د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښاغلى حکمتيار ولې خفه دى؟

Anonymous
28.02.2007

وړانګه پښتو ويبسايټ

په دې وروستيو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار د يو څو بيانونو څخه داسې مالومېږي چې د نوموړي د وينې فشار لمحه په لمحه خېژي او ټيټېږي. دا څويم ځل دى چې هغه د پاکستاني "مجاهدينو" څخه غوښتنه کوي چې پاکستان کې د چاودنو او ځانمرګيو بريدونو په ځاى بايد د افغانستان مقابله وکړاى شي ځکه چې د ښاغلي حکمتيار په وېنا "اصلي دښمن د افغانستان حکومت دى". زما په فکر دا د (حکومت) تورى يې پکې هسې ويلى دى، هغه بايد ويلي واى چې اصلي دښمن افغانستان دى. که مونږ د حکمتيار تېر تاريخ لږ وځيرو نو نتيجه يې همدا راوځي چې د هغه دښمني په اصل کې د افغانستان او افغانانو سره ده. ځکه دا افغانان وه چې د کابل په ښار د حکمتيار د توغنديو په باران کې وژل کېدل. دا افغانان وه چې ده د امريکا او پاکستان په حکومتونو پلورل او دا افغانستان وه چې ده ترېنه اول د امريکا او پاکستان اډه جوړه کړه او بيا يې پکې د جنګونو او وينې تويونې يوه نه ختمېدونکې لوبه روانه کړه. بې شکه چې په دې کار کې حکمتيار يواځې نه و خو، لکه چې ټولو ته معلومه ده، د امريکا، اروپا او عربو د پيسو او وسلو اويا فيصده حکمتيار ته تلل نو په جنګونو او افغانستان دښمنۍ کې د حکمتيار برخه هم د نورو څخه څو وارې زياته وه.

ښاغلى حکمتيار د هغو نورو څخه په دې کې هم ځانګړى وخوت چې هغوى اخر خو لاړل او په افغانستان کې کېناستل. او که پټ هر څه کوي خو په ښکاره اوس د افغانستان د ګټې او ودانۍ خبره کوي. حال دا چې حکمتيار اوس هم په ښکاره د افغانانو او افغانستان دښمنۍ نارې وهي او يواځې افغانستان نه بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې چې په هره حواله څه جګړه راپېدا کېږي او انسانان پکې په مالي او ځاني لحاظ تاواني کېږي نو حکمتيار صاحب ورته خامخا خوشالېږي. زما ددې خبرې ثبوت د لبنان جنګ دى. کله چې په لبنان کې اور بند وشو نو حکمتيار صاحب په خپل يو پېغام کې دغه اوربند د ايران سازش وباله او وئې ويل "اوس چې جنګ پېل شوى دى نو بايد چې بند نه کړاى شي". ډېر ښه! خلک د جنګونو د بندولو هڅې کوي خو دى يې پېل کېدو او تودېدو ته لاس پړقوي. خداى څه خړاوه باز طبيعت ورکړى دى خو کشکې چې دده زېږېدنه يې هم د انسانانو په ځاى په هغو حېواناتو لورولې واى چې طبع يې جنګونه او خړاوې دي.

انسانان چې د نړۍ په هر ګوټ کې مري مونږ پرې خواشيني کېږو او ظلم يې بلو خو خداى بښلي ولي خان بابا يوه ډېره تاريخي خبره کړې ده چې "کله ته د چا د وژلو لپاره بمونه لېږې نو هغه نه د ګلونو تمه مه کوه" او بل دا چې "ته د چا کور ورانوې خداى به ستا کور هم يوه ورځ ورانوي". بلکې لا ډېر پخوا رحمان بابا ويلي دي چې:

کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې – چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

