د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خوب

ashna
20.03.2007

وطن ميوند

[size=24:e01aaa3b13]خوب
له پېښوره چې راتلم ګېډۍ ګېډۍ مې کړلې
څه چې کلدارې را سره وې افغانۍ مې کړلې

غوټه مې وتړه موټر ته وختم راتلمه
چې په طور خم زه راوښتمه نو سلګۍ مې کړلې

په ټوله لاره زنګېدمه او ننګرها ر ته راغلم
زه ننګرهار نه پېژندم پکې دو ه پښې چاچۍ مې کړلې

[color=blue:e01aaa3b13]يا يې خوشبي د نارنج نه وه يا په ما نه راتله [/color:e01aaa3b13]
کاڼي لوټې مرور و ورله ښکل ټولې جادۍ مې کړلې

چې خپله ژبه مې ورژباړه شوه په بله ژبه
ماوېل دا زما[color=blue:e01aaa3b13] وطن[/color:e01aaa3b13] دی خوب کې چغې ناڅاپۍ مې کړلې[/size:e01aaa3b13]


تیاره کې یم ولاړ د رڼا په تمه

ashna
09.06.2007

تیاره کې یم ولاړ د رڼا په تمه
شپه ده تیرومه یې د سبا په تمه

څوک به وي پالنگ کې د جانانه سره
څوک به وي صحرا کې د لېلا په تمه

چا قرباني کړل خپل ځانونه د اسلام په نوم
ځیني پلوري خپل ایمانونه د دنیا په تمه

کله به راشي دا د پوهې استاذان
طالب ولاړ دی دروازه کې د ملا په تمه

راځه وطن ته راشه لاس دې راکړه
زه لکه ړوند تاته امسا په تمه

وطن میوند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more