نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له دې نه څه انګېرئ؟
larghonay1
26.03.2007
د مجاهدينو د اسلامي اتحاد دګوند مشر او د شمالي ټلوالې د ژبور غړي استاد عبدالرب رسول پر كور چې د شپې افغان سرتېري او بهرني ائتلافي ځواكونه ورختلي، كور يې لټولى او دوى يې دږلي دي تاسو څه انګېرئ چې دا ولې او د كومې موخې له پاره ؟
ځينې خلك وايي امريكا په ايران حمله كوي او غواړي چې مخكې له مخكې هغه كسان خسيان كړي چې د ايران له خوا د استعماليدو وېره ترې كېږي.
اودغه مشران هم په دې پوه دي نو ٰځكه كله له يو سره ائتلاف او كله له بل سره او كله بيا د ځان له پاره د (پاچاغير مسؤول او واجب الاحترام) مصوبې منظوروي.
تاسو په كې څه وايئ؟
په ما دې وكړه په تاوشه
په كور دې راشه بې بارانه سيلابونه[/color]
pattang
26.03.2007
ډېر دخدای فضل دی مکوه چې له سپنږ مو يې ترې را وباسي٠
ولې د رباني ، فهيم ، قانوني کورونه نه بې عزته کيږي او نه تلا شي کېږي ٠
دې دله نجيب هېر کړی وو چې تاجکو کودتا پرې وکړه او په طالبانو يې وځړاوو
نودې دله خان له شورائې نظار سره څکول ? اودا ټول کارونه د شورای نظار په
لمسون کېږي اوپښتانه استعماليږي او زواليږي ٠
امريکايان په ايران حمله نشي کولی٠
دا څه مانا : ټو ل حکومت دافغانستان له A-Zپورې غلام ، بندي اوخپلواکه
ندی نن سياف سبا کرزی ټول قدرت د شورائي نظار او اشغالګرو په لا سونو کې
دی٠ لا س په توره الله اکبر ٠
صافی
26.03.2007
وروره! مونږ او تاسو په تیرو درې لسیزوکې په خپلو سترګو ولیدل چې دپردیو داشغال په لړ کې څومره ریژیمو نه راغلل اوڅومره نسکور شول،څومره قوانین تصویب شول اوڅومره لغوه شول ، دجنګسالارانو دځان د خلاصون پریکړې به هم که خدای کوله لمړۍ اوروستۍ نوي.
ځکه مونږ پخپله چې خپله شورا او حکو مت لاسپوڅې ګڼو نو اشغال ګر به یې په کوم ویاړلی نامه یادوي؟ او ددوي پریکړو ته به څه احترام قایل وي ؟
په هر حال د سیاف په بې عزتۍ ،چې د دنورو بې عزتی کړی هم خوشحاله یم او هم خپه . خوشحاله ځکه یم، چې دﺉ او د ده دچور نور ملګری د هر ډول بې عزتۍ وړ دي، او خدای دې وکړی چې ګوانتنمو ته یې بوځي . او خپه په دې یم چې دا کار ولی دملت دخوا ندﺉ ترسره شوی؟
راغلو دایران وهلو ته ! زما په نظر بوش دایران نه ددرز پورتکولو نیت لری ، خو لار ترې ورکه ده چې څنګه یې ووهي !
pattang
26.03.2007
صافی صيب !
زه ګمان نکوم ،ځکه چې غربي اروپا به بيا ډېره په تنګه شي او تيل به ډېر قيمته
شي له بله خوا دايران نيول داسې اسانه کار هم ندی او رو سان هم خپلې ګټې هلته
لري او اسلامي نړۍ او اهل تشيع چې په عراق، عمان او بحرينو کې ژوند کوي هم
بيطرفه نه پاته کيږي٠ امکان لري د يوه درب لپاره خپل لنډی سپی اسرائيل هوايې
حملې ته ور ولېږي خو ايران هم اسرائيل ويشتی شي ، زما نظر دادی چې ينکي په عراق کښې ناکامه ده خوڅرنګه چې له عراقه ووتل د جنګ لوی ميدان به افغانستان شي .کوم نفرچې په عراق کښې جنګيږي هغوی هم افغانستان ته راځي او حتی اوس يې هم دوه جرمنيان په عراق برمته نيولي او د المان له دولته غواړي چې خپل عسکر له افغانستانه څخه وباسي٠
صافی
27.03.2007
پتنګ صاحب!د احترامه روسته:
پورتنۍ خبری مو ټولې واقعیت دي اوزه یې درسره منم .
خو : ینکیان دایران د ونیولو په قیصه کې ندي، اونه هم دروسانواو غربی اروپا دغمه مړه دي.یواځنی مشکل یې تیل دي، چې دوي په خپله دهغې په کمبود مواجې نشي.که دغه لار چا ورو ښودله د بوش اداره به مسلمانان په قوتی کې ځای کړی، او داسلام ریښې به د بیخه راو باسی !!!
که دا څوک منی اویا نه غربیان خپل ،او دنړۍ يواځینی دښمن فی الحال اسلام ګڼی، او ځان ترې هیر دﺉ.
موضوع
و.افغان
31.03.2007
ټولو وروڼو هر پتنګ صاحب، صافی صاحب، او لرغونی صاحب ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
غواړم چی ستاسی لدی موضوع سره دغه یو دوه شعرونه درشریک کړم.
كوهي مه كنه دبل سړی په لار کی
چیری ستا به د کوهي په غاړه لار شي.
داسی مه وایه چی زه یم په جهان کی
پیدا کړی خداي د سر له پاسه سر دی.
سیاف به ډیر دا حدیث تکراراوو، او په څوځله د هغه له خولی خپله اوریدلی:
من مشی مع ظالم، وهو یعلم انه ظالم، فقد خرج من الاسلام.
(وکذلک اخذ ربک اذا اخذ القری وهي ظالمة ، ان اخذه الیم شدید)
او نوری توری ورځی هم دالله په حکم سره ددوي انتظار باسي.
په پای کی له ورونو بخښنه غواړم، چی دا لیکنه رانه په خطایی دیوی بلی موضوع په جواب کی اضافه شی.
په درنښت.
وهاج صافی.