نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلامیت او افغانیت
daud
27.03.2007
درنو او قدرمنو وطنوالو ستړی مه شئ!
هر وولس دخپل ټولنیز ژوند د تنظیم ، انسجام ،هم اهنګئ او ثبات دپاره یو لړ اساساتو او اصولو ته ضرورت لری او ددې اساساتو په دایره کې دنورو وولسونو په څنګ کې خپل سیاسی ، اجتماعی ،اقتصادی او فرهنګی فعالیت او حرکت ته د ترقئ او انکشاف په لوری دوام ورکوی .
که په ټولنه کې ددی اصولو مطابق عمل ونه شی ،ټولنه د بی ثباتئ ،اخلاقی فساد او بالاخره دنابودئ او محو کیدو دخطر سره مخامخ کیږی او هویت او بقا یی تر پوښتنې لاندې راځی .له دکبله دیوه هیواد ټول افراد ، سیاسی او اجتماعی ډلې ،سازمانونه او ګوندونه په خپلو تګلارو او هدفونو کې ددې اصولو او اساساتو په پام کې نیولو او مراعاتولو کې مکلفیت او مسولیت لری اوخپل ټول سیاسی ،اقتصادی ،اجتماعی او فرهنګی حرکات اوفعالیتونه باید داسی عیار کړی چه ددې حیاتی اصولو او اساساتو سره په تضاد ،ټکر او تناقض کې واقع نه شی .
دافغان وولس دټولنیز ژوند جوړښت په دوو اساسی ستنو ولاړدئ چه یو یی اسلامیت او بل یی افغانیت دئ .دا دوه بنیادونه دافغانی ټولنې په ملی وحدت ،ځمکنئ بشپړتیا،ملی خپلواکئ ،ملی هویت اودیوه باغیرته ملت په وجودراتلو او ژوندی پاته کیدو کې قاطع او سرنوشت سازه رول لوبولئ دئ او په راتلونکو کې هم دا رول لوبوي .
که افغان وولس یو بدن وبولو نو بې له شکه چه اسلامیت او افغانیت یی روح دئ چه بې له روح څخه د ژوندی بدن پایښت نا ممکن دئ . اسلامیت او افغانیت په افغانستان کې لکه دیوې سکې دوه مخونه دی چه یو دبل څخه تفکیک او بیلیدل یی ناشونی دی او وجود اوعدم یی یو دبل سره تړلی دی .
په دی وروستیو دریو لسیزو کې متاُسفانه چه په افغانستان کې داسې اشخاص ،ډلې او ګروپونه را پیداشول چه دافغانی ټولنې ددې دوو بنیادی او حیاتی ارزښتونو سره یی د ملنډو ،بی پروایی او ضدیت رویه غوره کړه چه نتجه یی زموږ د اولس د زرهاوو کلونو دمادی او معنوی بریاوو او لاسته راوړنو په نابودئ اوورانئ او انسانی تلفاتو ختمه شوه او داتراژیدی لا روانه ده .
دا ډیر د خوښئ ځائ دئ چه زموږ په ټولنه کې د لیکوالانو ، مبصرینو ، د نظر دخاوندانو او تحلیل ګرانو شمیره ورځ په ورځ په زیاتیدو ده ،خو په لیکنو ، تبصرو او نظر ورکولو کې د اسلامیت او افغانیت د اصولو په نظرکې نیول دینی ،افغانی او ملی مسوولیت دئ چه اوږه ورڅخه خالی کول اونه مراعاتول یی د لیکونکو او نظر ورکوونکو دصداقت او وفادارئ ادعا دخپل وولس او وطن په مقابل کې تر پوښتنې او شک لاندې راولی .
یو لیکوال ، مبصر ، دنظر خاوند او شنونکئ باید د خپلی ټولنې د ملی فرهنګ او ملی مقدساتو ترجمان وی او خپل رسالت د خپلې ټولنې دمعنوی ارزښتونو په تشریح ،توضیح او وده کې په ډیر اخلاص او انسانی توګه اداکړی .
هغه اشخاص او ډلې چه لیکنې او نظرونه یی په افغانی ټولنه کې د اسلامیت او افغانیت سره په تقابل او تضاد کې قرار لری یا به عقلی نیمګړتیاوی لری او یا به دبهرنیو افغانی ضد کړیو دلاس اله وی چه په ددواړو حالتونو کې یی لیکنې او نظر بی ارزښته او هدف یی یوازی ماجراجویی او مضریت دئ .
انتقاد او نیوکه دهر انسان حق دئ ، په انتقاد سره عقل بیداریږی ،ضعیفی نقطې روښانه کیږی ،اصلاحات منځ ته راځي او دیوې سالمې او عادلانه ټولنې دجوړیدو دپاره زمینه مساعدیږی ،خو داسلامیت او افغانیت بی احترامی ،اهانت او سپکوالی ته انتقاد نه ویل کیږی او یا دځینو اشخاصو ،ډلو اوسازمانونودکارنامو په بنا داسلامیت او افغانیت په برخه کې کلی فیصله صادرول د علمی ،منطقی او عقلی نقد سره په تضاد کې عمل دئ ،چه معقول او شریف اشخاص ورڅخه ځان ژغوری .
دیوه افغان مقاله ،اثر ،تبصره ،نقد ،شعر ،فلم ،ډرامه ،کیسه اوداستان که هرڅومره دالفاظو ،جملو اوعباراتو په ګاڼه تزیین شوئ وی او دفصاحت او بلاغت اوادبی ښکلاوو ،فنی او تخنیکي له نقطه نظره جالب او جذاب وی ،لاکن د اسلامیت او افغانیت روح او جوهر په کې نه وی منعکس شوئ ارزش یی په هیڅ شمیرل کیږی اودافغانی ټولنې په تحرک ،ثبات اوترقئ کې مثبت اغیز نه لری ځکه چه دافغانی ټولنې دمعنوی جوړښت دماهیت سره اړیکی نه لری .
په وروستنیو کلونو کې افغانی ټولنه په یوه بحرانی حالت کې قرارلری او طبعادغی دتشنج نه ډک حالت زموږ په ځینو وطنوالو منفی تاثیر اچولئ دئ اودفکری اغتشاش او ذهنی بی ثباتئ سره مخامخ شوی دی ،ددی په ځائ چه دروانې معضلې اصلی ریښی او عوامل بربنډ کړی او په اسلامی او افغانی روحیه سره یو دبل په همکارئ دتعقل اوتدبر په اساس یی د حل لاره پیدا کړی ،داسلامیت او افغانیت څخه دفرار لاره یی غوره کړی ده اود پردی فرهنګ په غیږ کې دخپل سرګردانه اوناروغه ذهن دپاره سکون لټوی .دخپل هویت او افغانی شخصیت په نفی کولو پسی لګیادی ، دخپلو ریښو په غوڅولو پسی یی تبر اخستئ دئ ،اوداسلامیت او افغانیت په هکله داسې تبصرې او لیکنې کوی چه ددوئ د فکری او علمی توانایئ څخه لوړی دی اود داسی پیټي جګولو ته یی نیت کړئ چه دپورته کولو دپاره یی کافي قوه او تجربه نه لری او په دکار سره یی خپلې کولمې هم وشکولې او چاپیریال یی هم الوده کړ .دا ډول بیانونه ددوئ په ګمراهئ ،بیچارګئ اوزبونئ دلالت کوی او په دکارسره یوازی دنفرت او مضریت په ژرنده اوبه ورتیزوی چه ګټه یی دافغانستان دښمنانو اوتاوان یی افغان وولس ته رسیږی ،چه داډول دریځ دیوه ریښتنی افغان نه شی کیدلائ .
