د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مباح الدم

larghonay1
26.03.2007

هسې خو دا درې لسيزې افغانان سين راوړي يا مباح الدم دي. كه هرچا هرچېرته وواژه څوك يې پوښتنه نه كوي. خو كله چې بيا د يو بام او دوه هوا خبره شي نو سړى يو څه ګيلمن شي چې اخردا ولې؟
څه كم يوه مياشت كېږي چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ ٰڅخه يوايټالوى ژورناليست او ورسره دوه افغانان چې يو يې ډرېور او بل يې ژباړونكى و تښتول شوي وو چې هغه په هغه ډرېور بېچاره خو يې مور وربوره كړه او ايټالوى ژورناليست ډانيل څو ورځې مخکې د پنځو تنو بندي طالبانو د خوشې کولو په بدل کې پرېښودل شو، خو اجمل نقشبندي چې يو افغان ژورناليست دى نو نه يې دولت د خوشې كيدو پر سر څه اقدام وكړ او نه په طالبانو كې دا رحم شته چې راخوشې يې كړي.
څه موده وړاندې چې په هلمند كې نوې ګډوډي پيل شوې وه او امنيتي حالات نوي خراب شوي وو نو ځينو هلمنديانو به ويل چې طالبان پر بهرنيانو حمله نه كوي خو كه د ملي اردو يو سرتېرى هم وويني نو ژوندى يې نه پرېږدي. نو طالبان او بهرنيان هغه د پاكستانيانو خبره سره ملاو دي خو چل يې افغانانو بېچاره ګانو ته جوړ كړى دى. خو اوس د كرزي صيب د حكومت دريځ معلوم شو چې دوى هم افغانان مباح الدم ګڼي او د بهرنيانو د ګټو، موخو او غوښتنو پاملرنه كوي.
مونږ د ايټالوي ژورناليست په راپرېښودو نه يو خپه خو خپه پر دې يو چې كه د يو ايټالوي په بدل كې پنځه تنه ورپرېښودل كېږي نو د يو افغان په بدل كې ولې يو افغان نه ورپرېښودل كېږي؟


pattang
26.03.2007

حاجت دومره تبصرې نشته :
هغه با دار ان دي ،ته اوزه او نور افغانان مذدوران٠


Miwand Patang
01.04.2007

لرغونی صاحب سلامونه او ښې چارې!
ډیرې حساسې موضوع ته مو اشاره کړېده. د طالبانو په هکله ستاسو خبره ما هم اوریدلې ده او دا هغه حقیقت دی چې د هلمند او کندهار د سیمې اوسیدونکو په وار وار لیدلې او له مطبوعاتو سره یې تبصرې پرې کړې دي.
اوسني جګړه مار طالبان دغه بې رحمه او قسي القلب موجودات چې د انسانیت او اسلامیت خلاف داسې ننګین اعمال تر سره کوي چې قلم یې له یادولو څخه شرمیږي رښتیا هم امریکایان او نور خارجیان نه وژني بلکي دوی یوازې دافغان ولس دښمنان دي او یوازې د دې ځوریدلي ملت خوار او غریب بچیان وژني او حکومت هم متاسفانه په دې هکله غیر مسوولانه عمل کوي چې موږ په دې هکله د هغوی د پاملرنې غوښتونکي یو څو مظلوم افغانان د خونخوارو له منګولو څخه و ژغول سي.

مننه
میوند پتنګ


Miwand Patang
01.04.2007

پتنګه،
تا خو خپله اعتراف کړی دی چې ته د بهرنیانو مزدور یې نو په ټولو افغانانو باندې دغه ټاپه مه لګوه او مه د ځان په څیر خیال بل چا ته کوه.

[color=darkblue:2fbff277a4]حاجت دومره تبصرې نشته :
هغه با دار ان دي ،ته اوزه او نور افغانان مذدوران٠
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/color:2fbff277a4]

مننه
میوند پتنګ


pattang
01.04.2007

ميوند خانه !
داسې سپين سترګي او دروغ خو ولا که د يوه ريښتني پښتانه خواص وي
خو وروره ګرم نه يې : " څرنګه چې فابريکه هغسي يې هم محصولات " ٠
( مقصد مې سياسي رژيم دی )
يو متل دی وايې : "قاضي چې هر څومره پړه ولم زه نه پړيدم "
په بل ځای کی داسې وايې :
"هغه سړي خپل شرم په پښو کې اچولی دی "٠

[quote:c306d8173e="Miwand Patang"]پتنګه،
تا خو خپله اعتراف کړی دی چې ته د بهرنیانو مزدور یې نو په ټولو افغانانو باندې دغه ټاپه مه لګوه او مه د ځان په څیر خیال بل چا ته کوه.

