د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ملا، مولينا او افغاني ټولنه

khalid afghan
04.04.2007

مونږ ايمان لرو چې د ګران پيغمبر صلى الله عليه و سلم د وفات څخه وروسته د خداي له طرفه د انسانانو د لارښونې لپاره بل پيغمبر نه راځي، كه څومره هم د حق څخه سرغړونه وكړي. ځكه نو د تبشير يا زيري وركولو او انذار يا ويرولو دنده ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه علماءو ته چې په افغاني ټولنه كې د ملا او مولينا په نومونو زيات پيژندل كيږي، سپارل شوې ده.
په اسلامي دين كې د ملا او مولينا ډير فضائل ترسترګو كيږي، د بيلګې په توګه الله جل جلاله فرمائي چې : ((ايا برابر دي هغه كسان چې پوهيږي (عالمان دي) او هغه څوك چې نه پوهيږي (اميان))). او بيا فرمايي چې: ((الله اوچتوي هغه كسان ستاسو څخه چې ايمان يي راوړى او هغه كسان چې علم وركړل شوى په ډيرو درجو)). او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو كې هم وينو چې د علماو فضيلت بيان شوى، هغه صلى الله عليه وسلم فرمايي چې ((علماء د انبياو وارثان دي، او انبياو كوم مال او دولت نه دى پريښودى بلكه علم يي ميراث پاتې دى)). د دې سربېره هغه صلى الله عليه وسلم د علماءو فضيلت تر دې اندازې زيات كړى چې فرمايي: ((د عالم فضيلت په عابد داسې دې لكه د څوارلسمې سپوږمئ په نورو ستورو)).
علماءو ته دومره فضيلت ځكه وركړل شوى چې د دوي دنده همدغومره ستره او خطرناكه ده كه دوي لږ هم له خپلې دندې او مسئوليت څخه بې پروا شي نو بيا پرې د رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه حديث تطبيقيږي چې وايي: ((د هغه عالم مثال چې خلكو ته خير ښايي او ځان يې هېر شوى وي د هغې ډيوې په شان دى چې نورو خلكو ته خو رڼا وركوي خو ځان هم سوزوي))، او دا ښايي هماغه بې عمله ملا وي چى الله جل جلاله يې په خپل كتاب كې ډير بد مثال (خر) ويلى.
پدې هر څوك ښه پوهيږي چې هر څومره د چا احترام او د هغه څخه اميدونه او توقعات زيات وي، هماغومره د هغه څخه خفګان او مخ اړونه په وړه او معمولي خبره راځي، دا قاعده په افغاني ټولنه كې د ملا او مولينا لپاره هم استعماليدى شي، ځكه كه يو خوا ته هغوي د انبياو وارثان دي نو بل خوا ته كه همدغه ملايان د وخت د حاكم په غوښتنه او يا د هغه د خوشحالولو لپاره د يو انساني نفس د وژلو، د هغه د انسانيت د سپكولو او يا بله كومه غير شرعي فتوى وركوي، نو هغوي به خپل هغه مقام چې الله او رسول وركړى له لاسه وركړي.
لكه چې په افغاني ټولنه كې وشو، چې په ډيره لويه پيمانه د اسلامي اصولو، اقدارو او انساني حقوقو په نه منلو كې د ځينو ملايانو برخه داسى وه چې د دواړو ښكېلو ډلو له خوا به يې د بلې خوا په ضد، په داسې حال كې چى دواړه ډلې به مسلمانانې وې، د جهاد اعلان كاوه، او د دواړو له خوا په زرګونو ځوانان چې افغانان و قرباني كيدل.
نن په افغاني ټولنه كې د ځينو ملايانو حالت د انديښنې وړ دى ځكه چې د دوي له خوا د سخات، خيرات، شكرانې او ... نومونو په واسطه د نيك ګمانه افغانانو استحصال او په تورتم كې يې ساتل، د غلطو او بېځايه فتواو وركول، په جرګو او مركو كې د زورورو او ملكانو طرف نيول او ... هغه نمونوي كارونه دي، چې په يو قوم د عذاب د راتللو لامل كيداي شي، ځكه نو افغانان د ورور زورونې، وژنې او ... په عذاب اخته شوي دي ، البته له دى څخه هغه ملايان مستثنى دي چى خپل رسالت يى په حقيقي توګه سر ته رسولى. الله جل جلاله فرمايي: ((چې د الله څخه ډېر ويريدونكي كسان علماء دي)) همدا وېره وه چې يو صحابي په يوه مسئله د پوهيدو لپاره په اوياو ۷۰ صحابه و وګرځيد او بالاخره بېرته هماغه اول صحابي ته راورسيده، نو له دى څخه معلوميږي چې هغوي د فتوى وركولو څخه څومره ځان ساته؟ ځكه هغوي پوهېدل چې دا ډير ستر مسئوليت لري. خو نن زمونږ په ټولنه كې ډېر ملايان او مولانا صاحبان دي چې د اسلامي دين په اصلي روح د نه پوهيدو سره سره بيا هم سترې او خطرناكې فتواوې وركوي، خو له دې څخه نه ويريږي چې كه چېرې دوي دا مسلمانان په غلطه پوهولي وي نو د هغوي سره به دوي هم ګناهګار وي او د دوي سزا به د هغوي څخه ډيره وي، ځكه دوي به د ((ګمراهانو او ګمراه كونكو)) په صف كې ولاړ وي.
د دوي د مسئوليت سره سره هغه مدرسې هم تر يوه حده مسئولې دي چې دوي ته يو اړخيز معلومات او زده كړې وركوي او په اسلامي فقه كې د څلورو سترو او ثابتو مذاهبو څخه يې ناخبره ساتي، او يا دا ورزده كوي چې دا يو مذهب سم او نور ناسم او غلط دي، او د مدرسې څخه د فارغيدو وروسته يې د نورو مذاهبو رد كولو او نه منلو ته تياروي، او ورښايي چې څنګه پرې لعن او طعن ووايي.
مسجد او مدرسه د مسلمانانو د يووالي او اتحاد ځاي او نښه ده، په يو ځاي، د يو چت لاندى د راغونډيدو په نتيجه كې هر وګړى د خپل ورور د مشكلاتو نه خبريږي او د حل كولو هلې ځلې يې كوي، خو ځينې ملايان مسجد د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره استعمالوي. د شافعي، حنبلي، مالكي او حنفي مذهبونو منونكي يو بل ته د جاهل او ګمراه نومونه وركوي. د حنبلي مذهب منونكي د وهابي، خوارجو يا نوي دين پيداكونكو په حيث معرفي شوي او ((وهابيان)) بيا د حنفي مذهب منونكي بدعتيان او داهل السنة والجماعت څخه وتلي ګڼي. ځكه نو په پوره يقين سره وايم چې داسې ملايان چې هغوي احساساتي او جذباتي ويناوې ددې لپاره كوي چې اوريدونكي وپاروي او د مسلمانانو ترمنځ تفرقه واچوي، د هغوي د بهترۍ او پرمختګ لپاره نه بلكه د هغوي د تخلف او ناكامۍ لامل ګرځي او پدى ارزي چې بايد په فوري توګه اصلاح شي.