زموږ ټولې بدمرغئ او مصیبتونه دهمدې اصولو څخه دبې خبرئ ، بی اعتنایئ او تردید څخه اودپردیو دجعلی ،کاذبو او غرضی نسخو دکاپی کولو او پټوسترګو تقلید او پیروی څخه منځ ته راغلی دی .
که افغانان غواړی چه دیوه ازاد، خپلواک او سر لوړی وولس په څیر دنړئ دنورو ملتونو په کتار کې ودریږی ،نو بایدخپل ځان ته چه داسلامیت او افغانیت څخه یی جوش خوړلئ دئ رجوع وکړی او ددی دوو جاودانه مکتبونو په رڼا کې داوسنی بحران څخه دراوتلو سیده لاره همداده اویوازی اسلامیت او افغانیت کولائ شی دموجوده توطیو ،دسیسو او فتنو په چټل لجنزار کې زموږ دغرقیدو مخه ونیسی او موږته نجات راکړی .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
larghonay1
27.03.2007
ياره داوود صيب ښه ليكنه دې كړې خو دا چې زمونږ د خلاصي يا نجات له پاره دې كومه په زړه پورې نسخه وړاندې كړې د دې يوه بېلګه راوړې نو ډېر به ښه وي چې تېر تاريخ كې تجروبه شوې وي.
[quote:c94df49e8d]که افغانان غواړی چه ديوه ازاد، خپلواک او سر لوړی وولس په څير دنړئ دنورو ملتونو په کتار کې ودرېږی ،نو بايدخپل ځان ته چه داسلاميت او افغانيت څخه يی جوش خوړلئ دئ رجوع وکړی [size=18:c94df49e8d][color=red:c94df49e8d]او ددی دوو جاودانه مکتبونو[/color:c94df49e8d] [/size:c94df49e8d]په رڼا کې داوسنی بحران څخه دراوتلو سيده لاره همداده اويوازی اسلاميت او افغانيت کولائ شی دموجوده توطيو ،دسيسو او فتنو په چټل لجنزار کې زموږ دغرقيدو مخه ونيسی او موږته نجات راکړی .[/quote:c94df49e8d]
صافی
27.03.2007
ډیر اعلی ! داود صاحب په قلم مو برکت ،ډیرمعقول وایۍ، که دادوه جوهری اصله مو پریښودل لوڅ لغړ به شوو.
زمونږ ټولنه پرته داسلامی اخلاقی اصولو او مبادیو اصلآ تصورکیدای نشی. اوپه همدې توګه که افغانیت رانه لاړشی څه راکې پاتی شول؟ دیو باهویت ملت په صفت به خدای مکړه ختم شو.
رښتینی
27.03.2007
محترم داود صيب مننه او کور وداني درته ويم
په قلم مو برکت شه
ښاد او اباد اوسي
sabawoon azadkhial
28.03.2007
داود صیب سلامونه او ښې هیلې
ښه به وای که دې لمړی پخپله په افغانیت او اسلامیت رڼا اچولی وی چې له دې اصطلاحاتو څخه ستاسې برداشت څه دی او اصلا دا څه شی دی( هدف موکلچر دی؟ او یا بل شی؟). دبیلګې په توګه له کومې زمانی دا افغانیت او اسلامیت موجود و، کله مخ په زوال او کله په ترقۍ کې و ؟ او اوس څه شوي چې تاسې يی په تشویش کې اچولي یاست، او دټولنې دپرمختګ سره یې اړيکه څنګه ده. ایا افغانستان په افغانیت او اسلامیت ترقی کوی اوابادیږی؟ که داسي وي نو موږ خواوس ۱۴۰۰ کاله مسلمانان وو او او له دې زیات افغانان. بیا مو ولي دغه وطن دعمرونو یو غريب ،نالوستی او دنړۍ دډیرو وروسته پاتي هیوادونو څخه ګڼل کيږي.موږ اوس کلونه دنړیوالو دسوال اوخیرات په پیسو ژوند کوو خو په غروراوتکبر کې پوښتنه مه کوه. په اسلامیت کې داسې وړاندي یو چې عربان راته ګوته په غاښ دي او هغه په داسې حال کې چې زموږ ۹۵ په سلوکې خلک ولا که دکلیمې په مانا پوهیږي. لمونځ کوي خو مانا يی نه ده زده چې خدای ته په خپل عبادت کې څه وايی، مګر په ټینګار کې دعربانو څخه چې داسلامی علومو په ټوله مانا پوهیږی مخته دي. ددې مانا څه ده او څنګه تشریح کیدای شي؟
باید هیرنه کړو چې ټولنه هم لکه هرژوندی موجود دحرکت او تکامل په حال کې ده. ماشوم یوډول فکر کوي چې غټ شي بل او چې زوړ شي بیا بله مفکوره او قضاوت لري. ټولنه هم وده کوي اسلامیت او افغانیت یی ثابت نه پاتي کیږی او د اقتصادي ودې په اساس یی هرڅه بدلون مومي. که یې نه منې نو تاریخ ته مراجعه وکړه اوسره پرتله یی کړه چې اوس زمانه ولي داسې ده او پخوا څنګه وه. سکون مرګ دی او حرکت ژوند.
که غواړو چې خپل فرهنګ ، کلتور اوهويت ژوندی یا ستاسې په اصطلاح اسلامیت او افغانیت ژوندی وساتو نو باید علمي يی کړو او د ۲۱ پیړۍ له غوښتنو سره یی عیارکړو، اوداسې یی وروزو چې دژوند کوله جوګه شي اوژوندی پاتي شي. ددې درملنې نسخه یوازې او یوازې پوهنې اوعلمیت ته مخ اړول او دجهالت له منځه وړل دي چې له بده مرغه موږ ورسره ډیره مینه نه لرو.
داخو به راسره منی چې زموږ افغانیت په سلوکې اتیا دجهالت نه ډک دی او اسلامیت موهم سم نیم دغیراسلامی دودونو اورواجونو ښکارشوی دی او زه خو له دې ویریږم چې نشی دغه ډول افغانی افغانیت اواسلامیت برعکس زموږ ټولنه دعمرونو له پاره په تیاره کې ساتلي وي.
پوهنه ، کار او اقتصادي وده ټولنې ته ارامي ، سوکالي او ویاړ ورپه برخه کوي او باید ټوله انرژي په دې ولګوو چې څنګه وطن اباد کړو او دسیالۍ په ډګرکې دنړیوالو سره ځان برابر کړو او دابیا هغه وخت دی چې موږ کولی شو په خپل افغانیت او اسلامیت ونازیږو.
موضوع
و.افغان
28.03.2007
ټولو وروڼو ته د مینی ډک ډک سلامونه وړاندی کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم داود صاحب!
په خوله او قلم دی برکت شه، دداسی نورو لیکنو لپاره دی قلم لا تاند او څپاند غواړم، الله دی توفیق درکړي، ډیر ښه مضمون دی لیکلی دی.
larghonay1
28.03.2007
ياره داوود صيب كه د سباوون ازادخيال ليكنه لږ ولولئ نو ښه به وي . زما هم همدا موخه ده چې له افغانيت او اسلاميت څخه ستاسو موخه څه د؟
آيا د افغانانو د غچ اخيستنې او ورور وژنې كلتور ژوندى ساتل غواړئ او كه هغه بدعات او خرافات چې په دې ټولنه كې دود دي او عقيده ورته لري؟
كيداى شي ستاسو نظر معقول وي خو د سباوون ومنئ او لږه رڼا پرې واچوئ.
