د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره

ashna
03.03.2007

وطن ميوند

[size=24:701be0a01f]١) د ښاغلي مور چې کله خپله رائې مبارکه خپل زوي مبارک ته په کندهار کې ورکوله نو په زرګونو زمونږ مېندې او خوېندې ترې راتاو شوې وې او هرې يوې ترې نه د خپل زوي ، پلار ، خاوند او د ورور خېرات غوښتۀ چې امريکايانو د خپلوکورونو نه په رڼاورځ په وهلو او ټکولو رايستلي وو او د ښاغلي مور ته يې ويل چې تۀ دې خپل زوي ته ووايه چې زموږ سړي راپرېږدي ستا خبره خو مني خو د دوی خوارانو په سړو د امريکا په لارښودنه وختي د ولسي جرګې اوسني مشر او په راتلونکي کې د ټول افغانستان مشر قانوني لاس تېر کړی وو او څه د نړۍ نورو هېودونو ته چېرته چې د امريکا پټ زندانونه وو لېږدول شوي وو ٠

٢) د ١١ ستمبر نه ٣ ورځې وروسته امريکا د زهري واريوسو په جوړولو لاس پورې کړو چې همدغه واريوس وروسته په زابل ،اوروزګان کې وشيندل شول چې بيا وروسته امريکا وويل دا کار مونږ ندی کړی٠

٣) پدې نېټه ٧/٦/٢٠٠٦ د دې خبر د اورېدونه وروسته چې امريکا د بوش د واک د اخستو نه تر دې وخته پورې پوره ١٩ د ځمکې لاندې چاودنې وکړې او د دغو وسلو يو برخه کندهار ته لېږدول شوې ده بس په چغو مې شروع وکړه! [/size:701be0a01f]

اه!، دا مې د پلار نيکه ټبر دی!

[size=24:701be0a01f][color=blue:701be0a01f]ستا پېغله لکه حوره په حيا ګاڼه سينګاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره

سترګې د انګرېز ستا کوڅو ته ټيټي دي
لال او مرجان ستا کاڼي او لوټي دي
عطرو د پليل ستا ونې او بوټي دي

ښکلی هر وګړی ستا د کلي، دبانډې، او که د ښاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره

خواکې لېلا لري هلمند سيند يې څپې څپې دی
سرۀ او ګاڼه يې ده اوروزګان داسې تپې تپې دی
حسن او ښکلا يې ده زابل داسې کوڅې کوڅې دی

ربه د امن پرې باران کړه ورته کړه سيمه ګلزاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره

ستا کوڅو ته راغلل نن بيا پرهدي ځواکونه
غورځي پرې بمونه کلي، دي بانډې، او که ښارونه
کله مې پېرزو دي په تا داسې بمبارونه

نن هېڅ کولای نشم بې لڅوبېتو اشعاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره

ستا ښکلو کوڅو کې نن پرهدو پښو ګردونه دي
ستا ښکلو درو کې بيا جوړ شوي ميوندونه دي
پلار او وطن غواړي راوتلې ټولې نجونه دي
کوڅه په کوڅه ګرځي نن وران يې وربلونه دي

راپورته ايوب خان کړه يوځل بيا پروردګاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره[/color:701be0a01f][/size:701be0a01f]


ahmadullha
08.03.2007

اسلام عليکم کرانه وروره ستاسو دحبری په تا يد سره زمونږ ميندی بچيان عواړی حوزمونږ واک داران پحپلا حاوره هعه څوک عواړی دچادلا سه زمونږ ورونه يتيمانان شوی دی او يا پتورو تيارو کی د مور اوپلا ر دليدو په ارمان شپی سبا کاوی د مشرانو حبره چاته چي ګاډا نه ورځی دبل ګاډا پری ښنلږي وسلام


ashna
15.06.2007

ښه ورته ګوره هر يو کار يې شېطانی دی
مخې ته ناست سړی مې خپل شاته يې ايرانی دی

د دوی د لاسه
کورونه مو تل وران دي
برېتوران که ږيروران دي
د يوې ابۍ دوه پسران دي
منجيله پراتۀ لکه ماران دي
وار په وار رخپارۀ شي او ټک راکړي
نوم يې بدل دی پاړوګر يې پخوانی دی

تاو رانه لښکرې دي
کافر او ترهګرې دي
نيولې يې سنګرې دي
په لاسو کې خنجرې دي
په سر مو اليکوترې دي
بمونه دي غورځيږي
دواړو خواوته مو وژني له تندې څوک يزيد
ژوند زمونږ فراق شو هر وګړی حسېنی (رض) دی

وطن ميوند


ashna
12.10.2007

[color=blue:1e9603321a]د سولې او هم د خوښۍ په ورځ د ځان په ویر اخته شئ[/color:1e9603321a]
دا واشینګټن دې د ځان ګور شه
لکه مسکو دې رانسکور شه
تا په کابل څه لوبې وکړې
هر یو وګړی دې بې کور شه
تهرانه لوټې لوټې واوړې
چې دا زړګی مې په تا سوړ شه
دوشنبه او که تاشکند یې
هر یو افغان مې په تا سپور شه
اسلام آباد ، دهلي ، د لاسه ژاړم
راشه بابا مېړېې د مور شه
برلین، پارس ،لندن ، مې وژني
د دوی په منځ کې راژوندی پخوانی اور شه
بغداد د اور لمبې ریاضه په تا شه !
تۀ هم خپله کوې که بر دې زور شه
د انقرې او استنبول مسجده !
د بربادۍ خبر دې خپور شه
ټوکيو او که بېژینګ یې
په خپل منځو کې مو جنګ جوړ شه
زما په شان لاس او ګرېوان شئ خپلو ملکو کې
چې له ژوندون نه مو زړۀ تور شه
که به زما په درد او رنځ خوشاله ستئ
کافر که مسلمان یې
دا درد او رنځ مې ستا په لور شه
که د پښتون بد به غواړي څوک
په بدو واوړه کې مې ورور شه
سرمې غوڅوم نه یې ټیټوم
ګوره ابۍ شيدۀ دې پور شه
که یې ټیټوم ربه (ج) تا ته
ستا نازولی (ص ) مې پېغور شه
د جنتونو نعمتونو نه دې تېر یمه زه
[color=black:1e9603321a]که مې دا [/color:1e9603321a][color=red:1e9603321a]خپل وطن [/color:1e9603321a][color=green:1e9603321a]سمسور شه[/color:1e9603321a]
وطن ميوند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more