نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ملي ټلواله دشمشادګردي ميز
ډاکټرقانع
12.04.2007
درنولوستونکو:ښې هيلې اوسلامونه.
دپنجشنبې په شپه دوري 22 دشپې دلسوبجوپه خواوشا کې مې دطلوع تلويزيون دزنګ خطرخپرونې له کتلووروسته چينلونه اړول رااړول ترڅوکومه ګټوره خپرونه ومومم ،چې له نيکه/بده مرغه په شمشادکې پرې واوښتم.مخکې تردې چې ددې خپرونې نيک مرغۍ يا بدمرغۍ ته راشم دزنګ خطرپه اړه هم بايدووايم چې دوه شيان مې پکې خوښ شول:لومړي داچې داځل پدې خپرونه کې دمنځپانګې (محتوياتو)له مخې يوڅه توازن په پام کې نيول شوي وو.هغه واقعيت چې دکورنيوچارووزيراودإداري فساد پروړاندې دمبارزې دريئس دبې کفايتۍ په برخه کې موجوددي دوي دلومړي ځل لپاره رابرسيره کړ،چې داکاردستايلووړدي. دنوموړې خپرونې دويم دستايلووړکارپه خپرونه کې دپښتون ډوله هنرپورملګري نشتوالي يا حذفول دي.واقعيت دادي چې هنرپوردداسې خپرونې دهنرله پلوه غريب وو اوله بلې خوادکومې موخې لپاره چې نوموړي په خپرونه کې ځاي شوي وو،هغه موخه دمنلووړنه وه.که موخه داوه چې دپښتواودري ترمنځ توازن رامنځ ته شي پدې باندې يوفيصد هم نه وه رامنځ ته اوکه موخه داوه چې دپښتنوتوهين پرې وشي نوداکارهم دمنلووړندي.په هرترتيب که دوي غواړي هنرپوربيا راولي نوبايددې حساسوټکوته يي پام وي.
رابه شوشمشاد ته :
په لومړي سرکې بايد دشمشاد تلويزيون بنسټ ايښودونکي ته کوروادنۍ ووايم چې دملت حق داداکولو،ويښولواوسمولولپاره يي دارغنده،اړين اومهم ګام پورته کړيدي.پدې اړه ددوي حق دي چې ويي ستايو اوورسره مله شو.دتيرې شپې ګردۍ ميزيي هم ډيرپه ځاي کاروو،اوډيرې نورې خپرونې يي هم دپام وړدي.ما څوځله هڅه کړې چې له خپرونوسره اړيکه ونيسم مګرټلفون ډيرمصروف وي.هيله ده ددې چاره وکړي اويوکارچې دوي يي کولاي شي دادي چې ټلفون ته يوځانګړي کس وټاکي ،هغه دې پوښتنې واخلي اوميلمنوته يي دې ولولي. دويم وړانديزدادي چې داسې مهمې موضوع ګانې دې په يوه ميزکې نه ختموي ،بلکه دوه درې ميزونه دې پرې جوړکړي اويا دې ورته ډيروخت ګوښي کړي.
بايد لږژراصلې موضوع ته راشم ،ترڅوتاسې ستړي نشئ:پدې ميزکې څلورتنه ميلمانه وو،چې بدبختانه ما يي نومونه وانه وريدل،خودوه يي پيژنم يوښاغلي اسمعيل يون اوبل يي ښاغلي استاد خالدوو،دوه تنه نورمې چې له پخوانه نه پيژندل يويي دپخواني پاچا دلمسي پلوي وو اوبل پکې دپخوانيوکمونستانودډلې دمشرنورالحق علومي پلوي وو.
دپخواني پا چا اوپخوانيوکمونستانوپلويانودملي ټلوالې له ارزښتونواونوښت نه دفاع کوله اولوي دلايل يي داووچې ټلواله په ملک کې دثبات درامنځ ته کولولپاره رامنځ ته شوې ده،اوداثبات په اساسي قانون کې دتعديل راوستلوپه پايله کې رامنځ ته کيږي.ددې معنې داده چې ددې اساسي قانون ځينې مهمې برخې دوي نه مني.ددې ترڅنګ دوي داهم غواړي چې واليان دې په انتخابي ډول رامنځ ته شي اوپدې توګه به هروالي ډيرصلاحيت ولري.
