وطن پال او نور ګټور شعرونه
دپسرلي صيب يو خوږ غزل
رښتینی
30.03.2007
سترګې مې راډکې شوې له حسنه دنيا تشه وه
هرې خواته لاړم لکه نۍ هره خواتشه وه
حال وايۀ دزړونو دګودر په غاړه مات ګړي
ستړي وو موجونه له شورونو دريا تشه وه
زړه مي له يوي چټې بوړبوکۍ سره ملګرۍ شو
نوره چي له ځوانو مجنونانو صحراتشه وه
خدايزده چي دنۍ په زړه به څه شکرې اوښتي
دومره بدمرغي کښي يي له سوزه نوا تشه وه
بڼ له ګلو تش وو غر له واورو له وښولمن
زرکې وي الوتي له هوسيو بيديا تشه وه
لوګې ميخانې کښي نه ساقي و نه مستان نه مۍ
خم وو او ښتلي پياله ماته مينا تشه وه
ورانه هديره وه پسرليه که وطن زموږ؟
حسن يي کږلى وو له ميني يي خوا تشه وه
larghonay1
09.04.2007
سترګې مې راډکې شوې له حسنه دنيا تشه وه
هرې خواته لاړم لکه نۍ هره خواتشه وه
حال وايۀ دزړونو دګودر په غاړه مات ګړي
ستړي وو موجونه له شورونو دريا تشه وه
والله ډېر ښكلى غزل دى او د سړي زړه غواړي چې بيا بيا يې ولولي او فكر په كې وكړي . په هر بيت كې يې دومره په زړه پورې او قوي انځورونه كاږلي چې د ده خبره د بړبوكۍ غوندې د سړي زړه له ځانه سره وړي.
كه څه هم دى د غزل شاعر دى او دده په غزل كې خورا باريكۍ وي چې اكثره وخت تر ډېر سوچ او غور سړى پرې پوهېږي خو د لومړي بيت په دويمه مسرۍ كې يې دا تشبه يو څه عجيبه غوندې ده. ځكه چې هره خوا او بيا دسړي ورتلل چې لوغړن لوغړن په كې ګرځي نو له دومره واړه شي سره يې تشبه كول زما د پوهې له كچې لوړه ده كه څوك يې لږ روښانه كړي نورخوندبه هم ترې واخلم.
په يوه بله مسرۍ كې يې (دريا) ته تشه وه ليكلي دي. كه څه هم دريا چې د چا ويى دى د هغوى په ژبه كې نر اوښځه نشته خو پښتو كې دريا- سېل - سيلاب - سيند - خوړ دا ټول نارينه ويي دي او نارينه ضمير ورته په كار دى . يانې له دوى سره تش و په كار دى نه تشه وه! يانې له بيديا، صحرا، مينا، خوا سره د دريا قافيه كول د دې ښكلې غزل خوند يو څه كموي.
په دې لاندې بيت يې پوه نه شوم چې له ټايپسټ څخه تېروتنه شوې او كه زما زور پرې ونه رسيدو.
لوګې ميخانې کښي نه ساقي و نه مستان نه مۍ
خم وو او ښتلي پياله ماته مينا تشه وه
په هر حال نوره ډېره ښكلې او په زړه پورې غزل ده . حامد صيب دې خېر يوسي چې د ستوغو سياسي خبرو ترڅنګ كله كله ادبي مالګه هم په دې فورم كې اچوي. چې يو څه يې ترسكونى كوي.