ټولنه او ټولنپوهنه
دپاړسو او اوردو غوندې بايد له انګليسي ونه ډار شو>>>>دا خامخا ولولئ
الهام
14.03.2007
1-انګليسي رښتيا هم يواځې ګټې لري ? که تاوانو نه يې شته نو کوم دي
2- انګليسي ديو ملت دژبې سره ګډېدل دهغوی دپوهې (علميت) اقتصاد او ژبې دودې لامل دی,چې ښکاره مثال يې مونږ داوردو ژبې ورکولای شو . تاسې ددې اند په اړه څه واياست
3- که دکوم ملت په ژبه کې دنورو ژبوتوري رواجېږي لکه زمونږ په ژبه کې پاړسو توري ,ددې پرځای که پکې انګليسي توري رواج شي پايلې يې دملت په ګټه دي , هم به ورسره ملت پرمختللی وي او هم به يې وګړي له نړېوال رديف سره برابر وي , د پښتونخوا پښتانه که په پښتو کې انګليسي کاروي مه يې ملامتوئ په دې يې ملامته کړئ چې اوردو پکې کاروي او پښتوته په ګډه کار نشي کولای
په دغې کرښو ستاسو ښاغلو نظر هم غواړو . مننه
نصرت الله الهام کابل افغانستان
ilham_khadarkhil@hotmail.com
ilham_khadarkhil@yahoo.com
ilham.khadarkhil@gmail.com
0039700985843
salam
22.03.2007
ملګی الهام صیب خبره دې بده نۀ ده کهEnglish کې مو نږ ګورو نو پۀ هغې کې خو اکثریت دنورو ژبو توری دې او اوس هم لګیا دے پۀ پراښه سینه دنورو ژبو نه استفاده کوې ٠ دنن دور د بین الاقوامیت دور دے کۀ دنړۍ هر ګوټ کې کومه واقعه کیږی دهغې منفی یا مثبت اثرا ت پۀ ټوله نړۍ پۀ څۀ نه څۀ صورت پریوځی. کۀ چرته پښتانۀ سائنس دانان یا دزندګۍ سره تړلی د نورو شعبو ماهران کوم نوے دریافت وکړی نو نړۍ مجبوره ده چی هغه قبول کړی .مونږ له پۀ ځائ ددی چې خپل ټول قوت پۀ دی خرچ کړو چې پردو شیانو ته خپل نومونه ورکړو لکه څنګه چې زموږ څۀ ملګری لګیادی د جدید ټکنالوجۍ ایجاداتو ته نومونه لټو ی پۀ ځائ ددې چې هغه څنګه ټولی نړۍ قبولکړی اوډیرو ترقیافته ژبو هم دغ نوی اصصطلا حات او نومونه خپلو ژبو ته نۀ دی اړولی .اؤدغه ټول اصطلاحات اونومونه صرف دانګلسی ژبی ن ۀ دې دنړۍ دمختلفو ژبو دی. چې انګلسی هم خپل کړی .
25.03.2007
پردۍ ژبه زده کول څه کمال نه دی
................................................ خپله ژبه پریښودل بی کمالی ده
څومره چې یو قوم او دهغوی ژبه وروسته پاتې وي ، هغومره نورو پردیو ژبو ته اړکیږی او همغومره پر پردیو ژبو ویاړي او برعکس څومره چې څوک پر پردیو ژبو ویاړي همغومره به خپله ، خپله ژبه او خپل کلتوریې وروسته پاتې وي : اونه یواځې دا ، بلکې همغومره به یې دسیاسی او اجتماعی رول او شعور کچه هم ټیټه وي. اوس ورته ځیرشئ چې مونږ پښاتنه وروسته پاتې یو، که زمونږ ژبه او کلتور او که په دې دریواړو کې د سیاسی او اجتماعی رول په شمول وروسته پاتې یو ؟ نوربیا
ځواکمن صيب سلام
الهام
03.04.2007
ځواکمن صيب سلام
ورور جانه تاسې څه فکر کوئ چې ديوې غنې ژبې نه تېښته دخپلې ژبې ملا ماتول نه دي او هغه هم يوه بين المللي ژبه انګليسي يادوم
او بله دا چې ايا انګليسي غني شوې په دې نه ده چې خپله غېږه يې دنورو ژبو دحل کولو لپاره خلاصه نيولې ده ٠
د بري په هيله مو
الهام
04.04.2007
الهام خانه سلام او ښې چارې !
