د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اختطاف, يا يرغمل، د شرعی، قانون او منطق له مخی

پښتون زلمی
15.04.2007

اختطاف, يا يرغمل، د شرعی، قانون او منطق له مخی

مقاومت ددښمن په وړاندی یو شرعي، او قانوني حق دی، افغانستان اوس د بهرنی دښمن لخوا ښکیل دی، او دا ټولو ته معلومه ده، چی دغه بد مخه لښکری، په کومه بدماشۍ زمونږ په ټټر راننوتی، په داسی بدماشۍ چی هغه بدماشي د روس لخوا هم نه وه ترسره شوی، نو ددی لپاره اوس په مونږ مقاومت واجب دی چی د ټولو ممکنو وسایلو څخه کار واخلو، او دغه ممکن وسایل هر یو خپل ځانته شرطونه، او بندونه لري، ځینی دغه بندونه شرعي وي، او ځینی نور..
مونږ باید پخپله جګړه کی د اسلامي بندونو پوره ساتنه وکړو، ځکه جنګ په اسلام کی خپل ځانګړي احکام لري، او په جګړه کی د ښکیلاګرو قواتو، او د هغوي کومککوونکو څانګو په نښه کول، یو شرعي مقصد دی، او دی هدف پوره کولو ته شرعی پوره اجازه ورکړی، او عقل او منطق ورسره هم کوم ټکراو نلري.
د ګوریلایی جنګونو، یا دخرپ او ترپ دجکړی د اساساتو څخه یو د ښکیلاګرو قوتونو د کومککوونکو په نښه کول دي، او دا کار ډیر کله خپله د ښکیلاګرو لښکرو د ویشتلو څخه زیات مهم وي،
زه دلته د یرغمل او اختطاف باره غږیږم، نو دا وایم:
د اختطاف هغه عملیاتونه چی د ښکیلاګرو قوتونو، او دهغوي دغلامانو او معاوینونو د تښتونی لپاره تر سره کیږي، دا یو شرعي هدف دی، او د شرعی له خوا پدی کومه پابندي نشته، خو دی ته مو پام وي، چی ډیر کرته د اختطاف عملیات د دښمن له خوا ترسره کیږی، هغه هم له ددی لپاره چی د شرعي مقاومت رنګه بده کړی.
اوس هغه کسان چی له امریکانو سره خاص باډیګارت وي، او دهغوي سنګرونه ساتي، او هغوي ته کومکي توکی رسوي، نو ددوي په نښه کول یو منطقي او شرعي کار دی، خو کله چی دغه خلک یرغمل ونیول شي،نو دوي د اسیر حکم لري، نو بیا دی وکتل شي، چی آیا ددغه خلکو په بدل کی دوي فدیه ترلاسه کولاي شی اوکه نه، او که ددغه خلکو پريښودل بیرته د مقاومت لپاره غټه مفسده وي؟؟؟، او تحقیقات دا ثابت کړي، چی دغه کس په یقینی طور سره د وطن او دین خاین دي، نو امیر د مجاهدینو کولاي شی چی له منځه یي یوسی، لکه څرنګه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه وو،د هغه څو مشرکینو سرونه ووهل، چی دبدر په جګړه اسیر نیول شوي وو، تر دی ډیر واضحه کله چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سلام بن ابی الحقیق یهودی مرګ پسی محمد بن مسلمة ولیږه، او دهغه سر یی وواهه، ځکه چی دغه یهودي مدینه کی اوسیده،او ده به دکافرو سره دمسلمانانو په ضد پروګرامونه تیارول، او هغوي سره به یی کومک کاوه، او مسلمانان تری په تکلیف وو، بل مثال یی، د ابو رافع یهودي وژل وو، چی پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورپسی یو صحابی لیږلی وو، او دهغه کارونه دمخکی یاد شوی یهودي په رنګ وو، خو که څوک ووايي : چی دغسی کارونه او مقاومت کار ددولت حق دی، زه وایم : بلی، خو هغه په هغه صورت کی چی جهاد طلبي وي، هغه داسی چی د مسلمانانو امیر د جهاد طلب پسی ووځي، او بل جهاد دفع یا ددفاع دی، چی اوس مونږ تاسی افغانان په کی واقع یو، نو داسی حالت ته فقه کی دفع الصائل وایی، نو د هر مسلمان وجیبه ده چی په هره ممکنه وسیله ښکیلاګر او دهغوي معاونیین ووهي، او له اسلامي وطن څخه یی وباسي، او که څوک دا غواړي چی ددغه یرغملو لپاره دی محکمه وي، او ښکاره دی پری فیصله کیږي، چی خلک ورته ګوري، او دولت دی وي .....نو وایم: دا څنګه تر سره کیداي شي، چی هغوي دداسی نرمی ناستی لپاره کښیني، او ددښمن الوتکی ورپسي وي، او دهغوي لاشونه دځمکی سره برابروي، او هر ځای د کرغیړنو جاسوسانو سترګی یی څاري، او دهغوي یوه یوه ساه شميري، هغه هم دیو څو شنو ببرسټو (ډالرو) مقابل کی، او له ځانه سره دا زمزمه کوي، چی هر یو انسان به د مرګ خولی له ورځی خو دسلو ډالرو مقابل کی....
هوکی، داسلام د څیری صفا ساتل زمونږ وجیبه ده، او باید زمونږ په فرضي کړنو کی وي، خو سوال دادی، چی هغه توازن چیرته دی، چی دښمن ډلو ته دا وروښایی چی تاسی ددی وطن او ددی ملت بچیانو سره څه څه ونکړل، داسی بدی سزاوی نه دی پاتی چی تاسی دوي له نه دی ورکړی، خو چی کله تنګ راشی، نو بیا رامنډه کړۍ، او سیاسی فتواګانی غواړۍ، که تاسی اسلامي فتواوی غواړۍ د یرغمل باره کی ، نو تاسی په خپلو نورو کړنو کی ولی اسلام ته نظر نکوۍ، اسلام پر ځای پریږده، هغه قوانین چی تاسی پخپله وضع کړي، هغه ولی نه پلی کوۍ، هوکی هغه قوانین ستاسی د ساتنی لپاره وضع شوي، نه زمونږ لپاره.....
په لنډه توګه وایم:
لومړۍ: د افغانانو مقاومت ددښمن په وړاندی، یو مشروع، او قانونی، او عرفی حق دی، او په دی خبره کی د (څنګه او ولی) ځای بیخی نه پیدا کیږي.
دوهم: د افغانانو مقاومت باید په مبادیو او اخلاقو سمبال وي، ولو که دښمن هر څومره کرغیړن کارونه تر سره کړي، او د خطایی په وخت کی پکار دي چی هغوي ته تنبیه ورکړی شي، نه چی خپله د مقاومت سره ټکراو وشي.
دریم: ډیر ځله خطایی ګانی د مقاومت له خوا تر سره کیږي، او دغه خطاګانو ددغه مقاومت بد څرنګوالي کوي، خو زه وایم: دی وخت کی دا نااشنا خبره نه ده، نا اشنا خبره داده، چی مقاومت بیخی له خطاګانو خالي وي، که تاسی لږ وروسته تاریخ ته وګرځۍ ، نو زما د خبرو لپاره ښی بیلګی پیدا کولاي شۍ
څلورم: دا باید وپوښتل شي، چی د خطا ګانو نسبت دمقاومت کارکړنو ته څومره دی، .....
البته دلته یوی نقطی ته اشاره کوم ،چی فی الحال افغانستان کی څو مختلفی استخباراتی شبکی کار کوي، او دغه شبکی د تخریب لپار کار کوي، او څو څو ځله مجاهدینو او مقاومت له دغه تخریب کاریو څخه بیزاري اعلان کړی، هغه لکه دښوونځیو سوځول، پلونه الوزول، په ګڼ بازار کی بم الوزول، .....او داسی نور، چی مونږ او تاسی ښه پوهیږو چی دا کارونه څوک تر سره کوي، ډیر سیاسي محللین دا وايی: چی دا کارونه خپله امریکایان تر سره کوي، هغه هم ددی لپاره چی یوه ګډوډی جوړه وي، او هغوي په دغه خړو اوبو ماهیان ونیسی، که څوک دا فکر کوي چی امریکایان زمونږ خواخوږی دي او ددی لپاره راغلي چی زمونږ وطن را جوړ کړي، او یا ځمونږ خواره واره هډوکی سره راټول کړي، نو دغه بیخی له عقله خلاص دی، هغوي څنګه یو داسی پلان له منځه یوسی چی د هغوي پلرونو او نیکونو دهغه پلان لپاره ډیره زیاته قربانی ورکړی، که دا کار حقیقت وايي، نو هغه کسان چی دزرګونو خلکو دبی ګناه وژلو مسوولیت په غاړه لري، هغه به دوی نه وزیران کول ، هغوي ته به یی ددغسی کرغیړنی جبهی موقع په لاس نه ورکوله، هغه ظالمان چی د سلګونو خلکو په سرونو کی میخونه وهلي دي، هغوي به یی عدالت ته راکش کړي واي، هغه شرمخښان چی په یوه ورځ کی آته زره پښتانه ځوانان په کانتینرو کی له لوږی څخه په ډیره وحشیانه توګه ووژل، ولی هغوي سیند راوړی وو، ولی هغوی مور او پلار نلرل، ولی نن دهغوي لپاره دژړلووالا نشته، ولی امریکایان دا توان نلری چی دغه خلک مجازات کړي، که نه يي لری نو بیا څنګه دا دعوی کوي، چی مونږ دی وطن ته دیموکراسی راوړی، تو لعنت دي په داسی دیموکراسۍ چی دحق آواز په کی خپه کیږی، او ظلم اواز ته يي ګویاګاني برابریږي، هغه خلک چی دملت د وینو په څکلو لا اوس هم ماړه نه دي، پاڅیږی او د ملت په نوم خبری کوي......
او ځینی ډیر خلک د ړندو چرګانو په شان په دغه مسایلو ددښمن اعلام پسی روان وي، هغوي چی ورته کوم پاکټ بند معلومات وړاندی نو خپلی فیصلی د دغو پاکټ بندو معلوماتو دتصور مطابق کوي، هو هغه حقیقی حالت چی مقاومت پری پوهیږي، د هغه حقیقت ژوروالي ته نه وي ورکوز شوي، زما موخه هغه لیکوالان او ژورنالیستان دي، چی دامریکایانو لپاره ډولونه وهي، او دهغوي ګیتاړ ته نڅا کوي، دغه خلکو ته پکار ده، چی د اوسنی مقاومت ژور حقیقت او هدف وپيژني، او همدارنګه دوطن د خدمت لپاره کوښښ وکړي چی هغه ځالی ملت ته په ګوته کړي، کومی چی د ورانکارۍ ریښی خوروي، او په امریکایی اعلام ونه غولیږي، او نه په دی وغولیږی چی آمریکا زمونږ لپاره ازادي راولي.
آخر کی دسپیڅلی مقاومت ځوانانو ته یوه چغه وهم، که زما
چغه تر هغو رسیږي او وایم:
مقاومت ستاسی فرض او واجب دي، او مونږ هم دی کی درسره ولاړ یو، خو دالله نه وویریږۍ، چی بی ګناه انسان ونه وژنۍ، ځکه دیوه بی ګناه مسلمان دوینی یوه قطره تر کعبی شریفی زیات حرمت لری، لکه څنګه چی حدیث کی راغلی، او ظلم دوام نلري، عدلناک کافر دولت پاتی کیداي شي، نه د مسلمانانو ظالم دولت، نو هغه خلک چی د حکومت په وظیفه کی ځانته یو مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، نو پام وکړۍ چی هغوي مسلمانان دي، او مه یی وژنۍ، همدغه خلک به سبا ستاسی حکومت چلوي، همدارنګه هغه ایماندار پولیس چی ستاسی په غیاب کی یی دخلکو دساتنی لپاره امنیت نیولی نو دهغه له وژلو هم ډډه وکړۍ، مګر هغه کرغیړن ښکیلاګر چی زمونږ پر هیواد یی حمله کړی، دهغوي په ويشتلو کی هيڅکله وروسته نشۍ، الله له تاسی سره مل دۍ، همدارنګه هغه خلک چی ددغو ښکیلاګرو سره کومک کوي، او یاپناه ورکوي، او یا دڅو ډالرو په مقابل کی دهغوي جاسوسي کوي، نو هغوي له دوي بد تر دی،

((قاتلوهم یعذبهم الله بایدیکم ویخزهم وینصرکم علیهم ویشف صدور قوم مؤمنین، ویذهب غیظ قلوبهم ویتوب الله علی من یشاء)))

او د ټولو مسلمانانو له تاسی څخه هیله ده، چی دهغو تخریبکارانو مخه ونیسۍ چی ددی وطن د تخریب څخه یی بل مقصد نه وي، او دغه خلک مونږ او تاسی ښه پيژنو،
په پای کی یل یو بل آواز کوم خپلو هغو افغانانو ته، چی په پولیسۍ کی کارکوي، او ورته وایم چه: ستاسی مقاومینو ورونو یو مقدس کار په مخ روان کړی دی، نو تاسی د هغه کار خنډ مه واقع کیږۍ، تاسی باید د خپل ملت لپاره او د خپل ګران وطن او ازاد افغانستان لپاره وفادار واوسۍ، نه چی د ښکیلاګرو جاسوسي، او یا له هغوي سره کومک وکړۍ، او که دغه جاسوسی مو وکړه ، نو هم به دینا کی شرمنده اوسۍ، او هم آخرت کی، او که دغه حالت تاسی د مرګ استازی ته لبیک ووایۍ، نو مردار به له دنیا څخه ځۍ.
اللهم هل بلغت، اللهم فاشهد، اللهم فاشهد، اللهم فاشهد.
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.
ستاسی یو ورور: افغان پښتون

موضوع

پښتون زلمی
15.04.2007

ټولو ورونو ته د زړه له کومی سلامونه وایم،
او بیا وایم: بوش چی کله ولیدل، چی فلسطینی ځوانان دخپل دین او وطن لپاره، د استشهادي عملیاتو میدان ته وردانګی، نو دیهودو د سر ساتنی لپاره یی فتوا ورکړه، او ویی ویل: دا کار خو ستاسی په شریعت کی جواز نلري،
او خپله له هغه څخه واوریدل چی ویی ویل: هغه څوک چی دغه عملیات کوي، او ګمان کوي، چی دوي د موسی رب له ورځی نو دوي اشتباه کوي،
خو دغه احمق په دی نه پوهیږي، چی زمونږ رهبري قرآن او سنت کوي، نه د بوش او بوش خیلو فتواګانی،
همدارنګه داختطافی عملیاتو باره کی ډیر په لږه بیه خرڅ شوي لیکوالان ، او غلامان جاهل عالمان، د بوش ددغه مرسوم پلان لپاره چوپړ وهي ګوندی که یو څو ببرڅټی یی په جیب کی وغوځیږي،
خو دغه نا پوهان پردی نه پوهیږي، چی ددنیا څو ورځی ژوند دی، بیا به بوش له دوي بیزار وي ، او دوي به بوشه، خو دببر څټو ډالرو هيڅ څرک به نه لیدل کیږي.

(یاایها الذین آمنوا ما لکم اذا قیل لکم انفروا فی سبیل الله اثاقلتم الی الارض)))

د ازاد افغانستان په هیله،
ستاسی ورور: افغان پښتون

ع کريم حليمي
16.04.2007

مکرم پښتون افغان وروره سلامونه مي ومنه !
تاسو ليکلي چه :
[quote:f077038f9a]اختطاف, يا يرغمل، د شرعی، قانون له مخی[/quote:f077038f9a]
ستاسو په ليکنه کښي مي کوم شرعي سند په سترګه نسو چه ولي ؟؟؟ 
ممکن ده چه د احنافو  اوسلفو له اثار څخه څه په لاس نه وي درغلي که څرنګه !
 