مننه
نقاد
28.03.2007
درنو ورونو او پتمنوخويندو السلام علیکم ورحمت الله !
ماشا الله ښاغلی دادو او ښاغلی سباوون آزادخیال دواړو ښه ، اړین او په زړه پورې اړخونه په ګوته کړي دي !
یوه تغیر او بل ثبات په نښه کړی، اوکومه ټولنه به په یوه او عین وخت کې دواړو ته اړتیا ونه لري(؟)،نو ښه به دا وای چې دواړو ليکونکو دواړه خواوې په پام کې نیولې وای او بدلون او ثبات تړاو یې روښانه کړی وای . دا دواړه د ټولنې دوه لاینفک اړخونه دي ، چې ثبات یې په افغاني ټولنې کې په اسلام او افغانیت پورې تړلی دی ، خو ترقی ، بدلون او پرمختګ بيا په اسلام او افغانیت سره [color=white:8916003aab]اتوماتیک[/color:8916003aab] نه تضمینیږی !
خبره د پرمختګ په اتوماتیک تضمین کې ده ، چې حتی اسلام یې هم په اتوماتیکه توګه نه تضمینوي، نو پښتو او افغانیت خو څکی څکی!
خو پرمختګ د انسان او انسانی ټولنې جوهر ، اصل اوماهیت دی ، که تضمین او تامین نشي، نو ټولنه د زوال سره مخامخ کیږی او د ثبات پیاوړ ي توکي او عناصر ( لکه اسلام اوافغانیت) یې هم بیا مخه نشی نیولی، بلکې هغوی هم ورسره نابود کیږي! خو له بلې خوا که مونږ د خپلې ټولنی پر مختګ غواړو، نو د ثبات پر اړخونونو هم سترګې نشو پټولی ، که نه نو د کمونستانو په څیربه ټولنه د جنګ جګړو له لارې د لا عاجل زوال سره مخامخ کړو . تیرو درې لسیزو راوښودله ، هر تغیراو برمختګ چې د ثبات شکل ونه لري ، ناورین زیږونکې خیالبافي ده او په هرقیمت یې باید مخه ونیول شي ! نو ددې له پاره چې نه ټولنه د ناورین سره مخامخ کړواو نه یې د زوال کندې ته وغورځوو ، باید د ثبات په شکلونو (اسلام اوافغانیت )کې پرمختګ ته لار پرانیزو !
مونږ باور لرو چې دثبات اصول او بنسټونه لږو ډیر د پرمختګ توکي هم لري . افغانیت تراسلام لږ او داسلام سپیڅلې دین تر هغه زیات د پرمختګ توکی او تومنه لري ! ولې هیرولې نشو چې بیاهم دواړه په مجموع کې پرمختګ نشی تضمینولای او له همدې ټکي څخه د اسلام او افغانیت محافظه کار او سرسپارلي پلویان ډیر ویریږي . له دې ویرې څخه دوی یا د پرمختګ څخه کورټ منکریږي لکه
متعصب ملایان او یادترقي لپاره یواځې داسلام اوافغانیت په مترقی توکو او اړخونو تکیه کوي او بس ! دوی پرمختګ داسلام اوفغانیت دمترقی توکو او د دواړودمستقیمې واکمنۍ او تسلط پورې محدودوي . دوی د پرختګ هغه څپاند بهیرته اجازه نه ورکوي چې د اسلام اوافغانیت د اصولوسره محظ ټکر نه خوري اونور آزاد اوسي، بلکې دپرمختګ یواځې هغه شیمه مني چې داسلام او افغانیت د سیاسی واکمنۍ په چوکاټ کې یې دهریوۀ مترقي توکي هزمولی شي.
دې ته نو رښتیاهم تش په نامه پرمختګ یا دترقۍ شیمه وایی نه ترقی پخپله .
هو ، ددین او دودونو ( لکه اسلام او پښتو ) د سیاسی واکمنۍ او حکومت لاندې زیاته ترقي یواځې په بیه اخیستل کیدای شي، په دې شرط چې د عربی شیخانواوعماراتو په څیرپتروډالر ولري ، نو بی له دی چې اولس یې پرمختګ وکړي او خپل علم اوتخنیک ولري ، عصري سړکونه ودانۍ او اود سوداګرۍ موجونه یې له ورا یه ځلیږي . دادمفتخورۍ اوعیاشیو چانس دی چې عربوته په دې دنیا ورکړل شوی ، نه دعربو دخپل کار ،علم او پرمختګ نتیجه !
اوس به ر اشو د پرمختګ امکاناتو او هغه اړین شکل ته چې د افغانی اسلامی ټولنې د ثبات اړخونه یعنی اسلام اوافغانیت یې تضمینولې نشي خو اجازه ورکولی شي ، کوم چې داسلام اوافغانيت سره ټکر ونه خوري خو پرمختګ ته بشپړه لار پرانیزي:
دا شکل افغاني اواسلامي اولسواکي ده : په دې پوهیز سره چې دغه شکل داولسواکۍ ټول هغه اصول پلی کوی چې داسلام د سپېڅلی دین اوافغانیت سره ټکر ونه لري!
[color=blue:8916003aab]او اولسواکی زمونږ له پاره یواځې او یواځې دملی آزادۍ په چوکاټ کې د حکومت يا واکمنۍ ولسي شکل او د فردي ژوندهغه آزادۍ دي چې د افغانی او اسلامی اصولوسره ټکر ونه لري! په اسلام کې هم تر پيغمبر وروسته يواځې او يواځې پر مسلمان اولس او امت باور شوی چې خليفه په خپله خوښه وټاکي او بيعت ورسره وکړي له اولس له اولس (امت) پرته بل څوک دا حق نه لري. او داداهل سنت او جماعت لار ده ٠په درنښت او سلامونو
[/color:8916003aab]
ايره
28.03.2007
ښاغلو وړونو!
افغان ولس خو په تاریخي لحاظ لومړی افغان دی بیا په دا را وروسته پېړیوکې دعربو د یرغل په نتیجه کې مسلمان شوی دی . نو د افغانانو د ټولنيز تشکل خښته پر افغانیت باندي ایښودل شوې ده اوبیا اسلامي ځلانده عقایدو ته تسلیم شوی دی او هغه یې هم د خپل افغانی دود دستور سره مطابق ګڼلي دي . یعني زموږ ولس په لومړي سر کې افغاني ټولنه درلودلېده او بیایې اسلامي ټولنه جوړه کړېده . د پاکستان غوندي داسلام په نامه پنځوس کلن تاریخ نلري چې هغه دي د انګرېزانو په امر په ای ایس آی سمباله کړي، بلکه دا هیواد داسلام لا ډیر پخو څو زره کلن تاریخ لری . دغه اوسني داسلامي ګوندو غله او مفسدین فی الارض چې ځانونه داسلام ټیکه داران او د مسلمانانو مخکښان بولی نو که په افغاني ټولنه کې اسلام او اسلامیت ددوی په وسیله منعکس کیږي زه پر دې بېرېږم چې ټول ولس به په يوه آواز هغوی ته ووایی چې دا اسلام دي و تاسو ته مبارک وي موږ یې نه غواړو ، خو که بیا اسلام د سولی او عدالت دین وي نود هغه د اوامرو تطبیق که ولس په عمل کې و نه ویني بیا هم دا یوه سیاسي لوبه ګڼي او پر هغه باور نه کوي . خو که خبره د مسلمانۍ پر پنځو بیناووي نو دا بیناوي خو زموږ ولس د هيچا په امر نه بلکه د خپل باور او ایمان په زور هغه منلي دي او مني یې ،و دغه مفسیدین فی الارضو ته حاجت نشته چې دشیطنت او منافقت لویی ږیري را مخته کړي او داسلام او اسلامیت په نامه دوکانداري دي و مسلمانانوته و پرانیزي او موږ ته دي اسلام په چور ، غلاوو او بې ناموسیوکې را وښيئ . داسي مسلماني زموږ ولس و ازمویله !!
