نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
HOROSCOP
hewad
13.03.2007
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
هروسکوپ څۀ شی دئ او د کوم کلتور او ولس سره تړاو لري؟ پۀ افغانستان کې دلېږديز لمريز کال د مياشتو
نومونه د څۀ لۀ مخې ټاکل يا غوره شوي دي؟
هيله ده چې معلومات راکړئ٠ پۀ درناوي هېواد
صافی
14.03.2007
هیواد صاحب! سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم:
ستاسو دپوښتنو په اړه د وکیپیدیا په لاندی لینکونو کې کافی معلومات شته .
که چیرته ضرورت وي مفهوم به یې زه وژباړم ، او که نه خدای دې وکړي چې وړاندې شوي معلومات په زړه پوری وي.
په درناوي
http://en.wikipedia.org/wiki/Zodiac
http://en.wikipedia.org/wiki/Astrology
hewad
14.03.2007
ښاغلی صافي صاحب سلامونه ې ومنئ !
ستاسو لۀ ورکړل شوي معلومات څخه مننه٠
کۀ کېدای شي دا موضوعات پۀ لنډيز ټوګه وژباړئ منندوی بۀ مو وم٠
زما موخه اوسترالوژي يا ستوري پېژندنه نده بلکې هروسکوپ دئ چې زموږ د کليزې د
مياشتو نومونه هم ترې اخستل شويدي ،د دې تړاو او علت څۀ دئ ؟
کۀ پۀ دې اړه معلومات لرئ مهرباني وکړئ٠
پۀ درناوي هېواد
صافی
15.03.2007
ګرانه وروره ښاغلی هیواد ! السلام علیکم....
پوښتنه مو واضحه نه ده ، ځکه دوه مختلفه پوښتنې مو یوه ګڼلی ده . په هر حال زه مو په مطلب پوه یم ،لنډ ځواب به اوس درته ووایم او وږد ځواب یې چې کله مې وخت پیدا کړ.
(هوروسکوب )Horoscop یونانی کلمه = وخت ته کتل، دبورجونو اویا میاشتو چارت او جدول،چې دنجومیانو له خوا دطالعو دکشف دپاره ورځینې استفاده کیږی. یعنې د اوسنۍ (استرالوژې ) پوری اړه لری . په پخوا زمانو کې ، استرالوژې او استرانومې دواړه سره ګډ وو.
راغلو دشمسې کال دمیاشتو نومونو ته ، حمل، ثور، جوزا ،اووغیره چې دکال یو معین وخت پرې تحدیدیږی چې یو برج یې عبارت ددیرشو ورځو څخه دی د هند نه نورې نړۍ ته تللی . چینایان نور ابراج او نومونه لری .
دا چې ولې ورﺉ، غویی،غبرګولی او نور دمیاشتو نومونه ګرځول شوی دي ؟
دا او په دې اړه په لسګونو نورې پوښتنې به بله ورځ درته ځواب کړم .
په درناوي
صافی
20.03.2007
محترم ورور هیواد صاحب او درنو دوستانو ټولوته سلام او نیکې هیلې وړاندی کوم:
هیواد صاحب ! ستاسو دپوښتنې تر د مه د ( AstrologyاوAstronomy ) دواړو په اړه زما شخصی معلومات ابتدایی او یواځې په شفوی منابعو محصور و. ښه شو – دادﺉ ستاسود پوښتنو په برکت ما ته هم څه معلومات را په برخه شول. پوهان وایې : څرنګه چې دساینسې او ادبې علومو ټولې فرعې د يو اوبل په پرمختګ کې دیو اوبل سره نه شلیدونکې اړیکې لری ، او لکه څرنګه چې داوسنۍ نړۍ دساینسی او تیکنالوژیکی پرمختګونو اصل دانسانی ژوند د فکری ارتقاء تکاملی سیر دنورو اړخونو سره له پیله یوځای اوبدل شوی ، ددې تکاملې سیر دلوړو او ځوړو په لړ کې دمحیطی ،او عضوی، تآثیراتو له امله د انسان په ډیرو بدایی کړن لارو اوپوهنیزو اړتیاو کې چې کوم توپېر تل محسوس و نور هم روښانه شو دﺉ. همدارنګه دبشری پوهې دهراړخیزه وسعت په لړ کې چې کومې علمی او فلسفی نظریې رامنځته شوی که څه هم دزړو اصولو او مبادیو دمټ پرزور رامنځته شوی ، بیایې هم دزړو اصولو دبطلان او منسوخیت ځیرﺉ راوړﺉ ، او د زړو او نوونظریو لارې یې سره بیلې کړی، چې په دې بحث کې یې څرګند مثال ( ستاره شماری Astrologyاو ستاره شناسی Astronomy ) دﺉ. چې دواړه په اصل کې دیوه ابخوره وبه څښکی. لکه چې شاعر وایی :
( هردوګون آهو ګیا خوردند وآب ------------ زین یکی سرګین شد وزان مشک ناب)
چې تر کومه به دا شعر ددې دواړو مسلکونو په اړه صدق کوی، زه پرې نه پوهیږم. دومره پوه یم چې (استرانا تان ) نورو کرو ته ځې او په نورو سماوي اجرامو کې ژوند لټوي ، او منجمین ( استرالوجران)اوس هم په خرافاتو او اپلټو بخت دي .