او بله تاسو د د ابو رافع یهودي وژلو ته اختطاف واياست ؟؟؟ 
تر کومه ځايه چه ما احاديث کتلي په اعلام النبوة  کښي د مبارک تر خولې د 
د اختطاف کلمه نده راوتلې ، ايا سلفو کوم څوک  اختطاف يا غصب کړې وو ؟؟ 

[quote:f077038f9a]آته زره پښتانه ځوانان په کانتینرو کی له لوږی څخه په ډیره وحشیانه توګه ووژل، ولی هغوي سیند راوړی وو، ولی هغوی مور او پلار نلرل[/quote:f077038f9a]
نو ته دا وايي چه : نن چه اختطاف کيږي دوئ اوبو راوړي ؟؟ که څنګه 

او که يوه غلط کار ته په بل غلط کار شرعي بڼه ورکوې ؟؟؟ 
چه هم املاغلطه سي هم انشا سر تر پايه ټول غلط يعني همداسي ئې غواړۍ ؟ 
[quote:f077038f9a]نو د هر مسلمان وجیبه ده چی په هره ممکنه وسیله[/quote:f077038f9a]
ايا دغه جمله شرعي ده ؟؟؟ 
او بياپه داسي حال کښي چه فعل ته هيڅ قيد نه دی ور لوېدلی ؟؟؟ 

صافی
16.04.2007

افغان پښتون!ته ښی چاری :
زه یقین لرم چې دخپلې پورتنۍ لیکلنې په مقابل کې د مثبت غبرګون توقع نلرۍ.او که چیرته موبله توقع وه، زما معذرت ومنۍ ،ځکه زه شخصآ ستاسو ددې لیکنې سره نه یواځی داچې موافق نیم بلکې د دا راز دافراط او جهله ډکې، عامه لیکنې غندم. او داسلام او انسانیت ضد یې ګڼم. ځکه دا لیکنه داسلام اوبشری اصولو نه یو منحرفه او بدعتی تفسیر او تعبیر دﺉ چې یواځی دیوې افراطی ډلې دتور نظر دانعکاسه بل څه نشی ګڼل کیدای. افغان پښتون ، که چیرته په پورتنۍ لیکنه کې ځان اړونده افراطی حرکتونو ته منسوب کړی وی ، ځما دې ځوابی لیکنی ته به اصلآ ضرورت نوﺉ . ولی داسی ښکاری چې دوي دې دخیر په غونډۍ ناست ،دمخربه عناصرو دمشجع او تشویق کونکی په توګه ځان راپیژنی . چې په خپله یو بې مسؤلیت عمل دﺉ.
اوس به دښاغلی افغان پښتون دلیکنې د ځینو جملو په مقابل کې دبل نظر شتون ته ، دافغان پښتون توجه راواړوم:

افغان پښتون داسې وایي:
مقاومت ددښمن په وړاندی یو شرعي ، اوقانوني حق دی
------------------------------
د کوم دښمن په مقابل کې؟ دپښتنو او افغان بی وزله ولس په مقابل کې؟ او که ملادادالله،طالبانو،القاعده اوپنجابیانو په ګټه او حکم؟
اوبیایې داسې تکمیلوي:
افغانستان اوس د بهرنی دښمن لخوا ښکیل دی، او دا ټولو ته معلومه ده، چی دغه بد مخه لښکری، په کومه بدماشۍ زمونږ په ټټر راننوتی، په داسی بدماشۍ چی هغه بدماشي د روس لخوا هم نه وه ترسره شوی،
----------------------------
د بهرنیو له خوا په طالبانو او القاعدې دبرید، او د افغانستان داشغال سبب اوعامل څوک وو؟ بهرنیانو خو دخپلو ۳۰۰۰ مړو په مقابل کې یواځې بن لادین اودڅو نورو جونګیانو دافغانستان نه د شړلو غوښتنه کوله ، نو طالبانو دا لیوني ځناور ولي له هیواده نه ویستل؟
بیا داسې وایی:
نو ددی لپاره اوس په مونږ مقاومت واجب دی چی د ټولو ممکنو وسایلو څخه کار واخلو، او دغه ممکن وسایل هر یو خپل ځانته شرطونه، او بندونه لري ،ځینی دغه بندونه شرعي وي، اوځینی نور..
---------------------------
مقاومت خو طالبانو په ملت دخپل ریژیم دنسکوریدو نه مخکې هم واجب نه بلکې فرض کړﺉ وو
چې دټولو ممکنو وسایلو څخه کار واخلی ،نو دټولو ممکنو وسایلو ترڅنګه دا شرطونه یې لا څه شی دي؟
ما غوښتل چې ټوله لیکنه مو تشریح کړم ولی ستاسو پورتنیو درې جملو تر منځه تناقض ستاسو ټوله لیکنه باطل کړه.
او داسلامی احکامو یو منحرفه تفسیر راته ښکاره شوو. په پای کې دومره یادونه کوم چې په اسلام کې دمخالفه ډلې دغیر محاربو وګړو قتل ستره ګناه ده ،غیر محارب خو څه چې محارب غلیم هم امان وغواړی قتل یې منع دﺉ.

موضوع

پښتون زلمی
16.04.2007

محترمو ورونو هر یو حلیمی او صافی ته ښه راغلاست:
محترمو ورونو: اختطاف یو نوی مسئله ده، چی فقه کی ورته نازله یا دنوازلو له جملی حسابیږي، اګر که داختطاف کلمه په فقه کی په بله معنی راغلی، چی هغه ته اختلاس، او معنی یی دا ده چی یو انسان دبل انسان له لاسه په ناحقه او په زوره یو څه وتښتوي،
دسلفو په وخت اسلامي حکومتونه موجود وو، او دی مسئلی ته اړتیا نه لیدل کیدله، خو هلته اغتیال موجود وو، هغه هم د امیر په وینا او امر،
دابو رافع او سلام بن ابی الحقیق یهودي مثال چی ما پیش کړی، هغه داختطاف مثال نه دی، بلکه د اغتیال مثال دی، او اغتیال دا معنی چی یو انسان په پټه له منځه یوړل شي، او دا د امیر حق دی، هغه به امر کوي، خو دا اغتیال به دداسی انسان تر سره کیږي، چی هغه سره د مسلمانانو امیر عهد او پیمان نه لري، او یا يي لرلو خو ددغه کس له خوا مات شوی وي،
ما اختطاف په اغتیال قیاس کړي دی، او دیته په اصول فقه کی قیاس اولی یا قیاس جلی ویل کیږي، هغه داسی، چی اغتیال چی وژل په کی محتوم دي، جایز شي، نو په طریق اولی اختطاف جایز کیږي،
خو خبره داده چی اختطاف د چا؟؟؟؟؟؟؟؟
اختطاف د محاربی ډلی او دهغوي د معاونینو، چی دغه وخت دهغوي او دمسلمانانو دامیر تر منځ هیڅ کوم پیمان او عهد موجود نه وي،
په سیرت نبوي کی ډیر داسی پیښی شته، چی اختطاف ورته ویل کیداي شي، هغه داسی چی صحابه وو به ځینی محارب کافر ونیول، او بیا به يي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته حاضر کړل، د بیلګی په توګه دثمامة بن آثال نیول او داسی نور،
اصلا خبره داده، چی د اسیر نیول اسلام کی جایز دي، او که نه، که جایز وي، هغه انسان چی محارب دی، دجګړی په وخت کی هم اسیر کیدلاي ،او غیر جګړي په وخت کی هم، چه کله لاس پری بر شي،
خو هغه خلک چی بیطرفه وي، د هغوي مجرد تکلیفول ناروا دي، ولو که هغه غیر مسلم وي، معاهد وي، نو هغه ته ضرر رسول لويه ګناه ده،
زما دا ټولی خبری فقط د ښکیلاګرو او د هغوي په مزدورانو را څرخیږي، دا من حیث الاصل، او من حیث الفرع، باید په هره قضیه کی پوره له سوچ اویقین څخه کار واخیستل شي، ځکه په شرعه کی د هر انسان وینه حرمت لري، که په یو چا شک ددښمن وشي، دغه شک نشي کولاي، چی هغه حرمت له منځه یوسي،
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرماییی: ((اتقوا الشبهات))
او فقهی قاعده ده: اذا تعارض المبیح والحاظر قدم الحاظر، وايي کله چی د یو څه حرمت او حلالیت سره ټکراو شي، نو د حرمت جانب یی مخکی کیږي،

حلیمی ورور وایی: ---نو ته دا وايي چه : نن چه اختطاف کيږي دوئ اوبو راوړي ؟؟ که څنګه

او که يوه غلط کار ته په بل غلط کار شرعي بڼه ورکوې ؟؟؟
چه هم املاغلطه سي هم انشا سر تر پايه ټول غلط يعني همداسي ئې غواړۍ ؟ -----
زه فکر کوم، چی زما خبره واضحه ده، یو افغان هم اوبو نه دی راوړی، هر یو خپل مور او پلار لري، ما مخکی وویل ، چی زما خبره ټوله په ښکیلاګرو او دهغوي په مزدورانو څرخیږي، او که حلیمی مقصد له خپلی خبری امریکایان او دهغوي ګډاګیان وي، نو زه وایم: چی مونږ هسی خپل سر خوږوو، باید اول د مقاومت په اصل مشروعیت وغږیږو، ځکه داختطاف مسئله فرعي ده،
نو حلیمی صاحب!!! ستاسو نظر ددی مقاومت باره کی څه دی، خوښه مو نه ده چی بحث پری وکړو، بیا چی کله اتفاق ته ورسیږو، نو بیا دمقاومت لاندی ټکو باندی بحث وکړو، چی کوم شی جواز لري کوم یی نلري، او څنګه یی لري، او څنګه یی نلري.

حلیمي صاحب وایی: نو د هر مسلمان وجیبه ده چی په هره ممکنه وسیله
ايا دغه جمله شرعي ده ؟؟؟
او بياپه داسي حال کښي چه فعل ته هيڅ قيد نه دی ور لوېدلی ؟؟؟

زه وایم: مونږ په میکافیللی قانون نه یو روان، چی هغه به ویل: الغایة تبرر الوسیلة، زما موخه هغه وسیله چی شرعا جایزه وي، نه هره وسیله، مثلا د یوه بی ګناه شخص نیول، ددی لپاره چی په مخالف طرف فشار راوړل شي، دا یو ډیر بی غیرته کار دی، او دمسلمان داخلاقو سره نه ښايي.

مخکی له دی چی دصافی صاحب خبرو ته راشم، هغه ته وایم، ستاسی له خبرو دا ښکاریږي، چی تاسی دښکیلاګرو لښکرو په ضد د مقاومت قایل نه یاست، که یاست نو ووایی، چی بیا په دی فرعی مسئله خبری وکړو، او که نه یاست، نو بیا باید د مقاومت په اصل مشروعیت خبری وکړو،

صافی ورور وایی: افغان پښتون داسې وایي:
مقاومت ددښمن په وړاندی یو شرعي ، اوقانوني حق دی
------------------------------
د کوم دښمن په مقابل کې؟ دپښتنو او افغان بی وزله ولس په مقابل کې؟ او که ملادادالله،طالبانو،القاعده اوپنجابیانو په ګټه او حکم؟

زه وایم: د خارجی دښمن په مقابل کی، یعنی آمریکا+مزدوران، او بس،

صافی ورور وایی: د بهرنیو له خوا په طالبانو او القاعدې دبرید، او د افغانستان داشغال سبب اوعامل څوک وو؟ بهرنیانو خو دخپلو ۳۰۰۰ مړو په مقابل کې یواځې بن لادین اودڅو نورو جونګیانو دافغانستان نه د شړلو غوښتنه کوله ، نو طالبانو دا لیوني ځناور ولي له هیواده نه ویستل؟

زه وایم: اول دا چی بن لادن یو احمق دی، او ډیر بیځایه استعمال شوی دی، هغه هم د کافرو دګټو لپاره، دۍ که پوهیږي، او که نه پوهیږي، خو د11ستمبر په باره کی زه یقینی معلومات او فایلونه لرم، چی دا کار بن لادن نه دی ترسره کړی، اګر که اراده یی کړی وه، د بن لادن کسان مخکی مخکی تصفیه شوي وو، دا کار خپله یهودو او دامریکا سی آی ای په ګډه ترسره کړ، او دا د حیرانتیا خبره مه ګڼه چی هغوي خپله دومره خلک له لاسه ورکړل، ددغو خلکو په سر کی چی کوم رموز واقع دی، هغوي دهیڅ قسم کار څخه ډډه نکوي، تر څو چی دهغوي حکمراني پايښت پیدا کړي، کټ مټ همداغسی کار صهیونیانو دصهیون یهودي اولادی تر سره کړ، او هغه داسي چی په هټلر یی هغه دری لکه یهودیان ختم کړل( نه شپږ ملیونه ) کوم چی په فلسطین د اسراییلی حکومت مخالف وو، ځکه هغوي دا ایمان لرلو، او اوس هم ډیر یهودیان ایمان لري، چی ددوي دغه حکومت په غلطه جوړ شوی دی او پکار دا وه، چی دوي دمسیح (البته دغه ته مونږ دجال وایو))) انتظار کړی وی، او همدغه مسیح به دوي لپاره حکومت جوړوي، او مسلمانان او نصاری به له منځه وړي، لکه څنګه چی ددوي په کتابونو کی راغلی، خو بني صهيون او د هرتزل ملګرو دغه رنګ یهود په هټلر قتل کړل، او هغه مهم او سرکرده یهود چی دنن یهودي دولت جوړونکی حسابیږي، د المانی عسکرو په ساتنی او پیره دارۍ سره، سالم او روغ فلسطین ته ورسول، او هلته یی خپل دولت اعلان کړ،
دسبتمبر او دغه رنګ نوری په پيښی د اسلام له نظره جواز نلري، ځکه یو شخص چی دیوه حکومت ویزه اخلی، نو دۍ دهغو سره پیمان کوي، چی دده له خوا به هغوي ته ضرر نه رسول کیږي، نو چی بیا هغه کس دغسی چاودنی وکړی، نو دغه غداري ده، او په اسلام کی یو بی غیرته او ناجایزه کار.

خو که بیا هم بن لادن دا کار کړی وو، دا هم بالفرض والتقدیر، نو امریکا دا حق نلرلو چی پر افغانستان یی حمله کړی واي، ته څه فکر کوی چی امریکا دغه شخص په یوه او بله طریقه له منځه نشو وړلای!!؟؟؟؟، څنګه چی یی عبدالله عزام شهید کړ چی داسی انسان وو، چی هغوي نشو غولولای، نو بن لادن یی نشو ختمولای!!!/ ؟؟؟ دا یوه دسیسه وه، او د طالبانو د ناپوهۍ او کم فهمۍ ، او دسیاسی بصیرت د کمۍ له وجهی ټول هیواد دغه دوزخ وغورځید.
خو ددی خبرو ، دا معنی نه ده، چی دا هیواد دغه دښمن ته پریږدو، چی څه یی زړه غواړي هغه په کی وکړي،

صافی صاحب وایی: او داسلامی احکامو یو منحرفه تفسیر راته ښکاره شوو. په پای کې دومره یادونه کوم چې په اسلام کې دمخالفه ډلې دغیر محاربو وګړو قتل ستره ګناه ده ،غیر محارب خو څه چې محارب غلیم هم امان وغواړی قتل یې منع دﺉ.

