د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پیریان دانسان په بدن کی ننوځی اوانسان په خپل قابوکی راوستلای شی

خوشحال
01.04.2007

سلامونه !
وروڼوهیله ده که دپیریانوپه اړه یوڅه راته ولکی
اوداچی داخلګ وی فلانکی سړی یاښځه پیریانونیولی ده څنګه ده !



ع کريم حليمي
02.04.2007

ډير مکرم ورور خوشحال صاحب سلام !
پیریان يا پيريانان ،مادرزومی ،ديو (سپين دېب او تور دېب )
 تصوري بلاوي دي ٠ داټول غربي او شرقي خرافات دي ٠ 

اما دوه نور څه سته په نړۍ کښي يو جن او بل بدي سترګي !
چه علاج ئې په دعا او دواکيږي ، يعني دعا دي کوي او دوا دي خوري 
تعوذ ، زيارت او قبرونه ټوله خرافات دي 

بسمه تعالی -وَ إِذَا سأَلَك عِبَادِى عَنى فَإِنى قَرِيبٌ أُجِيب دَعْوَةَ الدَّاع إِذَا دَعَانِ فَلْيَستَجِيبُوا لى وَ لْيُؤْمِنُوا بى لَعَلَّهُمْ يَرْشدُونَ(186) البقره 

صحيح البخاري ،كتاب الطب ،باب رقية النبي صلى الله عليه وسلم

"‏ اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ مُذْهِبَ الْبَاسِ اشْفِ اَنْتَ الشَّافِي لاَ شَافِيَ اِلاَّ اَنْتَ، شِفَاءً لاَ يُغَادِرُ سَقَمًا ‏"‏‏
"O Allah! The Sustainer of mankind! Remove the illness, cure the disease. You are the One Who cures. There is no cure except Your cure.


zafar s zadran
10.04.2007

پریان یا پرئ٠
ګرانوهیواد والو او ګرانو لوستونکو اسلام اعلیکم ورحمت الله هؤبرکتؤ٠
ګرانه خوشحال جانه!
پریان شتون په قران کریم کې هم ښته او پریان هم موجوددې ٠ 
او پریان هم په دوه رقمه دې یعنی یو رقمی مسلمان دې او دوهم ګروپ یاډلګې
کافران دې، که دې چا ده دغې دواړو سره سرو کار شو نور یوې ښه او بله ډلګې
بده عذابونکې دې،  ځوتر کومه ځای چه زه خبر یم نو دا په کلیو په غرنې لمنو 
کې ډیر دې له ښارو نو نه٠  ظفر س څدراڼ


رښتینی
10.04.2007

وروڼو سلامونه اونيکي هيلي مي ومنئ

طفرهان ځدراڼ ورورته هرکلي ويم هرکله راشي وروره
او دا ستا په ژبه کي خو دمحلي ځدراڼو دژبي تبۍ هم ډير خوند کوي
زه خو پري پو هئږم خو کيدي شي ځيني ملګري ستونزه ورسره ولري

په هر صورت ولا داد خوشال ورور موضوع خو بده موضوع نه ده کاشکي دا وروڼه
يوڅه مخ ورته راواړوي ليکوالان خو دملت ژبه وي او دملت ستونزي ددوي پر سرونو
امبار وي او ملت خو له سياسي ستونزو سره سره ټولنيزي هغه هم لري چي يو له دي
ستونزو نه دپيريانو ستونزه هم ده

خو پټه دي نه وي چي پير يان که له يوي خوا دملت له پاره ستونزه ده اما له بله پلوه دهمدي
ملت دځيني وګړو ...... له پاره د ګتو او عايداتو ښه منبع او سرچينه هم ده دا برخه وګړي ځيني
ددمونو او تعويذونو په زور او يا دپليتو او څاښتونو په مرسته له پيريانو سره په ډغره او مجادله
بوخت دي څو دا پيريانو ځپلي مظلومان دپيريانو له شره وژغوري خو ددي شر په ضمن کي يي پر
خپلو جيبونو هم نظر وي او له ملت نه دخپل اجر محصول په ډول ډول چلونو او دروهو سره ترلاسه
کوي او ځيني نورو بيا د زيارتونو او مزارونو لمني نيولي وي

او ديو ځانګړي جول او يا ملنګي په لباس کي نذراني وصول کوي

زه د خوشال ورور په ارموخه پوهيږم خو په دي موضوع که له دي اړخه خبري وشي
زه وايم ګتوره به وي زما يو نيمچه ملګري دي هغه په کور کي دپيريانو مريض لري
او ددي ناروغي اړوند تداوي او دمګري يي ټول کتلي دي

