نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زموږ دهیواد تجار به کله دغش څخه لاس واخلی ؟
خیریوسی
27.02.2007
محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زموږ دهیواد تجار به کله دغش څخه لاس واخلی ؟
ایا دوی نه غواړی چی دهیواد وچه او لنده میوه ونورو هیوادوته صادره سی؟
ایا دوی نه غواړی چی دوی همیشه تجارت وکړی ؟
ایا دوی نه غواړی چی په خپل تجارت کی شهرت پیدا کړی ؟
ایا دوی نه غواړی چی ددوی نوم په نړی کی مشهوره سی ؟
ایا دوی نه غواړی چی دګران هیواد خوراکی توکی په نړی کی بازار پیدا کړی
ایا ددوی دیوی ورځی ګټه تر همیشه ګټی خوښه ده ؟
دیوه افغان تجار سره می ملاقات وسو چی هغه په خارج کی دوچی میوی کاروبار کوی دایران ، چین ، ترکیی څخه وچی را غواړی وروره تاسو ولی دخپل هیواد بادام ، پیسته ، نخود ، کشمش ، کشته ، انځر، اوجوشی ، انار دانه ، وچ توت ، کونجتی ،سیا دانه ، ګبین ۰۰۰۰۰۰نه راغواړی افغان تجار په ځواب کی راته وویل چی زموږ تجار ډیر غش کوی
نمونه به داسی درته راولیږی چی سړی پر هغه شی مین سی او سم دستی دهغه څخه درانیلو په لټه کی سو کله چی دهغه څخه موږ شیان رانیسو او وموږ ته یې را ولیږی هغه داسی شیان وی چی موږ په پلورنځی کی هم نه سو ایښودلای ولی دخوراک شی نه وی
دمحترمو تجارانو وروڼو څحه هیله کوم چی په خپلو تجارتی معاملاتو کی دانصاف او تقوی څخه کار واخلی او دګران هیواد هر شی چی وخارج ته صادروی داسی شیان صادر کړی چی دهیواد نوم په لوړ سی او دهیواد خوراکی توکی په نورو هیوادو کی ښه بازار پیداکړی
مینه
خیریوسی
11.04.2007
یووخت ؤ چی دجرګو دمندوکو او خوږولی بازار ډیر ګرم ؤ فکر کوم چی دا مندکی او خوږولې ددرملنو په جوړولو کار ځنی اخلی خلګ به و غرو ته تلل او دجرګو مندکې به یې راټولولی او و بازارته به یې دپرولو دپاره وړلي اود هغه ځایه به یې دخپل عیال نفقه په رانیوله خو دا کار ډیر ژر په ټپه ودریدئ څکه چی ناځوانه سوداګرو به دجرګو مندکی په اوبوکی لندې کړی چی وزن یې زیات سی لاکن ودی ته یې فکر نه کاوه چی دجرګو دمندوکو بازار دهمیشه دپاره ګرم وی او غریب وطنوال دهمیشه دپاره ددغه خدای راکړی نعمت څخه دعیال نفقه ولاس ته راوړی
دلاسی صنایعو نندارتون
خیریوسی
11.06.2007
نن می دبینوا ویب پاڼی کی ددی عنوان لاندی(( په کندهار کي د لاسي صنايعو په زړه پوري نندارتون))
12447 http://www.benawa.com/kandahar.php?id=
یو په زړه پوری خبر ولوستی ډیر خوشحاله سوم چی زموږ وروڼو وداسی کارو ته مخه کړیدی چی داولس او هیواد اقتصادی ګټی پکښی نغښتی دی ددوی دداسی کارونو ستاینه کوو
او بلدیه باید ددوی سره په ورین تندی مرسته وکړی او یو ښه ځای ورته وټاکی
کیدای شی چی اطاق تجارت هم وداسی کاروته سوداګر او پلورنکی وهڅوی اود خپل کار یوه برخه یې وکڼی په داخل او خارج دهیواد کی دافغانستان دلاسی صنایعو نندارتونونه جوړ کړی
مننه
ajaza