اول افغانیت بیا واقعي اسلامیت ،دغه دی زموږ د ولس ایمان!
په درناوې
ع کريم حليمي
29.03.2007
محترم دانشمند نقاد صاحب او د بحث ټول ملګرو سلام !
محترم نقاد صاحب ستاسو د ليکني په لوستلومي سترګي روښانه او زړه مي
په بيداره سو ! مننه
[quote:066022db75]اوس به ر اشو د پرمختګ امکاناتو او هغه اړین شکل ته چې د افغانی اسلامی ټولنې د ثبات اړخونه یعنی اسلام اوافغانیت یې تضمینولې نشي خو اجازه ورکولی شي ، کوم چې داسلام اوافغانيت سره ټکر ونه خوري خو پرمختګ ته بشپړه لار پرانیزي: [/quote:066022db75]
ثبات لمړی شئ دي په هره ټولنه کښي ، داکه عيسوي ، يهودي ،اسلامي او يا
افغاني وي ، اما ثبات تر هغه وخته امکان نه لري ، تر څو چه د ټولني خلګو
مسؤليت نه وي احساس کړي ، له مسؤليت څخه ثبات زيږي او له ثبات څخه
ترقي او پر مختګ زيږي ٠
په احترام
نقاد
01.04.2007
محترم اومکرم استاد مولینا حلیمي صاحب السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
تاسو ډیر پوخ ، عالمانه اوله پند نه ډک نظر وړاندې کړی چې مسؤلیت مو د ثبات او هغه مو بیا د پرمختګ بنسټ بللی دی !
[quote:592e3fb934]ثبات لمړی شئ دي په هره ټولنه کښي ، داکه عيسوي ، يهودي ،اسلامي او يا افغاني وي ، اما ثبات تر هغه وخته امکان نه لري ، تر څو چه د ټولني خلګو
مسؤليت نه وي احساس کړي ، له مسؤليت څخه ثبات زيږي او له ثبات څخه
ترقي او پر مختګ زيږي ٠ [/quote:592e3fb934] ما شاالله ، کور موودان بچیان مو لوی او ډیر دنیي اواخروي اجرونه مو په برخه شه!
که څوک مسولیت حس نکړي، نو د ټولنې کُـلـّّـي او ټولګړې ستونځې ورته نه مطرح کیدلی،نه یې لیدلی ،اونه یې حلولی شي او نه ترې د قام رښتیني مشران جوړېدلی شي. نو داولس باور اوویسا پرې هم نه رامنځته کیږی او ثبات هم نشي رامنځته کولی، پرمختګ خو لا څکی څکی!
بی مسولیته کسان لکه ترکی، امین او کارغل چې د پوځی کودتاو له لارو یې قدرت غصب کړی و، ثبات یې له منځه وړی ، په تیره بیا مجغدین ، چې د افغانستان د غوبل کولو له پاره پاکستان په یوهوندر سره تړلي و ، او قدرتطلبه طالبان چې د مسولیت پر پوله هم نه و تیر شوي نه یواځې ثبات بلکې له طالب پرته امن یې هم له منځه وړې وړ . اوسنی دولت چې د امن په خوندی کولو برلاسی نه مومي، لامل یې د ملی مسولیت نیمګړتیا او پرځای یې نړیوالو بادارانو ته دچوپړاوچوپړیتوب اولویت او مسولیت دی .هو ددوی په اړه خبره د اولویت ده ،نه د ضدیت : پر دوی تنقید همدا دی چې ملی مسولیت په منلومني خو اولویت ورته نه لري ، بلکې د امریکایانو او ایساف له غوښتنووروسته په دوهمه درجه ورته مطرح دي، خو طالبانو ته دالقاعدې او پاکستان غوښتنې نه یواځې اولویت لري ، بلکې د هغوی له پاره د ملی غوښتنو څخه چورلټ اوښتي او آن پر ضد یې هم عمل کوي . ددوی روانه جګړه ماري د پنجابیانو له پاره جنګ او په دې توګه یې هدف دافغانستان دغه نسبي اونیمګړې آزادي هم له منځه وړل دي.
که څوک وایی چې دا جګړې د امریکا او پاکستان په خوښه او پلان دوام لري نو طالبان بیا ځانونه ولې د پاکستان اوامریکایانود شریک لاس آله ګرځوي ؟
آیا ددغسې یوې بی شعوره آلې او وسیلې په توګه بیا هم دطالب ملاتړ وشي او پریږدو چې د وطن پر برخـَلیک باندې دخپلې خوښې اښې او لوبې موبې تکرار کړي ؟
نو هرڅوک او هراړخ چې دهیوادله سرنوشت سره سروکار لرل غواړي، مهرباني دې وکړي لومړی دې افغان ولس ته دملی مسولیت داولویت ژمنه اوو ثیقه وړاندې کړي !
هو، لومړی د ثبات له پاره دملی او دوهم اسلامی مسولیت ژمنه او دریم د پرمختګ او ولسواکۍ دمسولیت ژمنه او وثیقه ! نوهله به بری د افغان اولس به برخه شي ٠
ځکه ملی آزادي دافغان ولس پښې دي، سپیڅلی اسلام یې تنه (زړه )اولاسونه دي، او پرمختګ او دهغه شکل ، ملی ولسواکي یې دسر حیثیت لري . طالبانو دافغان ولس سر او پښې پرې کړې وي، یواځې تنه اولاسونه یې فعال و، نو دغه فعالیت هیڅ نتیجه نه لرله او شنډ فعالیت و. امریکایانو له ملی شکل پرته سرښه فعال کړی ، تنه یې هم خپل فعالیت ته پرېخودې ده او پښې یې هم له منځه نه دي وړي خو موقتأ یې هغه فلج کړې دي.
هدف دادی چې افغانستان باید بیرته په خپلو پښو ودریږي ، د پښواو تنې یعنې زړه تر منځ وینه بهیر پیدا کړي او دغه رازپه سرکې هم د ملي وینې رنګ وځغلي را وځغلي ، څو د خپل وطن دهوااو فضا څخه اکسیجن مغزو ته ورسوي !
[color=white:592e3fb934]هو،دغه زمونږ مسولیت دی ، همدادافغانی ټولنې د زړه ، سر او بدن وحدت دی اویواځې اویواځې دهمدغې وحدت تأمینول زمونږ ملی ،اسلامی او ولسواکیزه رسالت دی او بس![/color:592e3fb934][color=blue:592e3fb934]
ومن الله التوفیق ![/color:592e3fb934]
pattang
01.04.2007
نقاد صيب سلا مونه!