ساده به ۳ مثاله سره پَرتَله کړو :
۱ــ ژبه دانډرسټینډنګ وسیله ده .
۲ــ ژبه د مفاهمې وسیله ده
۳ــ ژبه د پوهاوی وسیله (وزله) ده.
لومړی مثال په پیښور کې عام ، دوهم په افغانستان کې عام کارول کیږی او دریم بیا پښتوپال پښتانه زیات کاروي. دریم مثال د پښتو ادبی او کره مثال دی،که لومړی ته ۳۰ نمرې ورکړو ، چې ۳۰ هم باید ورنکړو، بایدتر ۱۰ زیاتې وانخلي، نو دوهم ته به ۶۰ او دریم ته ۹۰ لمبرې ورکړو.که د پوهاوي غوندې وزله هم دو سیلې پرځای وکاریږي نو بیابه دریم مثال پوره ۱۰۰ نمرې وګټي.
اوس نو که ستاسو مطلب د پښتو له پراختیا څخه د پیښورۍ پښتو مثال وي،لکه چې د خپلې لومړۍ لیکنې دریمه ګڼه کې مو ورته ګوته هم نیولې ده، نو بیا خو تاسو په دغو پورتنیو مثالونوکې له دریم پوړ څخه پښتو خدای مکړه تلکوټې (تاه کاوۍ) ته راغورځول غواړئ.
خو، نه!، مطلب مو ښایي دومره ساده هم نه وي، بلکې یواځې غسې یو اړین تفکیک مو له پامه غرځېدلی وي چې :
هغه بهر ژبي لغتونه چې دانرسټینډېنګ او مفاهمې غوندې په (پوهاوي) ډیر ښه ژباړل کیږی ارومروباید پښتو ته واړل شي ، کهانګلیسي ،که عربي وي اوک ه فارسي ـــ بی تفاوته ده، خو که ژباړه یې ستونزمنه وی، دقیقه نه ژباړل کیږي ، بښتو ژباړه یې بیا ژباړې او نورو تشریحاتو ته اړه پیدا کوي، نو بیا دې په اوسمهاله توګه خیر دی په خپل شکل په اړونده څانګه او مسلک کې وکاروي، هو په څانګیزه ، نه په عامه توګه !
په پای کې باید ووایم چې د ترویج له پاره په پښتو کې پښتو دودټکي
( اصطلاحات) اولویت لري، خوکه اړکیږو نو تر پښتو وروسته دري او عربی دود ټکي چې خلک پرې پوهیږي اړین دي ،نه انګلیسي . اردو کارول خو بیخي زیاتی ښکاري ، ولې د انګلیسي مسلکی لغات کله کله الټرناتیف نه لري لکه موټر، باسېکل ، ماشین ، کمپوتر اودغه راز ډیر نور کمپوتري وییزونه. په درنښت !
ځواکمن صيب مننه له تبصرې نه دې .
الهام
05.04.2007
ځواکمن صيب مننه له تبصرې نه دې .
ما سره يو څه پوښتنې شته خو اوس لږ بوخت يم بيا به يې درته وليکم له خيره سره
ورور دې الهام
موضوع
و.افغان
05.05.2007
ژبه د یوه ملت هویت دی، او دغه هویت ته همیشګي وربخښي، د ژبی خدمت پکار دی، خو دغه د ژبی ټول خدمت ژبه داسی پرمختګ سره نه مخ کوي، چی نړیواله سیالي وکړي، که وګورو انګلش تر فرانسوي ژبی په فصاحت کی تر نظره ډیره پاتی راځي، خو انګلش یوه نړیواله ژبه ده، چی هر چیرته خپل وجود ثابتوي، او بیا ددغه ټولو ژبو څخه عربي په فصاحت او بلاغت کی ډیره پیاوړی ده، خو اوسمحال د انګلش سره سیالي نشي کولاي، سبب یی د انګریزۍ ژبی د خاوندانو هر اړخیزه پرمختګ دی، (البته اخلاقی او عقیدوي نه)، حتی چی دعربی ژبی ځیني نا ځوانه بچی خپلی ژبی ته د کمۍ نظر کوي، خو کله چی اسلامي دولتونه په قوت کي وو، او ترنورو هر اړخیزه پر مختللي وو، انګریزان، او یونانیان دیته مجبوره وو، چی عربي ژبه زده کړي، بلکه بی شمیره ملیتونو خپلی ژبی پریښودلی، او عرب شول.
