وطن پال او نور ګټور شعرونه
د غر هلک
ashna
08.03.2007
وطن ميوند
[size=24:1030aa7a88][color=blue:1030aa7a88]د غر هلک
ښار ته راغلی يې د غر هلکه
ځان کړه خبر ای نا خبر هلکه
داښکلاګانې او رڼا وې چې دي
ځان ترې ساته نشې نظر هلکه
دلته هم د غر په شانته جګې مېنې
نه د سپوږمۍ رڼا لګيږي نه د لمر هلکه
څنګه چې ښار داسې هوا بدله
پام کوه نشې د خپل سر هلکه
د مصر واټ پرې يادېږي او کونړ کې زېږي
وطن وياړ د هر افغان دی زموږ کونړ هلکه
مصر کې د سيد جمال الدين افغان (رح) په نوم واټ
http://www.kitabtoon.com/vb/showthread.php?p=420#post420
غزل
لېمه کړه پورته د بڼو لاندې کتل مه کوه
غاړه په غاړه به شو شونډې چيچل مه کوه
سترګې زما ستا اننګو نه طوافونه کاندي
دپلو لاندې سپين غاښونه کړچول مه کوه
زلفې دې شاته واړه وه او سترګې ما ته کنه
چې پښتنه وي د بازار سينګارېدل مه کوه
وطن به شي رڼا رڼا که دې منګل ښکاره کړو
داسې رنګين غزل به جوړشي چې پوښتل مه کوه
د زړه درزار ی دې رارسي تر زما وطنه
زړونه به يو کړو تش خبرې د ګوګل مه کوه[/color:1030aa7a88][/size:1030aa7a88]