پاکستان په تېرو دېرشو کالو کې په افغانستان کې ډېرې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړل. کله د جهاد په نامه، کله د طالبانو په نامه او کله په دې او کله په هغه نامه. دېرش کاله ډېر وخت دى، کوم ازغي چې يې په افغانستان کې کرلي وو د هغوى ځېلې پاکستان ته هم ورسېدلې او اوس دغه لړۍ په پاکستان کې هم پېل شوه. او يقيناً چې که پاکستان د ازغو کرلو ددې لړۍ څخه نور لاس وانه خيست نو د ازغو ځېلې به د پښتنو د سيمو څخه د پنجاب سيمو ته هم اوږدېږي. او همدغې خبرې حکمتيار ډېر ناکراره کړى دى. هغه چې پېدايشي د افغانستان او افغانانو دښمن او د پاکستان د ملي ګټو څوکيدار دى، په پرله پسې کله په خپل اصلي غږ او کله په ترنم کې ناره وهي چې :

" مجاهدينو ورونو! د خداى روى ومنئ، د پېغمبر خاطر وکړئ چې په پاکستان کې فساد مه کوئ، فساد په افغانستان کې وکړئ". او د پاکستان استخباراتو دده د غږ سره د همغږۍ لپاره يو څو روڼ اندي ليکوالان او ژورنالستان هم پېدا کړي دي چې دده د غږ سره خپل غږ يو ځاى کوي او په يوه خوله د خپلې خبرې د تاثير لپاره خپلې غاړې لمدې ساتي. د ليکوالانو او ژورنالستانو ددغې جملې څخه يو رحيم الله يوسفزى، يو سليم ساپى او يو هارون الرشيد تر هر چا وړاندې او ښکاره دي. کله چې حکمتيار چغه کړي:

"په پاکستان کې جهاد نه کېږي جانانه ځما
افغانستان کې به کوو مونږه فساد فساد"

نو دغه درې واړه تالي څټي هم ورپسې غږ کړي چې:

"فساد فساد
افغانستان کې فساد فساد"


larghonay1
01.03.2007

سلام!
ورره تاسو ښه ليكنه راخيستې خو بايد دومره پوه شو چې فساد په هر ځاى كې فساد دى او مونږ بايد په هر ځاى كې فساد وغندو.
مونږ بايد د چا داخبره چې په پلاني ځاى كې فساد مه كوئ، ونه غندو، بايد دا خبره يې په كلكه وغندو چې په پلاني ځاى كې فساد وكړئ. اوبله دا چې په پاكستان كې فساد نه دى روان ، بلكې په پېښور، وزيرستان، كوټه او باجوړ كې فساد روان دى چې دافساد هم زمونږ د وركې له پاره دى.
او پاتې شوه دا چې حكمتيار لالا څه وايي؟
نو هغه خو ګرم نه دى ځكه چې پاكستان جوړ كړى دى نو خامخا به پاكستان ته وفادار وي اخير حرم نمك خو به نه وي، تاسو بايد پوه شئ چې پاكستان په حكمتيار ډېره پنګونه كړې ده.
بله دا چې حكمتيار صيب يو عجيب مهارت لري هغه دا چې هره ډله چې په جګړه كې ماتې وخوري نوحكمتيار صيب بيا د همغې ماتې شوې ډلې لمن نيسي.
د بېلګې په توګه كله چې د نجيب حكومت ړنګ شو او واك مجاهدينو ته ورغى نو دحكمتيار صيب شعار و چې (جنګ جنګ تاختم ګلمجم) خو كله چې دوستم د مسعود له لاسه تېښتې ته ځان برابر كړ نو حكمتيار صيب ورسره ملګرى شو.
همدا راز د مزاري او سياف په جګړو كې چې كله سياف برلاسى شو او مزاري يې څنډې ته كړ نو حكمتيار لاس وركړ.
همدا راز د افغانستان د جهاد په اوږدو كې دى او مسعود سره هيڅ وخت جوړ نه وو راغلي حتى په سلګونو افغانان د ده او مسعود په جګړو كې وژل شوي وو چې اخير خبره بدرنګۍ ته هم ورسيده او يو بل به په مړو سترګې هم ويستې لكه د سيد جمال وليد كيسه يا نورې داسې ډېرې كيسې خو خو كله چې مسعود د طالبانو له لاسه دوه خپلې كړې او دوه پردۍ كړې او په منډو شو نو حكمتيار ورسره مذاكرات پيل كړل.
په همدې ډول كله چې طالبان په لومړي ځل افغانستان ته راغلل نو حكمتيار ورته خپل سنګرونه پرېښودل خو د ملګرتيا غږ يې نه و كړى خو كله چې طالبانو په يوه يوه ورځ كې شپږ اووه ولايتونه پرېښودل او په ځغاسته وو نو حكمتيار يې د ملاتړ اعلان وكړ.
زما په نظر كه چېرته غواړئ چې په كرزي خان نسكوره شي نو هڅه وكړئ چې حكمتيار ورسره روغې جوړې ته كېنوئ.
ځكه كه هغه د روغې جوړې خبره وكړه نو پوه شئ چې د كرزي پاچايي ختمه ده.
دا ټولې خبرې د هغه چا له پاره يو درس دى چې دجهاد په اوږدو كې يې شل پنځه ويشت كاله ديار يار او حكمتيار چغې كړي دي.
دوى بايد پوه شي چې حكمتيار د قوم سړى نه دى، هيڅ وخت به د ملت په منځ كې ونه اوسي. كه څوك ورپسې ودرېږي نو يوه ورځ به په ميدان حيران دريان ورلاړ وي.
پښتانه بايد يو داسې چا پسې ودرېږي لكه د پاړسيوانو رباني چې په غر هم ورسره وي او په سمه هم. په پلازمېنه كې هم ورسره يو ځاى وي او په كلاب او بدخشان كې هم.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


