اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
قرانکريم دخداي کتاب دي
زرملوال
07.04.2007
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو وروڼو او درنو خويندو لوي څښتن مو خوشاله او سوکاله لره
له بده مرغه چي څو ځله به مي يوه موضوع پيل کړه او بيا به په منځ کي
راڅخه پاته شوه ددي له پاره عذرونو او توجيهاتو ته اړتيا نه وينم بلکي
دا ټوله زما سستي او کمزوري وه نور هيڅ نه
يواځي يوه ليکنه مي يو څه وغځوله چي هغه له نا مسلمانو وګړو سره د
رسول الله صلي الله عليه وسلم دغوره چلند په اړه وه او نوري دووه دري نيم
نيمګړي را څخه پاته شوي اوس مي بيا يوي ليکني ته تکل کړي دي لوي
څښتن دي ځواک را کړي څو دا ليکنه پر مخ بوځم او ستاسو دعا او هڅوني
ته هم سترګي په لاره يم
داليکنه زه دبحث له پاره هم نه وړاندي کوم او که څوک مي پوښتي د ځواب اراده
يي هم نه لرم دابه يوه معلوماتي او علمي ليکنه وي او ډيره موخه مي په کي داده
چي زمونږ ځيني وروڼه او خويندي غواړي چي داسلام په اړه عقلي دلايل واوري
نو زه دلته په خپله ليکنه پيل کوم او په دي خبره به سره وګړيږو چي قرانکريم د
خداي کتاب دي او که دا خبره مونږ عقلا ثابته کړو چي قرانکريم دخداي کتاب
دي نو ډيره ستونزه به مو حل کيړ ي وي
اوس راځو خپلي موخي ته او هغه دا چي :
[color=green:6d97af89c8]قرانکريم دخداي کتاب دي [/color:6d97af89c8]
رسول الله صلي الله عليه وسلم ته چي کله اسماني وحي راغله او دقرانکريم نزول پيل شو
نو ده خلکو ته وويل چي پر ما باندي دخداي کلام او خبري نا زليږي او دا ماته چي کوم
قران را ليږل کيږي دا دخداي جل جلاله کتاب د ي او دهغه مبارک کلام دي چي دانسانانو
دلارښووني له پاره ما ته را ليږل کيږي
نو درسول الله صلي الله عليه وسلم دا خبره ډيرۍ خلکو له ده سره ونه منله او ويل به يي
چي نه دادده خپلي خبري دي او له ځانه يي کوي او داد قران په نامه چي دي کوم کتاب
يادوي داد خداي نه بلکي دي يي په خپله ليکي او دده تصنيف دي خو ددوي دا خبره په
خپله قران ترديد کړه او دو خت نه منونکو ته يي يو اخطار ورکړ چي که تاسو ته دا د محمد
صلي الله عليه وسلم قران دخداي کتابنه بولئ نو تاسو ټولو انسانانو او پير يانوته اجازه
چي ددي کتاب (قرانکريم) په څير يو کتاب جوړ کړئ دده په څير خبري تاسو وليکئ او دا
اجازه هم درکول کيږي چي ټول په ګډه داکار وکړئ او له يوه بل نه مرسته هم مه سپموئ
قل لئن اجتمعت الانس والجن علي ان ياتوا بمثل هذاالقران
لا ياتون بمثله ولوکان بعضهم لبعض ظهيرا
او قرانکريم دخپلو نه منونکو له پاره دا خبره نوره هم اسانه کړه او ورته ويي ويل
چي ددي قرانکريم په څير لس سورتونه او يا يو سورت جوړ کړئ او حقيقت دادي
چي دقرانکريم په څير يو سورت تر او سه هم چا نه دي جوړ کړي سره له دي چي دقران
د نه منونکو په کتار کي خورا درانه پوهان تير شوي دي ډير دعربيت او عربي فصاحت
استادان او امامان تيرشوي دي خو تر ننه پوري دا کار چانه دي ترسره کړي
درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي دمکي په مشرکينو د عربي ژبي ډير ژبور
اوپياوړي شاعران موجود وو او ددي ژبي خورا تکړه پوهانو شتون لاره که دي مشرکينو