[color=darkblue:c306d8173e]حاجت دومره تبصرې نشته :
هغه با دار ان دي ،ته اوزه او نور افغانان مذدوران٠
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/color:c306d8173e]

مننه
میوند پتنګ[/quote:c306d8173e]


Miwand Patang
02.04.2007

پتنګ صیب!
ته هر شي ته د سرتمبه ګۍ په بنسټ ګورې او همدغه کږه لاره ده چې د سړي د هر اړخیزې ناکامۍ اسباب برابروي . ګرانه:ما خو ستا د تیرې خبرې یو معقول وضاحت کړی دی چې نه یې منې نو په زور خو یې څوک نه سي درباندې منلی خوښه مو خپله.

مننه
میوند پتنګ


larghonay1
08.04.2007

اخر هم جاهلانو خپل وحشت ترسره كړ او دا يې وښوده چې دوى نه انسانيت لري، نه اسلاميت پېژني او نه افغانست. دوى لكه څنګه چې د پنجابيانو نوكران دي همغسې وفادار وختل او اخر يې هم د ازاد ژورناليست اجمل نقشبندي وينې وڅښلې. انا لله و انا اليه راجعون
دا خو له پخوا معلومه وه چې طالبان افغانان نه دي بلكې د افغانانو پر سپېڅلې لمنې مردار داغونه دي. دا د سپي لكۍ به هيڅكله هم څوك سيخه نه كړي خو تر دې وروسته به هغه افغان ليكوال ډېېېېېېېېېېېېېېېېر بېغيرته وي چې پر دوى خواشيني ښكاره كړي او يا ووايي چې بمباري يې پرې كړې يا يې عام وژنه كړې. پرېږده دا د تلتكي بچيان چې همداسې وحشي ګرځي او د ليونيو سپو غوندې يې هرځاى كې ووژني. پرېږده چې د كورنۍ سره پرې بمونه وغورځوي او له خاورو سره يې سم كړي. سږ كال د همدې بېغرتو د لاسه له ټول هلمند څخه يكي يو تن پوهنتون ته كامياب شوى هغه هم له كابل څخه په كانكور كې ګډون كړى و.
تولعنت دې پر دا هسې منصفۍ شه!!!


pattang
08.04.2007

لر غونيه وروره !
اعصاب دې ډېر خرابه شوي دي دا کار زما په نظر لوی بشري خيانت دی چې دوی
کړی اما سوال دادی چې دا کارچا کړی دی ? داسې کارخو غېر اسلامي او غېرې
پښتني دي٠ طالبان بايد پر دې موضع رڼا واچوي او مونږ ته يې واضح کړي چې دوی
په کوم دليل يو افغان ، يو انسان بي ګنا ه وژني ٠ که داسې خرتوب وي نو ددوی څخه
په ډېره عجله بايددافغانستان خلک فاصله ونيسي او په زانګو کښې يې خپه کړي .
د يوه انسان وژنه بېله کومې ګناه څخه په اسلامي او پښتني کلتور کې منعه يوبېغيرته کار اوپه خپله يو جنايت دی٠ دداسې کسانو کورنۍ مسئوليت نلري ، مسئول همېشه هغه سړی وي چې ګناه يې کړې وي٠
ته خو لږ څه صبر وکړه چې دوی څه وا يې ?