Miwand Patang
04.03.2007

د ښاغلي حکمتیار کړه وړه د تاریخ د قضاوت په تله
دا چې ګرانو لیکوالو د حکمتیار د سیاسي او نظامي ژوند په منفي او مثبت اړخونو څه لیکلي دي تر ډیره حده د واقعیت سره مله دي او د ښاغلي حکمتیار سیاسي او نظامي ژوند د یو لړ عجیبو، پیچلو او جنجالي اړخونو څخه ډک دی چې په آسانه پرې فیصله کول ګران کار دی.
مخکې لدې چې د ښاغلي حکمتیار په هکله څه ووایو اړینه ګڼو چې د افغانستان د خلکو ټول هغه غلیمان وغندو چې په پردیو کمونیستي، اخواني، وهابي، ایراني او طالباني نظریاتو یې د دې هیواد خلک تباه او زموږ ملي، مادي او معنوي شتمنۍ یې له نشت سره مخ کړه. افغانان د هیواد هر خاین ته د لوی خدای له دربار څخه د جزا غوښتونکي دي او تاریخ به هغه ټولې ناولې څیرې بربنډې کړي چې له دغه تاریخي هیواد سره یې د خپلو ناولو عملونو په وسیله جفا کړې ده.
خو یوه خبره چې د ښاغلي حکمتیار په اړه د واقعیت په دوربین کې ښکاري هغه دا ده چې نوموړی ډیر د عاجل تصمیم نیوونکی، د پردیو له خوا ژر استعال کیدونکی او بې ځایه خوش باوره دی. په همدې توګه د هغه په ژوند کې تر ټولو منفي ټکی د هغه تکیه په نظامي، ورانیدونکي او جګړه مار اړخ ده چې په همدې اړخ کې لوی، زوړ او اوس د هراړخیزې ماتې په خوا روان دی. حکمتیار متاسفانه د خپل ژوند په مختلفو پړاوونو کې د هر څه حل په ټوپک او ورانیدو کې ویني.
زه فکر کوم چې اوس مهال به د افغانستان د تاریخ په دې اساس پړاو کې تر ټولو لوی او ملي اتل هغه څوک وي چې د دې هیواد ځپل سوي خلک له جګړو وژغوري، د سولې په ګاڼه یې سمبال کړي او په هیواد کې د هر اړخیزې آبادۍ د پسرلي راتللو ته لاره پرانیزي.
د حکمتیار د تیر دیرش کلن جنجالي او تور ژوند بل منفي اړخ دا کیدای سي چې هغه د خپل ګوند د ننه او بهر د خپل نظر مخالف خاوندان په ډیره بیرحمانه توګه له منځه وړي دي او وړي یې. په داسې حال کې چې هغه ګوندونه او نظریات کله د زیات وخت لپاره د عمل په دایره کې پاتې سوي دي چې دیکتاتوري شکل لري او د نوور نابودي یې خپل عملي شعار ګرزولی دی.
د ښاغلي حکمتیار د ناکامیو یو بل ښکاره حقیقت هغه دی چې دناکامۍ په صورت کې یې ډیر ژر یې خپله لومړنۍ نظریه په عملي توګه د خپلو مخالیفینو په وړاندې په ځمکه ویستلې ده چې له ښاغلي حضرت مجددي، شیعه ګانو، کمونیستانو، ستمیانو، طالبانو او رباني سره د هغه کړه وړه او نظریات د قضاوت په تله کې د تللو وړ دي.