او ماته يي عجيبي کيسي کړي دي

په مينه



ع کريم حليمي
10.04.2007

مکرم او محترم ظفر س څدراڼ صاحب تر سلامونو او احتراماتو ورسته 
ښه راغلاست درته وايو ، ستاسو په راتلو سره به انشاالله ټول افغان نور لا 
هم ځلانده شي ٠ 
قران خو موږ تولو لوستی او  لولوئې تلاوت ئې کوو ، اسم جن خو په قران کښي 
شته ، ايا تاسو واياست چه اسم پېريان هم په قران کښي شته ؟؟؟ 
jinn (الجن ) ،تقريبا ټول جهان ئې جن بولي ، اما موږ داسي پوهېدلي چه پريان 
يو تصوري بلاوي دي ،   fairies 
[quote:3ecfe6e45b]پریان شتون په قران کریم کې هم ښته او پریان هم موجوددې ٠[/quote:3ecfe6e45b]


خوشحال
11.04.2007

محترم اومکرم مولوی صاحب حلیمی سلامونه !
مولوی صاحب زماپوښتنه صرف اوصرف داده چی دغه جنیات (جن)سړی یاښځه نیولی شی کنه ؟
که ځواب مونه وی
نومادایې مریضان لیدلې چی په خپل اختیارکی نه وی اووایی چی مونږ پیریان خبری کوو اوکه داسی یاداسی مورسره وکړل نومونږ دامریض وژنو
هیله ده بشپړمعلومات راکړی
مننه


zafar s zadran
14.04.2007

درنو او قدرمنو ليکوالو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

[color=white:a28e056fd4]ستاسو ليکنه له توهين نه ډکه وه ! او بيا مو ويوه سپين ږيري ته د جان جمله
استعال کړې وه ، او هم مو مذکر اسم په مونث شکل ليکلی وو٠
که ستاسو هدف دا وي چه ټوکي ټکالي وليکۍ لطفا د ټوکو او ټکالو
په خونه کښي ئې وليکۍ [/color:a28e056fd4]په درنښت 
  


خیریوسی
15.04.2007

ډیر ګران محترم حلیمی صاحب او محترم ورورطالب جان صاحب لوستنکو اودبحث ، ټولو غوړو ته
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زموږ ورور خوشحال صاحب ډیره په زړه پوری موضوع ته اشاره کړی ده هلته دهیواد ډیر وګړی دناروغې علت نه پیژنی نو دداسو خلګو سره سر وکار سی چی دناروغ دهلاک سبب وګرځی
زه هم غواړم په دی پوه سم چی :
1 ـ مس دشیطان څه شی دی او دهغه علامی څه دی ؟
2- سحر څه شئ دی او دهغه علامی څه دی
3- نظر څه شئ دی او دهغه علامی څه دی
4ـ نفسی ناروغې څه علامی نسبتا ونورو ناروغیوته

روغ او خوشحاله اوسی


zafar s zadran
15.04.2007

ګران ښاغلې محترم القدر الجناب استاذ حلیمې صاحب !
ډیره بخښنه غواړم ٠
دی مه هدف دا نه وو دا یوه غلط فهمې ښوې ، خو بیا هم امید لرم چه معذرت
می ومنې ٠ 
محترم استاذ صاحب ٠

تل د وې اسلام بریالې د وې اسلام٠
ظفر ځډراڼ



ع کريم حليمي
15.04.2007

محترمو او مکرمو خوشحال صاحب ،ajaza صاحب او د بحث ټول ملګرو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:928088bb2b]1 ـ مس دشیطان څه شی دی او دهغه علامی څه دی ؟ [/quote:928088bb2b]
عائِشه رضی الله عنها فرمايي چه :
يوه ماښام رسول اللَّهِ صلى اللَّه عليهِ وَسلم و وتلی (دعائِشه له کورڅخه )
نو عائِشه يو څه د حسادت احساس وکړي ،بي بي فرمايي  نومبارک چه بيرته 
کورته راغلی ، نو زه ئې پريشانه او تحريک سوې وليدلم ، نو راته وئې فرمايل
چه څه درپېښه ده ، ايا ته كستمنده سوې يي ؟ څنګه نه داسي ښځه لکه زه او 
داسي مېړه لکه تاسو ،نو ولي به نه كستمنده کيږم ؟ نو مبارک ورته و فرمايل 
دا ستا شيطان درته راغلی وو ، نو بي بي مبارک ته وويل چه : زما سره شيطان 
سته ؟ مبارک ورته و فرمايل چه : هو ! بي بي پوښتنه وکړه چه ايا شيطان هر 
څوک لمس کوي ؟ مبارک ورته ويل چه هو ، نو بي بي بيا پوښتنه وکړه چه :
چه ستاسو سه هم شيطان سته ؟ مبارک وپرمايل چه هو ! اما زما رب زما سره 
کمک کوي نو زه مطلق کاميابه يم د شيطان په شرارت باندي 