اوس مونږ د خپل وسعی تر بریده پکار ده چی دخپلی ژبی خدمت وکړو، ځګه چی دغه پښتو ځمونږ د افغانیت دهویت اولنۍ ټکی دی، او ورسره کوښښ وکړو، او له پاک الله څخه توفیق وغواړو چی هر اړخیزه پرمختګ زمونږ په برخه کړي، تر څو چی دغه ژبی ته د نړۍ ټولی ژبی لاس په سلامۍ ولاړی وي، لکه څنګه چی اوس انګلیسي ته ولاړی دي.
کټوازی
08.05.2007
سلامونه او نېکې هيلې
ماشالله ډېرښۀ بحث دی،که داسې ادامه پيداکړي بې ګټې به نۀ وي
د ښاغلي ځواکمن صيب د تشريحاتو پۀ تاييد بايد ووايم چې د ولس د پرمختګ او ترقۍ راز د اړونده ولس د ژبې او کلتور پۀپرمختګ کې وي نه داچې د نورو دژبې او کلتو پۀ ناوړه تقليد، پېښو اوخپلولو کې!
تاسو دجاپان او المان هيوادونو ته وګورئ برسېره پردې چې پۀ دويمه نړيواله جګړه سخت زيانمن شول، سياسي اقتصادي او فرهنګي بسنټونه يي له يوې مخې ونړېدل،او داسې ګمان کېدۀ چې ټول عمر به هم پرخپلو پښو ونه درېږي.
خو د لوړ همت ،استقامت،او غيرت پۀ برکت سره يي وکولای شول چې پۀ تشو لاسو [color=white:b64dcd75f3]( داچې دجاپان هيواد هيڅ ډل طبيعي زېرمې او معدنيات نه لري، او هر وخت له طبيعي ناورينونو سره هم مخ وي او جرمني سخته تباه، تجزيه او پۀ اصطلاح هيڅ هم نۀ شو ورپاته) [/color:b64dcd75f3] نه يوازې داچې دنړۍ پۀ پرمختللوهيوادو کې وشمېرل شي بلکې د نړۍ ډېر هيوادونه ځان ته پۀ پراخه توګه محتاج کړي.
پۀ زړۀ پورې ييلا دا چې جرمنيانو او جاپانيانو دا ټول پرمختګ،ترقۍاوبرم پۀ خپلو ملي اود ډېره کيوپۀ ژبوکې وګاټۀ نه داچې له انګرېزي، فارسي،عربي اردو او نورو ژبو څخه د ړاندۀ تقليد او پېښوپۀ پايله کې!
نن هم د جاپان ،جرمني وګړي له انګرېزي سره پۀ هماغه کچه بلد نۀ دي کومه چې زموږ (وروسته پاته هيودو)له خوا فرض عين ګرځول شوې!
داچې نو دافغاني فرهنګ اوژبې ( پښتو، پښتنوالي او افغانيت ) دپرمختګ او غوړېدنې لپاره بايد څۀ وشي؟
دمثبت تقليد پر بنسټ د نړۍله پرمختللوژبو څخه د علمي اثاروژباړل پۀ تېره بيا جديد علوم اوفنون ژباړل دپښتوژبې او پښتنودپرمختګ اوترقۍ تضمين کولای شي نه دروماني ناولونو او الحادي فلسفو ژباړل اود پرديو دکلتور او ژبې پرتوګ کښلې (ناوړه) پېښې!
يوبل ډېرضروري او اړين ټکی چې دژباړو پۀ برخه کې بايد ورته ډېر پام وشي چې ښاغلي ځواکمن صيب يې هم يادونه کړې د علمي لغاتو او اصطلاحاتو پۀخپل اصل سره منل دي چې له بده مرغه زموږ ليکوالان او پوهان يې خدای زده د کوم مصلحت له مخې له پامه غورځوي؟
کمپيوټر ساينس او ټيکنالوجۍ به د بېلګې پۀ توګه واخلو چې له نېکه مرغه پۀ افغاني ټولنه کې پۀ خودکفاډول پرمختګ کوي
له بده مرغه چې د دې نوي علم ټول علمي لغات او اصطلاحات پۀ ډېره ناوړه توګه پښتو کوي پۀ اصطلاح زنابالجبر ورسره کوي چې زموږ د وروسته پاته ټولنې پۀځانګړي توګه د زده کړيالو لپاره يي يوه غيرطبيعي فضاپيداکړې او زده کوونکي نۀ شي کولای چې وړ ګټه ترې پورته کړي.
