نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ننګرهار او شيرزی
لړمون خوړينی
07.04.2007
ليکوال ::: اتل ننګرهاری
درنو!
غواړم ديوه داسې ولايت په په اړه څو ترخه واقيعتونه راوسپړم چې دبيا ودانولو په پلمه يې پر امريکا اواروپا برسيره يې دعربي شيخانو جيبونه هم تش کړل خو حقيقت کې هلته هيڅ هم ندي شوې ٠
ديوه داسې ولايت په اړه چې څيړل يې وخت او دقت غواړې ٠
ديوه داسې ولايت په اړه چې ښه ځوانان يې په يوه اوبل تور يا په زندان کې اچول شوې اويادصحنې نه ويستل شوې٠ اويااوس هم هره ورځ دتروريست په نامه په درجنونو نيول کيږې او امريکايانوته په لاس ورکول کيږې ٠
دم ګړۍ کيدای شې تاسي راته زړه تنګي شوي ياست چې دا ته په څه ګډو وډو سر يې او يا به درته دجناب شيرزي کوم شخصې مخالف ښکاره کيږم ؟
نه او هيڅ کله نه ، زه يو ننګرهاری يم دننګرهار نه بيرون اوسيږم خوننګرهارمې کور دی په اړه يې دهاغه څه نه پرده پورته کوم چې ډير خلک لا ترې خبر ندي او خلکو ته په ريښتيا دشيرزې صاحب خدمت او دبد بخته ننګرهار بده ورځ بيانوم، ډير ځله چې څوک نوی ننګرهار ته راشې په شيرزې افرين وايي اوکيداې شې زما ددې کږووږوکرښو مخالفت هم وکړې ځکه هلته خپريدونکي مطبوعات ژورناليستان ملکان ځوانان او داسې نور چاپلوسان هره ګړۍ په خپلو ويناوو، رپوټونو،شعرونواو خبرو کې ښاغلې شيري ته دعقيدت داسې پيرزوينې وړاندې کوې چې پوښتنه يې مه کوه له بل پلوه شيرزي صاحب ځان ته د بياودانولو اتل وايي اووايي چې په بيا ودانولو کې د ملت بابا راته دبيلډوزر لقب راکړې ؟
داډوله تپې تيارې ننګرهاری ولس ديوه سياسي او بشري اختناق سره مخ کړی ځکه دشيرزی دوه درې سرکونو دټولو خلکو سترګې نيولې ننګرهاريان چغې وهې چې خدايه ددې افت نه زر نجات راکړې خو نور خلک وايي وګوره ننګرهاريان څومره ناشکره دې په داسې پرښته ډوله والې هم تنګ دي؟ خو خلک پدې نه پوهيږيږې چې شيرزی د هاغه بدرنګې ښځې مثال لرې چې دکوردننه يې خاوند او په پټ مخ يې بيرون ځوانان ووژل٠ راځم اصلې موضوع ته چې شيرزی صاحب ننګرهار ته ته خدمت کړی ايا ننګرهاری ولس به دشيرزي صيب دخدمت پوروړی وي او که شيرزی صيب به ننګرهاري ولس ته دخپلو بدو؟ خدمت يې څومره شرم يې څومره ؟
خدمت يې څومره غلا يې څومره ؟
خدمت يې څومره ظلم يې څومره ؟
شيرزی په ډير مهارت خپل جهل بې سيوادي او بدمعاشي په اتل ننګرهاري ولس له تيرو دوه کلونو تردې
دمه منلي داچې نوموړی کوم جادو کاروې اوڅنګه دخلکو سترګې پوښې يو په يو يې درته د مثالونو سره وايم
