اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ديموکراسي
khalid afghan
17.04.2007
د ديموکراسي په اړه مو ډير څه واوريدل٠ ايا د اسلام سره يې په هيڅ صورت کې تطابق نشي راتلاي؟
ښاغلى استاد ګل پاچا الفت وايي:
په شفتالو كې زړى دى، په زړي كې د شفتالو ونه ده. د غنمو په وږو كې دانې شته، په دانو كې همدغسې وږي شته
په چرګه كې هګۍ ده، په هګۍ كې چرګه
دغه يوه دانه پندانه چې ګورې تيل او پلته دواړه لري او په حقيقت كى بله ډيوه ده مګر ستا سترګې پټې دي دغه رڼا نه ويني
ته نه يې خبر چې په يوه دانه او په يوه څاڅكي كې عالمونه دي
ته په خپله هم د غنم په دانه كې ويده وې، بيا دې په يوه څاڅكي اوبو كې لامبو وهله، نن ځانته لوي سړى وايې او په لويه بيړۍ كې ناست لويو سيندونو كې حركت كوې
څه شې چې ته وړوكې ګڼې هغه هم لوي دى
يا هغه څه چې تا ته لوي ښكاري هغه هم لوي دى
ته ونه لويه ګڼى هغه په يو زړي كې ده
تا ته زړى وړوكې معلوميږي په هغه كې غټه ونه ځاي شوې ده. دغه غټه هندواڼه چې ګورې كال ته نشي پاته كيداي او عمر يې ډير لږ دى
دغه د هندواڼې كوچنى زړى تا ته هر كال تازه هندواڼې دركوي
د زړي قيمت د هنداوڼې نه لږ نه دى
هندواڼه په زړي كې ساتلې ده، كه زړى ورك شو هندواڼه وركيږي
[b:197401f811]كه ميندى او پلرونه خپل واړه ماشومان ساتي، واړه او كوچني هم قام [/b:197401f811][b:197401f811]او ټبر ساتي[/b:197401f811]
نو راشه، هيڅ شى وړوكې او كوچنې مه ګڼه ځكه چې دلته غټ او كوچنى، لوي او وړوكى نشته، ټول برابر دي، يواځى خداي لوي دى او بــس!
د نن ورځې ديموكراسي له همدغسې كتنې پيدا شوه او د ډير دقت نتيجه ده!