او د شيطان نورې داسي دي !
د سليمان بن صرد رضي اللَّه عنه څخه روايت دی ، وايي چه زه د نبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم سره ناست وم ، د دوو کسانو په خپل منځ کښي شخړه سوه
د يوه مخ سور سو او غاړي رګونه و پړسېدل ، نو رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم
و فرمايل چه ماته داسي يوه جمله رامعلومه ده ، که ده هغه وويل نو داحالت به
يي ورک سي ، که دئ ووايي چه اعوَّذْ بِاللِّهِ مِن الشَّيَطان الرَّجِيمِ نو دغه حالت بې
ختم سي ، خلکو هغه ته وويل چه نَّبِي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فرمايي چه
اعوَّذْ بِاللِّهِ مِن الشَّيَطان الرَّجِيمِ ووايه

ټول فکري نا ارامۍ اوفکري شرارت ٠٠٠٠٠٠٠ حسد ، هر څه خرابۍ چه دي شيطاني دي !
[quote:928088bb2b]2- سحر څه شئ دی او دهغه علامی څه دی [/quote:928088bb2b]
سحر خورا ډير اقسام لري ! 
يو ساده خبري کېدلی شي چه سحر وي ، ان من البيان لسحرا
که تاسو د بعضو قوي ليکوالو ليکني ولولۍ دومره غښتلي وي لکه سحر 
او بل هغه سحر دی چه بلاک ماجيک ئې نوموي او د شيطان په همکار تر 
سره کيږي ، له افريقا څه نيولې بيا تر مرکزي امريکا پوري تر افغانستا نه 
او په نيويارک کښي ئې خلک تر سره کوي 

علاج ئې دعاء القران‏ ، او دواء ده اوبس 

[quote:928088bb2b]3- نظر څه شئ دی او دهغه علامی څه دی [/quote:928088bb2b]
شرعا نظر سته ، بعضي خلک پوهيږي چه نظر لري يا شيان نظر کوي 
او نظر پر زرغونه يا شنه رنګ اثر نه اچوي 
ماوراء طبيعی ( متافزيک)  کيفيتونه دي چه موږ ئې نسو پېږندلی 
يوازي او يوازي صدقات او دعاء وي ئې علاج کولی سي 
‏"‏ اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ [color=white:928088bb2b]الْمَحْيَا[/color:928088bb2b] وَالْمَمَاتِ ‏"‏ ‏.‏

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ يَقُولُ ‏[color=blue:928088bb2b]"‏ اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ قَيَّامُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ أَنْتَ الْحَقُّ وَقَوْلُكَ الْحَقُّ وَوَعْدُكَ الْحَقُّ وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ حَقٌّ اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ وَبِكَ خَاصَمْتُ وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَأَخَّرْتُ وَأَسْرَرْتُ وَأَعْلَنْتُ أَنْتَ إِلَهِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ ‏"‏ [/color:928088bb2b]

اوکه څوک نظر سي نو طبعا او ضرور بايد دوا وکړي ، او که مادي نظر سي 
نو بايد صدقه ورکړي ٠ 
[quote:928088bb2b]4ـ نفسی ناروغې څه علامی نسبتا ونورو ناروغیوته [/quote:928088bb2b]
زه فکر کوم څوک چه نفسي ناروغۍ لري ، بايد اخلاقيات ته رجع وکوي 

او که روحي يا رواني مريضۍ څوک لري ، د چا و خبرو او دوا څه استفاده ونکړي
يوازي او يوازي بايد و ډاکترانو ته ولاړ سي او دهغو له ترفۍ او دوا له لار 
ئې علاج وسي ، 
يو خو د ډفرشن مريضي ده ، چه هر انسان ئې يو اندازه لري ، او په چاکښي 
ډېره وي چه ډيري علامې لري لو علامه ئې ژړا ده ، 
چه د اخيرت او دين تبلغ واوري ډير ژاړي ، او له ژوند نه هيڅ خوند نه اخلي 

دغه نن ورځ چه خلک انتحار کوي اکثره ئې د ډفرشن په ناروغي اخته وي 
چه درې واره د جنت خبري ورته وسي نو تيا اماده وي و انتحار ته 

نور بيا 


zafar s zadran
16.04.2007

محترم ښاغلې استاذ صاحب اسلام اعلیم !
١-ایا کافران هم شیطان لرې ؟
یا صرف مسلمانان ئی لرې ، دا ځکه پوهیدل غواړم  چه مه د یو چا سره په دغه
باره کی بحث وسو٠
مه ورته وایل چه کا مسلمان دی کا کافر ټول شیطان لرې،
خو هغی راسره نه منل٠ 
کا تاسو مهربانې وکړې ، یو ځه معلومات راکړې ، مهربانې به مو وې٠
   تاسو مخلص ظفر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more