صافی
09.04.2007

///////////


larghonay1
09.04.2007

پتنګ صيب وايي يو پټى شوتله يې وخوړه او ته يې لامږه بولې :
د دوى رڼا اچونې ته هيڅ اړتيا نشته او نه دا د دوى يو نوى كار دى . د دوى هغه ملاعمر هم يو ستر غل او بدكاره و كه داسې نه وه نو يو نارينه كله له خپلو خلكو مخ پټوي چې ده دښځو غوندې مخ پټاوه.
يو سړى هغه وخت له نوور سړيو مخ پټوي چې شرميدلى وي او خلكو ته سترګې نه شي ورغړولى. او يا له خپلو شومو كړنو وېرېږي چې سبا به يې څوك وپېژني.
له لسګونو خلكو او ميډيا څخه مې اوريدلي چې ملاعمر به له نارينه وو هم مخ پټاوه.
له دوى هيڅ د انسانيت تمه نه همغه وخت كېده ، نه نن او نه سبا كيداى شي. تر اوسه پورې پښتنو ته د دوى د وحشت او بې عقلۍ پېغورونه وركول كېږي. پر وژنو او وهلو سربېره حتى تر دې چې خلك ورپسې وايي دوى په خپلې واكمنۍ كې پرخلكو تخرګونه كتل چې كل كړي يې دي او كنه او ځينې لا وايي ترنامه لاندې ځايونو باندې يې هم ګوتې وهلې چې خريلي يې دي او كنه. له بده مرغه چې د پښتنو له پاره د دوى هره كړنه يو تاريخي پيغور دى. په دې ورځو كې ما په خپله په لسګونو وړو جلسو او خپلو ماتو ګوډو ليكنوكې له دوى څخه دفاع كوله چې بايد دولت ورسره كېني او خبره د خبرو له لارې حل كړي خو اوس پوه شوم چې خر هيڅكله هم څوك په خبره نه شي پوهولى.
دا يې لاڅه كوې ته د اطلاعات او كلتور وزير خرم چاركونجه ته ګوره چې دومره ستر دروغ يې وويل.
سهار يې له بي بي سي راډيو سره په مركه كې وويل چې دولت د هغو پنځو كسانو په بدل كې د ده او د ايټالوي دواړو خبره كړې وه خو طالبانو نه منله.
دا مطلق دروغ دي ځكه د هلمند په هغه روغتون كې چې طالبانو ايټالوى سپارلو اجمل نقشبند يې هم له ځانه سره راوستى و خو دوى ورته د هغه په هكله هيڅ يادونه نه وه كړې نو ځكه يې هغه بېرته له ځانه سره بيولى و.
د اجمل نقشبندي وژنه يوازې يوه نادوده نه، بلكې دهغو پښتنو روڼ اندو له پاره پيغور شو چې په مطبوعاتو او ويناوو كې يې له دې خيرن تحريك څخه تر دې مهاله دفاع كوله، او دولت خو هسې هم د مافيا او غلو دولت دى.
نو تاجيګان ګرم نه وو چې پر پښتنو ته يې غول افغان وايه.
دا په رښتيا چې يو غوول قوم دى په شلو ډلو وېشل شوى او له هرې خوا دل كېږي. داځكه چې دوى هيڅكله هم ريښتونى مشر ونه درلود. يو خوا يې د كرزي، هيوادمل او خرم غوندې خلك استازيتوب كوي او بلې خواته يې ملاعمر او ګلبدين . نو اوس تاسو ووايئ چې له دوى د انسانست تمه كيداى شي؟
اجمل نقشبند اصلاً د تارياكو ښكار شو . په دې موسم كې د هلمند د تارياكو دراټولولو شپې وځې دي او مافيا نه غواړي چې هلته دې څوك ازاد ژورناليست لاړ شي او د هغه ځاى جاج دې واخلي. كه تاسو پوښتنه وكړئ په هلمند او كندهار كې دكرزي د ورور احمد ولي څخه پرته بل څوك هيڅ ولسوال هم نه شي ګومارلى.هلته انګليسان دي هغوى غواړي چې د هلمند تارياك يوازې د دوى په انحصار كې پاتې شي او نور نړيوال هلته لاړ نه شي نو داجمل بېچاره په وژنه يې نور ووېرول. خو د طالب په نامه احمقان په دې هم نه پوهېږي چې څوك يې استعمالوي او د كومې موخې له پاره يې استعمالوي.
دا بېخي جوته ده چې له پاكستانه تر هلمند پورې ډېرې اوږدې او سپيرې دښتې دي چې د طالبانو موټر په كې راروان وي خو په هلمندكې مېشت بهرني ځواكونه چې اكثره يې انګليسان دي ډز هم نه پرې كوي خو چې كليو ته راشي بيانمايشي بمبارۍ پرې كوي چې سلو كې چېرته سياستاً يو دوه طالبان هم په كې مړه كړي.


larghonay1
09.04.2007

[color=blue:648238a701]دا ليكنه وهاج صافي په همدې فورم كې ځانګړي بحث ته وړاندې كړې وه خو په همدې موضوع دلته بحث روان دى نو له هاغه ځايه مو دلته راكاپي كړه. لرغونى [/color:648238a701]
نن می د بینوا په ویبپاڼه کی د اجمل ژورنالیست په اړه د یوه لیکونکی یو نظم ولوست، چی زه یی دغه کار ته د سپينسترګیتوب او بی پرتوګه جرات پرته بل څه نشم ویلاي، تاسی په کی څه وایۍ، دغه نظم جوړونکی په خپل نظم کی ځان د جنت ټیکدار، داسمانی ملکو آمر صاحب او په غیبو پوه ښودلی، هیله کوم چی ښه په ځیر یی ولولۍ

دغه شاعر وایی:

داجمل روح ته
يه د اسمان ملوکوو
يه په زړه سختو سختو
که جبرائيل
که اذرائيل
که اسرافيل
يه د جنت پريښتو
دروازې خلاصي پريږدۍ
دروازې خلاصي پريږدۍ
يوه شهيده
پاک لمنه
روح چي
د تکوو تورو تيارو
د خدای دښمني توري
په تيغ يي سر پرې سوۍ
بيله انکر منکر نه
روانه ده فردوس ته
دروازې خلاصي پريږدۍ
دروازې خلاصي پريږدۍ

امين باوري - د اپريل ٩بلجيم د ات ښار

_________________
ازادي كه خيراتـــــــي وي يا دچــــــا مهرباني وي
افتخار به پـري ونــــــه كا كه همت يي افغـــاني وي

قرباني چـي پـه كــي نه وي هغه كله لـــوي اختر دي
ازادي ســـره تــــرلي ديــره لويه قربـــاني وي