دغربی ستوری پیژاندنه Astronomy اصل، ما بین النهرین یعنی ددجلې اوفرات ترمنځه سیمې ته چې اوسنی عراق دﺉ رسی .
په کومه سیمه کې چې د سومرینو، اسیرینو،او بابلینو، تمدونه رامځته شوی و. د Mesopotamia او یا مابین النهرین څخه دلاسته راوړل شوو لرغونو آثارو له مخې چې تاریخ یې د۳۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ قبل دمیلاد ته رسی داڅرګندیږی چې سومریون لمړنی کسان دي چې په بدایی تنجیم یې لاس پورې کړﺉ وي ، اولاره یې د بابلیانو پرمختللې ستاره شمارۍ ته پرانېستی وي . دبابلیانو په دین او اساطیرو (mythology) کې بابلیونو (Babylonians) سماوي اجرامو ـ لمر،سپوږمۍ،اوستورو ته الهې او روحی ارزښت ورکوو او عبادت یې کیدل.
ستاره شماری چې له نوم څخه یې ښکاری د شمار ، محاسبې،او ریاضیاتو پوری تړلې ده . د همدې بابلیانو په وخت کې Sexagesimal)) او یا کسر شستی را منځته شوﺉ . چې د اوسنې دایرې تقسیم په۳۶۰ درجو او دهغې تقسیم په ۶۰ اجزاو اصل دی .
چې اصلی مطلب ته راشو چې دابراجو او یا دمیاشتو نومونه ولې ، وری،غویی، غبرګولى او نور ایښودل شوی ؟ دا ځکه چې داوسنیو انسانانو په څیر پخوانیو انسانانو هم دوخت تنظیم ته اړتیا لرله ،داپه داسې حال کې چې اوسني علمی اکتشافات یې په خوب کې هم نولیدلی ،چې ځمکه کروی ده، او دنیوتن دجازیبی قانون او دانشتاین دنسبیت نظریه ،لا خیال هم نو . نو دوخت دتحدید له پاره یواځینۍ لار دلمره او سپوژمۍ اشراق او اغراب او د ستورو مراقبت، اود مځکې نه دهغو د مختلفو موقعیتونو او یا دهغو د نسبی مدارونو ښکاره کیدل په مختلفو اوقاتو کې و. چې موضوع نوره هم پیچلی شی ، پخوانی خلک په دې نظر و چې ځمکه ثابته ده او لمر او سپوژمۍ د مځکې چاپیره څرخیږی. حال داچې دری واړه یې پخپل محور ، سپوژمۍ دمځکې چاپیر ،او مځکه او سپوژمۍ دواړه دلمره چاپیر څرخیږی. پخواني تمدنونه په څانګړی توګه دمځکې په بیلابیلو برخو کې پرته دیو اوبل دمرستې په دې پوه شوی و چې د ۳۶۵ ورځو وخت ته اړتیا ده چې لمر خپلې هسکې لوړتیا ته را وګرځې .( چې عبارت دلمره داستوا ،او دکال تر ټولود وږدې ورځې څخه دﺉ.) او سپوژمۍ دیرش اویا څه کمو دیرشو ورځو ته اړه ده چې خپل پوره مخ ښکاره کړی . لمر ( په اصل کې مځکه) په خپل دې ۳۶۵ ورځینی سیر کې دډیرولوړو او لرو او نسبی ثابتو سماوی اجراموپه مجموعو تیریږی ،چې ۱۲ کهکشانونه یې بابلیونو، هندیانو، اونورو په ځانګری توګه کشف کړی چې هغه عبارت دهمدې ۱۲ (حمل،ثور،جوزا،سرطان او نورو) دستورو دمجموعوڅخه دي ،چې دمځکې نه یې اشکال نوموړو حیواناتو ته ورته ښکاری. دلمره سیر په دغو ۱۲ کهکشانو او یا ابراجوکې په دیرشو،اوکله په یو دیرشو درجو تقسیم شوی چې هغه عبارت دورځو څخه دي.
هیواد صاحب !تاسو پوښتنه کړی :
(( پۀ افغانستان کې دلېږديز لمريز کال د مياشتو
نومونه د څۀ لۀ مخې ټاکل يا غوره شوي دي؟ ))
په افغانستان کې پښتنو د حضرت بابای ملت په وخت کې دومره توره کړی چې دابراجو نومونه یې دعربی نه پښتو ته ژباړلی دي،کوریې ودان اوبچی یې لوی.
یادونه: د چینایانو د تقویم دابراجو نومونه په لاندې ډول دي.
