نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بيارغاونې په سمه توگه نه ترسره کيږي اساس ئې خام دې ، ژير به و سپخيږي !!
ع کريم حليمي
03.03.2007
درنواومکرمو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي مي ومنی !
کله چه واورو ،چه بيا د هيواد د رغاوني کار مخ په وړاندي روان دی ، فکرکوم
چه د اکثره افغانان به د داسي ږغ په اورېدو سره د خوشحالۍ احساس کوي
او زه چه د خوشحالۍ احساس وکړم ، زړه مي خوابدی سي او يو عالم دلائل
راسره شروع کړي ، چه ساده سريه پر څه خوشحالۍ کوې ، د څه شي رغاوني
دي خوشالوي ، کومي رغاوني ؟ هغه وخت به د خوشالۍ خبره وي په
ملک کښي د ترقۍ او ابادۍ ږغ واوري !
د ترقۍ ، ابادۍ او رغوني څه فرق دی ؟
ترقي : پر مخ تګ ته ويل کيږي ، کله چه ملک صنعتي سي نو مخ پر ترقي بلل
کيږي ، نو کله چه صناعت او پيشه په ملک کښي پيدا سي ، نو تر مځکي
لانديسرمايه راوزي او رغاوني داسي اتومات شروع کيږي ،په نن عصرکښي
د يو ملک لپاره درې شيان ضرور دي اول ملک صنعتي کول ، دوهم زرغونه
طلا (ملک زراعتي کول ) دريم توره طلا (تيل يا اينرژي ) پيدا کول
نن چه مکتبوته هلکان روان دي ، دا چه کيميا ،فزيک ، هندسه ، رياضي زده
کوي ، خوسبا له ټولني ځه کار غواړي ، د طبيعي علوم چه څوک زده کوي له
هم دي لپاره چه د مځکي لاندي سرمايه راوباسي
اوسپنه او مس را ايستل هم کار پيداکوي ، د مسلکي او بې مسلکه
خلکو له پاره او هم په اوسپنه او مسو د ملک
رغاونه کيږي ، زموږ په هيواد کښي هم اوسپنه ډيره سته او هم مس
کله چه دغه دوه فلزه را اخراج سي نو بيا به لاره هواره سي و توري طلااو ګاز ته !
د اوبو د تقسيم له پاره اولين شئ مس په کاري ، او د ګاز د تقسيم له پاره
اوسپنه پکاره ده او دا دواړه فلز دي چه زراعت مخ په وړاندي بيايي
بېلچې ، يومان ، او کوچني مشين الات به په ملک کښي جوړيږي
او کوم ځوانان چه له پوهنځيو فارغه کيږي ، خپل مسلکي کار به هم ورته
پيدا وي ،
ملک چه نه صنعتي وي او نه اينرږي ولري ، نو رغاونه به ئې په
فقر او خيرات وي ، کله چه د فقر لاره بنده سي نو ملک به بيا د بېکاري
په مريضي اخته وي ، او له پوهنځيو څخه چه يو انجنر فارغه سي
کاربه هم نه وي ورته !
مواصلات غزول ، تعميرات او د اوبواو ګاز رسوولو ته رغاونه ويل کيږي
او بل دملک خلک بوټونو ،کاليو او جامو ته ضرورت لري
نن په هيواد کښي دېرش مليونه خلک ژوند کوي که له کاله دوو جوړو نوټونو ته
ضرورت وي نو زموږ ٦٠٠٠٠٠٠٠ مليونه بوټونو ته ضرورت لرو
که هرسړی د کاله ٢٠ متره نساجي ته ضرورت ولري او چه لري ئې
ملک و ٦٠٠٠٠٠٠٠٠ متره نساجي ته ضرورت سته ،
دا يو څو مواصلات او يو څومتره سړک رغاونه نه ده ، او ملک په
اشر او بېکار ، په پردۍ بېلچو او يومانو نه اباديږي ، چه بېلچې به له چين څه
راغواړي ، او د بېګار خلکوته به د خيرات بوره ، او پوډري شيدې ورکوې
کله چه خيرات درباندي ودريږي نو رغاونه به هم دريږي ، او هغه رغاونه چه
سوې ترميم غواړي وليچه دا رغاونه خو په عصري ډول نه ده چه لس کاله دوام
وکړي ٠
د اوبو پر غاړه پراته يو له تندي مرو او پر خزانه پراته يو فقر کوو
له خپلي سادګۍ
ع کريم حليمي
03.03.2007
د شرم خبري او خبرونه !
[quote:7339bafa89]روسيې له افغانستان سره د ٧٠ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې تر دامهاله يې د افغانستان د ملي پوليسو او پوځ د روزنې او سمبالولو برخو کې ٣٠ ميليونه ډالره لگولي دي.[/quote:7339bafa89]
دا څرنګه روزنه ده ، چه ٣٠ مليونه دالره په لګولي ، د کابل حکومت خپل
پوليس نسي روزلی ، ايا موږ متقاعد سپين ږيري پوليس نه لرو
چه ځوانان مو راورزي ؟ ايا روس پوليسوته راکټ ساينس ورښوي ، چه
موږ وايي چه ٣٠ مليونه مصرف په وسو !