hewad
09.04.2007

سلامونه
اجمل باندې دې سپېڅلی الله ورحمېږي٠ زموږ پۀ وس يواځې دعا ده څښتن تعالی دې قبوله کړي٠
دښاغلي لاروي صاحب ليکنه د طالبانو پۀ وحشت څرخي ،اما زۀ فکر کوم چې زموږ د ولس ډېرکی
همداسې وحشيان دي ٠ د خلکو دموکراتيک ګوند د کمونيزم د بري لپاره ډېر بې وزله او بېګناه خلک
تر تېغ تېر کړل چې پۀ مقابل کې مجاهدينو هم خپل زړۀ د بې وزلو خلک پۀ وينو بهولو سوړ کړ ، دوی ته د ښوونځيو
سوزول ،د ښوونکو وژل او د دولت دعادي کارکونکو ترور تر هر څۀ لومړيتوب درلود ٠ اوس وار د طالبانو
دئ٠ کۀ چېرې ښۀ ځير شو د دريو واړو ډلو تر شا د ولس يوه برخه ولاړه او د هغوی ملاتړ يې کولو او کوي يې٠
بل دا چې کۀ چېرې طالبان وسله کېږدي او تسليم شي د هغوی د ژوندي پاتېدو ضمانت څوک کوي ؟
د دوی زيات شمېرخو د امريکايي يرغل پۀ سر کې تسليم شول، هغوی اوس چېرې دي؟ لۀ تورو خاورو خو
بل هر څۀ بهتره دي٠
پۀ درناوي


larghonay1
09.04.2007

له وهاج او هيواد صيب دواړو څخه مننه!
لومړى غواړم وهاج صيب ته ووايم چې د اجمل په اړه شعر كې هيڅ كومه ستونزه نشته او نه په كې كوم تجاوز شته البته له شعري اړخه كمزورى دى خو د افغاني دود او اسلام څخه يې هيڅ تجاوز نه دى كړى تاسوهر وخت تشې فتواوې وركوئ او اوس څوك دا نه مني چې يو كس دې ووايي دا ښه دى او دا ښه نه دى. مهرباني وكړئ د نورو خبرو پر ځاى يې همغه تجاوزات ولې نه په ګوته كوئ؟

او هيواد صيب تاسو د كمونستانو او مجاهدينو بېلګې وړاندې كړي دا بالكل سهي خبره ده هرې ډلې خپل ټول زور و ازمايه او خپله څېره يې وښوده خو دا د دې دليل كيدى نه شي چې څوك دې ووايي پلانۍ ډلې دا كار كړى و نو پلانۍ ډله هم بايد همداسې كار وكړي. كه داسې وي په نړۍ كې بې شمېره وحشتونه تېر شوي نو يوه ډله دې وايي چې پخوانيو عربو ژوندۍ نجونې خښولې مونږ يې هم خښوو؟
دمجاهدينو او كمونستانو حكومتونه او وختونه له اوس حكومت او طالبانو سره بلا توپير لري.
د كمونستانو په وخت كې يوې عقيدې او ايډيولوژۍ ته كار كيدو اوپرنورو مطلق پابندي وه او هره ورځ به يې سپكاوى كيدو خو په اوس حكومت كې هر څوك خپله عقيده پلې كولى شي هيڅوك پر چا بابندي نه شي لګولى. او بله دا چې د كمونستانو او مجاهدينو په وختونو كې به كه چېرته كمونستانو د هغوى په اصطلاح اشرار ونيو او ثابته به شوه چې مجاهد دى نو بيا يې ژوندى نه پرېښودو خو اوس هغه دى له ګوانتاناموهم بېرته راغلل او اوس لاكتابونه هم ليكي سم دم ليكوالان شول او دايې لاڅه كوې چې پخوا يې د خلكو پر موټرو د مرغانو انځورونه نه پرېښودل خو اوس يې په خپلو كتابونو كې د ګوانتانامو انځورونه چاپ كړي دي.هيواد صيب تاسو به په همدې فورم كې زما ډېرې ماتې ګوډې ليكنې لوستې وي ، زه هيڅكله هم د كرزي د حكومت ملاتړ نه كوم خو دا هم تر اوسه چا نه دي ويلي چې كوم طالب بندي دې په دې جرم په څرګنده اعدام شوى وي چې د طالب تحريك غړى دى. په جګړو او بمباريو كې مړي كېږي چې مونږ يې د هغې غندنه هم كړې او تل مو په دې اړه خپل نظر څرګند كړى چې بهرني ځواكونه له افغانانو سره سم چلند نه كوي خو طالبان ځانته مسلمانان او افغانان وايي دوى بايد داسې رټلى عمل ونه كړي چې كفار هم هغه نه كوي.