داسې ما لو ميږې چې افغانستان ته مو سفر کړی دی ٠
نشې کولی چې د خپلو ستر ګو ليدلي او او رېدلي سياسي، اقتصادي چارې
او حالونه په کور کلي او افغانستان کې، په بيطرفه تو ګه لوستونکو ته بيان کړې ?
زه ګمان کوم ستاسو ما لومات به ډير ګټور تمام شي٠
ستاسو دليکنې په هکله زه دومره وايم : اشغالګره قوه نغواړي چې په افغانستان
کې دې ارامي راشي او معقول مسلکي خلک د کار وکړي ٠ داشغالګرو د هدف لپاره
همدغه سيستم ښه نظام دی خو نه دافغانانو او خصوصا د پښتنو لپاره ٠
نقاد
02.04.2007
پتنګ خانه وروره علیکم السلام ورحمت الله وبرکاته !
وروره نیکمرغه او بریالی اوسې !
که ستا پشان یې درته لنډه ګنډه په څو ټکو کې ووایم نو:
د طالبانو مقاومت تر پخوا یو څه پراختیا موندلې ده او سړی ویلی شي چې که دوی د ملي آزادۍ غږ پورته کړي او آن تر اټکه پورې د ځمکنۍ بشپړتیا مطالبه
ورسره په ډاګه مل کړي، نو د پنجابیانو او امریکایانو پر ضد جګړې سره به یې په کلک باور سره د خلکو ملاتړ پراختیا ومومی او ډیر خلک به یې د جګړو لیکو ته ورودانګي . خو داچې د وطن یوه اشغالګر ته استعمار او بل (پنجابي) اشغالګر ته بادار وایی ، نو پر یوه بام ددوه هواو ادعا ورسره څوک نه مني! ددوی د مقاومت اوسني اهداف هغه کرکه له چا څخه نشي هيرولی چې دوی د خپل حکومت پر مهال د خلکو په زړونو کې راپارولې وه ٠
نو که د پاکستان په شمول د امریکایانو په خلاف هم روسیه ، هند او عربی هیوادونه ورسره پټه يا ښکاره مرسته جاري وساتي، تر وروستي بری پورې جګړو ته دوام ورکولی شي .
خو له طالب څخه دملی آزادۍ له پاره د امریکا په شمول د پاکستان پر ضد دجنګېدلو طمع نشي کیدای . او همدابه ژر يا وروسته ددوی د پرېکنده او نهايي ناکامۍ سبب وګرځي ٠
په مينه او درنښت ٠
pattang
03.04.2007
نقاد صيب سلا مونه اوښې چارې !
ستاسوله لنډ او ګټور نظر څخه ډېره مننه ، خدای پاک دې دغه خوب رښتيا کړي .
[quote:0024050b0c="نقاد"]پتنګ خانه وروره علیکم السلام ورحمت الله وبرکاته !
وروره نیکمرغه او بریالی اوسې !
که ستا پشان یې درته لنډه ګنډه په څو ټکو کې ووایم نو:
د طالبانو مقاومت تر پخوا یو څه پراختیا موندلې ده او سړی ویلی شي چې که دوی د ملي آزادۍ غږ پورته کړي او آن تر اټکه پورې د ځمکنۍ بشپړتیا مطالبه
ورسره په ډاګه مل کړي، نو د پنجابیانو او امریکایانو پر ضد جګړې سره به یې په کلک باور سره د خلکو ملاتړ پراختیا ومومی او ډیر خلک به یې د جګړو لیکو ته ورودانګي . خو داچې د وطن یوه اشغالګر ته استعمار او بل (پنجابي) اشغالګر ته بادار وایی ، نو پر یوه بام ددوه هواو ادعا ورسره څوک نه مني! ددوی د مقاومت اوسني اهداف هغه کرکه له چا څخه نشي هيرولی چې دوی د خپل حکومت پر مهال د خلکو په زړونو کې راپارولې وه ٠
نو که د پاکستان په شمول د امریکایانو په خلاف هم روسیه ، هند او عربی هیوادونه ورسره پټه يا ښکاره مرسته جاري وساتي، تر وروستي بری پورې جګړو ته دوام ورکولی شي .
خو له طالب څخه دملی آزادۍ له پاره د امریکا په شمول د پاکستان پر ضد دجنګېدلو طمع نشي کیدای . او همدابه ژر يا وروسته ددوی د پرېکنده او نهايي ناکامۍ سبب وګرځي ٠
په مينه او درنښت ٠[/quote:0024050b0c]
daud
15.04.2007
درنو او محترمو وطنوالو او دبحث قدرمنو ګډونکونکو ته سلامونه او احترامونه !
داسلامیت اوافغانیت لمن ډیره پراخه ده او دیو ه شخص دتوان څخه وتلی ده چه هراړخیزه تشریح او توضیح یی وکړی ددې هدف دلاسته راوړلو دپاره لویولویو علماوو او سکالرانو ته ضرورت دئ ،چه الله (ج)یی دزموږ په وطن کې زیات کړی .
زما له نظره دافغانی ټولنې دټولو تاریخی ،ملی او حیاتې ارزښتونو (ملی تاریخ ،ملی کلتور ، ملی مقدسات ،ملی اقتصاد او وطن )ساتنه ،روزنه ،پالنه ،وده او ددې ارزښتونو سره د کلکې او دوامداره رابطې ساتلو ژونددود ته افغانیت ویل کیږی .همدا رنګه په خپل وولس تکیه کول ، په ازادئ کې ژوند کول ،دوطن سره مینه کول ، دزور نه منل ، غلامی ردول ،خپل مشکلات په خپله حل کول ،ددین ، وطن ،تاریخ او وولس سره جفا نه کول ، په جرګو او مرکو او مذاکرو د معضلو په هکله فیصله کول ، دمتجاوز او یرغلګر په مقابل کې دشهادت ترپولې مبارزه کول ، ناموس ساتل ، سوال نه کول ، دهمسایه ګانو سره په دوستئ او احترام ژوند کول ، دنورو سره په مثبته توګه سیالی کول ،مظلومانو ته پنا ورکول ،مال ترسر او سر ترناموس جارول ، ځان نه بایلول ، ځان ته دحقارت په سترګه نه کتل ،غیرت ،زړورتوب ،میړانه ،وفا او نور ..... لوړ انسانی خصاییل دافغانیت سره تړلی اصول او موازین دی .
هغه افغان چه په افغانیت پوه وی او اصول یی په خپل ځان کې ساتلی وی په هر ځائ او هر وخت کې یی حیثیت لوړ او دقدر په سترګه ورته کتل کیږی ،افغانیت ددرانه او متین شخصیت نمایندګی کوی .
