نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا شيان وپېژنئ ای خلکه
ashna
06.03.2007
[size=24:f2892ff8a1]ټول افغان
که يې لومړۍ پاڼه کې د بنډارونو د مبارکۍ تر څنګ د ودونو د مبارکۍ پېغامونه هم خپارۀ شي نو يو نوښت يې وبولئ
راډيو
دماغ صفر ژبه لس ګزه
ډموکراسي
هېواد زما واک د امريکا
ملي اردو
دشمالي ټلوالې لښکر
د ښځو حقوق
بې واکه مړونه
دښځو وزارت
دروا سازمان دولتي نوم
ولايتونه
رسمي څلور دېرشو ته ورسېدل او واليان اته شپېتو ته او ولسوالان به اوس د چا هغه دادا وشماري په ولايت کې يو والي خلکو ته ښکاري او دوېم يوازې امريکا ته
دري
زبانی ياری من پښتو است
من پښتو نمی دانم
الهي کاش که می بود
زبانش در دانی من
پښتو
دلبرې نازدانه به پايم زولانا کردی
راز ی محبت را رسوا پيشی بيګانا کردی
شهرتی رسوايی من سری زبان ها شده
در همه جای يار خود شرا بور رسوا کردی
د يار يوه شوه زما بله
خاونده داسې سوال مې کله کړېونه
ملي خزانه او معدن
رانه يې ډک کړل خپل جېبونه
راغلې امريکا ده خلکه ما درنه وړينه
ملي سرود په پښتو دی او تر اوسه پورې ''''''''''''''''
شی ټول په غلطه دی خطا دی
سر مې مه خوږه وه
زما واک ټول د انګليس او امريکا دی
سر مې مه خوږه وه
د يو ښاغلي نه مې تپوس وکړو چې (د امريکا د متحده هلته دلته د غلامانو د ښار نه راغلی وو )چې کابل ته د بېرته راتلو علت دې څه دی ويوېل چې زما دا مېواجات يادېدل يانې مڼې او هيندوانې وغېره وغېره د دې خوراک پسې راغلی يمه نو ما ورته وويل چې
د امريکا د غلامانو ښار کې ډېر دي ياره
دا د کابل غريبان مه غولوه
ازاد انتخابات
رانه مخکې وروسته امريکايي وای
په تن پوښ مې افغاني وای
بون کې انتخاب فېصله مې په لندن کې وای
کشکې واشينګټن کې وای
په پېښور کې د اوسي دولت د راتګ سره سم د ډوډۍ نوم چې روټے نورو پخواني دولتو په رسميت پېژندلی وو اوسني دولت د روټے نه په برېډ ورواړولو
ما دلته روټے او ساګ خوړلے دے
کله مې پېرزشې په برېډونو پېښوره
پښتانۀ
چې پښتو کله پاړسي شوه بيا به ګورو
باچايي چې د نايي شوه بيا به ګورو
نن کابل کې توره شپه ده
نړۍ کړې پرې حمله ده
خطر کې کلمه ده
ملايان دي په خپل منځ کې برخلافه
چې د اجړا امامتي شوه بيا به ګورو[/size:f2892ff8a1]
ميوند اشنا
Miwand Patang
14.03.2007
آشنا ګله وروره!
د خدای روی مې در ورړی دی دا څه دي چې تا لیکلي؟ که یې لږ واضح کړې نو ډیر به ښه وي.
بل دا چې د بحث د فورمونو دغه برخه له درناوۍ څخه ډکو بحثونو ته ځانګړې شوې ده که غواړې چې ټوکې وکړې نو د ټوکو ټکالو څانګې ته ورشه، که غواړې شعر یا لنډۍ ولیکې نو په دې فورمونو کې خپل خپل ځایونه لري هلته یې خپرولی شې.
بل دا چې ما پرون هم ستا په لیکنه یو لنډ نظر څرګند کړ هغه ولوله او مهرباني وکړه د هغې په بنسټ خپلې لیکنې برابرې او بیا یې په دې فورم کې د خپرولو هڅه وکړه.