١ بيا ودانولو ته شيرزی ولي ليواله وې ؟ شيرزی ديوزيات شمير ساختماني شرکتونو دمالک په حيث کوشش کوي چې دخپلو شرکتونو ماشين هروخت چالان وساتې هروخت دکارلاندې پروژې ولري دا شرکتونه ظاهرا دنورو خلکو دنومونو لاندې کار کوې او کارکونکې يې اکثرا پنجابيان او کندهاريان دې دا شرکتونه دشيرزي سره سيارګرځې چيرته چې شيرزی والې وي ايابل شرکت به ترې پروژه واخلې ؟ نوموړې شرکتونه اوس په ننګرهار کې کار کوې که پروژه ديو ميليون ډالرووې شرکت پرې دوه لکه لګوې څوک يې پوښتنه کولې شې ؟ او دا پيسې دننګرهار دبوديجې نه نه منفې کيږې ؟
که نه يې مني ورشۍ دجلالاباددښار د عمومې واټ سرک لږ لوڅ کړۍ وګورۍ څوانچه قير پرې اچول شوی بيا ورشۍ قرارداد پاڼه وګورۍ چې څو انچه په کې منظور شوی د کامې ولسوالۍ سربند ته لاړ شئ تير کال يې دامريکايانو او دمظلومو کامه والو نه په ميليونونو ډالره واخستل ايا هغه سربند اوس جوړ دی ؟
٢ ايا دننګرهار شاهې قصر شيرزي جوړکړی ؟ دننګرهار شاهې قصر چې دشيرزې تررا تګه يې خپل لرغنتوب ساتلی وو شيرزي ته يې ديو بل ډول تجارت لپاره دسرو چرګ وګرځيداوهغه داسې چې هم له حکومت اوهم يې له خارجيانو پرې پريمانه پيسې را ټولې کړې او دليل يې دا وو چې داماڼۍ ما رغولې تر ما مخکې دلته اغزې ولاړ وو خو داسې نده دا پرون هم قصر وو او نن هم قصر دی شيرزي ترميم کړی هم ندی بلکې رنګ يې ورکړي کنه نو ورشئ له نژدې يې وګورئ او هاغه ماڼۍ وګورئ چې تير کال پرې شيرزي دامريکا دمشرانو دجرګې دهيت نه په شاباسې سربيره پنځه ميليونه ډالره هم واخستل او لوبه لا خلاسه هم نده هر خارجې چې راځې ولوکه عسکر هم وې خو شيرزی صيب يې يو وار په قصر ګرد چاپيره ګرځوې او دسروزروددې چرګ رنګ شوې
وزرونه ورښايي ٠
٣ دشيرزي اداري ډله او تکتيکونه ؛ شيرزی هيڅکله هم با عزته ننګرهاري نژدې نه پريږدې او کوشش کوې داسې خلک پيداکړې چې ددې دفکر ،خيال اوبزنس مانع نه وسې نويي رئس ،ولسوال،ماموراوقومندان مقرروې دمثال په توګه ښاروال به هره ورځ دګمرک رئس به هره ورځ دخپل بکس سره يوځای دشيرزي شخصې مامور ته فيصدې ورکوې او که نه يې منۍ ورشۍ دننګرهار ګمرک کې دډاکتر په نامه چې دکندهار اوسيدونکې دی وپوښتۍ چې ستا وظيفه دلته څه ده ؟
دننګرهار ښاروالۍ پخوانی مرستيال ولې څارنوال بندې کړی وو ؟ هغه خوارکې له ويرې دچانوم نه شواخستلي کنه هغه يوازې مجرم نه وو ٠
هره اونۍ دننګرهار دګمرک سره دوالې صيب نژدې سړی ډاکتر او د تورخم دګمرک سره دعبدالاحد په نامه سړی حساب کوې ايا دا کسان ددولت دکوم تعامل له مخې ؟
دننګرهار ادارې رئس ملک نظير چې تقاعد شوې مامور دی والې صيب دکوره راويست او ادارې رئس يې مقرر کړ ايا په ننګرهار کې بل داسې څوک نه وو ؟ ننګرهاريان ټول تعليم يافته دي خو والي خپل ټارګيټ سنجوې ځکه خدمت کوې ؟
