وطن پال او نور ګټور شعرونه
آزادي _ د عبدالهادي هادي شعر
Abid
26.08.2003
آزادي!!!؟
آزادي،
د تورو کرښو تر منځ سپينو پاتې شويو فاصلو ته وايي.
آزادي،
د وېړې ځمکې، د اوبو او د هوا،
دشهادت يوه بې پايه کيسه.
آزادي،
زموږ د وينو ويالې،
چې څه بې ځايه، بې مانا او په ناحقه ولاړې.
آزادي،
د يوې نوې کشفېدونکې سيارې
د اوسېدونکو بې مفهومه ژبه.
چې يې مانا زموږ په ذهن کې نشته
لا يې يواځې،
موږ په خوب کې ګورو
(٢)
کلونه مخکې،
څو سرزورو، شمله ورو،
غاړې جګې نيوې.
هغوی د ځمکې او اوبو او دهوا،
په بدل وينې ورکړې
دغو سرزورو، زورورو
آزادي وګټل.
آزادي،
نوم دی،
مانا هيڅ نه لري.
آزادي،
زور ته وايي،
ديموکراسي ته وايي،
چې زورور،
د دنيا ټول واګې په لاس کې لري.
(٣)
دا دی کلونه ورورسته،
زموږه ورونه،
د پلرونوناخلفه بچي،
د سرو شرابو په نيشه کې،
چارخانه څادر په ځمکه ولي،
او
خړ پکول، د خپل غرور نښانه،
له ډېره شرمه پټ په ترخ کې نيسي
بيا د هماغې جنډې سيوري ته،
د خپلې آزادي نوې کليزه نمانځي،
چا ته چې موږ د آزادي په بدل وينې ورکړې،
آزادي،
دې ته وايي؟
17/8/2003
عبدالهادي هادي
قلعۀ فتح الله، کابل