هغه زده کوونکي خوپرېږده چې نوي نوي له دې نوي مضون سره اشناکېږي پخپله زياتره ښوونکي هم نۀ شي کولای چې وړ ګټه ترې پورته کړي پۀ دې برخه کې که د خپل ځان مثال ورکړم بې ځايه به نۀ وي !
پۀداسې حال کې چې له يوې خوا پرکمپيوټر واکمن يم او Major Subject مې دی نوله بلې خوا پۀ پښتو کې هم هغه د مشرقيوالو پۀ دود يوڅۀ لړل تپل کولای شم بيا هم کله چې د خپلو افغاني وروڼو دا پښتو شوي اصطلاحات اورم او يايي پۀ کومه ليکنه کې لولم پر زياترو مې سر نه خلاصېږي او که مې بيا سر خلاصېږي نو هغه هم له کمپيوټر سره د زياتې بلدتيا له امله نه داچې د دوئ محترمينود ژباړو پۀ برکت!
د بېلګې پۀ توګه يي دا لاندې څو بېلګې لږ پۀ غور وګورئ چې بيا بيا به مو اورېدلې وي
پوستکالي ===========Software
کلکالي ============Hardware
کيليدړه ============Keyboard
موږک ==============Mouse
سولګر=============Computer
کلکين===============Window
پرزه ===============Device
نړيوال جال ===========Internet
شبکه ===============Network
زېرمتون =============Hard Disk
او خدایزده چې لانور به څومره وي؟ او څومره به شي :oops: ؟
دا ناوړه ژباړې که له يوې خوا د پښتو پښتۍ متوي نو له بلې خوا د زده کوونکوله ذهني سطحې سره هم ديو طبيعي مطابقت پۀ پيداکولو کې سترخنډراپېښوي!
پۀ دې هيله چې څوک راڅخه خوابديشوي نۀ وي برعکس ! دپښتواو پښتنو لپاره زما له دې ګوډو ماتويو ښۀ خيال ورسره پيدا شي!
پۀ ټوله افغاني مينه
ستاسو ورک صميم
pattang
08.05.2007
کارغه پردۍ ژبه زدکوله خپله ترې هېره شوه٠
دا څه مسخرګي ده ? پښتو د نوره نه مسخره کوي٠
[[quote:21bcbf2a74]
پوستکالي ===========Software
کلکالي ============Hardware
کيليدړه ============Keyboard
موږک ==============Mouse
سولګر=============Computer
کلکين===============Window
پرزه ===============Device
نړيوال جال ===========Internet
شبکه ===============Network
زېرمتون =============Hard Disk
[/quote:21bcbf2a74]
صافی
11.05.2007
ګران اومحترم کټوارﺉ صاحب، او محترم ورور پتنګ صاحب، ښاغلی استاد ځواکمن صاحب، محترم ورور سراج الحق صافي صاحب دبحث پرانستونکی ښاغلﺉ الهام صاحب او نورودرنو ورنو اوخویندو! د سلام اواحترام روسته:
الهام صاحب! وروره! لکه څنګه چې نورو ورنو هم ورته اشاره کړی ده ددوی دخبرو په تاید، دهیڅ یوې ژبی د زدکړې تاوان به څوک په اثبات ونشی رسولﺉ ولوکه هغه دې پنجابی او کوړی ژبه هم وي. برعکس دنورو ژبو زدکړه دفکرد پراختیا او وسعت سبب ګرځی. مګر که څوک د یوې ژبې په ستونی کې په زوره دنورو ژبو توری او اصطلاحات تخته کوي، اویوه سوچه ژبه پرې بدرنګه کوی، لکه څوک چې روغتون اویاشفا خانې ته (هاسپیتال) وایی ،اویا وخت ته (ټایم) وایی او ناوخت ته ( لیټ). دا کار همغومره نامناسبه اوبې ځایه ښکاری لکه چې ځینې اسمای خاص اوعام څوک وژباړی . دمثال په توګه که دآ دم علیه سلام نه څوک سړی علیه سلام جوړکړی،د (جاکسون) نه یعقوب زی جوړکړی،اویا ابو هریره (رض) ته څوک دپیشونګری پلار( رض)ووایی. په قصدی توګه دخاصو اوعامو نومونو ژباړنه ځما په نظر یوتعصبی او افراطی کاردی چې باید ترې ډډه وشی.( په دې اړه دElif Shfak په نوم دیوې ترکۍ ځوانې لیکوالې مرکه دیوې امریکایی رادیو سره NPR رایاده شوه ، لیکوالې دمرکې په لړ کې ویل: کله چې په ترکیه کې مونږ خپله ترکی ژبه سوچه کړه، دوخت په تیریدو سره زمونږ دلغاتو زیرمه لنډه شوه ،کله چې زمونږ دلغاتو زیرمه لنډه شوه زمونږ خیال لنډ شوو، کله چې مونږ لغات دلاسه ورکړل،مونږ معانی دلاسه ورکړې، نه یواځی داچې معناوی دمنځه ولاړې بلکې هغه کلتور چې ددغو مفاهیمو سره مل وو هغه کلتور هم دمنځه ولاړ.)