٤ ننګرهار کې دکوکنارو کشاله ؛ ايا والې واقعا غواړې چې هلته داپينو کښت او قاچاق بند شې ؟ هرکال والي په لسګونه ننګرهاري دخپلو بدنونو په وينو کې لمبوې او بانه يې داده چې کوکنار بندوم او پدې کمپاين هرکال دامريکا نه په ميليونونوډالره هم خپلې جهنمې خيټې اچوې خو حقيقت دادی چې شيرزی ديوه قاچاقبر په توګه ددې کشالې ملاتړی دی ٠ دشيرزي دقاچاقبرۍ داپينواوکوکنارو دټيم مشردننګرهارد مخدره توکو دمخنوې رئس حميدزی چې اوس يې ديوې ځوانې ننګرهارۍ جلۍ سره واده هم کړی په مخ بيول کيږې په دې ټيم دوالي نژدې قومندانان لکه لالی اوداسې نورشامل دي٠ اودداسې توکو لکه دمافۍمالونه،دمعدنونوتيږې،کباړاوداسې نوروممنوعه اعمالو دپاره دوالي دټيم مشرقومندان ملخې چې اصلا يو بدمعاش دی ترسره کيږيږې کنه نو ورشئ اوپوښتنه وکړۍ چې دچارتراشو په شمول دتيږواوکباړوپه قاچاق کې ملخی څومره شهرت لرې ؟
٥ ولې دا هرڅه مطبوعات نه رابرسيره کوې ؟؟؟
مافيا په هر هيواد کې کوشش کوې چې ځينې ژورناليستان واخلې اوشيرزي دا کار په ننګرهار کې کړی دی څوک يې ويرولی او څوک يې په بيه اخستي دي که تاسو د ننګرهار ولايت ته ورشئ نودامريکا غږخبريال ازمون به ونه پيژنۍ چې دادوالي مرستيال دی اوکه کوم ژورناليست ؟ د اذادۍراديو خبريالان خو بيخې راپورنونه هم والي ته راوړې هاغه راپورونه چې نن يې ټول خبريالان دطالبانو د شرسره مخ کړي دي دا خبريالان ولي داسې کوي ؟؟؟ ځواب ؟؟؟
هر خبريال دشيرزي په دربارکې ځانته امتياز لرې لکه موټر،نغدي او ځمکې پر دې برسيره يې ديو شمير جوماتونو جهنمې ملايان هم اخستې چې هغوې هم کله نا کله په ممبر لمبوې او دحضرت عمر فاروق لقب ورکوې لکه دبهسودو هميم چې د پخوانی ساينس او ټيکنالوجۍ دپوهنتون استاد دی ٠
٦ شيرزي ،محفلونه اوننګرهار؛ شيرزی ديوه فوق العاده بدمست په توګه د ننګرهار شاهې قصر دخپلو شخصې حوسونو له پاره په ډيرې سپين سترګۍ کاروې هنرمندان له کابله له پيښوره راغواړې او کله کله په خپل ډبل غږ هم سندرې وايي خو چې د جلال اباد همايون وې نو بيا خو به بل څوک سندره ووايي ؟
کوچنی همايون سندرې وايي او دراډيو خاکسار په خپل انداز ميده کاري (باريکه) ګډا کوې والي صيب يې په منځ ناست بيرون خړ پړ ننګرهاري اتنظار دعدالت او خدمت غوښتنه کوې ؟ اوس ووايي چې دننګرهارشاهې قصرديو دولتي حرم په توګه
دسياسي چاروځای دی اوکه دوالي نايټ کلب ؟؟؟
اوس ووايي چې شيرزی ننګرهار ته خدمت کوې ؟
او دننګرهاربد نصيب به کله په ريښتينې توګه ننګرهاريانو دعلم، فرهنګ
اوهنر سره سره دبا عزته ننګرهار غږ وکړئ ؟
د كرزي بلډوزر
larghonay1
08.04.2007
لړمون خوړينى وروره شكر چې ستالړمون خوړين شو كنه نو له دومره ناخوالو به چا خبرولو؟
ستا ټولې خبرې دكاڼي كرښې دي او زه هم په دې اړه ډېر څه لرم چې انشاء الله درسره شريك به يې كړم خو دم ګړۍ يوڅه مصروف يم.