محترمی صافی ورورکه: اسلام کی د کافرو ډلی دری قسمه دي:
یو ذمیان، یعنی هغه خلک چی دمسلمانانو دسیوري لاندی جنګ کوي، هغوی حقوق په تفصیل سره په فقه کی بیان شوي دی،
دوهم قسم معاهدين دي، او هغه داسی خلک دي، چی دمسلمانانو سره یی معاهده کړي، وي، نو دهغوي وینه هم حرامه ده،
دریم محاربین دي، د محاربینو سره جنګ یو اسلامی فرض دی، خو پام مو وي، چی د محاربی ډلی دښځو او ماشومانو او سپینګرو وینه حرامه ده، مګر هغه ښځه چی جنګیږي ،او یا تجسس کوي، همدارنګه هغه سپین ګیري چی قیادت او یا دغسی نږدي کار په مخ بوزی، لکه صحابه وو چی د طایف په غزا درید بن الصمة بوډا له مینځه یووړ، ځکه چی هغه د فوج رهبري کوله،
پاتی نور هغه ځوانان چی د محارب حکومت تابع وي، که هغوي دخپل حکومت مخالف وي، نو رادی شي، اسلامي دولت ته دی پناه راوړي، او هغه دی پریږدي، او که دخپل حکومت د سیاست موافق وي، خو سو چ وکړه، چی همدغه فوج چی مسلمانان وژنی ، دهمدغه محارب حکومت له وګړو جوړ یږي، نو هغه هم د محارب حکم لري، خو دیته مو پام وي، چی که څوک ددغه محارب حکومت ویزه واخلی او هلته لاړ شي، ددی داسی معنا چی عهد يی کړی وي، له هغو سره، نو ده ته په دغه حالت کی هيڅ قسم تجاوز جایز نه دي،
اوس چی د افغانستان په جګړه کی اکثره امریکایی فیصدي د جنګ طرفداره وه، او خپل بچی یی افغانستان ته راولیږل، نو ته څه فکر کوي چی دغه خلک چی په مدنی جامو کی وي، او افغانستان ته راشي، او دخپل حکومت د پیاوړ کولو لپاره کار کوي، نو دوي محارب نه دي؟؟؟؟؟!!!!!!!
دا خو ماته ډیر عجب منطق ښکاریږي،
پاتی شوه، خبره د خبریالانو او ځینی نورو جهاتو، چی ټول جنګی جهاتو عهد کړی وي، چی هغوي ته به ضرر نه رسوي، نو ددغسی قتل هم حرام دی،
په اسلام ددی بیلګه استازي دي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم، به محاربو ډلو ته استازي لیږل، او هغوي به هم رالیږل، او ددغه استازو قتل یو ناروا او حرام کار بلل شوي،
له دی سره سره، که جنګي ډلی دداسی نورو خلکو په باره کی هم یو توافق کړی وی، چی دغه ډله خلک به له هر قسم ضرره خوندي وي، نو دا کار پلی کیدلاي، او اسلام ددی هیڅ مانع نه دي،
اګر که په کراتو او مراتو دغه مخالف د امریکا او یهودو له خوا تر سره شوی، دبیلګی په توګه، په هیروشیما باندی د آټوم بم غورځول، او په لکونو خلکو تباه کول، دا دهغه دولت له خوا چی د حریت ازادۍ، او دانسان د حقوقو نعری وهي،
هوکی: دغه قوانین او دغه حقوق انسان دامریکایی لپاره دي، نه زمونږ لپاره، ځکه مونږ د هغوي په نظر کی وحشي ځناور یو،
هغوي او زمونږ مثال داسی دی، لکه یو سړي چی سپینی جامی اغوستی وي، او پسه حلالوي، کله چی چاړه د هغه له ستوني ورتیره شي، او دزندګۍ اخرنیۍ سلګۍ شي، نو خپلو پښو ته حرکت ورکړي، نو دغه ووايي: چی دا خو ډیر بی ادبه پسه دی، دوي له مونږه همدا غواړي، چی مونږ حلال کړي، خو چی کله مونږ د څاه ورکولو په وخت یو رپ ووهو، نو ژر ووایي: چی دا خو ډیر وحشي خلک دي.
فکر کوم چی همدومره خبری به بس وي،
بخښنه غواړم، ومی نشو کولاي چی خپله لیکنه دوبار ه وګورم، نو غلطی به په کی ډیر زیاته وي.

ستاسی یو ورور: افغان پښتون.

ع کريم حليمي
16.04.2007

مکرمو او محترمو افغان پښتون صاحب ، صافي صاحب او درنو لوستونکوته 
سلامونه !! 

[quote:4db7fa9352]ما اختطاف په اغتیال قیاس کړي دی، او دیته په اصول فقه کی قیاس اولی یا قیاس جلی ویل کیږي، هغه داسی، چی اغتیال چی وژل په کی محتوم دي، جایز شي، نو په طریق اولی اختطاف جایز کیږي، [/quote:4db7fa9352]

اول خو و يو قاضي او مفتي  داحق لري چه فتوا ورکړي او هغه مفتي به بيا 
به هم پر طريقه د سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم  عمل کوي 
که موضع جلي وه ، حال داچه د اختطاف خبره خو بېخي نده جلي (واضِح )
او يقيني خو له سره نده ، او يقيناچه اختلافي ده  تاسو هم ليکلي چه : (اختطاف یو نوی مسئله ده )
نو  جلي او واضح ئې څرنګه وينۍ ، موږ اختطاف تر دې ګړيه اختطاف نه سوو 
منلي او تاسو ليکۍ چه :( اګر که داختطاف کلمه په فقه کی په بله معنی راغلی، چی هغه ته اختلاس او معنی یی دا ده چی یو انسان دبل انسان له لاسه په ناحقه او په زوره یو څه وتښتوي )

نه وروره ! اختلاس خو يو شيطاني عمل دی ، اختلاس خو داسي واضح و غلا 
ته ويل کيږي ، زه صد في صد په دې باور لرم چه د مځکي پر مخ به داسي 
يو قاضي پيدا نه سي چه اختطاف او اختلاس ته اجازه او جواز ورکړي 

[quote:4db7fa9352]دیته په اصول فقه کی قیاس اولی یا قیاس جلی ویل [/quote:4db7fa9352]
دې ته قياس نه ويل کيږي ، هو !  ظن به وي اما  قياس نه دي 
په حکم ،قياس او اجتهاد کښي عدل شرط دی ، په اختطاف او اختلاس کښي 
هيڅ د عدل ځای نسته ٠  نو قياس هم غلط او که اجتهاد وي هم غلط 
[quote:4db7fa9352]نو حلیمی صاحب!!! ستاسو نظر ددی مقاومت باره کی څه دی، خوښه مو نه ده چی بحث پری وکړو، بیا چی کله اتفاق ته ورسیږو، نو بیا دمقاومت لاندی ټکو باندی بحث وکړو، چی کوم شی جواز لري کوم یی نلري، او څنګه یی لري، او څنګه یی نلري. [/quote:4db7fa9352]
هوکې ! راوړه دعوا دي ! انشاالله موږ به ئې دَفَعَ  وليکو 

Re: اختطاف, يا يرغمل، د شرعی، قانون او منطق له مخی

Anonymous
17.04.2007

[quote:5743dce9c9="افغان پښتون"]اختطاف, يا يرغمل، د شرعی، قانون او منطق له مخی

مقاومت ددښمن په وړاندی یو شرعي، او قانوني حق دی، افغانستان اوس د بهرنی دښمن لخوا ښکیل دی، او دا ټولو ته معلومه ده، چی دغه بد مخه لښکری، په کومه بدماشۍ زمونږ په ټټر راننوتی، په داسی بدماشۍ چی هغه بدماشي د روس لخوا هم نه وه ترسره شوی، نو ددی لپاره اوس په مونږ مقاومت واجب دی چی د ټولو ممکنو وسایلو څخه کار واخلو، او دغه ممکن وسایل هر یو خپل ځانته شرطونه، او بندونه لري، ځینی دغه بندونه شرعي وي، او ځینی نور..
مونږ باید پخپله جګړه کی د اسلامي بندونو پوره ساتنه وکړو، ځکه جنګ په اسلام کی خپل ځانګړي احکام لري، او په جګړه کی د ښکیلاګرو قواتو، او د هغوي کومککوونکو څانګو په نښه کول، یو شرعي مقصد دی، او دی هدف پوره کولو ته شرعی پوره اجازه ورکړی، او عقل او منطق ورسره هم کوم ټکراو نلري.
د ګوریلایی جنګونو، یا دخرپ او ترپ دجکړی د اساساتو څخه یو د ښکیلاګرو قوتونو د کومککوونکو په نښه کول دي، او دا کار ډیر کله خپله د ښکیلاګرو لښکرو د ویشتلو څخه زیات مهم وي،
زه دلته د یرغمل او اختطاف باره غږیږم، نو دا وایم:
د اختطاف هغه عملیاتونه چی د ښکیلاګرو قوتونو، او دهغوي دغلامانو او معاوینونو د تښتونی لپاره تر سره کیږي، دا یو شرعي هدف دی، او د شرعی له خوا پدی کومه پابندي نشته، خو دی ته مو پام وي، چی ډیر کرته د اختطاف عملیات د دښمن له خوا ترسره کیږی، هغه هم له ددی لپاره چی د شرعي مقاومت رنګه بده کړی.
اوس هغه کسان چی له امریکانو سره خاص باډیګارت وي، او دهغوي سنګرونه ساتي، او هغوي ته کومکي توکی رسوي، نو ددوي په نښه کول یو منطقي او شرعي کار دی، خو کله چی دغه خلک یرغمل ونیول شي،نو دوي د اسیر حکم لري، نو بیا دی وکتل شي، چی آیا ددغه خلکو په بدل کی دوي فدیه ترلاسه کولاي شی اوکه نه، او که ددغه خلکو پريښودل بیرته د مقاومت لپاره غټه مفسده وي؟؟؟، او تحقیقات دا ثابت کړي، چی دغه کس په یقینی طور سره د وطن او دین خاین دي، نو امیر د مجاهدینو کولاي شی چی له منځه یي یوسی، لکه څرنګه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه وو،د هغه څو مشرکینو سرونه ووهل، چی دبدر په جګړه اسیر نیول شوي وو، تر دی ډیر واضحه کله چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سلام بن ابی الحقیق یهودی مرګ پسی محمد بن مسلمة ولیږه، او دهغه سر یی وواهه، ځکه چی دغه یهودي مدینه کی اوسیده،او ده به دکافرو سره دمسلمانانو په ضد پروګرامونه تیارول، او هغوي سره به یی کومک کاوه، او مسلمانان تری په تکلیف وو، بل مثال یی، د ابو رافع یهودي وژل وو، چی پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورپسی یو صحابی لیږلی وو، او دهغه کارونه دمخکی یاد شوی یهودي په رنګ وو، خو که څوک ووايي : چی دغسی کارونه او مقاومت کار ددولت حق دی، زه وایم : بلی، خو هغه په هغه صورت کی چی جهاد طلبي وي، هغه داسی چی د مسلمانانو امیر د جهاد طلب پسی ووځي، او بل جهاد دفع یا ددفاع دی، چی اوس مونږ تاسی افغانان په کی واقع یو، نو داسی حالت ته فقه کی دفع الصائل وایی، نو د هر مسلمان وجیبه ده چی په هره ممکنه وسیله ښکیلاګر او دهغوي معاونیین ووهي، او له اسلامي وطن څخه یی وباسي، او که څوک دا غواړي چی ددغه یرغملو لپاره دی محکمه وي، او ښکاره دی پری فیصله کیږي، چی خلک ورته ګوري، او دولت دی وي .....نو وایم: دا څنګه تر سره کیداي شي، چی هغوي دداسی نرمی ناستی لپاره کښیني، او ددښمن الوتکی ورپسي وي، او دهغوي لاشونه دځمکی سره برابروي، او هر ځای د کرغیړنو جاسوسانو سترګی یی څاري، او دهغوي یوه یوه ساه شميري، هغه هم دیو څو شنو ببرسټو (ډالرو) مقابل کی، او له ځانه سره دا زمزمه کوي، چی هر یو انسان به د مرګ خولی له ورځی خو دسلو ډالرو مقابل کی....
هوکی، داسلام د څیری صفا ساتل زمونږ وجیبه ده، او باید زمونږ په فرضي کړنو کی وي، خو سوال دادی، چی هغه توازن چیرته دی، چی دښمن ډلو ته دا وروښایی چی تاسی ددی وطن او ددی ملت بچیانو سره څه څه ونکړل، داسی بدی سزاوی نه دی پاتی چی تاسی دوي له نه دی ورکړی، خو چی کله تنګ راشی، نو بیا رامنډه کړۍ، او سیاسی فتواګانی غواړۍ، که تاسی اسلامي فتواوی غواړۍ د یرغمل باره کی ، نو تاسی په خپلو نورو کړنو کی ولی اسلام ته نظر نکوۍ، اسلام پر ځای پریږده، هغه قوانین چی تاسی پخپله وضع کړي، هغه ولی نه پلی کوۍ، هوکی هغه قوانین ستاسی د ساتنی لپاره وضع شوي، نه زمونږ لپاره.....
په لنډه توګه وایم:
لومړۍ: د افغانانو مقاومت ددښمن په وړاندی، یو مشروع، او قانونی، او عرفی حق دی، او په دی خبره کی د (څنګه او ولی) ځای بیخی نه پیدا کیږي.
دوهم: د افغانانو مقاومت باید په مبادیو او اخلاقو سمبال وي، ولو که دښمن هر څومره کرغیړن کارونه تر سره کړي، او د خطایی په وخت کی پکار دي چی هغوي ته تنبیه ورکړی شي، نه چی خپله د مقاومت سره ټکراو وشي.
دریم: ډیر ځله خطایی ګانی د مقاومت له خوا تر سره کیږي، او دغه خطاګانو ددغه مقاومت بد څرنګوالي کوي، خو زه وایم: دی وخت کی دا نااشنا خبره نه ده، نا اشنا خبره داده، چی مقاومت بیخی له خطاګانو خالي وي، که تاسی لږ وروسته تاریخ ته وګرځۍ ، نو زما د خبرو لپاره ښی بیلګی پیدا کولاي شۍ
څلورم: دا باید وپوښتل شي، چی د خطا ګانو نسبت دمقاومت کارکړنو ته څومره دی، .....
البته دلته یوی نقطی ته اشاره کوم ،چی فی الحال افغانستان کی څو مختلفی استخباراتی شبکی کار کوي، او دغه شبکی د تخریب لپار کار کوي، او څو څو ځله مجاهدینو او مقاومت له دغه تخریب کاریو څخه بیزاري اعلان کړی، هغه لکه دښوونځیو سوځول، پلونه الوزول، په ګڼ بازار کی بم الوزول، .....او داسی نور، چی مونږ او تاسی ښه پوهیږو چی دا کارونه څوک تر سره کوي، ډیر سیاسي محللین دا وايی: چی دا کارونه خپله امریکایان تر سره کوي، هغه هم ددی لپاره چی یوه ګډوډی جوړه وي، او هغوي په دغه خړو اوبو ماهیان ونیسی، که څوک دا فکر کوي چی امریکایان زمونږ خواخوږی دي او ددی لپاره راغلي چی زمونږ وطن را جوړ کړي، او یا ځمونږ خواره واره هډوکی سره راټول کړي، نو دغه بیخی له عقله خلاص دی، هغوي څنګه یو داسی پلان له منځه یوسی چی د هغوي پلرونو او نیکونو دهغه پلان لپاره ډیره زیاته قربانی ورکړی، که دا کار حقیقت وايي، نو هغه کسان چی دزرګونو خلکو دبی ګناه وژلو مسوولیت په غاړه لري، هغه به دوی نه وزیران کول ، هغوي ته به یی ددغسی کرغیړنی جبهی موقع په لاس نه ورکوله، هغه ظالمان چی د سلګونو خلکو په سرونو کی میخونه وهلي دي، هغوي به یی عدالت ته راکش کړي واي، هغه شرمخښان چی په یوه ورځ کی آته زره پښتانه ځوانان په کانتینرو کی له لوږی څخه په ډیره وحشیانه توګه ووژل، ولی هغوي سیند راوړی وو، ولی هغوی مور او پلار نلرل، ولی نن دهغوي لپاره دژړلووالا نشته، ولی امریکایان دا توان نلری چی دغه خلک مجازات کړي، که نه يي لری نو بیا څنګه دا دعوی کوي، چی مونږ دی وطن ته دیموکراسی راوړی، تو لعنت دي په داسی دیموکراسۍ چی دحق آواز په کی خپه کیږی، او ظلم اواز ته يي ګویاګاني برابریږي، هغه خلک چی دملت د وینو په څکلو لا اوس هم ماړه نه دي، پاڅیږی او د ملت په نوم خبری کوي......
او ځینی ډیر خلک د ړندو چرګانو په شان په دغه مسایلو ددښمن اعلام پسی روان وي، هغوي چی ورته کوم پاکټ بند معلومات وړاندی نو خپلی فیصلی د دغو پاکټ بندو معلوماتو دتصور مطابق کوي، هو هغه حقیقی حالت چی مقاومت پری پوهیږي، د هغه حقیقت ژوروالي ته نه وي ورکوز شوي، زما موخه هغه لیکوالان او ژورنالیستان دي، چی دامریکایانو لپاره ډولونه وهي، او دهغوي ګیتاړ ته نڅا کوي، دغه خلکو ته پکار ده، چی د اوسنی مقاومت ژور حقیقت او هدف وپيژني، او همدارنګه دوطن د خدمت لپاره کوښښ وکړي چی هغه ځالی ملت ته په ګوته کړي، کومی چی د ورانکارۍ ریښی خوروي، او په امریکایی اعلام ونه غولیږي، او نه په دی وغولیږی چی آمریکا زمونږ لپاره ازادي راولي.
آخر کی دسپیڅلی مقاومت ځوانانو ته یوه چغه وهم، که زما
چغه تر هغو رسیږي او وایم:
مقاومت ستاسی فرض او واجب دي، او مونږ هم دی کی درسره ولاړ یو، خو دالله نه وویریږۍ، چی بی ګناه انسان ونه وژنۍ، ځکه دیوه بی ګناه مسلمان دوینی یوه قطره تر کعبی شریفی زیات حرمت لری، لکه څنګه چی حدیث کی راغلی، او ظلم دوام نلري، عدلناک کافر دولت پاتی کیداي شي، نه د مسلمانانو ظالم دولت، نو هغه خلک چی د حکومت په وظیفه کی ځانته یو مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، نو پام وکړۍ چی هغوي مسلمانان دي، او مه یی وژنۍ، همدغه خلک به سبا ستاسی حکومت چلوي، همدارنګه هغه ایماندار پولیس چی ستاسی په غیاب کی یی دخلکو دساتنی لپاره امنیت نیولی نو دهغه له وژلو هم ډډه وکړۍ، مګر هغه کرغیړن ښکیلاګر چی زمونږ پر هیواد یی حمله کړی، دهغوي په ويشتلو کی هيڅکله وروسته نشۍ، الله له تاسی سره مل دۍ، همدارنګه هغه خلک چی ددغو ښکیلاګرو سره کومک کوي، او یاپناه ورکوي، او یا دڅو ډالرو په مقابل کی دهغوي جاسوسي کوي، نو هغوي له دوي بد تر دی،