زما يې پرې څه چې د دوى د سر ضمانت څوك كوي او كه نه يې كوي خو ما وليدل چې د دوى ستر ستر خلك راغلل او سرونه يې امانت ساتلي دي حتى د دوى د تحريك غړي اوس هم په ملي شورا او نورو ماموريتونو كې ښه پريمانه دي او د دوى هغه غړي هم تر اوسه په بېلابېلو ماموريتونو كې دي چې د همدوى د واكمنۍ پر مهال مقرر شوي وو.
زه بيا هم وايم چې دا يوه داسې وحشي او غير انساني كار دى چې اسرائيل يې هم نه كوي. هغوى په مرمۍ او بم خلك ولي خو د مړو بې عزتي نه كوي لكه د طالبانوغوندې چې سر يې په يوه او تنه يې په بله وي. اوريدلي به دې نه وي چې طالبان د موچي په تار خلك حلالوي ايا دا د يو كافر سره هم په كار دي؟
طالبانو د اجمل نقشبندي سره د هغه ډرېور په مړي څه وكړل تاسو خبر يئ؟
زه نه پوهېږم خو كله وړوكى وم او زمونږ په كوركې به د قربانۍ يا لاندي پسه حلاليدو نو مونږ ټول به يې وشړلوچې بيا په خوب كې ډارېږئ خو طالبان يو اسير څملوي او نور ورته ودروي چې سيل يې وكړي او بيا يې حلالوي په داسې حال كې چې اسلام د اسير ټول حقوق څرګند ه بيا ن كړي دي.
هيواد صيب كه له ماڅخه تېزې او ستوغې خبرې شوې وي زه ډېره بښنه غواړم خو باور وكړه د اجمل وژنې ډېر خواشينى كړى يم او بله دا چې زه ښه پوهېږم چې په تېرو اوبو پسې د يوم كړنګول هيڅ مانا نه لري او زما په دې خبرو اجمل ته هيڅ ګټه هم نه رسېږي خو زه وايم هغه روڼ اندي افغانان چې د طالبانو ملاتړكوي تر لږ تر لږه تر دې وروسته خو دې ددوى له ملاتړه لاس واخلي. هيله ده ګوستاخي به راوبښئ.
ستاسو لاروى


Anonymous
10.04.2007

[quote:654fe4c9fe="pattang"]لر غونيه وروره !
اعصاب دې ډېر خرابه شوي دي دا کار زما په نظر لوی بشري خيانت دی چې دوی
کړی اما سوال دادی چې دا کارچا کړی دی ? داسې کارخو غېر اسلامي او غېرې
پښتني دي٠ طالبان بايد پر دې موضع رڼا واچوي او مونږ ته يې واضح کړي چې دوی
په کوم دليل يو افغان ، يو انسان بي ګنا ه وژني ٠?[/quote:654fe4c9fe]

يه وروره هغوي يو بي ګناه افغان ژورناليست وواژه او ته وايي رڼا دي پري واچوي. په دي به نوره څه رڼا واچوي؟ د بې غيرتئ او بربريت له حده هم تير شول ، دا د ليونۍ زامن  نه دي؟



10.04.2007

د هيواد پوښتنه :
[quote:dd2782a358]بل دا چې کۀ چېرې طالبان وسله کېږدي او تسليم شي د هغوی د ژوندي پاتېدو ضمانت څوک کوي ؟ د دوی زيات شمېرخو د امريکايي يرغل پۀ سر کې تسليم شول، هغوی اوس چېرې دي؟ لۀ تورو خاورو خو بل هر څۀ بهتره دي٠ [/quote:dd2782a358]
لرغونوال صیب داسې ځواب کړې :
په جګړو او بمباريو كې مړي كېږي چې مونږ يې د هغې غندنه هم كړې او تل مو په دې اړه خپل نظر څرګند كړى چې بهرني ځواكونه له افغانانو سره سم چلند نه كوي ، خو دا هم تر اوسه چا نه دي ويلي چې كوم طالب بندي دې په دې جرم په څرګنده اعدام شوى وي چې د طالب تحريك غړى دى. خو طالبان ځانته مسلمانان او افغانان وايي دوى بايد داسې رټلى عمل ونه كړي چې كفار یې هم هغه نه كوي.
( البته دا بیله خبره ده چې د یاغی طالبانو په مابل کې د یو راغلی طالب د سر ضمانت څوك كوي او كه نه يې كوي )، خو ما وليدل چې د دوى ستر ستر خلك راغلل او سرونه يې امانت ساتلي دي حتى د دوى د تحريك غړي اوس هم په ملي شورا او نورو ماموريتونو كې ښه پريمانه دي او د دوى هغه غړي هم تر اوسه په بېلابېلو ماموريتونو كې دي چې د همدوى د واكمنۍ پر مهال مقرر شوي وو.
دا ځواب بالکل بشپړ دی ، خو زه وایم چې آیا دهیواد صیب سره دغه اندیښنه او اندیښمنه پوښتنه بیځایه نه ده ؟ آیا طالبانو پخپله هم کله دغه پوښتنه یا غوښتنه کړې چې که مونږ تسلیم شو زمونږ امنیت دې تامین شي؟