زه د دې ټولو څخه یوازې یوه نمونه درته راوړم چې د طالبانو د غورزنګ د جوړیدو په لومړي سر کې ښاغلي حکمتیار طالبان د انګلستان د سفیر په لاس جوړه سوې ډله وبلله، یو وخت یې بیا د اتحاد او ایتلاف وړاندیزونه ورسره وکړه حتی خبره دې ورسیده چې شهادت اخبار به ویل چې څه کیږي که رهبري د ملا عمر په لاس وي او یا د حکمتیار، چې په دې نه سوه او طالبانو یې وړاندیز رد کړنو د مسعود لوري ته یې په ډیره بې شرمۍ ورمنډې کړه او د طالبانو په ضد یې هغه مهال د عمومي جهاد اعلان وکړ چې د (هیواد صدراعظم) په کابل کې له شوری نظار سره د شمال په لوري د تیښتې بستره تړله بیا یې دا ټول یوه تاریخي اشتباه وبلله او اوس هم د هماغو طالبانو په پښو کې رغړي.
د ښاغلي حکمتیار د ژوند تر ټولو بد حقیقت په پاکستان باندې نازیدل او د آی ایس آی ډول ته نڅا ده هغه آی اس آی چې له کابل نه د رباني د شړل کیدو څخه وروسته حکمتیار له پاکستانه پسې واخیست او مجبور سو چې د ایراني آخوندانو په چپنه پورې ځان و نښلوي چې بیا وروسته هغه ځای هم ورپورې سور اور سو او اوس یې بیا د آی آس آی په هغه لومو کې پښه بنده کړې چې پخوا ورسره ښه بلد وو د بصیرت د خاوندانو لپاره عبرت دی.
سړی نه پوهیږي چې دا سړی غواړي څه؟ که د ده حکومت راسي نو څه ډول حکومت به وي؟ کومه ایډیولوژي به پلې کوي؟ او له نړۍ سره به د خپلو اړیکو څه ډول تار ټینګوي؟
خو زموږ مشوره ښاغلي حکمتیار ته دا ده چې د خدای لپاره نور بس کړه که ته خپل اعمال اسلامي بولې خو په لوی خدای قسم یادوم که ستا د عمل دوه فیصده هم د اسلام په تله پوره و خیږي. د اسلام نوم نور مه بدوه او د هیواد په ځوریدلواو ځپل سوو خلکو زړه و خوږوه. همدارنګه که دې د افغانستان لپاره کوم خدمت په زړه کې وي نو په سوله ایزه توګه یې سر ته ورسوه، د خپل خدمت یوه داسې عملي نمونه او غوره ننداره د عمل په ډګر کې کښیږده چې د دې هیواد خلک رښتیا هم په تا باور وکړي چې دا سړی یې غمخور دی او که له دې پرته په نورو موخو پسې ګرزې نو پوه سه چې مومن له یوه غار څخه دوه ځلې نه چیچل کیږي.
همدارنګه د دري هغه متل هم د عمل په ډګر کې د تطبیق وړ دی چې آزمودن را ز آزموده خطا است

په هیواد کې د ټولو ملي خاینانو، جګړه مارانو او جنګسالارانو د ریښتنې محاکمې په هیله
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more