((قاتلوهم یعذبهم الله بایدیکم ویخزهم وینصرکم علیهم ویشف صدور قوم مؤمنین، ویذهب غیظ قلوبهم ویتوب الله علی من یشاء)))

او د ټولو مسلمانانو له تاسی څخه هیله ده، چی دهغو تخریبکارانو مخه ونیسۍ چی ددی وطن د تخریب څخه یی بل مقصد نه وي، او دغه خلک مونږ او تاسی ښه پيژنو،
په پای کی یل یو بل آواز کوم خپلو هغو افغانانو ته، چی په پولیسۍ کی کارکوي، او ورته وایم چه: ستاسی مقاومینو ورونو یو مقدس کار په مخ روان کړی دی، نو تاسی د هغه کار خنډ مه واقع کیږۍ، تاسی باید د خپل ملت لپاره او د خپل ګران وطن او ازاد افغانستان لپاره وفادار واوسۍ، نه چی د ښکیلاګرو جاسوسي، او یا له هغوي سره کومک وکړۍ، او که دغه جاسوسی مو وکړه ، نو هم به دینا کی شرمنده اوسۍ، او هم آخرت کی، او که دغه حالت تاسی د مرګ استازی ته لبیک ووایۍ، نو مردار به له دنیا څخه ځۍ.
اللهم هل بلغت، اللهم فاشهد، اللهم فاشهد، اللهم فاشهد.
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.
ستاسی یو ورور: افغان پښتون[/quote:5743dce9c9]

کاکو يوه پوښتنه مي کوله که خوابدي راڅه نشي
هغه دا چي ستا په ليکونو کي تل د وژلو، ذبح کولو، تشتولو، يرغملولو، اختطاب کولو، ورانولو، سوزولو، ډارولو، ويجاړولو، او له منځه وړلو لپاره تبليغ وي او ددي خبرو لپاره دلايل او حديثونه راپيدا کوي. پوښتنه ميي داده چي ايا ستاسي په اسلام او شريعت کي چيري د جوړولو او خير خيګڼي د کار څه ذکر هم شته که يه؟

صافی
17.04.2007

درنو اومحترمو ورونو،اوخویندو! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
وبعد:
ډیره بښنه غواړم چې دلاند عربی لیکنې دژباړې وخت، فی الحال راسره نشته چې وخت راسره پیدا شوو انشاالله ترجمه به یې کړم.

دماء المعاهدين والذميين والمستأمنين: عن تعريف كل واحد منهم على النحو التالي :
يُحسن بنا قبل الحديث عن تحريم دمائهم أن نتعرف بإيجاز
الذ مي : هو من أقام بدار الإسلام إقامة دائمة بأمان مؤبّد
المعاهد : هو أهل البلد المتعاقد معه .
المستأمن : هو الحربي الذي يدخل دار الإسلام بأمانٍ مؤقت لأمر
فهولاء يحرم الاعتداء كما سبق للنصوص الشرعية التالية التي منها
1/ عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما عن النبي  قال
( من قتل معاهداً لم يرح رائحة الجنة ، وإن ريحها لتوجد من مسيرة أربعين عاماً )
2/ عن أبي هريرة رضي الله عنه أن النبي  قال: ( ألا من قتل نفساً معاهدة لها ذمة الله وذمة رسوله، فقد أخفر ذمة الله فلا يرح رائحة الجنة وإن ريحها ليوجد من مسيرة سبعين خريفا ً)
3/ عن أبي بكرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله :
(من قتل معاهداً في غير كنهه حرَّم الله عليه الجنة )
وفي رواية ( من قتل نفساً معاهدة بغير حلها حرم الله عليه الجنة أن يشم ريحها )
قال الشوكاني رحمه الله : ( المعاهد: هو الرجل من أهل دار الحرب يدخل إلى دار الإسلام بأمان،فيحرم على المسلمين قتله بلا خلاف بين أهل الإسلام حتى يرجع إلى مأمنه، ويدل على ذلك أيضاً قوله تعالى: وَإِنْ أَحَدٌ مِنْ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ 
وقوله: لم يرح رائحة الجنة. بفتح الأول من يرح، وأصله راح الشيء أي وجد ريحه، ولم يرحه أي: لم يجد ريحه، ورائحة الجنة نسيمها الطيب. وهذا كناية عن عدم دخول من قتل معاهداً الجنة لأنه إذا لم يشم نسيمها وهو يوجد من مسيرة أربعين عاماً لم يدخلها. وقوله : فقد أخفر ذمة الله أي: نقض عهده وغدر فمجموع النصوص الشرعية اشتملت على تشديد الوعيد على قاتل المعاهد، لدلالتها على تخليده في النار وعدم خروجه منها وتحريم الجنة عليه، مع أنه قد وقع الخلاف بين أهل العلم في قاتل المسلم هل يخلد فيها أم يخرج عنها؟!
وقد أجمع العلماء قاطبة على تحريم الغدر وإذا كان هذا الوعيد الشديد في قتل آحاد المعاهدين والذميين والمستأمنين، فكيف بنسف بيوتهم وعماراتهم، وهدمها على رؤوسهم، وإحراق سيارتهم وتدمير ممتلكاتهم بل وقتل من في بيوتهم من النساء والصبيان وكبار السن ؟ مع أن قتل هؤلاء من الكفار المحاربين حرام لا يجوز بإجماع العلماء إلا لضرورة فكيف بنساء المعصومين من الذميين والمعاهدين والمستأمنين وأطفالهم؟ وهل هذا إلا غدر في العهود، ونقض للعقود، وخفر للذمم , وافتيات على الإمام مع ما فيها من تشويه صورة الإسلام والمسلمين، وتنفير الناس من الدخول في دينه الذي أرسل به محمدا  ليكون رحمة للعالمين
------------------------------------------------------------
فيما يلي نص بيان الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين حول الأحكام الشرعية المتعلّقة بالاختطاف واتخاذ الرهائن الصادر في شعبان 1425 هـ - سبتمبر 2004م:
"ليست ظاهرة الخطف واتخاذ الرهائن من خصوصيات هذا العصر، بل عرفها الإنسان في مراحل تاريخية سابقة، لكنّها أصبحت اليوم كثيرة بشكل لافت، وذلك بسبب الظلم الكبير اللاحق بالشعوب المستضعفة من قبل الدول الكبرى المتسلّطة، ولعدم امتلاكها السلاح المكافئ لردّ العدوان عنها. ولمَّا كان بعض المسلمين يلجأون إلى هذه الأساليب ويتوسّعون فيها، خارجين بذلك على الحدود الشرعية؛ فقد أردنا بهذه الفتوى بيان الأحكام الشرعية المتعلّقة بذلك ونلخّصها فيما يلي:
أولاً: الخطف هو اعتداء على الغير، سواء كان مسلماً أم غير مسلم، وهو نوعٌ من أنواع البَغْي الذي نهى الله عنه وحَّرمه بقوله: (إنّ الله يأمر بالعدل والإحسان وإيتاء ذي القربى، وينهى عن الفحشاء والمنكر والبغي) [النحل: 90]، ومن المعلوم أنّ الأمر بالعدل والإحسان وإيتاء ذي القربى ليس محصوراً في المسلمين، فيكون النهي عن البغي أيضاً عاماً لجميع الخلق. وإذا كانت فطرة الإنسان تدعوه إلى ردّ العدوان حين يقع عليه، إلاّ أنّ الله تعالى أباح ردّ الاعتداء بمثله فقط: (فمن اعتدى عليكم فاعتدوا عليه بمثل ما اعتدى عليكم، واتقوا لله، واعلموا أنّ الله مع المتّقين) [البقرة: 194]، (وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم ولا تعتدوا) [البقرة:190] وأكّد الله تعالى أنّ مجرّد الاختلاف الديني حتى لو دخل مرحلة الصراع لا يسوِّغ الاعتداء على الآخرين. قال تعالى: (..ولا يجرمنّكم (أي لا يحملنكم) شَنَآنُ (أي بغض) قوم أن صدّوكم عن المسجد الحرام أن تعتدوا..) [المائدة: 2].
ثانياً: الخطف يعتبر من الأعمال الحربية. فهو إذا جاز استثناءً أثناء قيام حرب فعليّة، فإنه لا يجوز إطلاقاً خارج نطاق الحرب.
1- روى الطبري في تفسيره (26/59) عن مجاهد قال: “أقبل معتمراً نبي الله صلى الله عليه وآله وسلّم فأخذ أصحابه ناساً من أهل الحرم غافلين، فأرسلهم النبي صلى الله عليه وآله وسلّم” وذلك لأنه خرج معتمراً فلم يعتبر نفسه في حالة حرب مع المشركين.
2- كما لم يقرّ الرسول صلى الله عليه وآله وسلّم اختطاف سلمة بن الأكوع لأربعة من المشركين بعد صلح الحديبية ظناً منه أنّ المشركين نقضوا الصلح، وقال صلوات الله وسلامه عليه: “دعوهم يكن لهم بدء الفجور وثُنَاه” [صحيح مسلم].
فالابتداء بالفجور من أخلاق المشركين وليس من أخلاق المسلمين، وإذا أبيح للمسلم الردّ على الفجور بمثله، فليس ذلك لمجرّد الرغبة في الانتقام، وإنما هي محاولة لمنع تكرار الفجور، ولإزالته من ميدان العلاقات الإنسانية، وقد أرشدنا القرآن إلى وسيلة أمثل لمنع تكرار الفجور، وبيّن لنا أنّ العفو والصفح هو الذي يدرأ السيئة أي يمنع تكرارها: (..اِدفع بالتي هي أحسن فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه وليٌّ حميم..) [فصّلت:34]، (واِدفع بالتي هي أحسن السيئة) [المؤمنون:96] ووصف المسلمين بأنهم: (يدرأون بالحسنة السيئة) [الرعد: 22] و[القصص: 54].
بناءً على ذلك نقول: إنه لا يجوز خطف أي إنسان في غير حالة الحرب الفعلية، وهو عندئذ يكون أسير حرب لا يجوز قتله بل مصيره إلى إطلاق سراحه قطعاً: (فإما منّاً بعد وإما فداءً) [محمد:4]. ومن باب أولى لا يجوز خطف أشخاص إذا كانوا معارضِينَ لمحاربتنا ومتعاطفين معنا كالصحفيين الفرنسيين. ونستنكر جميع حوادث الاختطاف التي تطال أناساً لا علاقة لهم بالمحتلين، ونطالب بإطلاق سراحهم فوراً.
ثالثاً: في حالة قيام حرب فعلية، لا يجوز اختطاف الأبرياء أو المدنيين من الأعداء الذين لا يجوز توجيه الأعمال الحربية ضدّهم.
والمدنيون في نظر الإسلام هم، غير المقاتلين من النساء والأطفال والشيوخ العاجزين الذين لا رأي لهم في القتال وكذلك الرهبان. وقد نهى رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم عن قتل النساء والصبيان [متّفق عليه]، وقال: “لا تقتلوا وليداً” [رواه أبو داود] وأمر خالد بن الوليد فقال له: “لا تقتلنّ ذرية ولا عسيفاً” [صحيح سنن ابن ماجه]. والعسيف هو الأجير. وهو يشمل كلّ من يستأجر لأداء خدمات لا تتّصل بالقتال كالعمّال في المصانع، والأطباء والعاملين في المستشفيات، وأمثالهم. كما نهى النبي صلى الله عليه وآله وسلّم عن قتل الشيخ الفاني [سنن أبي داود] وعن قتل الرهبان وأصحاب الصوامع الذين يحبسون أنفسهم لله [المدونة لمالك] و[جامع الأصول] و[مصنّف ابن أبي شيبة]. وثبت منع قتل الرهبان عن أبي بكر، وذكر جابر بن عبد الله في مصنّف ابن أبي شيبة أنهم “كانوا لا يقتلون تجّار المشركين”. وقد قاس جمهور الفقهاء من الأحناف والمالكية والحنابلة على هذه النصوص أنواعاً أخرى من غير المقاتلين كالمقعد والأعمى والمعتوه وقوم في دار أو كنيسة ترهبوا وطبق عليهم الباب [بدائع الصنائع للكاساني] [المغني لابن قدامة] والأُجَرَاءِ والحراثين وأرباب الصنائع [حاشية الدسوقي على الشرح الكبير]. ووضع الإمام الشوكاني ضابطاً واضحاً للقياس على النصوص في هذه المسألة وهو عدم جواز قتل من لا يرجى نفعه للعدو، ولا ضرره على المسلمين” [نيل الأوطار للشوكاني]
بناءً على ذلك نعلن استنكارنا لاحتجاز الأطفال في مدرسة أوسيتيا، وتعريضهم لتلك المجزرة البشعة رغم اعتقادنا بعدالة القضية الشيشانية، وحقّ الشعب الشيشاني في تقرير مصيره. كما نعلن استنكارنا لاختطاف امرأتين إيطاليتين تعملان لحساب منظمة إنسانية رغم إدانتنا لموقف الحكومة الإيطالية المتحالف مع القوات الأمريكية المعتدية. فكلّ ذلك وأمثاله لا يجوز أصلاً من الناحية الشرعية، فضلاً عن أنّه ليس من مصلحة المقاومة. ويجب أن نتذكّر أنّ خيانة يهود بني قريظة يوم الأحزاب لعهدهم مع المسلمين، على الرغم من كلّ ما فيها من فظاعة، لم تدفع المسلمين إلى قتل الأطفال أو النساء أو تعريضهم لأي أذى.
رابعاً: إذا تم الخطف، في أثناء القتال الفعلي، فقد أصبح المخطوفون أسرى، ويجب أن يعاملوا ضمن حدود الأحكام الشرعية المتعلّقة بالأسرى، ونحن نلخّصها فيما يلي:
أ‌- يجب تسليم الأسير إلى وليّ الأمر ليقضي فيه ما يرى، وليس لآسره يدٌ عليه، وليس له حقّ في التصرّف فيه.
ب‌- من الواجبات الشرعية، الرفق بالأسرى، والإحسان إليهم، وإكرامهم، وتوفير الطعام والكساء لهم، وعدم تعذيبهم. قال تعالى: (ويطعمون الطعام على حبه مسكيناً ويتيماً وأسيراً) [الإنسان:8]، وقال صلى الله عليه وآله وسلّم: “استوصوا بالأسارى خيراً” [رواه الطبراني وإسناده حسن]. وروي عن النبي صلى الله عليه وآله وسلم قوله: “أحسنوا إلى أسراكم وقيِّلوهم واسقوهم” [إمتاع الأسماع للمقريزي]؛ وقوله “لا تجمعوا عليهم حرّ هذا اليوم وحرّ السلاح” [فتح الباري]. وقد أمر رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم أصحابه يوم بدر أن يكرموا الأسارى “فكانوا يقدّمونهم على انفسهم عند الغداء” [تفسير ابن كثير].
ج- مصير الأسرى في الإسلام إطلاق سراحهم، إما منّاً عليهم دون مقابل، أو بمقابل فدية يقدمونها للمسلمين. والفدية قد تكون مالاً، وقد تكون مبادلة مع أسرى المسلمين، وقد تكون خدمة يقدمونها للمسلمين، كما طلب رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم من بعض أسرى بدر تعليم جماعة من المسلمين الكتابة مقابل إطلاق سراحهم “زاد المعاد لابن قيم الجوزية”. لقول الله تعالى: (.. فإذا لقيتم الذين كفروا فضرب الرقاب، حتى إذا أثخنتموهم فشدّوا الوثاق، فإما منّا بعد وإما فداء حتى تضع الحرب أوزارها..) [محمّد:4] وقد عمل رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم بهذه الآية إلى أن قبضه الله إليه.
وكثير من العلماء يقولون بعدم جواز قتل الأسير أصلاً. قال ابن رشد في بداية المجتهد: “وقال قوم: لا يجوز قتل الأسير. وحكى الحسن بن محمّد التميمي أنه إجماع الصحابة”. وقال ابن كثير في تفسيره: “وقال بعضهم: إنما الإمام مخيّر بين المنّ على الأسير أو مفاداته فقط، ولا يجوز قتله”. وقال الآلوسي: “وظاهر الآية: امتناع القتل بعد الأسر وبه قال الحسن”.
بناءً على ذلك نقول:
إنّ الأسير لا يقتل إلاّ استثناءً، وبقرار من وليِّ الأمر بناءً على حكم قضائي. وأنّ مجموعات المجاهدين العاملة في نطاق المقاومة ضدّ الاحتلال في العراق أو في غيره، لا تتمتّع بصلاحيات وليِّ الأمر، فضلاً عما يترتّب على قتل الأسرى من ضرر كبير يلحق المقاومة نفسها، ويشوّه قضية الشعب العراقي المجاهد. ولذلك فإننا نعلن استنكارنا لقتل النيباليين وغيرهم من الرهائن الذين لم يقوموا بأعمال قتالية أصلاً، ولو صحّ أنهم قدّموا خدمات للقوات المحتلّة فهي لا تبرر قتلهم شرعاً.
خامساً:لا يجوز احتجاز المدنيين من الأعداء كرهائن وتهديدهم بالقتل، بسبب عمل يرتكبه أو يمتنع عنه غيرهم، وليسوا مسؤولين عنه، ولا يمكنهم منعه؛ كما حدث عند احتجاز الأطفال والمدرسين في مدرسة بيسلان في أوسيتيا الشمالية. وذلك لسببين اثنين:
الأول: أنّ من أهمّ قواعد العدل بين الناس أن لا يسأل أحد عن عمل غيره، وأن لا يحاسب على جريمة اقترفها غيره. هذه القاعدة الشرعية أكّدها القرآن الكريم في كثير من آياته. قال تعالى: (ولا تكسب كلّ نفس إلاّ عليها) [الأنعام:164]، (ولا تزر وازرة وزر أخرى) [الإسراء 15]، (من عمل صالحاً فلنفسه، ومن أساء فعليها) [فصلت46]، (..من يعمل سوءاً يجز به..) [النساء123].
وقد أكّد رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم هذه القاعدة في كثير من أحاديثه منها قوله: “لا يجني جان إلاّ على نفسه” [رواه ابن ماجه]، وقوله: “لا تجني نفس على أخرى” [رواه النسائي وابن ماجه]. وقد صرّحت بعض الأحاديث بمنع قتل المعاهدين من غير المسلمين كقوله صلى الله عليه وآله وسلّم: “من قتل نفساً معاهدة بغير حلّها حرَّم الله عليه الجنّة أن يشمّ ريحها” [رواه النسائي].
الثاني: أنه حتى في حالة الحرب الفعلية، قد يتعرّض المدنيون للقتل بسبب الأعمال الحربية، كما لو وقعت غارة على معسكر العدو فأصابت من هو قريب منه. وقد أجاز الفقهاء ذلك حين يقع من غير قصد، أما تَقَصُّد قتل المدنيين الذين منع الإسلام قتلهم فهذا لا يجوز فإذا كان تَقَصُّد المدنيين من الأعداء بالقتل غير جائز في أثناء المعركة، فكيف يجوز قتلهم بدم بارد وهم أسرى؟
وليس من أخلاق المسلمين أن يتدنَّوا إلى فعل ما تفعله قوات الاحتلال من سلوك غير متحضّر، يتمثل في قتل عشرات الآلاف من المدنيين العراقيين من النساء والأطفال والشيوخ بحجّة ضرب المقاومة.
والواجب على المسلمين كافة الالتزام بالأحكام الشرعية التي لخصناها فيما سلف بيانه.
والله سبحانه وتعالى أعلم."

الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين
شعبان 1425 هـ - سبتمبر 2004م
------------------------------------
البيان منشور في إسلام أونلاين في هذه الوصلة

موضوع

پښتون زلمی
19.04.2007

ټولو ورونو ته دزړه له کومي سلامونه وړاندی کوم
او بیا محترم صافی ورور څخه ډیره زیات تشکر، ډیر ښه لیکنی او خبری یی را نقلی کړي دي،
زه ورسره سل په سلو کی اتفاق لرم، او زما له یوی خبری سره هم اختلاف نلری:
ځکه ما مخکی ویلي وي، چی زما ټوله خبره په ښکیلاګرو، او دهغوي په مزدورانو را څرخیږي، او دا دجنګ په ځای کی، مثلا ما وویل: حتی که څوک امریکا ته لاړ شي، او امریکایی ویزه واخلي بیا هلته انفجار کوي دا زه غیر شرعی کار بولم، حتی د یوولسم ستمبر پیښی غیر شرعي، دي.

تاسو ډیر ښه نصوص را نقل کړي، دي.

(((دماء المعاهدين والذميين والمستأمنين: عن تعريف كل واحد منهم على النحو التالي :)))))

خوافغانستان كي چی کومی ښکیلاګری لښکری او دهغوی مزدوران جنګیږی، هغوي ددغو قسمونو کوم یو کی راځي.؟؟؟؟؟

(((((ولمَّا كان بعض المسلمين يلجأون إلى هذه الأساليب ويتوسّعون فيها،)))))

ډیره ښه خبره ده، توسع په کی پکار نه ده، چی بیګناه خلک په کی ونیول شي، ولو ددغو بیګناهو خلکو په یرغملنۍ ښکیلاګر د فشار لاندی راتلاي شي.

(((((ثانياً: الخطف يعتبر من الأعمال الحربية. فهو إذا جاز استثناءً أثناء قيام حرب فعليّة، فإنه لا يجوز إطلاقاً خارج نطاق الحرب.))))))

ډیره ښکلی خبره ده، ما هم ددی تاکید وکړ، چی د جنګځاي نه بهر نه دی پکار چی دا کار وشي، او افغانستان اکثرو منطقو کی اوس فعلي حرب قایم دی، حتی دا هم وایم، که یو حربی کافر چی عهد ونلري او یو مسلمان څخه پناه وغواړي، نو دغه مسلمان یی ورکولاي شي، او په هغه تجاوز نه دی پکار، هغه پدی شرط چی مسلمان د هغوي لاسپوڅی او معاون نه وي.

((((2- كما لم يقرّ الرسول صلى الله عليه وآله وسلّم اختطاف سلمة بن الأكوع لأربعة من المشركين بعد صلح الحديبية ظناً منه أنّ المشركين نقضوا الصلح، وقال صلوات الله وسلامه عليه: “دعوهم يكن لهم بدء الفجور وثُنَاه” [صحيح مسلم].)))))))

سلمة بن الآکوع رضی الله عنه دلته خطا شوی وو، صلحه لا ماته نه وه، ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه خلک خوشی کړل، صلحه وروسته مشرکینو بیا د بنوبکر او د خزاعه وو په جنګ کی ماته کړه.

(((((((بناءً على ذلك نقول: إنه لا يجوز خطف أي إنسان في غير حالة الحرب الفعلية، وهو عندئذ يكون أسير حرب لا يجوز قتله بل مصيره إلى إطلاق سراحه قطعاً: (فإما منّاً بعد وإما فداءً) [محمد:4]. ومن باب أولى لا يجوز خطف أشخاص إذا كانوا معارضِينَ لمحاربتنا ومتعاطفين معنا كالصحفيين الفرنسيين. ونستنكر جميع حوادث الاختطاف التي تطال أناساً لا علاقة لهم بالمحتلين، ونطالب بإطلاق سراحهم فوراً.))))))))

ډیره ښکلی خبره ده، دهغه خلکو اختطاف نه دی جایز ، کوم چی زمونږ سره متعاطف وي، او ښکیلاګرو معارض وي، همدارنګه هغه خلک چی هغوي ښکیلاګرو سره هیڅ علاقه نلري، هغوي باید ونه نیول شي، او که ونیول شي، نو باید فورا خوشی کړاي شي.

((((((((والمدنيون في نظر الإسلام هم، غير المقاتلين من النساء والأطفال والشيوخ العاجزين الذين لا رأي لهم في القتال وكذلك الرهبان. وقد نهى رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم عن قتل النساء والصبيان [متّفق عليه]،)))))))

صافی صاحب: ډیره ښه خبره ده، دغه قسم خلک د اسلام په نظر مدنیان دي، خو باید دغه شرط دی فکر وي، چی دغه لیکنه کی ذکر دی: (((الذين لا رأي لهم)))) خو هغه ښځی او سپین ګیري چی په جنګ کی د رایی خاوندان دي، نو هغوي د سلامتیا حق نلري، لکه چی ما مثال د درید بن الصمة مخکی ذکر کړی وو، همدارنګه هغه ښځی چی تجسس لپاره کار کوي، او مونږ ټول پدی پوهیږو چی تجسس څه معنی، د جنګی تخطیطاتو په کرښه دتجسس تخطیط تر ټولو مهم دی، بلکه ټول جنګي تخطیطات پر توسط بناوي، او امریکه هغه وخت روس لا ندی کړ، کله چی د سی آی ای، جاسوسی شبکی وکولاي، چی دکی جی بی شبکه کي خپل کسان وردننه کړي.
بل دا خبره، چی دغه فتوای، اختطاف من حیث الآصل، نه یی حلالوي، او نه یی حراموي، بلکه تفصیل په کی کوي، او دغه چی دوي کړی، یو شرعي تفصیل دی، بله دغه داختطاف خبره یو فرعی مسئله ده، موخه می داده چی ددغو علماوو مقصود واضح دی، هغه داسی چی هغوي عقیده لري، چی مقاومت من حیث الآصل جایز دی، خو آیا دغه رنګ کارونه په کی جایز دي، او که نه؟؟؟؟ نو دلته هغوي تفصیل کړی.
محترم صافی ورور ته وایم:
که تاسی دغسی نظر لرۍ لکه څرنګه چی دغه لیکنه کی واضح شوی ده، نو بیا زما او ستا تر منځ هیڅ اختلاف نشته، او که تاسی زما له اولی لیکنی بل رنګ پوه شوی یاست، نو بخښنه غواړم، او که تاسی له طالبانو سره خلاف یاست،نو زه هم د طالبانو دډیرو کړو سره خلاف وم، اویم، لکن دا ددی معنی نه شي کیداي چی داصل مقاومت څخه انکار وکړم، فی الحال په افغانستان د ښکیلاګرو په مقابل ډیر جهات جنګیږي، او داسی هم نشي کیداي چی خپل دغه طالبان ورونه دښمن ته په لاس ورکړو، او یایی له مقاومت څخه منع کړو، بلکه باید کوشش وکړو، چی دهغوي ملګرتیا وکړو، او هغوی خپلو خطاګانو ته متوجه کړو.

حلیمی صاحب لیکي: ((((اول خو و يو قاضي او مفتي داحق لري چه فتوا ورکړي او هغه مفتي به بيا
به هم پر طريقه د سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم عمل کوي)))))

محترم مولوی حلیمی ته وایم: زه نه قضاوت کوم، او نه فتوی ورکوم، زه ستاسو ټولو په وړاندی یو مجهول یم، چی شرعا داسی فتوی نه ورکول کیږي، او نه باید څوک فتوا واخلي، خو دیوی علمی مسئلی مطرح کول فکر کوم چی کومه ګناه نلري، او که ستاسی څه بل نظر وي واضح یی کړۍ،

حلیمی مولوی لیکی: ((((که موضع جلي وه ، حال داچه د اختطاف خبره خو بېخي نده جلي (واضِح
او يقيني خو له سره نده ، او يقيناچه اختلافي ده تاسو هم ليکلي چه : (اختطاف یو نوی مسئله ده او جلي او واضح ئې څرنګه وينۍ ، موږ اختطاف تر دې ګړيه اختطاف نه سوومنلي))))

حلیمی صاحب: ما نه دی ويلي چی موضوع جلي ده، بلکه اختلافي ده، ما يادونه کړی، چی دغه قیاس ته قیاس جلي ویل کیږي، چی دا په اصول فقه کی د قیاس یو قسم دی، چی قیاس آولی ورته هم ویل کیږي، او ددی یو بل مثال دادی، لکه دمور او پلار وهل چی د هغوي ته د اوف ویلو باندی قیاس کړی، علت جامعه یی ایذاء ده، او حکم یی حرمت دی، او دغه حرمت ډیر شدید په وهلو کی نسبت اوف ویلو ته، ما د اغتیال مثالونه وړاندی کړي وو، او بیا می اختطاف په اغتیال قیاس کړی وو، څرنګ چی دغسی اغتیال جایز شي، نو په طریق اولی اختطاف جایز کیږي، خو څنګه او دچا؟ دا موضوع می پوره په تفصیل څیړلی،

حلیمی مولوی صاحب لیکی: (((( او تاسو ليکۍ چه اګر که داختطاف کلمه په فقه کی په بله معنی راغلی، چی هغه ته اختلاس او معنی یی دا ده چی یو انسان دبل انسان له لاسه په ناحقه او په زوره یو څه وتښتوي
نه وروره ! اختلاس خو يو شيطاني عمل دی ، اختلاس خو داسي واضح و غلا ته ويل کيږي ، زه صد في صد په دې باور لرم چه د مځکي پر مخ به داسي
يو قاضي پيدا نه سي چه اختطاف او اختلاس ته اجازه او جواز ورکړي)))))

حلیمي صاحب!!!: فکر کوم چی زما پښتو لیکنه ډیره کمزوری ده، ځکه تاسی زما له ډیرو کرښو مغایر مفهوم اخلۍ، په هر حال ما اختلاس ته جواز ندی ورکړی، ما مجرد ویلي دي، چی داختطاف کلمی استعمال په فقه کی راغلی خو هغه په بله معنی چی هغی ته اختلاس وايي، او اختلاس شرعا محرم دي، زما موخه دلته ټوله فقط د لفظ په مجرد استعمال کی دی.

حلیمی صاحب: ((((هوکې ! راوړه دعوا دي ! انشاالله موږ به ئې دَفَعَ وليکو ))))

محترم حلیمی صاحب: که رښتیا را باندی وایی، هيڅکله د ((فان قیل قلنا )))) بحث ته زړه نه ښه کیږي،
خو څرنګه چی تاسی د امام ابو حنیفة رحمة الله علیه، د مذهب دفقهی زما په نظر کی یو غښتلی ملا یاست، نو له تاسی څخه یوه علمه پوښتنه په لاندی ډول کوم، هغه هم ددی لپاره چی زه او نور ورونه تری مستفید شو:

پوښتنه: هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هیله کوم، چی جواب دقرآن او سنت باندی مدلل وي, او همدارنګه د حنفی مذهب دمعتمدو کتابو نو((((الکتب المعتمده فی المذهب مثل فتح القدیر ، والهدایة، والمبسوط، وکتب الامام محمد بن الحسن الشیباني، ومسند الامام ابی حنیفة رحمهم الله اجمعین))) څخه په کی نقل وکړی، او دنقل شویو مضامینو توثیق په حوالو وکړي، دا به مو يو لوي احسان وي،

ستاسی ورور: افغان پښتون.

٩

صافی
19.04.2007

.....