کابله ! په روس نور پوليس مه روزه ، ذوب اهين دستګادي افغانستان
ځيني رانيسۍ ، چه هم رغاوني په وکړو ، او هم مو د سبا تعليم يافته
ځوانانو ته کار پيدا کړي وي ، او هم هغه رغاوني په اوسپنه وکړو
کوم چه روسانو زموږ د ښارونو زيربنا را نړولې وه ،
کابله ، کرزيه - راويښ سه ملک ته ابادي راوله (ذوب اهين )
پوليس په خپلو متقاعدينو افسرانو و روزه !!!!
له روسه - نساجي ، ذوب اهين ، ذوب مس و غواړه چه حق مسلم مو دی
په پاته ٤٠ مليونه دا دري سره فابريکي رانيول کېدای سي
نور نو دا چجنه رغونه ملت ته پرېږده ، ملت ته مواد خام راوباسه چه ملت
خپل شهامت ښکاره کړي ، او رغاوني درته وکړي
ع کريم حليمي
03.03.2007
[quote:4e1c2b65c3]همدا راز هغه وويل: كه چېرې د افغانستان خلك د كوكنارو د كر كيلې څخه لاس وانخلي، نه دا چې دفقر، بدامنۍ او په مخدره توكيو د روږدېدو سره به مخامخ شي، بلكې د تمويلوونكو علاقمندي به هم د افغانستان په بيارغاونه او پراختيا كې په باور نه كوونكي كچه كمه شي. [/quote:4e1c2b65c3]
په يوه جريب ځمکه کښي چه څوک خاشخاش وکري ، تقريبا ٤ کېلو طرياق
حصول په ٩٠ ورځو کښي تر لاسه کولی سي !
ايا يو دهقان به دې ته اماده سي چه د يوه رطل غوړو ، لس کېلو بورې ، او شل
کېلو اوړو په مقابل کښي د طارياقو تر کرهڼي تېر سي ؟؟؟
په كندهار كې پراخه پرمختيايي كمپاين
http://www.mrrd.gov.af/PASHTO/Home/NextG.htm
پورته لينک تاسو وګورۍ ، چه خلک د قبل الميلاد په شکل بيا رغوني کوي
له حکومت رشتيا رغوني کول غواړي او خلکو ته کار ور پيدا کوي
ښه به دا وي چه په کندهار کښي لوی او وړې صنعتي دستګاوي جوړي کړي
هم به کار پيداسي هم به توليد وسي ، او هم به د خاشخاشو د کرهني لاس واخلي
له توليدي دستګاوو څه به همره معاش اخلي چه ګوزاره به ئې په کيږي
تاسو د پورته لينک عکس ته وګوري ، نن ٢١ قرن دی ، افغان نن په ٧ قرن کښي
ژوند کوي ، دا د کليو د رغاوني د رياست له پاره شرم ندی ؟؟؟؟؟
[quote:4e1c2b65c3]ددغو پروژو ټوليز ارزښت د ۳،۱۹۶،۹۹۰ امريكايي ډالرو ( ۱۵۹،۸۴۹،۵۰۰) افغانيو څخه زيات دى، د يادولو وړ ده چې ددغو پروژو مصارف د امريكې د متحده ايالاتو او كاناډا هېوادونو د بلا عوضه مرستو څخه تمويلېږي.[/quote:4e1c2b65c3]
درنو لوستونکو تاسو قضاوت وکړي چه
تاسو وليدل چه تقريبا دېرش نفره د بېلچو او يومانو باندي يولښتی کاږي
که د ورځي هر نفر ته ١٠ ډالره ورکړي دا ٣٠٠ ډالره سوه ، او د هيڅ ډول ماډرن
ماشينونو مصرف نسته !!!
ماډرن تشنابونه هم نه جوړوي چه څوک فکر وکي صاحبه دا لوړ مصارف لري
او هر څه له خارج څه واريديږي ، نو طبعا بيا په دې تشنابونو کښي
يوه څه فوق العاده خورد او بورد هم شوی ، ايا داسي نه ده ؟؟؟؟
تشنابونه خو نه جوړه وي ؟؟ يو لښتی کاږي !!!!
pattang
04.03.2007
قدرمند حليمي صيب له مينې ډک سلا مونه درته وړاندې کوم !
دا کارونه کوم چې تاسو يادکړي دي نورو خلکو څلورسوه کاله له مخې اقدام ورته کړی اوپه خپل وخت کې يې سرته رسولي دي٠
دافغانستان په هکله دغه کار مختلف عوامل لرې چې له يادونې ځخه به يې تېرشم٠
اوسني حالت ته به راشم اويوه تشبيح به ورته ورکړم:
خدای پاک په قران کريم کې دخنځير غوښه حرامه اومنعه کړې ده ،اوس علمي هم سابته ده چې د خنځير غوښه صحتمنده نده او امراض ور څخه پېدا کېږي ٠
حليمي صيب دکرزي حکومت داسې حرام دی لکه د خنځير غوښه . د کرزي حکومت ( CIA+ جنګي جنايتکاران + دترياکو او قاچاقو ټېکه داران ) يومردار اودمسلمانو لپاره يو حرام رژيم دی. کومې پيسې چې cia اواشغالګر يې په يوه اوبل نوم ورکوي په حرامو لارو ځي ,ملت په نس وګی ځوانان مو په عربو ،ا يران او پاکستان کې په وږي نس مذدوري کوي٠
يواځنۍلاره يې داده چې دکرزي مردار رژيم داسې ورک شي لکه دخنځيرداستوګنې ځای په افغانستان اونوره اسلامي نړۍ کې.