داپداسې حال کې دي چې دوي وايي له طالبانوسره دې پدې شرط خبرې وشي چې دافغانستان اوسنۍ اساسي قانون ومني.زه غواړم دوې پوښتنې وکړم:
لومړي:تاسې څه حق لرئ چې طالبانوته شرط کيږدئ،ايا داکارخپله دبې باورۍ لامل نه کيږي،اوايا دهمدې بې باورې له امله ندي چې حکومت کمزوري دي؟
دويم:که چيرې تاسې خپله دغه اساسي قانون له طالبانو سره له مشورې پرته جوړکړي وي،اوبيا يې پخپله نه منئ نوله طالبانويي څنګه دمنلوتمه کوئ؟
همدارنګه دپارلماني سيستم درامنځ ته کولونه ددوي لوي هدف ددوي په وينا دادي چې دجمهورريئس پرستيج لوړاوحکومت پياوړي شي. نو:
لومړي:که چيرې په رياستي سيستم کې دجمهورريئس واکونه نسبت پارلماني سيستم ته ډيروي نودواکونوپه راکمولوسره څنګه کيداي شي چې دهغه پرستيج لوړشي؟
دويم:که دواليانو په انتخابي کيدلوسره دمرکزي حکومت کنترول کمزوري کيږي نودابه دحکومت پرستيج څنګه لوړکړي؟
دريم:همدااوس چې دعطا محمد نورغوندې واليان چې حکومت ټاکلي بيرته حکومت ته حساب نه ورکوي لکه دلوي څارنوال سره دټکرپرمهال،نوکله چې دوي دخلکولخواوټاکل شي بيا به چا ته حساب ورکوي؟
څلورم:کله چې انتخابي ولايتي شوراګانې دواليانوچارې څاري اومشوره ورکوي،نودانتخابي والي په صورت کې دې شوراګانوته څه اړتيا ده؟
پنځم:ددومره ډيروانتخاباتومصارف اوتنظيمول به داوسني افغان حکومت په وس پوره وي؟
شپږم:که له پارلماني سيستم څخه ستاسې موخه دسيستم پرځاي شخص ته دواک ليږدول نه وي،نواوس هم پارلمان لرئ،ولې دپارلمان صلاحيتونه نه لوړوئ؟اوإيا تاسودموجوده صلاحيتونونه لازمه استفاده کړيده؟
کيداي شي تاسې لوستونکي به دې پوښتنوته ځواب وواياست،مګرهغه څه چې معلوم دي دادي چې داوګړي(مرکزي هسته)غواړي يوځل بيا دواک دساتلواوډيرولوپه موخه دافغانستان دجوړيدواوثبات په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي اوبيا يوشميرنورځوانان دښوونې اوروزنې له نعمت څخه محروم اودځان معتادين يي وګرځوي.
خبرې ډيرې دي خوپدې ميزکې دپخواني پاچا پلوي خلکوته ويل چې بايد حوصله ولري تيرپه تير،اوهيرپه هير،دايې هم ويل چې ددې خلکوشعارونه اوظاهرښه دي اومونږبايد ددوي پايلې ته منتظرواوسو.
ښاغلي سپين پوستي اونرم هډي مولوي صاحب:که تا دافغانستان دخلکوغوندې ستونزې اوستړياوې ليدلې واي نونن به دومره سپين ،نرم،پاک اوتحصيل يافته نه واي؟ که تا خپل وروريا کوريا تحصيل له لاسه ورکړي واي نو نن به ته رښتيا پدې پوه واي چې يو مؤمن بايد څوځلې په ماروچيچواوڅوځلې يي خرڅ کړو؟
زما په نظردې خلکونه يوازې خپله ماضي نده هيره کړې بلکه له هغې دفاع کوي.دوي تراوسه له ملت اودجهاد دشهيدانودوارثينو،کونډواويتيمانونه بښنه نده غوښتې،نوددوي اخلاص اوصداقت اونه خيانت به څنګه تضمين کړاي شو؟!
هيله مې داده چې داسې بې مسؤليته سپارښتنې ملت ته بايد ونشي چې خيردي که تاسې چا ځورولي وي،خيردي که په تاسې لوبې اوتجارت شويدي ،هماغوتجارانوته څلورم ځل هم ورشئ که يې بيا خرڅ کړئ بيا نونه زه ملامت يم اونه دوي هغه به دوخت تقاضا وي خوفعلا خو دوي بله لاره نلري .په ډيروپيسواومصارفو روږدي شويدي ،که مشکلات جوړنه کړي ددوي خولې تخڼيږي اوداشته شتمنۍ يې سمې نه هضميږي.
خداي دوکړي چې ملت نورپداسې ټګمارانوونه غوليږي اوتيروته په کتوسره ددوي اوددوي دارمانونو قاتلانواوخاينانوته مناسب ځواب ورکړي.