موضوع

پښتون زلمی
19.04.2007

ټولو محترمینو غنچه غنچه سلامونه، او بالخصوص محترم صافی صاحب ته چی زښت زیار یی وکاږه په دغه موضوع کی، الله دی همیش خوشحاله لري،
او هیله تری کوم چی ژر دغه د عربي ژبی لیکنه پښتو ته وژباړي، لکه څنګه یی چی وعده کړی، هیله لرم چی کټ کټ څنګه چی عربی ژبه کی هغماسی بعینه یی وژباړی،
چی ټول ورونه تری مستفید شي، او که ما وخت پیدا کړ نو کوشش به وکړم، چی دغه موضوع پښتو ته وژباړم
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسی ورور : افغان پښتون
ل

ع کريم حليمي
20.04.2007

محترمو اومکرمو  وړونو افغان پښتون صاحب ، صافي صاحب او خان جان صاحب او لوستونکو 
ګېډۍ ګېډۍ سلامونه مي تاسو هم ومنۍ ! 

افغان پښتون پوښتنه کوي چه :
 [quote:68ff79433f] هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:68ff79433f]

ډيره ښکلې پوښتنه ده ! او دوه جوابه تاسوته  لرم 
اول - هيڅ ديني وجيبه نه لري ! 
دوهم - هو ! سياسي جهد وجيبه پر ملت واجب کيږي ٠ 

په اجماع د فقهاؤ (اتفاق آراء سره)
من فقه السنة
الجهاد لاعلاء کلمه الله
[color=white:68ff79433f]ان الجهاد لايمسي جهادًا حقيقيا إلاّ إذا قصد به وجه الله ،
وأريد به لاعلاء کلمة الله ، ورفع راية الحق ، ومطاردة الباطل ، وبذل النفس في
مرضاة الله ، فإِذا أريده به شيء دون ذلک [/color:68ff79433f][color=red:68ff79433f]من حفوظ الدنيا ، فإِنه لا يسمی جهادًاعلی الحقيقه [/color:68ff79433f]
---------------------------------------
حربي جهاد يوازي د لاعلاء کلمه الله له پاره چه د اسلام  لِوَاء  پورته اوجګه کړي 
 او تتبع په باطل پسي ( باطل دي وځغلوي ) او قرباني د مرضاة الله  له پاره
پس که داسي نوي ٠٠٠٠٠٠ نو بيا د جهاد بنا پر حقيقت نه ده (باطل جهاد )

نو دې ته بيا جنګ شرارت ، سياسي جنګ هره بلا چه يې بولۍ  
آ تې داسي وبوله چه   چه دهشت !

پورته جواب مي په دې خاطر داسي  وليکلۍ چه ستاسو د دوهم سوال جواب هم 
شوو ، زه په جهاد (الجهاد لاعلاء کلمه الله ) باور لرم ، او تر بل هر نامه  لاندي
چه جهاد راسي باور نه په لرم !!! او په بل هر نيت چه اراده وسي نو جهاد فاسد 
کيږي ، په استثناء  اويا [color=cyan:68ff79433f] إلاّ وجه الله [/color:68ff79433f]

صافی
20.04.2007

محترمو لوستونکو! السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

وایې: ملا نصرالدین په منبر جګ شوو ، او دحاضرینو نه یې پوښتنه وکړه چې ا یه خلکو! تاسو پوهیږۍ چې زه څه وایم؟ خلکو ورته کړه چې نه، ملا ورته وویل چې تاسو دې خدای پوه کړي ، او دمنبره راکوز شوو. بله ورځ یې همدا پوښتنه بیا تکرار کړه ـ ځینو ورته وویل چې هو اوځینو نه ـ ملا ورته وویل: هغه چې پوهیږی ،هغه نور دې پوه کړي. ماهم په ځان همدا چل وکړ . عربی لیکنه مې دلته رانقل کره ، هغو چې بحث پیل کړﺉ وو پرې پوه شول ،او هغوي چې په عربی نپوهیږي ...... هغوي به وایې چې بد کوي په نورو ژبو لیکنې دلته راوړي . هغوي په حقه دي . اوبل ځل به یا پښتو لیکم او یا به هیڅ.

په هرحال عرض دادﺉ چې اختطاف او یا تښتونه پرته دیؤ حالت په اسلام کې منع ده. ګرچه محترم استاذ حلیمی صاحب ـ ته دې خدای خیر ورکړی ـ په موضوع پوره رڼا اچولی بیا هم دهغوی او نورو پوهانو په اجازه غواړم دا څو کرښې پرې اضافه کړم .
مخکې له دې چې په دې اړه بحث وږد شي، غواړم داسلام له نظره د غیر مسلمانو په حقوقو په لنډه توګه یو څه ولیکم . غیر مسلمان وګړي دهغوی دحقوقو په لحاظ په درې برخو ویشل شوي. ۱ ذمي ۲ معاهد۲ مستآ من.
۱ ـ ذمي ـ هغه غیر مسلم چې په یو اسلامی هیواد دایمی استوګنه لري. ذمیین اویا اهل الذمه ، دځینو محدودو استثناتو پرته دعین حقوقو څخه برخمن دي چې دیوو اسلامی هیواد مسلمان وګړی یې لري. یعنی دسر اومال اوناموس ساتنه یې په اسلامی دولت واجبه ده. او دامام صاحب ابوحنیفه (رح) په مذهب مسلمان دذمی په قتل ، وژل کیږي.
۲ ـ معاهد ـ دغیر اسلامی هیواد غیر محارب تبعه . دذمی په څیر عینی حقوق لري.
۳ - مستآ من- جنګی او یا محارب شخص چې اسیر شوی وي اویا یې اسلامی هیود ته پناه وړی وي.
دې ډلو ته منسوب اشخاص په اسلام کې هریو خپل ځانګړی حقوق لری . په اسلام کې ددوي دحقوقو په غصب او دمسلمان دحق په غصب کې هیڅ فرق نشته عینې حدود په دواړو حالاتو کې نافذ دي.

اختطاف = تښتونه ، خاطف = تښتونکﺉ
یرغمل، په پاړسی کې =ګروګان، په عربې کې =رهین،او په انګریزۍ کې= Hostage
په دې مفهوم چې یوکس هم دتښتونۍ په لړکې او هم دتسلیم په حالت کې یرغمل کیدی شی .

په دې اړه او دښاغلی افغان پښتون دلیکنې په اړه نور بیا.
_________________
په درناوي

صافی
20.04.2007

بسم الله الرحمن الرحیم
داختطاف ( تښتونی ) او برمته کولو په اړه ، د دینې علماو دنړیوال اتحاد، له خوا داسلامی احکامو تشریح اوبیان ، چې د۱۴۲۵ ه کال دشعبان په میاشت کې چې د۲۰۰۴ م کال دسبتمر دمیاشتې سره سمون خوری صادر شوﺉ.

داختطاف اویرغمل نیولو ظاهره(پدیده) یواځی ددې عصر دخصوصیاتو څخه نه ، بلکې بشریت یې د خپل تاریخ په لړ کې لا دپخوا نه پیژنی. په مستضعفو( ضعیفه ګڼل شوو) ملتو د نړی دلویو او متسلطو هیوادو له خوا دوارده ظلم او تادا په مقابل کې، ځینی مسلمانان دورته دفاعی وسیلې دنه لرلو په علت ، اختطاف او یرغمل نیولو ته دومره پراختیا ورکوي ،چې په لړ کې یې دشرعې دحدودو څخه وځی.
اولاً ـ اختطاف په نورو تجاوز دﺉ . پرته له توپیره چې دا دې به مسلمان وي او که په غیر مسلمان. اختطاف یونوعه سرکشی او بغاوت دﺉ ، کوم چې الله تعالی په خپل دې قول سره حرام کړﺉ . (إنّ الله يأمر بالعدل والإحسان وإيتاء ذي القربى، وينهى عن الفحشاء والمنكر والبغي) [النحل: 90] ژباړه: بیشکه الله امر کوي په عدل کولو، نیکی کولو سره اوپه ورکړې سره خاوندانو دخپلوي ته اومنع کوي له قبیحه ؤ کارنوڅخه اوله بدوکارونو اوله سرکښي څخه ،پند درکوي تاسی ته (په دغه اوامرو نواهیو سره) دپاره ددې چې تاسی پند واخلﺉ (په دغو سره)
معلومه خبره ده چې انصاف کول نیکی کول یواځی په مسلمانانو محصور نه دي ،همداسی دسرکشۍ ممانعت هم دټولو بشر په مقابل کې دﺉ. دتیری اوتجاوز دفع دانسان دفطری غوښتنو ځینی ده ، مګر الله تعالی دتیری په بدل کې یواځی دورته تیری جواز ورکړﺉ. : (فمن اعتدى عليكم فاعتدوا عليه بمثل ما اعتدى عليكم، واتقوا لله، واعلموا أنّ الله مع المتّقين) [البقرة: 194 ژباړه: پس هرچا چې تیرﺉ وکړ پر تاسی باندی نوتاسی هم تیری کوﺉ په هغوی باندی په شان دهغه چې تیرﺉ یې کړی ؤ پر تاسی باندی او وویریږﺉ له الله څخه او پوه شﺉ چې بیشکه الله دپرهیزګارانو سره دﺉ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پاتی بله ورځ

صافی
20.04.2007

دوهم ـ تښتونه جنګی عمل دی. که د واقعیی جګړې په حالت کې جوازلری د جګړې دمحیط نه بهر اصلآ جواز نه لری .
۱ـ روى الطبري في تفسيره (26/59) عن مجاهد قال: “أقبل معتمراً نبي الله صلى الله عليه وآله وسلّم فأخذ أصحابه ناساً من أهل الحرم غافلين، فأرسلهم النبي صلى الله عليه وآله وسلّم” وذلك لأنه خرج معتمراً فلم يعتبر نفسه في حالة حرب مع المشركين.
مفهوم:
طبری په خپل تفسیر کې (۲۶/۵۹) دمجاهد په روایت وایی: نبي صلى الله عليه وآله وسلّم عمرې ته ولاړ ،ورسره اصحابو یې دمشرکینو یوډله ونیوله ، رسول (ص) دغه ډله خوشی کړه ځکه دوي دعمرې په حالت کې ؤ نه دمشرکینو سره دجګړې په حالت کې.
۲ ـ كما لم يقرّ الرسول صلى الله عليه وآله وسلّم اختطاف سلمة بن الأكوع لأربعة من المشركين بعد صلح الحديبية ظناً منه أنّ المشركين نقضوا الصلح، وقال صلوات الله وسلامه عليه: “دعوهم يكن لهم بدء الفجور وثُنَاه” [صحيح مسلم]
مفهوم:
د حدیبې صلحی نه روسته ـ سلمة بن الأكوع ـ دمشرکینو څلور کسه په دې ګمان وتښتول ،چې ګواکې مشرکانو خپل عهد مات کړﺉ . رسول الله (ص) فرمایی : پریږدﺉ چې دبدکاریو (فجور) پیل کونکي دوي وي . (یعنی مشرکان)

په بدکاریو او فجورو پیل دمشرکانو داخلاقو څخه دﺉ نه د مسلمانانو. که مسلمان ته دبد کار اوخیانت په مقابل کې په عینې کچه او انداره دعکس العمل اجازه ورکړل شوی ، په دې معنی نه ده چې مسلمان دې د انتقام سره رغبت ولری ، نه بلکې ددې دپاره ده چې دبد کار دتکرار څخه مخنیوﺉ وشی . دفجور دتکرار دمخنیوی په هکله قران مونږته بهترینه وسیله داسې ښیی چې: (..اِدفع بالتي هي أحسن فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه وليٌّ حميم..) [فصّلت:34]
ژباړه:
دفع کوه( ته هغه بدی) په هغه خصلت سره چې هغه ډیر ښه وي پس ناڅاپه هغه څوک چې په منځ ستا اوپه منځ دهغه کې عداوت دښمنی وي لکه چې دی به دوست وی ډیر مهربان.
او: (واِدفع بالتي هي أحسن السيئة) [المؤمنون:96]
ژباړه:
دفعه کړه (ای محمده) په هغه خصلت سره چې هغه ډیر ښه د ی د بدی .
ووصف المسلمين بأنهم: (يدرأون بالحسنة السيئة) [الرعد: 22] و[القصص: 54].
اوقران دمسلمانانو خصلت داسی توصیف وي : دایت ژباړه: دفع کوی دوی په نیکی سره بدی.
بنا،ًِ مونږ وایو چې دهیڅ انسان تښتونه پرته دواقعی جنګی حالته جواز نه لری . دجنګ په حالت کې (مختطف) تښتول شوی شخص جنګی اسیر بلل کیږی او قتل یې جواز نه لری ،چې انجام یی باید یواځی خوشیکیدل وي اوبس.
(فإما منّاً بعد وإما فداءً) [محمد:4]. ژباړه: پس بیا یا احسان ورسره وکړﺉ اویا تاسی فدیه کړﺉ (په عوض یی مال واخلﺉ یا مسلمانان بندیان راخلاص کړﺉ.
هغه کسان چې زمونږ دجګړې مخالف دي ، ولی مونږ سره تعاطف لری ، لکه فرانسوی خبریالان ، دهغوی تښتونه اصلآ جواز نه لري. مونږ ټولې هغه تښتونې غندو چې د اشغالګرو سره هیڅ تړاو نلري او د یرغمل شوو کسانو فوری خوشیکیدل غواړو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاتی بیا

ع کريم حليمي
21.04.2007

مکرم افغان پښتون صاحب او درنولوستونکو سلام !
محترما !
هره وخت چه ستاسو پر ليکنه راغبرګ سم او وئې لولم ، داسي څه ولولم چه :
[quote:184572a8dc]ما د اغتیال مثالونه وړاندی کړي وو، او بیا می اختطاف په اغتیال قیاس کړی وو، څرنګ چی دغسی اغتیال جایز شي، نو په طریق اولی اختطاف جایز کیږي[/quote:184572a8dc]
دا څرنګه قياس دي ؟، کوم حد وسط ، حد مشترك سره لري ؟؟؟ 
اختطاف د مبارک له عصر څه  ، بيا تر نن ورځي مشروع نه دی پېژندل 
سوئ ، دا چه خلک يو څوک اختطاف کوي دا معنا نه لري قانوني عمل دی 

اوبل د اغتيال خبره ده داهم هيڅ وخت نه خلفاؤ او نه تابعينو او تبع تابعينو
هيڅ فرد په اغتيال نه دی وژلی ، ايا تاسو چه داقياس کړی پوهېږی چه 
چه د الله تر حدودو مو تېری کړی ؟
الله فرمايي چه : 
بسمه تعالی -  ‏‏تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا‏‏ ٠ ‏‏البقرة‏:‏ 229‏ 
-------------‏تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا ٠‏‏البقرة‏:‏ 187‏
حَدَّثَنَا اَبُو النُّعْمَانِ، حَدَّثَنَا ثَابِتُ بْنُ يَزِيدَ، حَدَّثَنَا عَاصِمٌ اَبُو عَبْدِ الرَّحْمَنِ الاَحْوَلُ، عَنْ اَنَسٍ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ الْمَدِينَةُ حَرَمٌ، مِنْ كَذَا اِلَى كَذَا، لاَ يُقْطَعُ شَجَرُهَا، وَلاَ يُحْدَثُ فِيهَا حَدَثٌ، [color=cyan:184572a8dc]مَنْ اَحْدَثَ حَدَثًا فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِينَ ‏"[/color:184572a8dc]

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ مَنْصُورٍ الْخَيَّاطُ، عَنْ اَبِي زَيْدٍ، عَنْ اَبِي الْمُغِيرَةِ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ‏"‏ [color=blue:184572a8dc]اَبَى اللَّهُ اَنْ يَقْبَلَ عَمَلَ صَاحِبِ بِدْعَةٍ حَتَّى يَدَعَ بِدْعَتَهُ ‏"‏ ‏.‏ [/color:184572a8dc]
----------------------------------------------
هو ! دهغه چا   ترور ول روا دي و حکومت ته ،چه يومفسد في الارض‏  سړی وي 
او محکمې ته نه حاضر کيږي ، نو پوليس حق لري چه يابه ئې ژوندی نيسي 
او يابه ئې اغتيال  کوي (اغتيال وهغه وژني او قتل ته ويل کيږي چه يو څوک 
ويده وي اوقتل سي ، يا ترور ئې کړي )
  په احترام 

