د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

رښتياهم د پښتو توري مړه شوي دي؟

larghonay1
05.04.2007

ځينې خلك د (نښې پر ځاى نخښه ) ليكي او وايي چې (خښ ، نخښ او كښ) په پښتو كې يو توري و چې اوس له منځه تللى يوازې په (نخښه ، بخښنه او كښې ) په ويونو كې كارول كېږي.
زمونږ ډېر ليكوالان له دې ستونزې سره مخ دي ځينې (نښه ليكي او ځينې نخښه، اكثره كې ليكي او ځينې كښې ليكي همدا راز بخښنه او بښنه هم له بلا ستونزو ډكه ده.
اوس كه رښتيا هم نخښ،بخښ او كښ توري وو او اوس له منځه تللي وي نو په وي كې هم بايد له منځه لاړ شي او كه نه توري نه وي نو اكثره خلك (نښه وايي همدا سې بايد وليكل شي . دانور هم همداسې.
بله دا چې د (نښې او نښانې تر منځ كوم تړاو شته او كنه؟
كه چېرته وي نو بيا نخښانه ولې نه ليكي او كه نه وي كه څوك د دواړو ريښه ييز توپير وكړي ډېره به ښه وي.
مننه
ستاسو لاروى


Ghairat
07.04.2007

....................................[color=white:e6ba187290]نخښه ، بخښنه او كښې [/color:e6ba187290]
لرغونوال صیب ښې چارې !
په بنسټ کې خو پښتو ټولنې اواړونده سیمینارونو یې د (خ) او (ښ) دواړو لیکل د غوراوي له پاره فیصله کړي و ، څو کندهاری پښتانه ترې خپل شین (ښ ) او ننګرهاري پښتانه ترې خپله (خ) تلفظ کړي ، ددواړو تلفظ کول نه چا غوښتی او نه چا منلی دی .په دې توګه به (کښې )کندهاریانو (کشې) اوننګرهاریانو یواځې(کې) لوستله . همدغه ډول بخنه او بشنه د (بخښنې) یواځیني دوه تلفظونه وو .
داچې کندهاریانو په ښونځي کې پخپل سر (بخشنه) او( نخشه ) خپله کړې ، ددغه
«بدعت»پړه پر پښتو ټولنې نه لويږي!
ستاسو اړ نیول پر ځای دي چې نښه او نشانه یوه ریښه لري، داچې نښانه (خ) نلري، نو په ریښه ( نښه) کې یې (خ) ولې ورزیاته شي(؟) او ( نخښه ) ترې جوړه شي، لوستل خو یې څکی څکی ؟؟؟ ددې بدعت اړتیا څه وه چې په تلفظ کې یې هم نشه پر نخشه اړوله ؟
داچې د کندهار وګړي سپکه (خ) = ښ هم په ډک (ش) تلفظ کوي، له معیار نه لیرې بریښي، ځکه (ښ) د (ش) کوم شکل نه دی، دا نه ډک (ش) دی اونه سپک، بلکې د (خ) شکل دی او دقیقه توګه : سپکه (خ) ده، چې په تلفظ کې یې ننګرهریان سپکوالی نه مراعتوی، خو (خ) والی یې مراعتوي ! کندهاري ورونه یې بیا نه (خ) مني اونه یېسپکوالی، بلکې(ش) یېبولي او (ش)یې تلفظ کوي ، په همدومره فرق چې صرف ډک (ش) یې تلفظ کوي او بس ! داچې د (ش) ډک او تش ته څه اړتیا شته
اوولې تش ته (ش)او ډک ته (ښ) وایی ــ یوه ګونګه او نامالوخبره پاتې ده !
خو د (ښ) سوچه تلفظ دسپکې (خ) په ډول د پکتیا او د کابل شاوخوا پښتانه کوي او له دې کبله دا تلفظ معیاري دی او باید مراعات شي. هو، نَـنګرَهاریان او کندهاریان دواړه یې په لیکلو کې مراعاتوي، خو په تلفظ کې د ننګرهاریانو انحراف شپیته درجې دی او د کندهاریانو ۱۸۰ درجې، ځکه لومړني د (خ) سپک تلفظ پر ډک بدلوي ، ولې بیا هم (خ) تلفظ کوي، خو کندهاریان لومړی له (خ)څخه
تش ( ش) جوړوي او بیا یې پ تلفظ کې په ډک (ش) بدلوي اوهغه ته ( ښ)وایی (!)
سر بیره پر دې دوی دننه یا داخل ته هم«پکشې» وایي لکه مڼه پکشې [color=white:e6ba187290]کې[/color:e6ba187290] خرابه (خوسا) وه . خوپوښتنه داده چې دلته بیا ولې پیګیري نه لري او د کې پر ځای ولې کشې نه وایی چې ولیکي : « مڼه پکشې کشې خرابه وه »؟


