د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان د اساسی قانون نیمګړتیا وی

و.افغان
13.03.2007

محترمو لیکوالانو ، درنو ورونو او خویندو!
تاسی ټولو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو لیکوالانو! څنګه چی د وطن خدمت په مونږه ټولو واجب دی، او دا کوښښ باید وکړو، چی وطن هر اړخیزه پیاوړی کړو، او د یوه وطن قانون ددغه طن د لوړتیا او جګقدرۍ ښه تعبیروونکی دی،نو له تاسی هیله کوم، که ددغی موضوع باره کی څه معلومات لرۍ، او یا یی ولټوۍ او بیا یی دلته را نقل کړۍ، نو ډیر به ښه وي:
ددی بحث د سر نقاط باید دا وي:
1- د اساسی قانون نیمګړتیا وی د اسلامي منظور څخه.
2- داساسی قانون نیمکړتیاوی د نړیوالو قانونو له منظور څخه.
3-داوسني قانون مقارنه د طالبانو ددولت له قانون سره.
4- آیا دغه قانون کولاي چی دافغانانو په راغونډه ولو کی ښه رول ولري.
5- آیا دغه قانون کولاي شي چی زمونږ د هیوادوالو د ښوونی سطحه بغیر له مشکلاتو مخ په وړاندی بوځی.
6-د اساسی قانون نیمګړتیاوی د منطق او عقل له رویه.
7-د آساسی قانون د مادو تناقضات.
8-اساسی قانون بایدواضح او دقیق وي، چی یوه وخت کی یی له یوی مادی څخه دډیرو مفهومونو اخیستلو امکان نه وي، آیا د افغانستان اساسی قانون دغسی دی او که نه ؟؟ او که وي،نو څنګه؟؟
9-آساسی قانون کی بایدکمی مادی ور زیات شی.
10- له اساسی قانون څخه باید کومی حذف شي.
11- داساسی قانون کومو مادو کی باید تغییر راوستل شي.
12- دظاهر شاه ددولت اساسی قانون سره دا قانون کوم توپیر لري.
13-دا قانون تر کوم حد کولاي شی د وګړو ازادی تضمین کړي،
14-داقانون تر کوم حد کولاي شی، په دولت د اداري فساد مخه ونیسي
15-ددی قانون پلی کول، تر کوم حد شوني دي.
16-ددغی قانون جوړلو کی کوم بل قانون ونډه لري ، او کنه؟؟ او که لري یی، نو کوم کوم قانونونه دي.

که ورونه نور څه اضافه کول غواړي نو ډیر به ښه وي،
او له ټولو ورونو هیله کوم چی ددی موضو ع څخه بهر نه شي، او نور څه په کی را ګډ نه شي، تر څو ټول تری ګټه پورته کړو.

په درنښت
خوشحاله سوکاله، آرام، او آباد اوسۍ


pattang
13.03.2007

محترمه وروره سلام عليکم!
زه به يې په يوه خبره در خلاصه کړمه :
غلوجوړ کړی چې غله ورک شي قانون به يې هم ورک شي او بر عکس .


Miwand Patang
14.03.2007

پتنګ صیب!
ټولو خلکو ته د ځان په څیر فکر مه کوه، ټول خلک د خپلو اعمالو او تنګ نظرۍ په ناولې هنداره کې مه ګوره، له خدایه وویریږه، موضوع ګوره او بیا پرې خپل نظر لیکه. وهاج صافي صیب نوموړې موضوع ستا ناولې فتوا، بې ربطه خبرې او ټاپې ته په دې فورم کې نه ده ایښې. چې نه پرې پوهیږې نو غلی کښینه او موضوع بل لوري ته مه کشوه.

مننه
میوند پتنګ


pattang
14.03.2007

[code:1:0e0ea505a5]پتنګ صیب!
ټولو خلکو ته د ځان په څیر فکر مه کوه، ټول خلک د خپلو اعمالو او تنګ نظرۍ په ناولې هنداره کې مه ګوره، له خدایه وویریږه، موضوع ګوره او بیا پرې خپل نظر لیکه. وهاج صافي صیب نوموړې موضوع ستا ناولې فتوا، بې ربطه خبرې او ټاپې ته په دې فورم کې نه ده ایښې. چې نه پرې پوهیږې نو غلی کښینه او موضوع بل لوري ته مه کشوه[/code:1:0e0ea505a5].

lol!!!


ghafar
14.03.2007

د بحث عزتمنو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې!
ګرانه وروره وهاج صافی صاحب، تاسو یوه ډېره پېچلې حقوقی موضوع بحث ته وړاندې کړې ده،چې د هغې په هکله علمي بحث اصلا د حقوقی کارپوهانو کار دﺉ. خو مونږ هم کولای شو د افغان ټولنې د غړي په توګه د خپل توان په اندازه د اساسی قانون ستونزې په ګوته او خپل نظر پرې څرګند کړوو . هسې چې انسانان یو له بل څخه ټوپیر لري،همغسې دوی بیلابیل ذوقونه هم لری. هر اساسی قانون چې راشی ، ځینې هېوادوال به ورسره موافق او ځینې نور به ورسره مخالف وي. خو زمونږ د ټولنې ستونزه په نیمګړي اساسی قانون یا په بې قانونی کې نه ده، بلکې زمونږ اساسی ستونزه د قانون په نه تطبیقولو کې ده، چې بیلابیل لاملونه لري. پخوا هم مونږ بې قانونه نه وو، خو څرنګه چې تاریخ شاهد دﺉ مونږ په هر دولتي نظام کې ډول ډول ستونزې درلودلې . زه باور لرم چې زمونږ اوسنی اساسی قانون نیمګړتیاوې لري،خو هغه توبه نعوذ بالله د قرآن مجید متن خو ندی، هر کله چې احساس شي، چې د اساسی قانون کومه ماده د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي ، مونږ کولای شو د قانون په چوکاټ کې په هغه کې بدلون راولو . زما په نظر د افغانستان موجود حالت ته په پام سره مونږ نسبی ښه اساسی قانون لروو. هغه علتونه چې په اساسی قانون باندې مونږ بی باوره کوی، په قانون کې نه، بلکې د دولت د ناتوانۍ له امله د قانون په تطبیقولو کې نغښتي دي. که هر افغان ځان د مونږ د ټاټوبي د یوه وګړي په توګه دمسﺉولیت احساس وکړي او پخپل وس او توان هڅه وکړي، چې په هېواد کې امنیت او په دې توګه د قانون حاکمیت ټینګ شي، د نورو ستونزو په وړاندې به هم په بریالیتوب سره مبارزه وکړی شوو.

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more