نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلام علیکم
ghashtali Afghan
16.03.2007
د ټول افغان د فوروم قدرمنو لیکوالو !
د سلامونو په وړاندی کولو ستاسی درنی ډلی ته د ګډون اجازه غواړم !
هغه وخت چې په فاروم کې د لیکلو لپاره د حساب او شفر قیود نه وو ما هم کله ناکله خپل د زړه غوټه دلته ر ا سپړله خو د ځینو عزیزانو د وینو د ډیر ګرموالي او په نیغه یو او بل ته د توهین اوسپکو د بازار د تودوالی له کبله می دې محفل ته د راتګ جرٌات سلب شو ؛خو مې طاقت را نغی او دادی او س نه یواځی د لوستونکی په توګه له تاسو سره یم بلکه د څه لیکلو اراده می هم کړې .
فوروم رشتیا هم په اول کې لکه داندړو آتڼ مست وو ،خو سره له دی چې دا سوال را مینځته شو خو له بده مرغه چا دهغه د علت او لامل د پیدا کولو او له منځه وړلو تکل ونکړ ،زما په نظر له پورتنی علت نه پرته یی دوهم دلیل دادی چې په فاروم کې طرحه شوی مو ضوعګانی د پاملړنې وړ نه وی او ممکن همدغه دلیل به وی چی په فوروم کې له معینو خلکو پرته کوم نوی سړی د څه لیکلو هڅه ونکړه .په هر صورت زه چې نوی دی کار ته پیل کوم او تجربه هم نه لرم نظر به مې صحیح نه وی خو هغه څه چی زه یی دلته راتګ ته آړ کړی یم هغه د يوی ملی ،حیاتی موضوع مطرح کول دی او هغه دا چې :
یو شمیر بی وطنه ،بی هویته ،بی ملته فاشیستان او د پردیو نوکران لګیا دي په بی شرمی د افغانستان ملی افتخارت او ویاړونه ،تاریخ اوکلتور او خلک سپکوی ،رټی تو هینوی ښکنحلی او سپکې سپوري ورته کوی د هغو له ډلی نه باید ددرویش دریا دلی ویبلاک ،د خاوران ،پ .ف.ویبپاڼی ،دخراسان تلویزیون او نور یاد کړم ،ددوی په مقابل کې غلی پاتی کیدل یا خو د ویری معنی ورکوی ،یا د هغوی د تایید ؛ نو یو ځل دلته http://darwishdaryadeli.blogfa.com/سر ورننباسی او وګورﺉ چی نور و زمونږ په ورکیدو او یوی ستر ملی فتنی ته ملا تړلی او مونږ په څه لګیا یو .
زه تاسی ته خپله ځولی غړوم او دا خواست کوم چې راځی همدا فاروم د ملی وحدت ،د افغانستان د ویاړونو او د خلکو له دفاع نه په یوه پوخ پښتني سنګر تبدیل کړو او دریا دلی ته د هغه په خپله پاڼه کی د ځوابونو په لیکلو دا د شیطان ځاله په اور بدله کړو .کنه د ننګ صاحب خبره :
پروت پښتون پیتاوی ته د وخت په انتظار دی
کله به را پاڅیږي وخت وخته ورنه تیر شو
ستاسی له پاملرنی او ملی احساس نه مننه غښتلی افغان [size=18:0e57ee8c77][/size:0e57ee8c77][size=24:0e57ee8c77][/size:0e57ee8c77]
رښتینی
29.03.2007
محترم غښتلي صيب هرکله راشي
لوي څښتن دي په خپلو موخو کي بريالي لره
او ستا د ليکنو په هيله