larghonay1
09.04.2007

غيرت صيب مننه !
وروره ستاسو خبرې پر ځاى دي او يوبل شي ته هم تاسو زما پام راواړاوه چې هغه (پكشي كې) ده رښتيا هم دلته يې نه شي مراعاتولى.
خو دا د ننګرهاريانو په اړه مو چې څه ليكلي نه يې درسره منم.
دا د ځينو هغو متعصبينو پښتنو ليكوالو نظر دى چې د شريفو ننګرهاريانو په اړه په ټوليز ډول حكم كوي.
ټول ننګرهاريان هيڅكله هم (ښ) په (خ) نه تلفظ كوي. خو دوى په پټو سترګو يو غلط قضاوت كوي او وايي ننګرهاريان (ښ) ته (خ) وايي. وروره دلته له ننګرهاريانو څخه موخه هغه په اصطلاح لويې ننګرهار دى چې كونړ او لغمان هم په كې راځي او د لغمان او كونړ خلك اكثره بلكې ټول يې (ښ) په خپل اصلي شكل دېر ښكلى تلفظ كولى شي. همدا راز د موجوده ننګرهار ولايت ځينې خلك لكه د ككړك، حصارك غلجايي، شيرزاد خوږياڼي، د سره رود پورتنۍ برخې چې (رود) ورته وايي او د تور غره په لمن كې پراته دي، او نور ډېر وګړي يې (ښ) په بشپړ ډول په (ښ) تلفظ كوي . له جلال آباد څخه تر تورخم پورې دا پښتانه بيا (ښ) پر (خ) تلفظ كوي. دا يوه غوره ځانګړنه ده چې دمشرقي خلك بېلابېل ګړدود لري او كه سره راټول شي نو په خپلو كې ترې معياري او پر تول پوره ژبه جوړيداى شي. او ستونزه هم نه ورسره لري ځكه چې په خپل نږدې چاپيريال كې ټولو د يوبل بېلابېل ګړدودونه اوريدلي وي. خو هغه سيمې چې ټول يو ډول ګړدود لري لكه د كندهار خلك دوى د معياري ژبې په جوړيدو كې يوڅه فطري ستونزې لري ځكه چې دوى ټوله سيمه تقريباً يو ګړدود لري نو كه په معياري كولو كې ځينې اصلاحات راځي مجبور دي چې له خپل نږدې چاپيريال څخه نه،بلكې له نورو پښتنو يې واخلي چې هم يې په تلفظ او هم زغملو كې ستونزې پېښېږي. لكه په موجوده وخت كې . دا چې اوس په ټوليزه توګه د ټول ننګرهار، بلكې مشرقي په اړه دا قضاوت كېږي چې (ښ) په (خ) تلفظ كوي د دې دوه لامله دي:
يو خو دا چې اكثره لوى ليكوالان او ښه شاعران همدا له جلال اباده تر تورخمه پښتنو كې ډېر دي نو دوى ټول خلك ټول ننګرهار په دوى قياس كوي . يا خو د تعصب له مخې په پټو سترګو قضاوت كوي چې يو څېړونكى بايد په پټو سترګو قضاوت ونه كړي. په هر صورت پښتو ټولنې يا نورو سمينارونو كه (بخښ - كښ او نورو كې (ك + ښ) پرېښى وي ، وي خو اوس چې تاسوهم يوه ښكلې بېلګه راوړې لكه (پكشې كې) دلته كندهاريان هم (كې) ويلى شي بايد لنډون او اختصار ته ترجيح وركړل شي او بله دا چې حبيبي صيب په خپلوليكنو كې (كې) ليكلې نو هغه خو هم كندهارى و او عالم سړى و.


Ghairat
25.04.2007

لرغونوال صیب سلامونه او درناوی !
مننه چې زما تیروتنه دې د نَـنـګرهار د وګړو د تلفظ په اړه سمه کړه . ما رښتیا یواځې د جلال کوټ څخه دلویدیځو او شمال لویدیځو سیمو د وګړو تلفظ په پام کې نیولی او ناحقه تعمیم کړی و.که څه هم (ښ) د (خ) په څیر تلفظ کول راته ډیره وړه نیمګړتیا بریښي، ځکه په لیکلو کې ددوی ترمنځ فرق په بشپړ ډول مراعات کیږي، خو د متعصبینو دغسې نیوکې راته لاهم بیځایه نه وې بریښېدلې . مننه چې زما پام مو د متعصبینو دغې بیځایه نیوکو ته راوګرځاوه..
په درنښت !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more