د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

غير سياسي ګوند

larghonay1
15.04.2007

په نوره نړۍ كې ګوندونه د سياسي موخو له مخې جوړېږي او هر ګوند سياسي تګلاره لري خو په افغانستان كې بيا خبره سرچپه ده. ځينې داسې ګوندونه هم شته چې په كاغذونو كې سياسي تګلارې لري خو په عمل كې څوك پرې هيڅ نه پوهېږي چې د دوى موخه څه ده او د څه شي له پاره كار كوي.
زما موخه دلته افغان ملت دى. دا يو داسې ګوند دى چې تل يې د ملي مبارزې او ناسيوناليستۍ له پاره هلې ځلې كړي او په اوسنيو ګوندونو كې تر ټولو پخوانى ګوند دى خوله بده مرغه چې په اوسني وخت كې دا ګوند هيڅ سياسي مخ نه لري.
په داسې حال كې چې د افغان ملت له پاره دا يوه طيلايي دوره وه او دوى كولى شول چې ډېر څه تر لاسه كړي ځكه چې پخوا افغان ملت د ستمي او اخواني ډلو له خوا داسې معرفي شوى و چې كه چا به د افغان ملت نوم واخيستو نو كافر به هسې هم ورسره ضميمه و خو په دې دېرشو كلونو كې د افغان ملت يو غوږ لمڅى او بل بړستن وه . هيڅ په اړخ نه اوښتو نه يې چاته ښه رسيدل او نه بد. تش په نامه دفتر او ديوان يې و چې هغه هم د ځينو خونخورو له وېرې په زېرخانو كې ځاى پرځاى شوي وو.
دا د افغان ملت له پاره ځكه طلايي دوره وه چې ټولو ګوندونو امتحان وركړ او ناكام شول، يوازې افغان ملت وو چې تر دې مهاله سياسي قدرت ته نه وو رسيدلي نو ځكه خو يې نه څوك وژلي وو او نه يې پر چا تېرى كړى و . په داسې حال كې چې له نورو ټولو خلك تر پوزې راغلي وو يوازې افغان ملت و چې د خلكو هيلې او غوښتنې ورسره تړلې وې خو له بده مرغه چې دوى خپل ډېر پخوانى او ملي ګوند په څو څوكيو وپلورو او د ولسمشرۍ د ټولټاكنو په وخت كې تر ټولو لومړى افغان ملت اعلان وكړ چې دوى كانديد نه لري!
اوس نو تاسو سوچ وكړئ چې څوك د سياسي برخليك ټاكلو پر وخت نوماند يا كانديد ونه لري نو د سياسي ګوند مانا څه ده؟
كه داسې يې ويلي واى چې د افغان ملت ګوند له پلانۍ ډلې يا ګوند سره سياسي ائتلاف وكړ او له خپلې كانديدۍ تېر شو ځكه چې هغوى د دوى پلاني پلاني شرطونه ملي دي نو بيا به يې هم د اوړو پوزه ځانته ايښې واى خو ..........
اوس هم په هيڅ چاپي يا بريښنايي خپرونه كې چا وانه وريدل چې ښاغلى احدي يا د دې ګوند كوم بل استازى په دې سياسي موضوع كې پلانى نظر لري!
احدى صيب خو اوس داسى دى لكه د كرزي مطبوعاتي وياند يا د كرزي د حكومت د مدافع وكيل!
په هره موضوع كې له حكومت څخه په عمومي توګه ملاتړ كوي او سم ناسم ځوابونه وايي. كه څه هم دى يوازې د ماليې وزارت مسؤول دى خو دى د هر وزارت يا ټول حكومت د هرې خبرې دفاع كوي .
كه ووايو چې احدي وزير دى او له قانون سره سم بايد وزير د كوم سياسي ګوند مشر نه وي نو د افغان ملت په مېنه خو تمباكو نه دي كرل شوي خو كوم بل دې رامخته كړي كنه؟
په هر صورت بيا هم وايم چې په اوسنيو نازكو شرايطو كې چې د كرزي خان حكومت يا له وخته مخكې او يا دوه كاله وروسته مخ په زوال دى او د هيواد حالات هم ډېر خواشينوونكي او دردوونكي دي نو كه رښتيا هم څوك ناسيونالسټ وي يا د ملي توب دعوه كوي نو همدا يې وخت دى بايد ځان وښوځوي، د فيل په غوږ كې خوبونه پرېږدي او د راتلونكي سياسي برخليك له پاره كار وكړي كه په افغان ملت كې څه ناڅه متره وي نو ددوى له پاره دا يو طلايي چانس دى