ژبه په معنوی توګه دمناسبه بهرنی اصطلاحاتو په مناسبه استعمال سره پرته له شکه دمفاهیمو په لحاظ غنی کیږی، ولی خپل سوچه والﺉ ښایی دنړوال ګړندی ساینسی او تکنالوژیکی ،اوحتی ادبې اوحقوقی نوو اوزړو نړیوالو اصطلاحاتو د عام ترویج او رامنځته کید په سیر کې دلاسه ورکړی ، چې دا یواځې دپښتو ژبې حال ندﺉ بلکې دنړی ټولې ژبې په شمول دانګریزۍ ورسره مخامخ دي. دمثال په توګه د Glasnost) او ( Perestroika) کلمی اویا اصطلاح ګانې چې د (ګورباچوف) د دورې سره تړلې دي ،په انګلیسی کې په هماغه شان البته پرته د روسی( الف با) څخه منل شویدي ، او همدا راز دپښتو (لویه جرګه) پرته له تغیره، او دعربی(طالب، مجاهد، جهاد، مجاهدین،)داټولې هغه کلمې دي چې استعمال یې په مناسبه توګه پرته دهجایی او صوتی توپیره نه یواځې په انګریزۍ کې بلکې دنړۍ په ډیرو ژبو کې مروجه شوی دﺉ .
کټوازی
11.05.2007
[quote:a6f8e15329="صافی"].( په دې اړه دElif Shfak په نوم دیوې ترکۍ ځوانې لیکوالې مرکه دیوې امریکایی رادیو سره NPR رایاده شوه ، لیکوالې دمرکې په لړ کې ویل: کله چې په ترکیه کې مونږ خپله ترکی ژبه سوچه کړه، دوخت په تیریدو سره زمونږ دلغاتو زیرمه لنډه شوه ،کله چې زمونږ دلغاتو زیرمه لنډه شوه زمونږ خیال لنډ شوو، کله چې مونږ لغات دلاسه ورکړل،مونږ معانی دلاسه ورکړې، نه یواځی داچې معناوی دمنځه ولاړې بلکې هغه کلتور چې ددغو مفاهیمو سره مل وو هغه کلتور هم دمنځه ولاړ.)
.[/quote:a6f8e15329]
دروند ورور ښاغلی صافی صاحب،
پر قلم مو برکت شه!
ستاسود ارزښتمنې ليکنې پۀ بشپړ تاييد بايد ووايم چې د پښتو سوچه کول بايد دا مانا ونه لري چې موږ دې خامخا د نورو ژبو علمي لغاتو او اصطلاحاتو ته هغه د ښاغلي شپون صيب خبره د پښتو پرتوګ ساز کړو :oops: برعکس ! لکه چې وايو د پښتو ژبې کره توب او سپېڅلتوب ! يوازې دپښتوکره توب مو بايد مطلب وي نه داچې د پښتو تر نامۀ لاندې د نورو ژبو علمي او تخنيکي کلمات ، لغات او اصطلاحات چې موږ يې يوازې د علمي اړتياوو لپاره پوروو،زيانمنولو ته هم لېڅې راونغاړو!
يقيناً چې دا يو ډول علمي بدعت دی ! اود بدعت انجام من حيث القوم بايد تل پۀ پام کې ونيسو !
پۀ درنښت او نېکو هيلو