鼠 Rat
牛 Ox
虎 Tiger
兔 Rabbit
龍 Dragon
蛇 Snake
馬 Horse
羊 Sheep
猴 Monkey
雞 Rooster
狗 Dog
豬 Boar
http://search.nasa.gov/search/search?q=Astronomy&spell=1&access=p&output=xml_no_dtd&ie=UTF-8&client=nasa_production&site=nasa_collection&oe=UTF-8&proxystylesheet=nasa_production
http://ephemeris.com/index.html
داچې ولی په اوسنۍ غربی نړۍ کې د میاشتو نومونه ،جنوری،فبروری،مارچ اونور
دي ،او دجولین،اوګریګورین کلیزو ترمنځه توپیر څه دﺉ ؟ بله ورځ.
په درناوي
hewad
25.03.2007
ښاغلی صافي صاحب او نورو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
هيله ده چې روغ او سوکاله اوسئ٠
ښاغلی صافي صاحب ستاسو لۀ معلوماتو څخه مننه،لۀ وعدې سره سم د لا ډېر معلومات انتظار باسم٠
بل دا چې ستاسو د معلوماتو لۀ مخې جوتېږي چې سومريانو او بابليانو برج پېژندنه باندې کار کړئ او را منځته
کړې يې وه او هنديانو سره يې هم تړاو شته ٠ پوښتنه دا ده چې دا د مياشتو نومونه اوس نۀ د سومريانو، بابليانو
د زانګو پۀ ځای کې کارول کېږي او نۀ هم د هندوانو بلکې پۀ افغانستان کې مروج دي د دې علت څۀ دئ؟
پۀ درنښت هېواد
صافی
26.03.2007
درنواو قدرمنو دوستانو ! السلام علیکم:
محترم ورور هیواد صاحب!
لکه چې ټولو ته څرګنده ده چې د څه کم ۱۴ سو وکلو را پدی خوا د مغرب څخه نیولې ترهنده (البته ټول هند نه) سیمو کې دزړو تمدونونو ځای اسلامی تمدن ونیوو، او لکه چې ټولو ته روښانه ده د اسلامې کلیزې پیل هم دحضرت رسول کریم ( ص) د هجرت څخه دﺉ .داپه دې معنی چې دوخت پیژاندلو اصول نوو بدل شوي ،بلکې دوخت د اټکل او تعین په مبدآ اوپیل کې بدلون رامنځته شو.داټولو ته روښانه ده چې مسلمانانو دنورو علومو تر څنګه ددغې علم په پرمختګ کې ډیر کار کړﺉ،چې کوم بل وخت به پرې بحث وکړو.
په عربو کې داسلام نه مخکې هم قمری کلیزه مروجه وه ، مګر د ځینو میاشتو نومونو یې داوسنیو نومونو سره تو پیر درلود. داوسنیو قمری میاشتو نومونه په دې لنډ شعر کې خلا صه کیږی :
ز محرم چو گذشتی برسد ماه صفر----------دو ربیع و دو جمادی ز پی یکدیگر
رجب است از پی شعبان، رمضان و شوال ----- پس به ذیقعده و ذیالحجه بکن نیک نظر
هیواد صاحب! هجری قمری کلیزه دحضرت عمر بن خطا ب (ر ض) په وخت کې را منځته شوی ده.
او هجری شمسی کلیزه ( دغلام محمد غبار دتاریخ په حواله ، شپږم باب، ص ۱۲۷ افغانستان ودولت سلجوقی)
دملک شاه سلجوقی په وخت کې دنوموړﺉ په فرمان دتاریخ جلالی په نا مه (چې همدې پاچا ته منسوب دﺉ )
دوخت دمشهور نجومی ،فیلسوف، اوددری ژبې مشهور شاعر عمر خیام له خوا تآلیف او ترتیب شوه. ویل کیږی چې هجری شمسی تقویم د نړۍ د ټولو کلیزو په مقا یسه په شمول د اوسنی میلادی تقویم (ګریګورین) دقیق تر دﺉ.
هیواد صاحب ! داچې هجری شمسی کلیزه دې څه وخت په افغانستان کې رسمی شوی وي دقیق معلومات نلرم ،دوکېپیدیا موسوعې په حواله ښایی په۱۹۵۷م
کې دا کلیزه رسمې شوی وي، ولی زه یې نه منم اوفکر کوم چې تر هغې د مخه دې داکار شوی وي.
Afghanistan legally adopted this calendar in 1957 with different month names. Afghan Persian language (also known as Dari) uses the Arabic language names of the zodiac signs; these names were also used in Iran before 1925. Afghan Pashto language uses the Pashto names of the zodiac signs.
http://en.wikipedia.org/wiki/Iranian_calendar
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
http://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D9%82%D9%88%DB%8C%D9%85_%D9%87%D8%AC%D8%B1%DB%8C_%D8%B4%D9%85%D8%B3%DB%8C