افغانیت دافغانانو یو ذاتی او فطری غیر مکتوب مګر عملی قانون دئ چه مرجع او منبع ددې قانون پخپله افغانان دی او مجریان او عملی کوونکی یی هم دوئ دی ، دافغانانو له لوری جوړ شوئ او منل شوئ او افغانانو ته معتبر دئ ،له دکبله افغانیت هغه قانون دئ چه اعتبار لری نه حاکمیت اود اعتباری کیفیت دلرلو له کبله دنورو قوانینو په شان نظارتی او اجرایی ارګانونو ته ضرورت نه لری یانی افغانیت تجسم اوتبلور دخالص اعتبار دئ . دافغانیت اصولوزده کړه دیوه افغان دزیږیدو څخه دمور په غیږ کې او دپلار ترسیوری لاندې شروع کیږی اودژوند تراخره پوری یی دشخصیت په رشد اود اجتماعی موقف په تشکل کې رول لری .افغانیت د فردی ،ټولنیزو حقوقو او مسولیتونو مجموعه ده اوهر افغان یی په مراعاتولو ذمه واردئ . په افغانیت کې دمحلی ، منطقه یی ، ملی او بین المللی مساییلواو ستونزو حل د وولس په مشوره ،مذاکره او مفاهمه فیصله کیږی یعنی د تصمیم نیولو او اقدام کولو صلاحیت ا و قدرت په وولس پوری تړلئ دی . په افغانیت کې هر ه فیصله چه دکوم شخص ، کورنئ او یا کومی ډلی له لوری شوی وی او دوولس نظر په کې نه وی منعکس شوئ باطلی ، مردودی او عملی جنبه نه لری .افغانیت دزور حاکمیت او حقانیت نه منی او په خپل ټول وس او طاقت دمال او ځان په قربانولو د استبداد او ستم سره مبارزه کوی .
اسلامیت :
دالهي کلام قران عظیم الشان دارشاداتو او دحضرت محمد (ص) داحادیثو په رڼا کې د شخصی ، ټولنیزاو ثقافتی ژوند تنظیمول او عملی کول دی .
داسلام مقدس دین یوازی په اخلاقی او عبادی اصولو کې لکه نور ادیان ( بودایی ، مسیحیت او نور ...) نه منحصر کیږی او فقط په رابطه دانسان د خدائ (ج)باندې اکتفا نه کوي ، بلکه دانسانانوپه خپل منځی اړیکو ،دهغوئ په حقوقو او مسوولیتونو باندې هم ډیر غوره او ارزښتناکه اصول او احکام لری چه اجراکول او عملی کول یی ددینی فرایضو او واجباتو څخه دی او خپل پیروان یی په مراعاتولو باندې مکلف دی .
داچه دافغانستان خلک مسلمانان دی نوهر حرکت ،نظر ، طرح او پروګرام باید دافغان وولس ددینی عقیدی یعنی اسلام سره په پوره توګه تطابق ولری ځکه دمطلق اکثریت دنظر خلاف عمل یوازی په زور ،اغوا او تزویر سره دیوه ژرتیریدونکی وخت له پاره ممکن دئ مګر حقانیت نه لری ، باطل دئ او له منځه تلونکئ دی او بقا نه لری .
دلته باید یاداوری وکړم چه داسلامی ارشاداتو دپوهی او درک موضوع ډیره مهمه ده .زموږ دینی عالمان ، فقها ، مجتهدین او اسلامی محققین باید د ټولنې داذهانو دتنویر دپاره خپله دینی فریضه باید ډیره جدی ونیسی او خلک دهغو خرافاتو ترک کولو ته چه هیڅ دینی اساس او ریښی نه لری دعوت کړی ، داسلام دمقدس دین ارشادات د تشریح او توضیح له لاری خلکو ته معرفی کړی او هغوئ په شعوری ډول ددینی اساساتو په منلو معتقد کړی نه دزور او تهدید له لاری .
رښتیا هم داسلام مقدس دین زموږ په ټولنه کې یو رسومی او عنعنوی شکل اختیار کړی دئ ،همدا وجه ده چه خبری داسلام کوو او عمل مو خلاف داسلام دئ ،چه داډول سلوک دخپلې عقیدی سره موږ دراز راز بدمرغیو سره مخامخ کړی یو او دنورو په نظر کې یی ټیت راوستلی یو .
استبدادی او مطلقه رژیمونو د افغانستان په تاریخ کې داسلام ددین د شعوری پراختیا،ودی ،نمو اوددین څخه دخلکو داګاهئ په برخه کې ډیر خایینانه برخورد کړئ دئ .یوشمیر ضعیف النفسه ،دنیا پرسته او تن پروره مبلغین او دعبا او قبا خاوندان یی په خپلو دربارونوکې دخپلو نامشروع سلطنتونو ،پاچاهیو او کاذبو او غلا شویو قدرتونو داستحکام او دوام دپاره اجیر کول او کوی یی او ددوئ دوجود څخه یی دیوی تبلیغاتی وسیلی په توګه دخپل ناولی قدرت دبقا دپاره دشرعی فتواوو دصادرولو کار اخست ،مګر دافغانستان اکثریت مطلق دینی عالمان او روحانیون د خپل وولس په شان دیوه خوار ،فقیر ،محتاجه او له نظر څخه وتلی قشر په ډول په جوماتونو او حجرو کې په وظیفو او خیراتوخپل ژوند تیراوه . ددوئ هغه لوئ رسالت چه د ټولنی د معنوی رشد ، تزکیه نفس ، دټولنی دسیاسی +فرهنګی تقوی او لوړو اخلاقی او انسانی ارزښتونو اګاهی او پیاده کول وو دلمانځه او جنازی په چوکات کې محدود پاته شول او په دتوګه په افغانستان کې داسلام دمقدس دین د تبلیغ ،بیان او پیژندل دیوی محدودی ،مزدوری درباری ډلی په لاس کې ولوید چه یوازی د حاکمه قدرت دخدمت وظیفه یی لرله .داستبداد ګرانو دغه خایینانه پالیسئ یو غیر حقیقی تصویر د ځینو لنډ فکرو اشخاصو ،ډلو او سازمانونو په مغز کې پیدا کړ او دموږ دوطن دوروسته والی ،سیاسی +اجتماعی ویجاړ حالت او فرهنګی فقر دوجود علت داسلام دین او روحانیون بولی ،چه دارنګه تحلیل نه علمی دئ ، نه منطقی دئ او نه منصفانه دئ ،ددرباری شاعرانو ، لیکوالانو ، تذکره لیکونکو او صحافیانو شمیره هم چه دمطلقه رژیمونو په چوپړ کی یی ژبې او قلمونه په کار اچولی وو لږ نه ده .
دترقئ ،رفاه او یوی عادلانه ټولنی د منځ ته راتللو دپاره دازادئ او استقلال موجودیت او داستبداد له منځه وړل اساسی شرط دئ .
داسلام دین ستم او اسبداد په شدید ترین شکل ردوی او دشیطانی او طاغوتی قدرتونو په مقابل کې د مبارزې (جهاد) غږ پورته کړئ دئ .
همدا رنګه دترقئ او هوسا ژوند دجوړیدو دپاره اسلام خپلو پیروانو ته واضح او تصریح دعلم او پوهی دزدکړی او دجهالت د منځه وړلو امر کړئ دئ او دمځکی په مخ دټولو نعمتونو او امکاناتو څخه یی دمعقولی او مناسبی ګټې پورته کولو جواز ورکړئ دئ .
داسلام دین په اجتماعی عدالت چه دترقئ یو بل مهم عامل دئ ډیر تاکید کړئ دئ ، دانسانانو په منځ کې فرق یی یوازی په تقوی پوری تړلئ دئ ، نه په زرو ، زور او منصب پورې .
دانسان کار ، زحمت او کوښښ یی عبادت ګڼلئ دئ او کار کوونکی (که بدنی دئ او که فکری ) ته یی د الله (ج) ددوست او حبیب خطاب کړئ دئ چه تردلوی مقام په دنیا او اخرت کې نشته .
درنو وطنوالو !