نن زمونږ د ټولنې ځينې ملايان د اسلام تشريح په خپله اندازه او ليدنه كوي او وايي چې اسلام كې فقط جهاد دى چې هغه نه وي نو اسلام به ډير ضعيف وي، بل وايي چې اسلام كې خو دعوت دى چې دا نه وي اسلام به څنګه خپور شي؟ او بيا د ظاهري شكل او قيافې په برابرولو سره خپلى فتواوى وركوي. خو حقيقت د دوي دواړو تر منځ دى، ځكه چى جهاد او دعوت د اسلام د خپريدا بنسټونه او اصول دي، نو يو له بله يې نه شو جلا كولاي. نو يو مجاهد بايد په عين وخت كې داعي هم واوسي او بالعكس داعي، مجاهد. د دوي سره سره داسى عصري ملايان هم شته چې د علمانيت نه د اغيزمن كيدو له كبله په شعوري توګه اسلام د سياست، اقتصاد او نورو عصري علومو څخه جلا بولي، او ځينى نور بيا په غير شعوري توګه په پورتني نظر دي.
د پاپانو او دكليسا د زمامدارانو همدا غلطۍ وې چې په پخوانۍ اروپا كې يي د سيكولرزم د نظريې راوستو ته لاره هواره كړه. پاپ يا راهب چې هر څه ويل صحيح و او خلكو بايد منلي واي، ځكه نو خلكو د ډېر تحمل نه وروسته پاپ د كليسا په چارديوارۍ كې محصور او ځانونه يې ترې بېغمه كړل.
اوس افغانان شايد د همدغې حالت په لوري قدم واخلي او داسې بريـښي چې (خداي دې نه كړي) د مولينا صاحبانو په خلاف داسې تحريك پيل شي چې د اروپا حالت ته مو ورسوي، نو ددى مسئوليت به تر ډيره حده پورې د دغې ملايانو په غاړه وي.
په دې كې هيڅ شك نشته چې افغاني ملايانو د افغانستان د وجود نه راپدېخوا خپل حقيقي رسالت په پوره ايماندارۍ سره سرته رسولى، خو ځينو ملايانو د افغانستان يو حاكم هم نه دى پريښى چې د هغه بېځايه حمايت او ملاتړ يې نه وي كړى او په يو بل يې د كافر، باغي او واجب القتل فتوى نه وي وركړي ، د دغې ملايانو له امله نن ډېر خلك د ديني مجلسونو څخه لېرې تښتي. د دغه ناسمو فتواو لامل شايد دا وي چې دوي د حديثو او تفسير ځاي منطق او فلسفې ته وركړ،كه څه هم په خپل ځاي مهم دي خو د دې وړتيا نه لري چې دغه ستر مقام وركړل شي. او دغه كار له اسلامي دين څخه د سياست، اقتصاد يا عصري علومو د جلاكيدو لامل هم شو.
لوستونكي دى خپله پريكړه وكړي، داسى ملا چې د اسلامي علومو سره سره په عصري علومو يانې سياست، اقتصاد او ... مناسب عبور نه لري څنګه كولاي شي چى عصري مسئله (چې قران او حديث كى ورته ښكاره دليل نه ليدل كيږي) د اسلامي اصولو په رڼا كې حل او فصل كړي.
خو بيا هم مونږ په خپله ټولنه كې داسى ملايان وينو چې د حقيقي اسلامي نظريي خاوندان دي، يا په بل عبارت مستقل او بېطرفه دي او د اسلام لپاره يې هر څه قرباني كړي او نورى قربانۍ ته هم تيار دي خو دوي د خارجي ځواك او د هغې د بړېڅو (لاسپوڅو) له خوا د صحنې څخه لېرې ساتل شوي دي.
زه له دې ځايه له خپلو هيوادوالو څخه هيله كوم چې دغسې بېطرفه، حق پلوي او وطن دوست ملايان صحنې ته راولي تر څو د منحرفو ملايانو د مخ نيوي سره سره د اسلام او وطن د خدمت مصدر وګرځي.