موضوع

و.افغان
10.04.2007

ټولو ورونو ته د زړه له کومی سلامونه وایم
محترم لرغونی صاحب:
خلک وایی: یو بام او دوه هواوی، متحدو لښکرو چی وار وار په مختلفو ځایونو کی په بی ګناهو خلکو بمباري کوله، په ودونو کی یی څو ځایه عامه وژنه تر سره کړه، کوم ځاي کی چه پری ډزی وشی، نو بیا دلیونو غوایانو په څیر په هر چا حمله کوي، او خلک وژنی، د ننګرهار دوه پیښی، او همدارنګه دکاپیسا، آخرنۍ پیښی ښی بیلګی دي،
والله که مو ستا څخه دومره غوسه لیدلی وي ددغه مظلومانو لپاره، اوس دیوه کس باره کی دی دومره په ماغذو بوج راغلی چی صواب یی درنه خطا کړی.
او پاتی دغه نظم باره کی درته وایم:
خفه کیږه مه، کله چی دی دماغذو څخه بوج ختم شو، او هغه یوه هفته چی خبریالانو ټاکلی هغه هم تیره شي، نو بیا یی ولوله، زه فکر کوم چی تاسی په پښتو ډیر ښه پوهیږۍ، خو آخر کی درته وایم: چی انصاف ښه شی دی، دا دومره خلکو باندی چی د اوږدی مودی لپآره قسم قسم وسلی استعمال شوی، او استعمالیږی هغی دومره نه یی خفه کړی لکه څومره .....
زه د هر افغان په یوه څاڅکی وینی هم اوښکی تویوم.
خو خیر انصاف ښه شی دی،
الله فرمایی: :(((ولا یجرمنکم شنآن قوم علی الا تعدلوا، اعدلوا هو اقرب للتقوی)))

په درنښت :


larghonay1
10.04.2007

صيب نه پوهېږم چې زمونږ په خلكو كې د شكر مريضي ولې ډېره شوې ده. كه د چاپه بدو كړنو دې نيوكه وكړه نو يوبل به درته وايي ولې هغه بل چې دا كار كړى څه دې نه دي ويلي؟ كه د چاستاينه دې وكړه نو بيا به هم وايي د پلاني دې ولې نه ده كړې.
وروره زه بدو ته بد وايم او غندنه يې كوم هغه كه ملاعمر وكړي، كه بش يې وكړي او كه كرزى يې مشرف او حتى زما نږدې دوست هم.
زه د ولسپوه استاد ارواښاد ګل پاچا الفت پر دې بيت باور لرم او وايم : زړه يې مه بوله تور كاڼى د صحرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي.
وروره تاسو چې زما ليكنې لوستې نه دي نو شك هم بايد ونه كړئ ما هيڅكله هم د امريكايانو يا نورو بهرنيو ځواكونو او د كرزي دحكومت د بدو كړنو ستاينه نه ده كړې بلكې هر وخت مې خپل غږ د همدې فورم له لارې پورته كړى او د ننګرهار په كرغيړنه پېښه مې حتى په مستعار نه بلكې په خپل نوم ښه په څرګنده ليكنه كړې او دامريكايانو له خوا پر عامو خلكو بمبار او وژنه غندل خو زما بېخي يو تكراري شعار ګرځيدلى نو تاسو چې نه دى لوستى دا ستاسو كار دى خو زه د بش يا كرزي مدافع وكيل نه يم خو د امريكايانو تر بدو كارونو هم طالبانو دا يوبد، شوم او كرغيړن كار وكړو او ځانونه يې معلوم كړل چې دوى هم امريكايان دي خو له بده مرغه چې د دوى ژبه، خيرنې جامې او د هندوانو غوندې پر غوږو راښكته پګړي يې له امريكايانو سره توپير لري.
بله دا چې كه امريكايان يا دكرزي حكومت طالبان وژني خو دواړه په جګړه كې ښكېلې ډلې دي او په جګړو كې مړي كېږي نو اجمل نقشبند د چا په ډله كې و؟
په هر حال وروره خداى دې وكړي چې راڅخه خپه نه شئ او نور كه افغانانو ته هرڅوك دوژلو دامونه ږدي بايد غندنه يې وشي او هيڅكله ترحم پرې ونه شي.
تاسو ته اصلاً دا شعر يو څه نا اشنا ښكاره شوى خو په ګوته كړى مو نه دى چې ولې نو زه به يې درته يوڅه روښانه كړم :
داجمل روح ته
يه د اسمان ملکو
يه په زړه سختو سختو
که جبرائيل
که اذرائيل
که اسرافيل
يه د جنت پريښتو
دروازې خلاصي پريږدۍ
دروازې خلاصي پريږدۍ
يوه شهيد او
پاک لمنه
روح چي
د تکو تورو تيارو
د خدای دښمني توري
په تيغ يي سر پرې سوۍ
بيله انکر منکر نه
روانه ده فردوس ته
دروازې خلاصي پريږدۍ
دروازې خلاصي پريږدۍ
امين باوري - د اپريل ٩بلجيم د ات ښار
وروره په پورتني شعر كې كومه ستونزه نشته او هغه ستاسو تر سترګو چې څه تېرېږي زه ښه پرې پوهېږم چې تاسو ته دا سخته ښكاره شوې چې څلورو پرښتو ته يې په زړه سختې ولې ويلي دي.
وروره دا رښتيا ده چې پرښتې د الله د امر په منلو كې پر بنده زړه نه سوزوي، بلكې د الله امر پر ځاى كوي. خو دا په پښتنو كې يو متل دى وايي: (جبرائيل زوى نه لري - په بل زړه سوى نه لري.) نو شاعر ملا نه دى خو د دې متل په رڼا كې يې شعر ويلى او دا چې د الله تعالى كلا م دى: مَن كَانَ عَدُوّاً لِّلّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ (البقره 98) دا يوه جلا مسئله ده چې له پورتني شعر سره هيڅ په ټكر كې نه ده ځكه دلته شاعر د دوعايې په توګه ويلي: اى د جنت پرښتويوشهيد روح در روان دى او دروازې ورته پرانيزئ . داسې حديث هم شته چې شهيد ته د جنت دروازې خلاصې دي او بې سواله بې ځوابه به جنت ته ځي. مونږ پر غيبو نه پوهېږو خو هغه څوك چې بې ګوناه ووژل شي هغه هم د شهادت يومقام دى او په ظاهره ويلى شو چې اجمل نقشبند يو ازاد ژورناليست و په كومې جنګي ډلې پورې نه و تړلى نوځكه ورته شهيد وايو او شهيد ته الله د جنت دروازې پرانيزي نو پورتنى شعر د احاديثو تفسير دى، نه دا چې له اسلام سره په ټكر كې دى.


