار په لړ کښی چه د پر له پسی او بغیر د قضا کیدو ځخه د روژو
نیولو حکم په دی وجه ورکړی شوی دی چه په قران او حدیث کښی د دی حکم د پر له پسی د قید سره راغلی -
خو دلته د پر له پسی د قید نه بغیر حکم دی -
فمن لم یجدفصیام ثلثه٠٠ ایام ذالک کفاره٠٠ ایمانکم - ( مائده )
ژباړه -
ځوک چه د ډوډی او جامی وس نلرې ،هغوئ دی دری ورځی روژی اونیسی دا ستاسو د قسمونو کفاره ده ٠
ډیره ډیره مننه له تاسو د لوست کتلواو وخت نه -
ظفر س ځډراڼ
طارق زیاد
24.06.2007
grana wrora, dera dera manana stase sakha che khpal wakht moh waneew aaw de arzakhman malomat moh zmong sara shareek kral. khudai paak de taase ta ajar darkee.
zma lapara der gatawar tamam shwal. zka che de Khudai pak pa noom qasam karai wo che yow kaar ba na kawam kho rana washo, albata sahwan na balke kha pa hoosh ke rana washo. der feker meh kharab sho. wrost ye de kafare pa souch ke shwam. kho zma daqeeq pa yaad na wo che 2 myashta roja bayad waneewalo shee aaw ka somra . za de rooje de kafare pa feker ke tlalai wam zka de yawe roje kafara 2 myashte motawater roja neewal dee. kho Alhamdulillah stase malomato zma malomat ham berta ra taza kral, aaw oos ba mokalaf yam che 3 wraze roja ya 10 ghareebano ta dodai ya kalee warkram :)
Dera manana yow zal bia. heela da che khpal de kaar ta dawam warkre.
[color=green:6e94d08de1][/color:6e94d08de1]
----------------------------------------------------------------------
[color=blue:6e94d08de1]مکرم طارق زیاد صاحب دا د خوښۍ خبره ده چه د موضع لوستل مفيد وه
که خپله لاتينه ليکنه ړنګه کړی او په پښتو حروفو ئې وليکۍ ښه به وي
درنښت [/color:6e94d08de1]