رښتینی
04.04.2007

سلامونه او نيکي هيلي

خالد افغا ن ورور ليکي :

[code:1:fdd6e6b05c]د پاپانو او دكليسا د زمامدارانو همدا غلطۍ وې چې په پخوانۍ اروپا كې يي د سيكولرزم د نظريې راوستو ته لاره هواره كړه. پاپ يا راهب چې هر څه ويل صحيح و او خلكو بايد منلي واي، ځكه نو خلكو د ډېر تحمل نه وروسته پاپ د كليسا په چارديوارۍ كې محصور او ځانونه يې ترې بېغمه كړل[/code:1:fdd6e6b05c]

محترم خالد صيب که دا موضوع يو څه نوره هم روښانه کړئ !
ايا هغه منحرف عيسائيت ګوا کي له دي سيکولريستي نظام
نه ښه و او که څنګه ؟


pakwane nizam!

khalid afghan
09.04.2007

د پخواني نظام د ښه والي او بد والي مسئله زما په ذهن كى نه وه، لاكن د دين نوم چې د نظام سره تړلى و او د عيسائي مولويانو ترى غلطه ګټه اخيسته، لامل شو چې خلك ان د دين د نوم څخه هم ويزاره شې او ځانونونه سيكولر اعلان كړي.

ايا سيكولر نظام ښه دى او كه د منحرف عيسائيت نظام؟ عيسائيت چې نن په غرب كى دين ګڼل كيږي، صرف زمونږ په نظر منحرف دى، په غرب كى د ښكيلو دواړو ډلو، يانى مولويان او سيكولر، په وړاندى هغه اصلي دين دى او وي به. نو سوال د يو دين د مقيد كولو دى نه دا چې ايا هغه دين اصلي دين دى او كه منحرف شوى دى.
پ


سپيناوی !

khalid afghan
09.04.2007

سلام!

د ليكنې په اړه ځنى وروڼو د انديښنى ښكارونه كړى او ويلي يى دي چې كه څه هم د مضمون د محتوا سره تر ډيره حده متفق دي خو ځنى خلك به دا ليكنه د مولويانو په خلاف وكاروي، ښكنځل به ورته وكړي...