hewad
10.04.2007

ګرانو هېوادوالو سلامونه !
ښاغلی لاروی صاحب پۀ بحث کولو نۀ درنه خوابدی کېږم څۀ چې ليکې اورېدو ته يې چمتو يم٠
هر څۀ چې تاسو ليکلي ستاسو د احساساتو ښکارندويي کوي٠
ما د مختلفو ډلو ظلمونو ته ځکه اشاره کړېده چې پۀ هغوی پسې دولس يوه برخه ولاړه يا هم درېدلې ده٠
زما پۀ اند ټول هغه کسان چې کمونستانو، مجاهدينو،طالبانو پسې ولاړ وؤ او يا ولاړ دي ددوی سره
پۀ وحشت او ظلمونو کې ښکېل او مجرم دي٠
زۀ د طالبانو پلوی نۀ يم او نۀ يې هم لۀ کړووړو څخه دفاع کوم٠ د بېګناه اجمل وژنه باندې خفه يم او دانسانيت ضد کاريې ګڼم٠
تاسو د جبهې پۀ کرښه کې مړينې ته ګوته نيولې خو زما موخه هغه تسليم شوي طالبان دي چې پۀ کندز،
مزار،شبرغان کې ووژل شول٠
پۀ درناوي


رښتینی
10.04.2007

سلامونه او نيکي هيلي

ولا داد هيواد صيب خبر هم بيځايه نه ده

دا څولسيزي زمونږ په هيواد باندي څومره جګړه ماران راغلل او څومره د ويني مينانو
دلته خو څو کاله خپله واکمني وچلوله ددوي ټولو تر شا په لومړي ګام کي دا ولس ولاړ وو
او ددي ولس ځوانان دهغوي وينه څښونکو درندګانو مټ او وزر وو!!!

په يوه هيواد کي واک ته رسيدل او بيا د واک شپي ورځي غځول خوتش په ميدان نه کيږي
بلکي دي هر يوه تيريکوونکي واکمن ته دي ملت ښه پريمانه وګړيزځواک ورکړي دي او لا يي
وينو چي دا په وير لړلي سريالونه يوپه بل پسي اوړي او را اوړي

نو په داسي حالت کي يو لرغوني او يو نيم بل حامد که ډير ووايي چي مونږ له وينو نه کرکه کوو
او له جنګ جګړو نه څه نه جوړيږي څه ګټه به ولري او څوک به يي غږ واوري ؟؟؟

زه خو وا يم چي تاسو په دا خپل چم ګاونډ کي يو څو بي وزله او مظلوم وګړي سره را يو ځاي کړئ
او بيا له هغونه ډول ډول ازمويني واخلئ او ښه يي تجربه کړئ او وګوري چي دوي واقعا له ظلم نه
کرکه او ورټ لري او که نه ؟؟؟

وايي چي دظالم عمر لنډ وي
خو زه يوه پو ښتنه لرم او هغه دا چي نو داد مظلوم دعمر شپي ولي او ږدي وي ؟؟

داسمه ده چي دظالم عمر لنډ وي په رښتيا چي ترکي امين او نورو ډيري کمي شپي
راسره تيري کړي خو زمونږ بدمرغو خو دظالمانو ليست اوږد دي ديوه اخر وي او دبل
سر نو که د ظالمانو عمر لنډ شي او ليست يي اوږد شي بيانو هغه دڅه شي لکۍ ده چي
له هري خوايي کچي يو برابر وي ؟؟؟

په مينه او درنښت


صافی
11.04.2007

درنو ورونو!دسلام او احترامه ورسته:
دهیواد ورور په وینا په اجمل باندې دې سپېڅلی الله ورحمیږی. او کورنۍ او دوستانو ته دې لوی څیښتن اجر او صبری جمیل نصیب کړي.
ورونو! ددعا ،غم شریکۍاود دغه اجرامی او وحشی عمل دغندنې نه پرته ، دلته په نورو مسایلو اوس مهال بحث ډیر بی ځایه او داخلاقی چوکاټه وتل دي.
هیله ده په دې اړه نور بحثونه بل وخت ته پریږدۍ.