افغانی ټولنه یوه انسانی ټولنه ده او چیرته چه انسانان ژوند کوی طبعا ورسره د خپلو سیاسی ، ټولنیز، کلتوری او اقتصادي چارو دنظم او ترتیب په پروسه کې اشتباهات ، غلطئ ، نواقص او لغزشونه ملګری وی .
دنړئ په تاریخ کې په زمانی او مکانی لحاظ وولسونه او ملتونه دداسی نظام په جوړولو نه دی بریالی شوی چه نتایج یی ټول مثبت ، بی عیبه او کامل وی .
دهر نظام لاسته راوړنی متنوع دی ،هم مثبتی او هم منفی برخی لری خو هدف باید د مثبتو او مفیدو نتایجو غوښتنه او دمنفی لوریو نفی وی . دیوه وولس هوښیار ،صادق ،بااحساسه او بادرکه اشخاص او ډلی دخپلو شویو اشتباهاتو او غلطیو څخه زده کړه کوی ،دهغوئ دتکرار مخه نیسی او دخپلو نواقصو داصلاح په لټه کی کیږی .په اشتباه ،غلطئ ، انحراف او ناکامئ باندی اقرار او مسوولیت یی په غاړه اخستل شهامت ، غیرت ،جسارت او جراات ته ضرورت لری او دمتمدن انسانی او سیاسی کلتور یوه برخه ده چه باید زده او مراعات شی .
دافغانانو یوه لویه بدمرغی داده چه دتاریخ څخه زده کړه نه کوو څه چه تیر شوی وی هغه هیر کړو ، خپلو غلطیو ته نه متوجه کیږو ،پند نه ځنی اخلو ،خپل عقل ،فکر او تدبیر په کار نه اچوو ،دړندو په شان دنورو په لکڼه منزل ته رسیدل غواړو او دکڼو په شان د پردیو اشاروته مو سترګې کږې دی . که په اقتصادی ساحه کې دنورو دخیرات په طمع یو ،په سیاسی او فرهنګی برخه کې مو هم د ګدایی او درویزی کچکول په غاړه کله د روسانو دروازې ټکوو او کله د غربیانو لمنې نیسو . چه دا ذلیل ترین شکل دژوند کولو دئ او پست ترین فکردئ چه څوک د خپل کور نظم ،انسجام ،ترتیب او دسپلین واک پردیو ته سپار ی .په دطریقه نه نظم جوړیږی ، نه امنیت منځ ته راځی ، نه دابادئ او ترقئ څښتن کیږو .
افغان وولس په تیرو دریو لسیزو کې د ترقئ او پرمختګ دپاره دپردیو تجویزونه او طرحی دهغوئ دمزدورانو په وسیله په سترګو ولیدی او په خپل وجود یی لمس کړی چه دترقئ ترعنوان لاندې څه جنایتونه وشول او کیږی .موږ د سیاسی او فرهنګی جریانونو او تحرکاتو شاهد یو چه د څه ډول شرمیدلی ناکامئ سره مخامخ شول او لویه بدمرغی او انسانی فاجعه یی افغان وولس ته په ارمغان راوړه .ددې حرکتونو د ناکامئ او سرکوزئ عمده علت داو چه دافغانی ټولنې دسرشت او جوړښت (اسلامیت او افغانیت )سره پردی ، په تضاد او منافقت کې واقع وو . افکار ،اعمال او اهداف یی زموږ دټولنې د عقایدو ، ژوند دود او ملی منافعو سره په ټکر کې وو.
په کمونستانو روسان سپاره وو او دمارکسیزم—لینینیزم بغارې یی وهلې او په دانورو امریکایان ، عربان ، پنجابیان او ایرانیان سپاره اود اسلام نارې یی وهلی ، چه په نتجه کې نه کمونیزم و او نه اسلام فقط وطنفروشی ، جنګی جنایت او ملی خیانت یی رواج کړ او افغان وولس یی تباه او برباد کړ ، او دایی دا اوسنئ تپل شوی اداره ده چه په تشکیل او ترکیب کې یی همغه دښی او کیڼ اړخ جنګی جنایت کاران او غربی مزدوران شامل دی او ددموکراسئ تر نامه لاندې داسلامی او افغانی اصولو خلاف د غربی فرهنګ او فساد په تحمیل او ترویج لګیادی او دافغانستان په خپلواکئ او ارضی تمامیت یی بی شرمانه سوداګری شروع کړی ده .
ښاغلئ لرغونئ صاحب !
ستاسی ددې پوښتنې :
[quote:b5cf002abd]دا چې زمونږ د خلاصي يا نجات له پاره دې كومه په زړه پورې نسخه وړاندې كړې د دې يوه بېلګه راوړې نو ډېر به ښه وي چې تېر تاريخ كې تجروبه شوې وي[/quote:b5cf002abd].
دځواب او لازمې تشریح په هکله زموږ دتاریخ ژوره کتنه او مطالعه ضروری ده چه ډیر ښکاره دورې په کې شته چه دافغانیت او اسلامیت د اصولو څخه په ګټې پورته کولو سره پاخه او عادلانه دولتونه تشکیل شوی دی ،لکه دمثال په ډول دهوتکیانو دوره او دمیرویس نیکه مشرتوب ،دلوی احمدشاه بابا قیادت او داسې نور........،همدارنګه اوسنئ افغانستان داسلامیت او افغانیت د برکته ددومره توطیو او تجاوزونو سره سره خپل هویت او موجودیت ساتلئ دئ او ددې دوو لارو (اسلامیت او افغانیت ) څځه دالهام اخستلو په اساس یی خلک قربانئ او فداکارئ ته اماده شوی او دپردیو د تسلط مخه یی نیولی ده .او یوازی ددې اصولو په ساتلو ،غښتلی کولو او ودې ورکولو سره دافغانانو ملی هویت ، موجودیت او بین المللی حیثیت تضمین کیږی او د تجاووزونو او مداخلو مخه نیول کیږی .
ښاغلی ازادخیال صاحب استدلال کړئ چه :
م[quote:b5cf002abd]وږ خواوس ۱۴۰۰ کاله مسلمانان وو او او له دې زیات افغانان. بیا مو ولي دغه وطن دعمرونو یو غريب ،نالوستی او دنړۍ دډیرو وروسته پاتي هیوادونو څخه ګڼل کيږي.موږ اوس کلونه دنړیوالو دسوال اوخیرات په پیسو ژوند کوو خو په غروراوتکبر کې پوښتنه مه کوه. په اسلامیت کې داسې [/quote:b5cf002abd]
داخبره بالکل سمه ده چه موږ ۱۴سوه کاله مسلمانان او ددې نه زیات وخت افغانان یو ،لیکن تردې زیات وخت کیږی چه انسانان یو ، دانسان دپیدایښت څخه میلیون کاله تیریږی چه متاسفانه تراوسه بنیادمان دانسانی کراماتو او اډیالونو او ارزښتونو په پیاده کولو کې پاته راغلی دی ، نو موږ باید په انسان او انسانیت خط کش کړو او دهغه مسولیت او مکلفیت په هکله چه دموږ انسانانو په غاړه پروت دئ او ترعهدې یی نه یو وتلی او په اجراکې یی پاته او ناکام راغلی یو ، ګناه په انسانیت ور واچوو ؛ او دانسانی ارزښتونو په نفی او رد پسی بډی وو هو؛ .