نو زما په اند خو هيڅ څوك د مولويانو د اهميت نه انكار نشي كولاي، علامه اقبال په خپل يو شعر كى وايي، چې يوه ورځ د شيطان بچي خپل پلار ته راغلل او ويې ويل چې په افغانانو مو وس بر نه شو، نو هغى ورته په نصيحت كى وويل چې مولويان د دوي د غرونو او دښتو څخه وباسۍ نو افغانان به مو د لاس لاندى شي.

زما د ليكنى مطلب دا ؤ چې ځنى مولويان د ظاهري شكل او عربي ژبې له ليارى د اسلام د بدنامۍ لامل ګرځي، او د اسلام نوم خرڅوي، سخاتونه او زكاتونه غونډوي، د ځان لپاره دين يو شان او د نورو لپاره يې بل شان تشريح كوي، ما له دى څخه انكار نه دى كړى چې ځنى نور مولويان واقعا اسلام ته خدمت كول غواړي خو د خلكو د سترګو ورك او ګمنامه دي، نو بايد مونږ په دى جعلي فتواګانو ونه غوليږو او واقعي مولويان تشويق كړو تر څو د اسلام واقعي روح د نړۍ مخ ته كيږدو!


zafar s zadran
16.04.2007

ګرانو لیکونکو ، لوستونکو ،او خالد جانه نیکی حیلې مه ومنئ !
د تاسو دی ټولو د روغتیا په هیله ٠
ګرانه خالد جانه !
زه هم تر یو اندازه د  تاسو  په نظر یم بیلکل صحیح وائی٠
خو دا ځکه اکثرا  داسۍ غلطۍ لاری د مونږ په غریب ملت باندی عملې کیږې
چه مولایان په یو نام یا په بل نام د ملت په منځ کې بی اتفاقې اچوې، 
دا هغه مولایان دې چه یو  ځو روځې دینې مدرسه ته تللې دې او د یو ځانګړی سیاسی ګوند سره  کار کوې، 
بیا دغه قسم مولایان اسلامې بڼه نه بلکی سیاسې بڼه لرې٠
او په دا کی مونږ بیسواده ملت سوازې٠
چه  لوستل نشې کولۍ  چه اسلامې کتابونه ولولې ، نو ځکه هر ځه چه اورې هغه
منې٠
  او صحیح مولایان  خو د زمه د زړه سر دې ،  هغوې عالمان دې او د قدر وړ 
دې٠ او احترام ورته قائل یم ٠  
چه هم په خوله او هم په زړه یو وې٠
  تاسو مخلص ظفر


Re: ملا، مولينا او افغاني ټولنه

Anonymous
11.05.2007

[quote:71c8a28e3b="khalid afghan"]لكه چې په افغاني ټولنه كې وشو، چې په ډيره لويه پيمانه د اسلامي اصولو، اقدارو او انساني حقوقو په نه منلو كې د ځينو ملايانو برخه داسى وه چې د دواړو ښكېلو ډلو له خوا به يې د بلې خوا په ضد، په داسې حال كې چى دواړه ډلې به مسلمانانې وې، د جهاد اعلان كاوه، او د دواړو له خوا په زرګونو ځوانان چې افغانان و قرباني كيدل.
نن په افغاني ټولنه كې د ځينو ملايانو حالت د انديښنې وړ دى ځكه چې د دوي له خوا د سخات، خيرات، شكرانې او ... نومونو په واسطه د نيك ګمانه افغانانو استحصال او په تورتم كې يې ساتل، د غلطو او بېځايه فتواو وركول، په جرګو او مركو كې د زورورو او ملكانو طرف نيول او ... هغه نمونوي كارونه دي، چې په يو قوم د عذاب د راتللو لامل كيداي شي، ځكه نو افغانان د ورور زورونې، وژنې او ... په عذاب اخته شوي دي
د پاپانو او دكليسا د زمامدارانو همدا غلطۍ وې چې په پخوانۍ اروپا كې يي د سيكولرزم د نظريې راوستو ته لاره هواره كړه. پاپ يا راهب چې هر څه ويل صحيح و او خلكو بايد منلي واي، ځكه نو خلكو د ډېر تحمل نه وروسته پاپ د كليسا په چارديوارۍ كې محصور او ځانونه يې ترې بېغمه كړل.
اوس افغانان شايد د همدغې حالت په لوري قدم واخلي او داسې بريـښي چې [color=white:71c8a28e3b](خداي دې نه كړي)[/color:71c8a28e3b] د مولينا صاحبانو په خلاف داسې تحريك پيل شي چې د اروپا حالت ته مو ورسوي، نو ددى مسئوليت به تر ډيره حده پورې د دغې ملايانو په غاړه وي.
[/quote:71c8a28e3b]
وروره خداى دي وکا چي لدي ناپويه ملايانو څه ژر ژر خلاص شو او افغانستان چي د اروپا په څير پرمختګ وکي نو دا څه بده خبره خو نده ته خو ګوره چي زموژ خلک که ملا دي که امي دي يو مخ د اروپا په لور روان دي او اروپا ته د بوتلو لپاره له خپلو خويندو او لوڼو څخه شځي جوړوي دا د څه لپاره؟ ځکه چي په اروپا کي خلکو لا ډير پخوا له ملايانو ځان خلاص کړي تر څو چي لدي ملايانو خلاص نشو د پرمختګ مخ نشو ليدلاي وروره