رښتینی
11.04.2007

:?
صافي ليکي :
[code:1:215a1faf8e]ورونو! ددعا ،غم شریکۍاود دغه اجرامی او وحشی عمل دغندنې نه پرته ، دلته په نورو مسایلو اوس مهال بحث ډیر بی ځایه او داخلاقی چوکاټه وتل دي[/code:1:215a1faf8e]
ولي ؟؟
دا بحث خو داجمل مرحوم له مړيني مخکي پيل شوي و
په درنښت


Anonymous
11.04.2007

د شهيد اجمل نقشبندي په اړه مي يوه ليکنه وويله خوښه مي شوه تاسي سره يي شريکوم
http://www.talafghan.com/messegesandreports/detawaeejahadeakbarwaee=zmaraeatal.html


larghonay1
11.04.2007

وهاج صيب غير حق په قهرشوى يې !
وروره ماهيڅكله ستاسو كومه ليكنه كې ګوتې نه دي وهلي. ما يوازې د خانجان په نامه ديو ورور دليكنې هغه برخه ړنګه كړه چې تاسو ته يې يوڅه تېر ليكلي وو.
او زه بيا هم درته وايم چې وروره د شعر په اړه دې نيوكه درلوده نو دا يې ګز او دايې ميدان په منطق او دليل سره وليكه چې په شعركې دا ځاى خطادى. هسې ببو لالو ته ولې دومره وخت لرې؟
بله دا چې ما يوځل مخكې هم په همدې بحث كې درته وليكل چې د ننګرهار د شومې پېښې په اړه ما په خپل اصلي نوم ښه تونده ليكنه كړې ده نو ځكه مې په دې فورم كې په هغې اړه څه نه دي ليكلي.
بله دا چې ما هيڅكله له امريكايانو، نورو بهرنيو ځواكونو او د كرزي دحكومت دفاع نه ده كړې او نه يې طرفدار يم نو ته ولې په نيمه نه پوهېږې؟
اوس د اجمل نقشبندي سره ظلم شوى او زه د دې سرليك لاندې دې ظلم ته وحشت، ځناورتوب، ظلم، بربريت، ليونتوب او بې عقلتوب وايم! ته خپل نظر وړاندې كړه او ثابته يې كړه چې دا يو روا عمل او ښه كار دى!
ته پر موضوع بحث نه كوې يوازې زما سره جنګ كوې نو زه به اخر مجبور شم او سلام به درواچوم ځكه چې زه له موضوع پرته د چا سره شخصي بحث نه كوم او نه مې موخه ده!


د مرګ سوداګر

Anonymous
13.04.2007

د مرګ سوداګر
ليکوال: زلمى نړيوال

له سهاره تر ماښامه مزدوري کړم
د بچو غم راسره وي
د ډوډۍ غم زما مل وي
د عالم خبرې اورم
غريبۍ يم ښۀ ځپلى
خو ځوانۍ کې مې توپير نه دى راغلى
ولې اى ګرانه وطنه!
ستا غمونو کړمه مړاوى
وينه شوه راپکې وچه
خداى خبر دى چې موږ څه کړې ګناه ده!
کال په کال مو بتري ده
په هر ملک مو سپکاوى دى
يو هېواد کې مهاجر يُو
بل کې غلۀ يُو، ترهګر يُو
له يو ملکه ايستل کېږو
خو په بل کې مو ځاى نشته
په وحشت کې مو وخت تېر کړ
دنيا ژوند راته ګنډېر کړ
چا په سُور انقلاب سرۀ کړو
چا اسلام کړو راته تُوره
چا بيا ستا نه هم بېزار کړو
يو "مېلمه" د سره يې ځار کړو
مېلمه نۀ ؤ پساتي ؤ
د شين سترګو پرکټى ؤ
دا د څېلمې سوداګر دي
که شين سترګي دي که دى، دى
ورسره يو ګوډ شېطان دى
ړوند خردجال يې امير کړى
سوداګر دي د مرګونو
د افغان د وينو تږي
ددې خاورې دښمنان دي
يو بمبار کړي بل چاودنه
بل مې وژني عالمان
تښتوي ژورنالستان
په وينو سره دي ماشومان
ډاکټران يې حلال کړي
سړکونه يې وران کړي
روغتونونه يې نړولي
ښوونځي يې دي ويشتلي
استادان يې ترور کړي
د افغان په وينو سره دي
ددې ټولو ښپې لاسونه
ټول يو شان شېطانان دي
د مرګ سوداګران دي
وطنه، اى ګرانه وطنه
خداى خبر دى چې موږ څه کړې ګناه ده

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=1584


Anonymous
18.04.2007

دغه زړه دردونکي ليکنه هم ولولي
http://www.talafghan.com/socialpolitics/muladaduladenalwali=spinekhabare.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more