د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا وګړي پوه كړې خدايه !

larghonay1
05.04.2007

كاشكې بيټ نيكه د دې پر ځاى چې د پښتنو د ډېرېدو دوعا كوله، د پوهيدو دوعا يې كړې وى.
ځكه نن سبا خو به په نړۍ كې هيڅ داسې قوم نه وي چې زمونږ غوندې نه په خپله ګټه پوهېږي او نه په خپل تاوان.
له كومه چې دا وګړي خداى پيدا كړي له همغه وخته بيا بيا تېروځي او كه ووايم له ړندو هم بد تره دي ځكه د دوى خپل متل دى وايي چې ړوند يوځل لكړه وركوي خو له دوى هره ورځ لكړه وركه وي . همدا راز د رسول الله حديث دى وايي مسلمان له يوې سوړې يو ځل چيچل كېږي. موخه يې دا ده چې يوځل كه څوك تېروتنه وكړي نو د بيا له پاره بايد پوه شي خو خداى خبر چې دا خلك پوه شي. په هر صورت خبره به نه اوږدوم د دې وګړو سياسي شعور ته به راشم .
يوازې په دې درې لسيزو كې به وګورو چې دوى څو څو څو څو وارې تېروتل. يو ځل كمونستانو له خپلو سوړو وچيچل خو اوس هم ډېر داسې خلك شته چې بيا هم همغو سوړو ته ګوتې وروړي او شف شف كوي.
بل ځل د اسلام په نامه ګلبدين، رباني، بل بل وچيچل خو لا اوس هم لګيا دي او په همغو سوړو كې خلكي وهي.
كه د دوى پر ځاى بل قوم واى او چا ورسره همداسې كانې كړې واى لكه له دوى سره چې ښي او چپو ګوندونو وكړې نو په والله كه خو يې بيا د يو نوم هم په خوله اخيستى واى . خو دوى بيا هم ګل د همدوى په پګړۍ كې كېښودو او ملي شورا ته يې د خپلو استازو په نامه ولېږل .
بله دا چې د دوى هيڅ سياسي لورې او لاره نه ده معلومه. هيڅ اړتيا نشته چې څوك د دوى بدې كړنې يادې كړي هر چاته تر لمر جوتې معلومې دي.
اوس بيا د رباني تر مشرۍ لاندې جبهه جوړه شوه او غواړي له خپلې سوړې بيا خلك وچيچي نو زه وايم راځي كه بيټ نيكه ويلي چې دا وګړي ډېر كړې خدايه
مونږيې په دې تعبير كړو چې : دا وګړي پوه كړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
دا خو زما نيمګړى نظر دى اوس نو تاسو ووايئ چې د دې اور او اوبو يوځاى كيدو پايله به څه وي؟
كه د ګوندونو د ائتلاف خبره وي نو په ټوله نړۍ كې ګوندونه سياسي ائتلاف كوي خو ايا دا ائتلاف د ګوندونو ترمنځ دى كه د اشخاصو؟
ايا له دې ائتلافه به پښتانه ګټه واخلي او كه پاړسوانان او كه د ټولو ملي ګټې به وساتي؟
ايا دا ائتلاف به دوام وكړي كه د غلو ياري به شي چې په وېش كې تالاراګډه كړي؟
او ..................؟؟


pattang
05.04.2007

لرغونيه ورور ه !
خبرې ډېرې مطلب يې لنډ:
داګوند څه مرام لري ? د ازادۍ مرام او که دغلا مي?
وروره دادې cia دوهم دام دی د پښتنو او افغانانو لپاره او بلڅه ندی ?


larghonay1
06.04.2007

پتنګ صيب سلامونه !
وروره د دوى له خولې چې دا ګوند نه دى، بلكې جبهه ده . يانې څو ګوندونو سره سياسي اتحاد كړى دى . چې دCIS-KGB- ISI ټولو برخه په كې ده.