pattang
08.04.2007
شېرزی د انګليسانو اجنټ دی ستا ټولې خبرې درستې دي ٠
کومې پيسې چې له خارجنيانو ورځي هغه خپلو موسسوته ورکوي او ډېر خام کارکوي 1/2 يې په خپل جيب کې اچوي او په نورو کارکوي تعميروته ښه رنګونه ورکوي چې په نا پوهو افغانانوښه اغېزه وکړي خو دمهندسي له نظره بيخي جنايت
دي٠ وروره د ا ټول يې خرڅ شوي مزدوران دي له کرزي څخه نيولې ٠
larghonay1
09.04.2007
زما له دې ليكنې دې په اړه دې څوك دا قضاوت نه كوي چې زه ګوندې يو سيمه ايز فكر لرم. زه هيڅكله هم سيمه ايز فكر نه لرم اوهغه څوك چې سيمه ايز فكر لري هغه مې خوښېږي هم نه خو د چا حق كه په هره سيمه كې تر پښو لاندې كېږي زه خپل غږ پورته كووم.
له ډېره وخته راسره كله كله دا سوچ پيدا شي چې د كرزي په حكومت كې د لويې ننګرهار خلك ولې بې برخې دي او له سياسي ډګره څنډې ته كړى شوي دي. هر څومره به مې چې د خپل فكر نيلى وزغلاوه راوزغلاوه بيا به دې نتيجې ته ورسيدم چې:
دا ستا ګوناه نه ده ګوناه ده زما خپله
كاڼي راواخله جانانه ما پرې وله
پر ننګرهاريانو هيڅوك ګرم نه دي، په خپله تشكل نه لري كله يو ته هۍ هۍ او كله بل ته.
يو وخت و چې په نوم دولتي اداره بې له ننګرهاريانو نه چليده. تاسو ته به پته وي چې په كابل كې اكثره كوڅه يي خلك ټولو مشرقيوالو ته لغمانيان وايي او يو څه كاږه ورته ګوري، ټوكې هم ورپسې تړي د دې ستر لامل هم دا دى چې هر وخت په دولتي ادارو كې د ټولو پښتنو څخه يوازې ننګرهاريان وو چې سواد يې درلود او په ادارو كې يې كار كاوه نو تاجكانو ته د سترګو اغزي ښكاريدل او غوښتل يې چې په يو او بل نوم يې ونوموي.
د كرزي په دې ضد او نقيضه اداره كې چې له يوې خوا انتخابات كوي او له بلې خوا ائتلاف. خو ننګرهاريان چې تشكل نه لري څوك يې په كيسه كې هم نه دي نه له انتخابي لارې مطرح شول او نه د ائتلافي اړخه ، حتى سپك ورته كتل كېږي ځكه دكرزي په اداره كې ايله هيوادمل د دوى استازيتوب كوي چې هغه ټول ننګرهار په يوه پياله شرابو وركوي.
دا چې ما وويل مونږ په خپله ملات يو ځكه چې څو كاله دغه ولايت حاجي صيب دين محمد خان ته مفت ورسپارل شوى و خو تاسو په خپله وليدو، كه چېرته هغه كار كړى واى نو له شيرزي به مو څه غوښتل؟
شيرزي په ننګرهار كې يوازې مادي لوټ نه دى شروع كړى بلكې له مادي لوټ سره سره يې د طالبانو غوندې كولتوري يرغل هم پيل كړى دى. طالبانو هم په وروستيو كلونو كې غوښتل چې خلك د دوى غوندې ځولۍ ځولۍ جامې واغوندي. شيرزي د جامو پر ځاى لهجوي يرغل ته ملا تړلى او غواړي پر ننګرهاري سندرغاړو په كندهارۍ لهجه سندرې ووايي.