ديو څو داسي ايتونو دجوړولو سيکه لرلي چي هغه دقران په څير واي نو دهغوي دومره
مخالفتونو او سختو جګړوته به څه اړتيا وه ؟؟
يواځي څو ايتونه به يي ليکلي و او په دي سره به يي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته
په ډيره اسانه تو ګه ماتي ورکړي وه
اوس را ځو دي خبري ته چي داد قرانکريم کومه ځانګړتيا ده چي انسان نه شي
کولي دده تقليد وکړي او دده په څير څو ايتونه وليکي ؟؟
قرانکريم داسي ډيري ځانګړتياوي لري چي انسان نه شي کولي دهغه تقليد وکړي خو
مونږ له دي نه يي دا يوه دلته را اخلو چي هغه قرانکريم په دي تورو کي بيان کړي ده
افلا يتدبرون القران ولو کان من عند غير الله لوجدوا فيه اختلافا کثيرا
النساء ٨٢
ژباړه : ايا دوي په قران کي غور نه کوي که دهد خداي له لوري نه واي
نو دوي به په ده کي لوي اختلاف موندلي و
اوس به په دي ايت شريف باندي عقلي بحث وکړو
نو ر بيا
زرملوال
08.04.2007
(دويمه برخه )
په پورتني ايت کي د (اختلاف) توري راغلي دي چي مفسرينو په : توپير ؛ تفاوت؛
تعارض ؛تناقض ؛تضاد او نورو سره دهغه ژباړه او ترجمه کړي ده چي مونږ يي په
لنډو ټکو کي په نه سمون ( inconsistency ) سره ژباړو
په خبرو کي دتناقض نشتوالي او نه توپير يوه نادره او نه مونديدونکي ځانګړتياده
چي يواځي له خداي جل جلاله سره ښايي او دانسان په وس کي نشته او دا ناشوني ده
چي انسان دي داسي کلام تخليق او وه پنځوي چي هغه له تنا قض نه پاک وي
ځکه څوک چي وکولاي شي له تناقض نه پاک کلام تخليق کړي دهغه له پاره دا
لا ندينۍ ځانګړتياوي او صفات ضرور دي هغه دا چي
(١) دا ډول کلام تخليق کوونکي بايد د تير وخت
او راتلونکي زماني په هر څه پوره علم ولري
(٢) او هغه به په ټولو موجوداتو او مخلوقاتو باندي کلي علم لري
(٣) او هغه به دهرشي په ماهيت او حقيقت باندي له شکه وتلي علم لري
(٤) د هغه علم او پوهه به په هرشي باندي مستقيمه ا وپرته له څه واسطي نه وي
(٥) او له دي ټولو سره دا هم ضروري ده چي هغه به څيزونو ته په واقعي تو ګه ګوري
او دکوم ذهني اغيز او تاثر لاندي به نه راځي
دا ټو لي نادري او نه مونديدونکي ځانګړتياوي يواځي له خداي جل جلاله سره ښايي
او په انسان کي ددي ځانګړتياوو شونتيا ناشوني ده نو ځکه خو دخداي کلام هميشه
له تناقض او توپير نه پاک وي او څرنګه چي انسان له دي ځانګړتياو و نه بي برخي دي
نو ځکه يي هر وخت په کلام کي تناقض او تضاد پروت وي
په خبرو کي تضاد او تناقض څه ناڅاپي پيښه نه ده بلکي داد انسان له فکر سره تړلي
ځانګړنه ده دا نړي همداسي وجړدته راغلي چي له تضاده به تشه نه وي دلته به ديوه انسان
خبره خامخا بل انسان ماتولي شي په دي نړۍ کي خو هميشه له ځوړتيا نه د لوړ تيا پا لور
يون روان دي او دالو ړتيا داسي شوني نه ده چي هغه دزوړ دمهال فکر رد نه شي
په دي نړۍ کي يواځي خداي خبري کره او پخي پاته کيدلي شي او په هغو کي کوم
تضاد او تناقض را تلل نا شوني دي
مونږ ددي خپلو خبرو له پاره دلته څو بيلګي را وړو څو حقيقت ښه روښانه او ځلانده شي
او په پيل کي چي مونږ پر کومه خبره ګړيږو هغه د ډاروون نظريه ده او خلک يي بولي :
[color=green:2f335e143f]د ارتقاء نظريه [/color:2f335e143f]
نور بيا