دافغانیت دوولسی ادب یوه لنډي را په یاد شوه چه په څومره ظرافت او لطافت یی دغه ذهنیت منعکس کړئ دئ :
په سورسالو کې ګناه نشته
ګناه نجلئ کې ده چه ړنګه بنګه ځینه
نومحترمه په افغانیت او اسلامیت کې هیڅ نیمګړتیا او عیب نشته ،بلکه ګناه زموږ په کاږه واږه رفتار او تفکر کې ده چه دستونزو دحل په برخه کې مو دې اصولو ته توجه نه ده کړی او په خیالی او تقلیدی لارو کې سرګردانه او پریشانه ګرزو .
په افغانیت کې سوال کول او خیرات اخستل ډیره لویه بی غیرتی ده اوددې اصل په بنا افغانان هررنګه مشقت او تکلیفونه په ځان منی ،روژه نیسی ،ستونزې ګالی ، خو دسوال دپاره لاس چاته نه اوږدوی .په پښتو کې متل دئ چه: دسیال خواړه یا پور دی او یا پیغور . افغانان مرګ تر پیغور ښه ګڼی .همدارنګه ستر متفکر او دتوری او قلم باچا خوشحال بابا وایی :
دمنت خواړه که مړ شم نه یی غواړم
که علاج لره مې راشی مسیحا هم
دادئ دافغانانو برداشت دخیرات څخه ،چه دچا منت او احسان په ځان نه منی ولو که په هغې سره دمرګ نه هم راګرزی .
داخیراتونه او سخاوتونه دهغو اجیرانو او مزدورانو اجوره ده چه دوطن په سر یی سودا شروع کړي ده او په ضمیر کې یی اسلامی او افغانی اصول مړه شوی دی .داټولې بی شرمانه او غیر انسانی مداخلې دی چه دخیرات او مرستی ترنامه لاندې سرته رسیږی او شاته یی ډیر لوی شیطانی او فاسد هدفونه پراته دی .
دافغانستان ترقی او پرمختګ دافغانیت او اسلامیت سره مستقیم تړاو لری .که دافغانستان سیاسی -- فرهنګی اشخاص ،ډلې ،سازمانونه او ګوندونه په اسلامیت او افغانیت ځانونه پوه کړی او خپلی تګلارې داسلام په اصولو او دافغانی ژوند دود سره برابر ه تنظیم کړی او خپلی شخصی او ګوندی ګټې په اسلامی او افغانی ګټو برتره ونه ګڼی اوخپل مقاصد دپردیو په مزدورئ او نوکرئ سره تعقیب نه کړی ،متوسل په زور نه شی ،یقیناا چه بی ثباتی ،بی امنیتی او نظامی کړکیچونه به دټولنی څخه ورک شی او په ځائ به یی ثبات ،امنیت ،باور ،سوله ،همکاری ،ورور ولی او یو په بل لورینه په ټولنه کې خپاره شی ،چه همدغه داقتصادی ترقئ ،اجتماعی رفاه او یوی عادلانه ټولنې دجوړیدو دپاره مطمئن تهداب دئ .
دافغانستان فعلی فلاکت باره حالت چه ترورحاکم دئ ، امنیت نشته ،عامه قتل روان دئ ، وطن دیرغلګرو قواوو له لوری اشغال شوئ دئ ، فاسده ،غیراسلامی ، غیر افغانی او غیر انسانی اداره په وولس تپل شوی ده ،غله ، قاچاقبران ، حرفوی قاتلان ، جنګی جنایت کاران ددولتی ارګانونو ګردانندګان دی،مسلح بانډونه فعال دی داختناق او وحشت فضا په هره برخه دټولنې کې خوره ده اصلی علت یی دادئ چه موجوده ډلی او سازمانونه داسلامی او افغانی ارزښتونو په اصولو نه دی جوړې شوی اوپه افغان وولس یی تکیه نه ده کړی .
ترقی ، پرمختګ ،رفاه او اجتماعی عدالت په زور ،وارداتی اډیالوژی ګانو ، خارجی نوکریو او دخپل تاریخ او خپل ژونددود او فرهنګ په نفی کولو او ردولو او اړیکو شکولو نه حاصلیږی .
اسلامیت او افغانیت داخلاقی ،سیاسی ، اجتماعی ،فرهنګی اواقتصادی فسادسره نه پخلاکیدونکئ تضاد او مخالفت لری نه دتمدن او ترقئ سره . په اسلام او افغانیت کې انسان ، دهغه کرامت ،مقام او نیکمرغی تذکیه دنفس ،اودشیطانی او حیوانی هوسونو سره مبارزه هدف دئ ،او ټول کوښښ او تلاش یی دې هدف ته درسیدو دپاره دئ او دترقئ څخه یی مراد هم دانساني ارزښتونو پیاده کول دی .په اسلامیت او افغانیت کې دانسانانو دجنسی ،بدنی،روحی اومعنوی جوړښت او قوت څخه سوَ استفاده او استثمار دیوی خاصی ډلی له لوری او یا خاص مرام دپاره (دپانګې ډیریدل ، دمقام او رتبې لاسته راوړل ، دقدرت حاصلول اونور شیطانی او حیوانی هوسونه او میلونه..........) په شدت مردود ،منفور او باطل اعلان شوی اودافراط او تفریط څخه یی دتعادل ،تساوی او متقابله احترام دحقوقو او مسوولیتونو په چوکات کې لاره دیوه نیکمرغه او بې ډاره ژوند دپاره توصیه کړی ده .
موږ شکایت کوو چه ولې وروسته پاته یو ،خوددې رکود څخه دوتلو دلارو په ټاکلو کې مو سمه لاره نه ده غوره کړې .موږ په هغو لارو روان یو چه دترقئ په ځائ مصیبت راوړی .
حرکت شته خو مسیر دحرکت (غربی فرهنګ )او شرایط دحرکت (په پردیو تکیه )درست نه دي .
زموږ لویه سهودترقئ دپیژندلو څخه ده .موږ ترقی دهغو معیارونو او موازینو سره ځان برابرول بولو کوم چه په غربی نړئ کې دی ،که داسیاسی دی ،که اقتصادی دی او که فرهنګی دی او غواړو داترقی په خپلو ټولنو تحمیل کړو . حال داچه ترقی یوه طبیعی پدیده ده نه مصنوعی .
طبیعی ترقی داستعدادونو دخلاقیت ،روزنې او غوړیدو څخه حاصلیږی ،نه په خیالونو ،هوسونو او تقلیدونو .
اسلام او افغانیت د افغانانو فطرت ،طبیعت ،روح او معنو ی قوت دئ ، دهمدی طبیعت او روح ترسیوری لاندې باید مټې ونغاړو نه ستړی کیدونکې کوښښونه وکړو ،خپل استعدادونه وغوړوو او دیوه اباد ،هوسا ، پرمختللی او سیال افغانستان د جوړیدو دپاره خپله ټوله بدنی او معنوی انرژی په کار واچوواو افغانی غیرت ،همت او شهامت دعلم ،پوهی او تخنیک په ډګر کې هم عملاُوښیو .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
pattang
15.04.2007
daud وروره سلام عليکم !
په قلم دې برکت شه ، خدای پاک دې دافغانستان خاورې ته نور هم
لکه تاسو د اسې پوهه او درانه زامن ورکړې ترڅو چې ددې خاورې بچيان
خصوصا پښتانه ديوې پښتني او اسلامي لمنې لاندې ازادمدني ژوند وکړي ٠
ستاسو ټولو ليکنوته بايد هر افغان په تندي کښې دننې ژور ځای ورکړي ٠
ډېره مننه