نقاد
06.04.2007

لرغونوال صیب ته سلامونه او ښې چارې !
رښتیا چې ته یو ژورنالست یې اونام خدی ښه ، تل ښه موضوع ، په خپل ځای او خپل وخت ډګر ته وړاندې کوې،کور دې ودان او بچي دې لوی!
د پښتنو سیاسی ناپوهي :
پښتانه ویدۀ او تاجک ورونه ویښ ، پښتانهء نا ځانپوه او تاجک ورونه ځانپوه(خوداګاه) خلک دي . تر کومه چې پښتانه خوداګاهي لري، هغه یواځې سطحي(احساساتی) بڼه لري، نه عقلي ،نو سیاسی او تحلیلي ژورتیا نه لري. د هغوی سیاسیون شخصي ګټې په قامی کې لټوی او هغه له دې څخه قربانوي، خو زمونږ سیاسیون برعکس قامی ګټې هم په خپلو شخصي ګټو کې لټوي او هغه له دې نه قربانوي.
تاجک ورونه په هیواد کې یو رنګی خو له سیاسی او ټولنیزه پلوه یو غښتلی لږکې دی، پښتانه یو ګڼ ، غښتلی اومطلق ، خو له سیاسی او ټولنیزه پلوه یو خوار ځواکه ډیره کی دی.
نو دتاجکوورونو سیاسیون دپښتنو د سیاسی بیړاتوب پربنسټ تل ددغه مطلق اکثریت دموراتیک اوورورولیز حقونه پر خپله ګټه تر پښولاندې کولی شي نو کړي یې دي او کوي یې ( اوولې یې هم پر خپله ګټه باید پیمال نکړي؟؟؟)! خودابه پر تاجکو ورونو یو بیځایه تورلګونه وي چې ګواکې بی ګټې یې هم د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کړي او کوي یې ! هغوی له بی ګټو چارو څخه تل پرهیز کړی او کوي یې او دومره ناپوه کسان نه لري چې بر ناحقه ځان ته درد سر پیدا کړي..
.....................[color=white:0d2ef1bb84]متل وایی : وروري به کوو، حساب تر منځه ![/color:0d2ef1bb84]
مونږله هغوی سره وروری کوو او په ورورۍ کې ترې حساب هم نه غواړو،خوتل حساب ورکوو، اما هغوی نه وروري مني او نه یې حساب ، خو له مونږنه داسې اودومره حساب غواړي چې ددوی خوښه وي.
مونږ ایله تیرو وختونوته لږ لږ متوجه کیږو خو له اوس او راتلونکې څخه خبر هم نه یو، خو هغوی تل راتلونکې ته متوجه ، پراوس تسلط لري اوپه اوس کې خپلې راتلونکې ته ( د پښتنو پر ز یان) کاراو هلې ځلې کوي،چې يو ژوندی مثال یې هم ددغې جبهې جوړول دي، کومې ته چې د پښتنوپر ضد ګلاب ځوی له پکتیا نه ، علومی له کندهاره اتڼ ته او مصطفی له کابل نه میده کارۍ ته راپورته شوي دي :
دا لوبه د مسکو ، ربانی او قانونی یاشمالی ټلوالې لوبه ده، نو د مسکو له پاره به علومي او ګلاب ځوی طبعاً د پخوانیووفادارو مریانو په توګه میدان ګرموي . ددې لو بې موخه د همغې لارې یو شتراتیژیک هدف دی، کوم چې پښتانه په دوه برخو ویشي ، ډیره کی یې پرلږکي اړوي او په سیاسی رهبرۍ کې یې دتاجکولومړی مقام تامینوي ، څو ددوی (شمالی ټلوالې) په واسطه روسیه بیاپه افغاستان کې خپله هژمونی خوندی کړي. دې هدف ته کارمل او پرچمیانو هم کار کاوه،د ربانی په ریاست کې شمالی ټلوالې هم وکړ، طالبانو په غیرشعوري توګه او خپلو سیاسی تیروتنو او د پنجابیانو په بادارۍ کې هم وکړ، د فدرالی نظام غوښتونکو هم دغه هدف درلود او د پارلمنټاری سیستم د غوښتونکو هم همدغه هدف و،اونن هم د پښتنو د رقیبانو همدغه هدف دی چې د مصطفی جان په مرسته ورته رسیدل غواړي! اوایران څه چې کېدی شي ان هند هم په کې بی برخې نه وي .
د پښتونغوندې لوی او د مطلق ډیره کی قام څوک په رشوت له پښو نشي غورځولی،
خو ګڼ میر پارلمانی استازي یې په بیه اخیستلی ،یا تیر ایستلی اود پښتنو پرضد کارولی شي ه تیره بیا جهادی وکیلان چې نه قامی او نه ملی شعورلري او نه پرسیاست خبردي . له دې کبله په پارلمانی رژیمونو کې دوی د خپلاولس نه لیرې دسیاسی ښکار، معامله ګرۍ او دسیسو ښه ښکارګرځيدلی شي .په پرمانی سیستم کې د شمالی ټلوالې سیاسیون پر دوی او دوی بیا د خپل ټاکونکی ولس سره ،چې هیڅډول کنترول پرې هم نه لري ، ناوړې لوبې کولی شي او هم نوموړی سیستم د پښتنو اوملی ګټو پر ضد په فدرالیزم اړولی شی. نوهغه لوبي  چې ښکته پنجابيان په پارلماني او فدرالي سيستم کې پر پښتون قام کوي همغه او ترهغې بدترې لوبې به دلته  دتاجکو پر مشرۍ شمالي  ټلواله دپښتنو په وړاندې پيل کړي  او پيل کړي يې هم دي ٠ 
والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more