مننه
میوند پتنګ
ashna
14.03.2007
[size=24:9f6c74e94c]ميوند پتنګ ماما زه د کمپيوټر او د انټر نېټ سره يوه څه ستونزه لرم يانې داسې ځای کې يم چې دا يو څو کرښې ليکل هم راته ډېر په لوړه بيا پرې وځي کنه نو ستا سر مې هم درخلاصولو ځکه چې دا ځواني ما هم تېره کړې ده :D :D ستا دواړه ليکنې مې داسې په يو ځغلنده نظر ولوستې خو نيمې ليکنې درسره منم خو نيمې بيا نه يانې املا چې ستاسو نه بغېر نور زموږ ټول ولس ورسره لاس او ګرېوان دی سمه به شي خو زمونږ په کونړ کې لا برېښنا نشته او د لاټين په رڼا ليکنې همدغسې وي چې ما ليکل شېران خو شېخان ليکل شوي دي او خبره به د چا هغه دادا واضحه کړي او يا به واضحه ليکل وکړي په همغه سات به لوڅ لغړ په کوم بند کې پروت وي لکه چې دا پراتۀ دي تېره ورځ خو شېخانو ماماګانو د بنديانو خبره وکړه خو د ښځو په هکله چا څه ونه ويل ځکه چې بيا يې خپله لمن په سر راوړي او نه چا د ښځو د نړۍ د نړېدلو په ورځ چا څه وويل ٠ زه نه کوم ليکوال يم او نه به شم ځکه چې چېرته عزيزخان او چېرته ملنګ عبدلرحمان او منزل ته د ورتلو لارې ټولې بېګانه دي ټپسان په ټولو لارو پراتۀ دي يو هم ترې ښه ورځ نشئ ليدلی
خو د ارواښاد بېنوا صېب دا شعر يوځل خپله ولوله او يو ځل زما لپاره او نور څه که دې وليکل خوښه دې خو زما نه يې د ځواب تمه مه کوه او ها که د انټرنېټ اساني شوه بيا به ګورو ( اشنامو )
دا هم ژونــــــــد ؟؟؟
څه خبر یم چي ژوندون دی ٠٠٠ او که ښورو خوشي هسي
نه مورنګ شته نه موبوی شته ٠٠٠ په ځان لوړو خوشي هسي
پخوا وو ، اوس څه له نه یو ٠٠٠ دانه ګـــورو خوشي هسي
نه صُغرا شته نه کُبرا شته
هیڅ قیاس کــــــولای نشو
هري خوا ته تاریــــــکي ده ٠٠٠ هیڅ رڼا نه را ښکاریږي
هرڅوسترګي سره کش کړم ٠٠٠ یو بینا نه را ښکـــاریږي
دغه مړ دی هغــــــه مړ دی ٠٠٠ څه وینا نه را ښکـاریږي
پــه بینا سترګو ړانده یو
سمه لار لیـــــدلای نشو
څوک ځي پورته،څوک ځي کښته داد دې زمان ناورین دی
سترګي روڼي څه نه وینو ٠٠، روڼ چیني راته خاورین دی
د ځان شهد ګنډېر بولــــو ٠٠٠ د بل مرچ راته شیــرین دی
کــله پاڅو کلـــــه پرزو
ټینګ اساس تړلای نشو
په دیوال کښې کوږ سوری وي ٠٠٠ خو بوڼکی ځیني خو ځیـږي
رنګ د ګل خوند ئې د پیازوي ٠٠٠ هر سړی باندي غولېـــــږي
ته ئې بوم بولې ځان بازکړي هر مرغه ترېـــنه وېرېــږي
د وجدان وجدان نارې دي
خو اثر ئې کتـــای نشـــــو
وزر شته الوتای نشـــــو ٠٠ چا مات کړی مو وزر دی
خوله لرو ږغېـــدای نشو ٠٠٠ دا د کوم جـادو ، اثر دی ؟
خپل پایڅې مو زولنې شوې ٠٠٠ځکه حال داسي ابتــــر دی
زړه مو سوځي خوله مو پټه
د زړه درد ښودلای نشــــــو
[/size:9f6c74e94c]