يو بل كرغېړن كولتوريې هغه دملاعمر په اصطلاح د لغړزنو ساتل دي چې له نورو مكنوناتو سره سره يې يو شمېر كندهاري لغړزن او همايون د لهجوي يرغل ښه بېلګه ده.
د ننګرهاريانو يوه بله تېروتنه چې دوى ټول همدا ډنډورې غږوي چې شيرزي ته كرزي بلډوزر ويلى او مونږ ته خداى بلډوزر والي راكړى ګوندې ننګرهارپه بل مخ واړوي . خو دا داسې نه ده ، بلكې لكه څنګه چې لړمون خوړين صيب ويلي شيرزى څو ساختماني كمپنۍ لري چې په بېلابېلو نومونو دي نو كرزى هم له دې خبرې خبر و او يوه ورځ يې د پېغور په توګه ورته وويل چې شيرزى صيب بلډوزر دى يانې شيرزى بلډوزران لري او پربلډوزرانو يوازې ځانته كار كوي. په دې كنايه په خپله شيرزى غريب هم نه پوهېږي چې ده ته كرزي پيغور كړى او كه شاباش يې وركړى دى؟
خو هر چاته وايي ماته خان په غټه خول ............ ويلي دي.
بله دا چې شيرزى خونخوار دى او حتى د يوه خونخوار قومندان زوى دى. كه تاسو له هر كندهاري وپوښتنۍ نو د شيرزي د پلار په اړه به په مياشتو مياشتو درته كيسې وكړي. د وى اصلاً پيلوچان دي او د ده پلار سګوان و. پيلوچي او سګواني د هر چا خپله ځانګړنه ده په دې كې يې څه نه وايو خو د ده پلار عبدالطيف اخوند به د بهرنيانو له پاره فلمونه ډكول.
پوهېږي څرنګه فلمونه؟
خداى مو ترې ساته!
ويل كېږي چې د ده پلار به يو بې ګوناه كس دخلقي په تور ونيو او قصابي به يې پرې وكړه يانې په ساتول به يې ټوټه ټوټه كړ او بهرنيانو به يې فلم ډك كړ. تاسو به اوس وايئ چې ښه نو يوفلم راوښيه چې عبدالطيف اخوند زاده په كې د واړه مال داسې نازكه قصابي كړي وي نو دا د هر كندهاري خبره ده او د فلم په پيدا كولو كې دې هغه بهرني افغانان هڅه وكړي چې لاس رسى لري زه يې له كومه كړم.
په هر صورت كه ننګرهار تر دې هم وران وي باك يې نشته خو د ننګرهار په قصر كې په دولتي كچه د شيرزي هلكبازۍ او پايلوچي د هر ننګرهاري پر اوږو دپېغور يو دروند پېټى دى. ننګرهاري ملكان او مشران په ځانګړې توګه هغه ننګرهاريان چې ملي شورا ته راغلي دي له خداى دې ووېرېږي او تر هغې دې له كرزي غوښتې كوي ترڅو ننګرهار ته يو سالم انسان چې د خلكو له پاره كار وكړي واستوي . نه داسې چې بيا پرې حاجي دين محمد ورنازل كړي تر هغه بيا همدا لنډه غر شيرزى هم ..................... ياره نو څه ووايم.
په پاى كې د ننګرهار ځينو هغو اديبانو، استاذانو، ژورنالستانو، شاعرانو او هغو ته چې هر يو يې په سلګونو نور لقبونه هم لري او له شيرزي پرته ډالري معاش هم لري نو د خداى خاطر دې وكړي يا دې شيرزى سړى كړي اويا دې ورپسې داسې قلم راواخلي چې دى هم وايي شپاړس.