صافی
21.04.2007

دریم : دواقعی جګړې په مهال ، ددښمن بې ګناه، او مدنی هغو وګړو اختطاف چې حربی کړو وړو سره تړاو نلری نا جایزه ده .مدنین د اسلام له نظره هغه غیر حربی ښځی ، ماشومان، سپینږیری، عاجزان او هغه کسان دي چې په جنګ کې رآیه نلري، اوهمداراز رهبان ،(هغه دینی کسان چې ځانونه یې عبادت ته وقف کړی ) . رسول الله (ص) دښځو او ماشومانو وژنه منع کړي( متّفق عليه) وقال: “لا تقتلوا وليداً” طفل موژ نﺉ. [رواه أبو داود] اوخالد بن ولید ته یې امر کړی چې : “لا تقتلنّ ذرية ولا عسيفاً ” صحيح سنن ابن ماجه] نسل کشی ونه کړې اونه اجیر ووژنی. عسیف یعنی اجیر ، هغه کسان دي چې غیر حربی وظایفو او خدماتوته ګمارل شوی وي.لکه د فابریکو کارکونکي ، ډاکتران دشفا خانو کارکونکوي او داسی نور. په همدې توګه رسول الله (ص) دشیخ فانی اویا سپینږیري قتل منع کوي .[سنن أبي داود] وعن قتل الرهبان وأصحاب الصوامع الذين يحبسون أنفسهم لله [المدونة لمالك] و[جامع الأصول] و[مصنّف ابن أبي شيبة ]دا ثابته ده چې ابوبکر (رض) درهبانو قتل منع کړی.
جابر بن عبد الله په مصنّف ابن أبي شيبة کې یادونه کوی چې هغوي دمشرکانو تاجران نه وژل . ددغو نصوصو څخه په قیاس حنفی، مالکی،او حنبلی جمهورو علماودغیر حربی کسانو نورې ډلې قیاس وي چې عبارت د ړندو ،شلو،عقلی معیوبه،په کورناستی، اویاهغه کسانو چې دکلیسا ګانو دروازی ځانونو پسی بندی کړي او رهبانیت یې غوره کړی وي. [بدائع الصنائع للكاساني] [المغني لابن قدامة] او روزمره اجیران،بزګراو صنعت پیشه ګان.[حاشية الدسوقي على الشرح الكبير]. په دې اړه امام شوکانی دنصوصو څخه دقیاس ، یوه روښانه قاعده ایښی ده ، اوهغه داده: په جنګ کې د هرهغه کس مرګ نا جایز دﺉ چې دښمن ته ترې ګټه نه رسی اومسلمان ته ترې تاوان.[ نیل الا اوطار للشوکانی]
بناءً داوسیتیا ښونځی دماشومانو یرغمل اود ناوړه ټول وژنې سره هغوي مخامخ ول په کلکه غندو. سره له دې چې دچچنیا دقضیی په عدالت باورلرو اود هغوي دسیاسی مصیر ټاکنه د چچنیا دملت حق ګڼو. همدا رازدهغو دوه ایټالوی ښځو تښتونه چې یوې بشری منظمی ته کار کوي غندو.سره د دې چې دایتالیا دحکومت اتلافی موقف دامریکایی یرغلګرو قواو سره نه تایدو. داراز کړوړه نه یواځی داچې دشریعت له نظره قطعاً جواز نه لري ، بلکې دمقاومت په ګټه هم ندي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاتی بیا

صافی
23.04.2007

څلورم : که چیرته اختطاف دواقعی جګړې په ترڅ کې رامنځته کیږی ،مختطفین جنګې اسیران ګڼل کیږي . او باید ورسره دهغو شرعی احکامو په رڼا کې چلند وشی چې داسیرانو په اړه دي ، چې مونږ یې داسی خلاصه کوو.
الف: اسیر باید ولی الامر ته وسپارل شي چې هغه پرې قضاوت وکړي ، نیونکي یا (الاسره) په اسیر هیڅ نوعه لاس برﺉ او حق نه لري .
ب: داسیرانو سره ښه چلند،لطف، مهربانی دهغوي قدر ،لباس او ډوډۍ ورکول او دهغوی نه تعذیبول دشرعی واجباتو ځینی دي.لکه چې الله تعالی فرمایی: (ويطعمون الطعام على حبه مسكيناً ويتيماً وأسيراً) [الإنسان:8] ژباړه: او(ابرار)ورکوی طعام خواړه په محبت مینی ددغه (الله یاد طعام ) مسکین اړ (مجبور) ته اویتم پلار مړی ته او اسیر بندی ته.دبدر په ورځ (غزا) رسول الله (ص) اصحابو ته امر کړی ،چې داسیرانو عذت به کوي، اصحابو به اسیران په ډوډی خوراک کې دځانونو نه مخکې کول.[تفسیر ابن کثیر] همداراز داسیرانو سره دښه چلند کولو په اړه
په لاندې احادیثو کې کلکه غوښتنه شوی ده . ]، وقال صلى الله عليه وآله وسلّم: “استوصوا بالأسارى خيراً” [رواه الطبراني وإسناده حسن]. وروي عن النبي صلى الله عليه وآله وسلم قوله: “أحسنوا إلى أسراكم وقيِّلوهم واسقوهم” [إمتاع الأسماع للمقريزي]؛ وقوله “لا تجمعوا عليهم حرّ هذا اليوم وحرّ السلاح” [فتح الباري].
ج : په اسلام کې داسیرانو مصیر دهغو خوشی کول دي.یا دهغو سره داحسان کولو په وجه، اویا دفدیی په بدل کې . فدیه ښایی مال وي اوښایی داسیرانو تبادله وي، اوهم ښایی مسلمانانو ته خدمت وي.لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، دبدر دځینو اسیرانو نه دهغوي دازادۍ په مقابل کې مسلمانانو ته دلیک اولوست د زدکړې غوښتنه وکړه. (.. فإذا لقيتم الذين كفروا فضرب الرقاب، حتى إذا أثخنتموهم فشدّوا الوثاق، فإما منّا بعد وإما فداء حتى تضع الحرب أوزارها..) [محمّد:4]
ژباړه: نو کله چې مخامخ شوﺉ ( په جنګ کې)له (هغوکسانو) سره چې کا فران شوی دي نو ووهی وهل داورمیږونو(دهغو) ترهغې پورې چې ښه ډیر مو ووژل ددوي اوپرې غالب شوﺉ نو(وتړﺉ دوي) بیا سخت محکم کړﺉ تړل(ددوي چې درڅخه خلاص نشي) پس بیا یا احسان ورسره وکړي احسان کول روسته(له بندی کولواوتړلو) او یایی تاسی فدیه کړﺉ دوي فدیه کول (په عوض یی مال واخلﺉ یا مسلمانان بندیان راخلاص کړﺉ).
ډیرعلما داسیر وژنه اصلاً جایزه نه ګڼي ، لکه چې ابن رشد په بداية المجتهد کې وایی : ځینې وایی داسیر وژنه جواز نلري. الحسن بن محمّد التميمي وایی دغه ځینې عبارت داجماع دصحابو څخه دي. همداراز ابن كثير په خپل تفسیر کې وایی :چې بعضی صحابه ،امام اويا ولی الامر یواځې داسیر په خوشی کولو کې احساناً، او یا دفدیې په بدل کې مخیر ګڼي اوبس.او الالوسی وایی: دایت ظاهر د اسیر دقتل څخه امتناع ده پس له اسارته. او حسن هم همداسی وایې.
په دې اساس مونږ وایو: داسیر وژنه جواز نلري الی استثناءً، دقضایی حکم څخه روسته دولی الامر پر پریکړه. جهادی ډلی په عراق،اونوروسیمو کې د ولی الامر دصلاحیته برخه منیې نه دي . په دې توکه مونږ د نیپالیانو اونورو یرغمل شووکسانو (چې اصلاً په حربې،اوعسکری خدمتو بخت نه وو) وژنې په کلکه غندو. که چیری دغو یرغمل شوو کسانو په ریښتیا هم اشغالګرو ته کارکوو، بیاهم دهغوي وژنه شرعاً برحقه نشی ثابتیدای.
پنځم : ددښمن دمدنینو یرغمل او دهغوي تهدید په قتل،دبل چا د عمل کولو،اوعمل نه کولو په سبب جوازنلري.ځکه دوي نه دبل چا دعمل مسؤل دي اونه یی منع کولای شي. لکه دشمالی اوسیتیا دبیسلان ښونځې دماشومانو او مدریسینو. ددښمن دمدنی وګړو یرغمل او دهغوي تهدید په قتل په دې دلایلو ناجایزه دﺉ.
۱ : دانسانوترمنځه د عدل دمهمو قاعدو څخه داده چې د یوه کس د عمل پوښتنه دبل کس څخه ونشي،اویوکس دبل کس په جرم محاسبه نشي. دقران په ډیرو ایاتو کې په دې شرعی قاعدې تاکید شوﺉ، لکه چې الله تعالی فرمایی: (ولا تكسب كلّ نفس إلاّ عليها) [الأنعام:164]
ژباړه:اوکسب نکوی(دبدی) هیڅ یو نفس مګر(ضرریی دی) پر( ذمه د) ده.
(ولا تزر وازرة وزر أخرى) [الإسراء 15 ژباړه: اونه باروي هیڅ نفس ګنهګار ګناه دبل نفس(بلکې هرڅوک خپل بار وړی)
(من عمل صالحاً فلنفسه، ومن أساء فعليها) [فصلت46]، ژباړه:هرڅوک چې وکړی نیک کار پس دپاره دځان خپل یی دی اوهرڅوک چې بدکار وکړی پس هغه بار دی په ده.
(..من يعمل سوءاً يجز به..) [النساء123].ژباړه:هر څوک چې وکړی نا کاره کار نوجزا به ورکړه شی ده ته.
او رسول الله صلى الله عليه وآله وسلّم هم په دې قاعدې په ډیرو احادیثو کې تاکید کړی چې ځینی یی دادي. : “لا يجني جان إلاّ على نفسه” [رواه ابن ماجه]، وقوله: “لا تجني نفس على أخرى” [رواه النسائي وابن ماجه]. وقد صرّحت بعض الأحاديث بمنع قتل المعاهدين من غير المسلمين كقوله صلى الله عليه وآله وسلّم: “من قتل نفساً معاهدة بغير حلّها حرَّم الله عليه الجنّة أن يشمّ ريحها” [رواه النسائي].
۲ :که د فعلی جګړې په حال کې ددښمن په لښکر ګاه،کمپ، قرار ګاه، دبرید په لړکې دسیمې دخوااوشا میشته مدنی وګړوته په نا قصدی توګه دسر زیان اوړی فقهاو ورته جواز ورکړﺉ، ولې که دا کار قصدی وي جواز نلري.
چې په جګړه کې دمدنی وګړو وژنه جواز نلري ، نوڅنګه به دیرغمل وژنه داسارت په حال کې،په به خون سردﺉاو سړه سینه جایزه وي؟
داشغالګرو غیرمدنې چلند ته ورته چلند غوره کول داسلامي اخلاقو ځینې نه دی،کوم سلوک چې دمقاومت دځپلو په دلیل دلسهاو زرو عراقی مدنی وګړو ،ښځووماشومانو، او سپینږیرو قتل یی مثال دﺉ.
عمل په دې شرعې احکام چې پورته مونږ خلاصه کړل ،په ټولو مسلمانانو واجب دﺉ.
والله سبحانه وتعالى أعلم."

http://www.iumsonline.net/articls/2004/11/article03.shtml

موضوع

پښتون زلمی
24.04.2007

ډیرو محترمو او خوږو ورونو ، تاسی ټولو سلام ښه راغلاست وایم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له هرڅه مخکی د صافی صاحب له زیار څخه ډیره مننه کوم، چی دغه ښکلی خبری یی نقل او بیا ترجمه کړی،
[size=18:061fce3328]او بیا وایم چی اوس تاسی قضاوت وکړۍ،[/size:061fce3328]
ما له حلیمی صاحب څخه پوښتلی وو:
[color=red:061fce3328]پوښتنه: هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هیله کوم، چی جواب دقرآن او سنت باندی مدلل وي, او همدارنګه د حنفی مذهب دمعتمدو کتابو نو((((الکتب المعتمده فی المذهب مثل فتح القدیر ، والهدایة، والمبسوط، وکتب الامام محمد بن الحسن الشیباني، ومسند الامام ابی حنیفة رحمهم الله اجمعین))) څخه په کی نقل وکړی، او دنقل شویو مضامینو توثیق په حوالو وکړي، دا به مو يو لوي احسان وي،[/color:061fce3328]
[color=violet:061fce3328]نو دهغه جواب دا وو:
ډيره ښکلې پوښتنه ده ! او دوه جوابه تاسوته لرم
اول - هيڅ ديني وجيبه نه لري !
دوهم - هو ! سياسي جهد وجيبه پر ملت واجب کيږي [/color:061fce3328]٠
خو څنګه چی هغه ونه شو کولاي، له قرآن او سنت ، او دحنفي فقهی کتابونو څخه یو جواب تر لاسه کړي، نو لاړ او دهغه کتاب څخه یی نقل راوړ، چی معاصر او اوسنی کتاب دی، له دی سره سره دغه نقل ځما له سوال سره هیڅ تړاو نلري، دغه نقل به هله ځما دسوال جواب واي، چی ما داسی سوال کړی واي چه:
کوم جنګ ته جهاد ویل کیږي، او کوم جنګ ته ، واضحه خبره ده، چی هغه جنګ چی د اعلاء کلمة الله لپاره وي، هماغه جنګ جهاد او بس.
خیر، ځه به تاسی دغه دخپل سوال جواب وړاندی کړم، او دغه جواب به په قرآن او سنت، او حنفی فقهی پر معتمدو علماوو باندی ولاړ وي، او زه خپل جواب په لاندی ټکو کی لیکم:
لومړۍ: جهاد پر دوه قسمه دی، یو جهاد د طلب دی، او هغه داسی چی دمسلمانانو امیر خلکو ته اعلان وکړي، او دښمن پسی له خپل ځای څخه بهر وځي، دغه قسم جهاد خپل شروط لري، او یو له دغو شرطونو، د مسلمان پاچا یا امیر موجوديت، او دا قسم ځمونږ مورد بحث نه دی، دی کی ډیر تفصیلات دي،
[color=red:061fce3328]دوهم قسم جهاد، جهاد الدفع یا ددفاع جهاد دی، [/color:061fce3328]چی مونږ او تاسی افغانان، او په عراق کی عراقیان، او فلسطین کی فلسطینیان په کی واقع دی، دغه رنګ جهاد له مخکینی سره په احکامو کی فرق لري ، دغه قسم جهاد ددغه دولت چی کافرو پری یرغل کړی وي، د ټولو علماوو په اجماع او اتفاق ددغه دولت په وګړو باندی فرض عین دی، او که دغو خلک ونشو کولاي چی جنګ وکړي، نو بیا په شاوخوا نورو مسلمانانو هم د فرضیت لمن پراخیږي.
او په اتفاق د علماوو دغه قسم جهاد کی نه بیرغ شرط دی، او نه امیر یا مشر، او دغه قسم جهاد ته دفع الصائل هم ویل کیږي، نو په هره مشروعه وسیله باید دغه ښکیلاګر دفعه شي، او په شا وتمبول شي، او دغه جګړه کی چی هر مسلمان مړ شي، هغه شهید دی، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: هر څوک چی دخپل مال، ځان، دین، په دفاع کی مړ هغه شهید دی، او ځمونږ دا اوسنی حالت د نبی کریم صلی الله دهغه حدیث مصداق دی، چی په کی فرمایی: هر کله چی تاسی جهاد پریښود او له دنیا سره مو محبت ډیر شو، او په کښت مو رضایت ښکاره کړ، او د غواګانو لکیو پسی ورپسی شوۍ، نو تاسی باندی به الله داسی یو دښمن مسلطوي، چی بیا به له تاسی نه لری کیږي، مګر هغه وخت چی تاسی خپل دین ته رجوع وکړۍ،
نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ضمنا دلته جهاد ته دین ویلد دد، او په بل حدیث کی یی د اوښ پورتنۍ حصی سره مشابه کړی چی عربی کی ورته سنام وايي، نو جهاد ددین سنام دی، هغه لوړه درجه ده.
[color=green:061fce3328]بل د جهاد الدفع باره کی دقرآن ښکاره آیت چی فرمایی: " وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين" [/color:061fce3328]
ترجمه: او جنګ وکړۍ دالله جل جلاله په لار کی دهغه چا سره چی له تاسی سره جنګ کوي، او زیاتۍ مه کوي، بیشکه الله جل جلاله نه خوښوي زیاتي کوونکو لره.