pattang
16.04.2007

لرغونيه !
راڅخه لرې يې په فوروم کې ټول شيان نه ليکل کيږي خو لڼډ :
هرڅومره يووالي ،معاهدې او ګوندونه چې د x او y له خوا جوړيږي اوملي خائينين
خپل مخونه پکشې پټه وي هغومره په دا خل کې مقاومت زيا تېږي او خلک به پوهېږي ٠
له بلې خوا څخه داسې مالوميږي چې دا x او y خپلې اخري سولګۍ وهي٠

اوس دافغان ملت په هکله :
دا ګوند ډېر پخوا ښه ګوند وو خو ستميانو دوی د ( ethno fascists )په نوم باله
اوددوی اخلاقي روحيه يې ور ضعيفه کړه٠ بياخلقېانو او پيکالستان دوی ډېر
وټکول ٠
په دوی کې اوس تکړه د کار سړی نشته او ډېر کم غړي لري ٠ له بلې خواڅخه دوی د چوکۍ اوږي خلق دي او له هر څه څخه چوکۍ ته تېريږي ٠ احدي alias ( زنچو )د دوی مشر بيکاره سړی دی ، يوه پښه به يې په امريکاکې بله پښه به يې په لندن کې له خپلې ناوې سره او بله پښه به يې بياپه پېښورکې وه ٠ مالي کمکونه شايدcia او دالمان د (Friedrich-Ebert-Stiftung) ورسره کړی وي او هم مونږ افغانانو د زنچو کناټيو ته تيل ور کول ددې لپاره چې (افغان ملت ) دی او خبر نوو چې ګلبچه به له افغان ملت څخه ( افغان نالت ) جوړه وي٠
احدي او دهغه نورو ملګرو ددې کلمې سره ( افغان ملت ) ډېر ظلم او ډېر خيانت
وکړ او دا کلمه يې په تور تاريخ کې واچوله او د ستميانو لپاره يې ډېر غټ خدمت
وکړ خوهغوی لا تراوسه هم فا شستان ورته وايې٠
دګوند په نوم له داسې چټل حکومت سره په خپل سر کار کول لوی خيانت دی او
احدي ګل بايد پر دې خيانت محاکمه شي خو دا هم زما يو خوب دی داځکه چې يو څو نفره غړي چې دوی يې لري هغوی ته په پاړسو کې(بنده ئي خدا ) او په پښتو کې (شوده ) ورته وايې.
(پردې شرط که دوی ټول پاته شي ،احدي بر سېره په خپل خيانت ځکه چاپلوسي
کوي ،دی غواړي چې د cia په زور او د کرزي په واسطه په راتلونکې کې رئيس
ددولت شي ?? هېوادغل د پنجشېريانو په موافقه د مديريت له چو کۍ نه دوزارت
چوکۍ ته ورسېده نو احدي هم چې عينې کار کوي ولې به د وزارت له چوکۍ څخه
دجمهو ريت چوکۍ ته نه جګېږي؟٠)

هيواد غل خو يو ډېر بېکار ه اپورتونيست دقدرت وږی سړی دی او دپېښور د خولې
مچان يې د پنجشير او بدخشان په پيسته بدل کړل اوس په شېرپور کې ښه سپينه
ماڼۍ لري٠ پښتو پښتنولي يې ټول خرڅ کړل٠ دپښتنو لپاره دغسې بېغيرته لا
سپوڅې او مذدوره ډله لکه کرزي خيل داسې ارزشت لري لکه ستميان ، دمزار او
دښتې ليلې قاتلان٠

زمونږ کاروان روان دی ، دا شپه به خدای تېره کړي٠
په پښتني مينه پتنګ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more