نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ماموته، بيا دې موته!
larghonay1
18.04.2007
ماموته ! بيا دې موته!
له څو ورځو راپه دې خوا بيا دكرزي صيب په كابينه كې د ادلون بدلون خبرې روانې دي خو لكه څرنګه چې د كرزي صيب په اړه ويل كېږي چې ( د قحط الرجال) سره مخ دى نو بيا هم همغه زاړه او ازمويل شوي لوبغاړي راروان دي.
يو شمېر خلك دي چې د حامد كرزي په دوره كې كله والي، كله وزير او كه هيڅ بل دنده ورنه كړي نو بيا يې مشاور وزير وټاكي. د كرزي د ورور قيوم كرزي سره چې چا په انتخاباتي مبارزه كې ونډه اخيستې هغه يې هم مشاور وزير كړى چې شمېر يې تر اوسه په خپله كرزي ته هم نه دى معلوم.
خبره د ادلون بدلون وه ويل كېږي چې ښاغلى جلالي، عبدالله عبدالله او ځينې نور كسان بيا وزيران ټاكل كېږي چې دا خبرې دولتي چارواكي هم نه ردوي او نه يې تاييدوي خو شف شف روان دى. ولې افغانان كه بهرمېشتي دي او كه د ننه په افغانستان كې دي دوى نور د كرزي صيب څخه هيڅ هيله نه لري چې ګوندې دا وړۍ به شړۍ كړي ځكه چې دا د دې جناب درې كلن عادت دى چې په همدې څوكسانو يې بازار ګرم كړى كله يې اخوا او كله دېخوا كوي اوحكومت يې نور دسقوط په درشل كې دى.
خو بيا هم كيداى شي چې په دې ادلون بدلون كې د بري او سوكالۍ كوم راز وي چې په اړه يې ستاسو نظر اړين دى.
ستاسو لاروى