Re: سپيناوی !

Anonymous
11.05.2007

[quote:b934c4fa91="khalid afghan"]سلام!

نو زما په اند خو هيڅ څوك د مولويانو د اهميت نه انكار نشي كولاي، علامه اقبال په خپل يو شعر كى وايي، چې يوه ورځ د شيطان بچي خپل پلار ته راغلل او ويې ويل چې په افغانانو مو وس بر نه شو، نو هغى ورته په نصيحت كى وويل چې مولويان د دوي د غرونو او دښتو څخه وباسۍ نو افغانان به مو د لاس لاندى شي.

![/quote:b934c4fa91]
وروره زه به درته ووايم چي د ملا هيڅ اهميت نشته ملا تل د برلاسي طبقو لپاره کار کړي او خپلو خلکو ته يي بي خيري ورکړي ده او پر علامه اقبال چا درواغ ويلي هغه داسي وايي
[color=red:b934c4fa91]دين ملا فساد في سبيل الله[/color:b934c4fa91]


منلی
13.05.2007

سلامونه

[quote:56b78818ce]وروره خداى دي وکا چي لدي ناپويه ملايانو څه ژر ژر خلاص شو او افغانستان چي د اروپا په څير پرمختګ وکي نو دا څه بده خبره خو نده ته خو ګوره چي زموژ خلک که ملا دي که امي دي يو مخ د اروپا په لور روان دي او اروپا ته د بوتلو لپاره له خپلو خويندو او لوڼو څخه شځي جوړوي دا د څه لپاره؟ ځکه چي په اروپا کي خلکو لا ډير پخوا له ملايانو ځان خلاص کړي تر څو چي لدي ملايانو خلاص نشو د پرمختګ مخ نشو ليدلاي وروره[/quote:56b78818ce]

واه واه څومره ښه فرمولالری وروره

یوه بلا ختمول غواړی اوسل بلاو ته خوش آمدکوی !
تانه ځماپوښتنه داده چی دی آتیا - نوی کلونو عملی تجربو دیورپ دتهذیب په هکله یو انسان کومی نتیجی ته رسولی ؟ آیا هغوی ته انفرادی اطمنان اواجتماعی سکون نصیب شوی چی ددی لپاره هغوی دا تهذیب اختیار کړی وو؟آیاپه رښتیا له مخکی څخه اوس آرامه اوخوشحاله دی ؟آیا هغوی هغه څه حاصل کړل دکوم لپاره یی چی دادزندګی نظریه ښودلی وه ؟
اوبیا لږخودیورپ دنوی نسل ته وګوره دحیوانیت په درجه کښي زندګی تیروی دزندګی لپاره کوم ټاکلی مقصد نه لری لکه مؤدب وحشی کله لمر ته ولاړوی آفتابی غسل کوی اوکله یی ګوری بی ډوله ګډیږی .............لڼډه داچی وخوره ،وڅښه، واده وکړه بعضی خویی هیڅ بچیان هم نه غواړی وایی داهسی بوج ده
ددوی دزندګی کامیابی دحیوانی خوندونو حاصلول دی اوناکامی یی حسد، ډار ،پریشانی اودحیوانی خوندونو هوا نور هیڅ شی هغوی ته کومه معنی نه لری اونه یی بل ډول زندکی خوښیږی
دوی که له دغو خوندونو څخه محروم کړی ژوند پری ناکام جوړیږی حتی بغضی خویی خودکوشی کوی
نوګرانه که په رښتیا دمرض تشخیص غواړی داشعارونه دی پریږده اویوه مینځنی لار ونیسه چی نه دی څوک ویښته په زور کم کړی اونه دحیوانی جذباتوتابع زندګی وی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more