بل آیت کی الله جل جلاله فرمایی: [color=darkblue:061fce3328] : " فمن اعتدى عليكم فاعتدوا عليه بمثل ما اعتدى عليكم واتقوا الله"،[/color:061fce3328]
ترجمه : هغه چا چی په تاسی تیری وکړ، نو تاسی پری هم همغسی تیری وکړۍ، او له الله څخه وویریږۍ.

محترمو ورونو: مونږ خو اوس دومره توان نلرو چی په امریکا باندی هغسی تیری وکړو، لکه څنګه چی هغی په مونږ کړی دی ، خو دومره خو باید وکړو چی دقربانۍ په وسیله یی له خپل وطنه وباسو،
دومره خو باید وکړو، چی چیغی او نعری ووهو، چی مونږ مظلومانو یو او دوي په ظلم سره دلته راغلی دي،
که دا ټول نشو کولاي،[color=brown:061fce3328] نو دا بی غیرتي خو ونکړو چی د الله ددین سپاهیانو پسی د امریکا په ګټه قلم راوخلو، دا خو ونکړو چی دامریکایانو دڅو ډالرو په مقابل کی د هغوي جاسوسي، ترجمانی، او نور هر اړخیزه کومک وکړو، [/color:061fce3328]
دا خو ونکړو چی د افغانو پیغلو او انجونو د عزت په لوټ کیدو باندی سترګی پټی کړو،
دا هغه دولت چی د بشري حقوقو نعری وهي، د حضارت او تقدم لاپی وهي، تاسو ټولو ته پته ده، چی زمونږ له سپين ګرو سره یی هم لواطتونه وکړو، داسی نه چی هغوي دغو سپین ګرو ته شهوانی ضرورت درلود، نه بلکه ددی لپاره چی مونږ داسی ذلیل کړي، چی بیا دهر چا د پیغور شو، اوس هم په انترنت کی دډیرو افغانو انجونو عکسونه او ویدیویی ټوټی شته چی دغه کرغیړنو د هغوي سره د وحشي جنسیتوب وخت کی ډکی کړی، او دغه کار د خپل حکومت او لوړو پوړو چارواکو په امر کړی، ماسره ددی په اړه ځیني وثایق هم شته، او که نه نو یوه عسکري نظام داسی کارونه په داسی پرتله نا ممکن دي.
آخر به دا ځمونږ غیرت څه شۍ راولاړوي، ګوره که نن ځه او ته په امن کی یو، خو داسی ورځ لری نه ده چی مونږ او تاسی ته هم راورسیږي، هر کله چی مونږ بی غیرتي وکړو، هغه عربی کی یو متل دی، زه په هغه ورځ خوړل شوی یم، په کومه ورځ چی سپین غوايي وخوړل شو.
راځو خپل دمقصد ټکی ته، چی هغه جهاد الدفع دی، چی فی الحال مونږ او تاسی په کی واقع یو،

د جهاد الدفع باره کی دحنفی فقهی تصریحات :

[color=yellow:061fce3328]الاختيار لتعليل المختار ابن مودود الموصلي - (ج 1 / ص 46)[/color:061fce3328]
الجهاد فرض عين عند النفير العام وكفاية عند عدمه، وقتال الكفار واجب على كل رجل عاقل صحيح حر قادر، وإذا هجم العدو وجب على جميع الناس الدفع تخرج المرأة والعبد بغير إذن الزوج والسيد، .

ترجمه: دحنفی مذهب دفقهی معتمد کتاب د الاختیار مصنف وایی:
جهاد فرض عین دی په هغه وخت کی چی امام یا امیر غږ وکړی ټولو خلکو ته چی راوځۍ، او دغی حالت څخه په نور وخت کی فرض کفایی دی، یعنی که ځینی خلک یی وکړی له نورو ساقطیږي،
او د کفارو سره جنګ په هر عاقل، جوړ، آزاد، او قادر سړي واجب دی، او هر کله چی دښمن حمله وکړي، نو په ټولو خلکو باندی جهاد الدفع واجبیږی ، حتی چی ښځه به د خپل میړه له اجازی پرته دجهاد لپاره وځی ، همدارنګه به غلام د خپل بادار له اجازته پرته وځي،

[color=red:061fce3328]حاشية رد المحتار على الدر المختار ابن عابدين م - (ج 4 / ص 299)[/color:061fce3328]وفرض عين إن هجموا على ثغر من ثغور الاسلام، فيصير فرض عين على من قرب منهم، وهم يقدرون على الجهاد.

ترجمه: دحنفی فقهی دغه لوی ستر او معتمد عالم وایی: او دغه جهاد فرض عین دی، هرکله چی دښمن د اسلامي سنګرونو څخه په یوه سنګر حمله وکړي، نو جهاد فرض عین ګرځي، په هغه چا چی هغوي ته نږدی وي، او دجهاد قدرت ولري.

بیا وایی:
(إن هجم العدو) أي دخل بلدة بغتة، وهذه الحالة تسمى النفير العام.
قال في الاختيار: والنفير العام أن يحتاج إلى جميع المسلمين.
قوله: (فيخرج الكل) أي كل من ذكر من المرأة والعبد والمديون وغيرهم.
که دښمن حمله وکړی، یعنی یوه وطن ته ورننوځي، نو دی حالت ته نفیر عام وايي،
په الاختیار کی یی ویلي دي: چی نفیر عام ټولو مسلمانانو ته حاجت لري،
نو ټول خلک هر یو سړی، او ښځه او مرایي، او قرضدار او نور، ټول به ووځي،
امام سرخسي رحمه الله چی د حنفی فقهی یو برجسته امام دی، وايي: حتی هغه هلکان به ووځي جنګ ته چی د جنګ وسعه ولري، ولو که بالغ نه وي، اګر که مور او پلار یی نا رضا وي،

[color=brown:061fce3328]الدر المختار الحصفكي م - (ج 4 / ص 302)[/color:061fce3328]
(وفرض عين إن هجم العدو فيخرج الكل ولو بلا إذن) ويأثم الزوج ونحوه بالمنع.
ذخيرة (ولا بد) لفرضيته (من) قيد آخر وهو (الاستطاعة) فلا يخرج المريض الدنف، أما من يقدر على الخروج، دون الدفع ينبغي أن يخرج لتكثير السواد إرهابا.
فتح.
ترجمه: او دحنفی فقهی د معتمد کتاب الدر المختار مؤلف وایی: او دغه جهاد فرض عین دی، کله چی دښمن حمله وکړي، نو ټول خلک به وځي، اګر بی له اجازي وي، او میړه د ښځی په منع کولو ګناهګاریږي،
او له دی حکم څخه هغه کس مستثنی دی، چی ډیر سملاستی مریض وي، مګر هغه مریض چی وتلاي هغه به هم وځي، ددی لپاره چی د مسلمانانو سواد او یاصف ګڼ وښايي، چی په دی سره ددښمن ویره پیدا کیږي،

[color=cyan:061fce3328]
اللباب في شرح الكتاب - (ج 4 / ص 18)[/color:061fce3328]وإن هجم العدو على بلد وجب على جميع المسلمين الدفع : تخرج المرأة بغير إذن زوجها والعبد بغير إذن المولى
ترجمه: د اللباب کتاب مصنف وايي: که چیری دښمن په یوه اسلامی دولت باندی حمله وکړي، نو په ټولو مسلمانانو دفاع واجب ده، ښځه د خپل میړه له اجازته پرته وځي، او مرایي د خپل بادار له اجازته پرته وځي،

[color=violet:061fce3328]تحفة الملوك - (ج 1 / ص 179)[/color:061fce3328]
ولا جهاد على عبد وامرأة وأعمى ومقعد وأقطع اليد إلا إذا هجم العدو
ترجمه : دتحفة الملوک کتاب مصنف فرمايي: او نشته دی جهاد په مرایي ، ښځی، ړوند، له پښو غورځیدلی، او لاس پریکړ شوي باندی، مګر هغه پری جهاد واجبیږي، کله چی دښمن حمله وکړي،

[color=red:061fce3328]المغني ابن قدامة م دار الفكر/10 - (ج 10 / ص 383)[/color:061fce3328]
مسألة : إذا جاء العدو وجب على الناس أن ينفروا المقل والمكثر
مسألة : قال : وواجب على الناس إذا جاء العدو أن ينفروا المقل منهم والمكثر ولا يخرجوا إلى العدو إلا باذن الأمير إلا أن يفجأهم عدو غالب يخافون كلبه فلا يمكنهم أن يستأذنوه
ترجمه: دحنابله وو دمذهب دمعتمد کتاب مؤلف وایی: هر کله چی دښمن راشي نو په ټولو خلکو جهاد واجب، په هغه خلکو چی کم لري، او په هغه خلکو چی ډیر لري، او نه به ووځی دښمن ته (چی دا جهاد طلب دی)) مګر د امیر په اجازه،

[color=darkred:061fce3328]الشرح الكبير ابن قدامة م - (ج 10 / ص 460)[/color:061fce3328]
) إذا جاء العدو لزم جميع الناس ممن هو من اهل القتال الخروج إليهم إذا احتيج إليهم ولا يجوز لاحد التخلف إلا من يحتاج إلى التخلف لحفظ المكان والاهل والمال ومن يمنعه الامير الخروج ومن لا قدرة له على الخروج

ترجمه: دحنابله وو دفقهی د یوبل مشهور او معتمد کتاب مصنف ابن قدامه وایی: او هر کله چی دښمن راشي نو ټولو خلکو باندی دجنګ لپاره وتل واجب شي، او هیچا ته جایز نه دي، چی وروسته پاتی مګر هغه کس چی دمکان، اهل او مال دساتنی لپاره پاتی کیږي، او همدارنګه هغه کس چی امیر یی له وتلو منعه کړي،

نو اوس تاسی قضاوت وکړۍ، او ځما یوه خبره په ذهن کی ولرۍ، ازادي اخیستل کیږي ورکول کیږي نه.

محترمو او خوږو وروڼو:
مخکی باید ووایم چی ځما راتلونکی خبره، البته دخپل ځان لپاره او ټولو ورونو ته عامه ده، او چاته په مشخصه توګه خطاب نه دی،
محترمو: تاسی ولیدل، او ومو لوستل، چی الله جل جلاله څه ویلي دي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم څه ويلي دي، او ځمونږ د مذهب علماوو او امامانو د جهاد الدفع باره که څه ویلي دي،
که خپله له دی عاجز یو چی جهاد ته لاړ شو، او یا قربانی ورکړو، ، او یا دسړیو میدان ته ورودانګو، یا مو غیرت دومره کم شوی وي، چی دوطن په خاوره مو کافر ګرځي، عزتونه مو لوټوي، خو مونږ کی هیڅ هم حرکت نه کوي، یا مو ددنیا محبت دومره په زړه رانوتلی وي، چی اخرت یی ګرسره له مونږه هیر کړی وي، او په دی یوه ژوند مو ایمان راوړی وي،
[color=red:061fce3328]نو دا خو ونکړو چی د اسلام احکامو ته د خپلو خواهشاتو لپاره تغییر ورکړو، ددنیا دفانی ژوند لپاره او یو څو اسوده ورځو لپاره ابدي ژوند خراب کړ، [/color:061fce3328]په دغه حالت کی ځمونږ لپاره دا ښه ده، چی چپ کښینو، فکر کوم څوک به درنه پوښتنه ونه کړي، چی ته کومی خوا ته مایل یي، او که درنه ویی کړه، نو ووایه چی یو سره هم نه یم، او یا په دی مسایلو زه نه پوهیږم، علی الاقل دومره به دی کړي وي، چی داسلام دمفاهیمو د تغییرولو څخه به دی ځان ژغورلي وي.
او که ووایۍ: چی دغه ځما عقیده ده، نو وایم: چی امریکان ځمونږ پر دین له مونږه ښه پوهیږي، ځکه چی هغوي په خپلو ټولو نړیوالو څیړنو کی دا ثابتوي چی ددي یوا ځینۍ دښمن اسلام دی، قرآن دی، کعبه ده، او دا خبره ځانته دعامو مسیحیانو نه ده، بلکه دغه خبره د امریکایی پارلمان غړي، او دسنا مجلس غړي وخت په وخت زمزمه کوي، بلکه بوش خپله څو کرته په دغه کار تصریح کړي، کله چی يي په افغانستان جنګ شروع کاوه، نو ويي ویل: دا جنګ یو طویل المدت صلیبي جنګ دی، کله چی مسلمانانو په دی خبره یو څو غبرګون وښود، نو دهغه ځینو یارانو داسی تفسیر وکړ، چی ګواکی بوش په انګلیسی ژبه دومره واک نه لري ، ځکه چی مورنۍ ژبه یی انګلیسي نه ده.
همدارنګه کله چی سړه جګړه پای ته ورسیدله، دروسيي او امریکی ولسمشرانو يو له بل سره کښیناستل، او روغه یی وکړه، او دامریکی ولسمشر ورته وویل: مونږ او تاسی دیوه حضارت پيداوار او ځیګنده یو، ځمونږ حقیقي دښمن اسلام دی.
او که مونږ په امریکا باور وکړو، چی هغه به مونږ متحد کړي، نو دا یو بیعقله سوچ دی، ځکه که هغی دا غوښتل نو دا یوه لسیزه به یی افغانان خپلو کی نه جنګول، مونږ فقط په دی یو کیداي شو، چی قرآن او سنت راټول شو، او خپلی منګولی پری ټینګي کړو، دغه کار ځمونږ د اتحاد ضمانت کوي، ځمونږ د اتحاد ضمانت امریکا نشي کولاي، روس یی نشي کولاي، قومی تعصب يي نشي کولاي........
فقط یو حل دي، او هغه اسلام.
په آخر کی وایم:
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه، و ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه.

د آزاد، پرمختللي، سوکاله، او خوشحاله افغانستان په هیله ......

[size=24:061fce3328][/size:061fce3328][size=12:061fce3328][/size:061fce3328]

ع کريم حليمي
25.04.2007

قدرمن ورور افغان پښتون صاحب او درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
مکرم وروره !
 تاسو ليکلي 
خو څنګه چی هغه ونه شو کولاي، له قرآن او سنت ، او دحنفي فقهی کتابونو څخه یو جواب تر لاسه کړي، نو لاړ او دهغه کتاب څخه یی نقل راوړ، چی معاصر او اوسنی کتاب دی، له دی سره سره دغه نقل ځما له سوال سره هیڅ تړاو نلري، دغه نقل به هله ځما دسوال جواب واي، چی ما داسی سوال کړی واي چه:
کوم جنګ ته جهاد ویل کیږي، او کوم جنګ ته ، واضحه خبره ده، چی هغه جنګ چی د اعلاء کلمة الله لپاره وي، هماغه جنګ جهاد او بس.

محترم وروروه !
کوم جنګ ته تاسو اشاره کوی ؟ اوکه ستاسو مطلب داوي چه د افغانستان جنګ 
نو داجنګ خو د اعلاء کلمة الله له پاره ندی !!!

په افغانستان جنګ دی ، او د جهاد رنګ زه نسم ورکولی ، 
هو ! که چيري د ملامحمدعمر حکومت يو مشر وع او  شَرْعي حکومت وای 
نو بيا ماته لازمه وه چه ستاسو سره هم ږغه وای ، اما نن زه يوه جمله نه ليکم 
ستاسو او د ملاعمر او بن لادن له پاره ! ولي چه زه د ايمان خطر وينم 
بدعت ته زړه نه ښه کوم ، او تعجب کوم چه تاسو څرنګه و بدعت ضلاله ته 
زړه ښه کيږي ! 
بــدبدعت هغه بدعــت ده چی په دین کی نـوي پیـداسي بـې لـه دیـنه چـی نـه په
زمانه دصحـابــه وو کې وي اونـــــه الصحابة والتابعین دتـابـعیــنـواونــــــه پــــه هغـه باندی کوم دلیل شریعی موجودوي ٠ 

هو ! جهادفرض دی ، د چا له خوا او له چاسره ؟؟؟؟ 
هو ! په افغانستان کښي بد اخلاقۍ سته ، اما پر بد اخلاقيو جهاد نه جاري 
کيږي 

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more