نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مجبور په ١٠٠ ځل يې دلته وليکم
ashna
27.02.2007
[size=24:cd5b9e76ad]سلام او کلام مې دا دی چې ما ټول افغان ته يوه ماته ګوډه ليکنه ٩٩ ځل راواستوله خو تر دې دمه د (اړيکې) له لارې نده رارسېدلې مجبور په ١٠٠ ځل يې دلته وليکم
ښځه د شېخانو قانون په دام کې:
ګران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ورځ يوه مېرمن راغله او ورته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم زما نه يوه خطا وشوه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې حاميله شوې خو به نه يې ؟ مېرمن د هو په انداز سر وخوزولو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ځه لاړه شه او هر کله چې ماشوم وزږېد بيا راشه مېرمن څه موده وروسته بيا راغله او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې زړا خبره ورياده کړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې وپوښتل چې ماشوم ته شېدۀ څوک ورکوي مېرمن وويل زه خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ځه لاړه شه او هر کله چې ماشوم دڅلورو او يا هم څه د ډېرې مودې شو نو بيا راشه سبحان الله٠
رحمت اللعالمين پدغه وخت کې يوه ګوناکاره ښځه د يوۀ ماشوم په خاطر له بند او يا هم د کومې بلې سزا نه خلاصه کړه خو نن په هېواد کې داسې ډېرې مېرمنې د خپلو بې ګونا ماشومانو سره په بند کې بندي پرتې دي چې د دغو ټولو جرمونه د شېخانو د جرمونو په پرتله بېخي په نشت حساب دي٠
پداسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون نه څوک خبر هم ندي چې د قانون په نوم څشی شته هم او که (يه )د کندهاريانو خبره
هغه کوم قانون چې د پرهد لښکرو لخوا د هېواد لپاره جوړ شوی وو او يا جوړ شوی دی يا به جوړېږي په هغې کې هم شېخانو لتې ووهلې او ټولې دنيا وي مادې يې تر پښو لاندې کړې او اسلامي مادې يې بيا خپله دغه لښکرو چخڼي کړې ځکه چې (تش په نوم) يوې اسلامي محکمې يو مورتجعې د مرګ په سزا محکوم کړو خو همغه ګړۍ بيا اټاليا ته ښه په درناوي روغ رمټ ورسېدۀ٠
نو اوس موږ دې ته د شېخانو قانون ووايو او که د دغو پرهدو پرتو لښکرو قانون؟ پاک الله (ج) مو داسې ورکړه لکه موږ چې مو حېران کړي يو٠
نوی ملا دی نوی دين جوړه وي
مانځه کې بل والضالين جوړه وي
الله دې خېر کړي بدل حال راځي
نښان يې دا دی چې دجال راځي
ميونداشنا
[/size:cd5b9e76ad]
منلی
28.02.2007
اشناوروره سلامونه
وروه لاقانونیت وحشت ده اوقانوتهذیب
خودااوسنی قانونه دداسی خلکولخوجوړیږی چی دانصاف کولو اعتبار پری نشته
اوهمدغه وجه ده چی خلک دقانون احترام نه کوی
اول ددکرزی صاحب حکومت ،خلک ټول پوهیږی چی دازمونږ اوسنی منتخب نمایندګان له کومولاروراغلی کوم قوتونه ددوی شاته کار کوی اودارایودګټلولپاره یی څه وڅه وکړل په دصورت کښي که مونږ وغواړوهم زمونږ په زړه کښی دقانون احترام نه پیداکیږی
اوبله دشرم خبره داده چی دوی په خپله دی قانون ته احترام نه لری نوپه خلکوبه یی څنګه احترام وکړی ؟؟
larghonay1
01.03.2007
اشنا صيب فكر كوم دا دقانون نيمګړتيا نه ده.بلكې د هغه چا ده چې قانون نه تطبيقوي.
كه خپلو ګاونډيو هيوادونو ته وګورو نو تر هرچا بيا هم زمونږ قانون نسبتاً ښه دى.
Miwand Patang
13.03.2007
میونده آشنا سلامونه او ښې چارې!
دا خو ډیره ښه خبره ده چې تاسو هم د لیکوالۍ ډګر ته راغلاست نو لوی خدای مو د هیواد د تکړه او غوره لیکوالانو په کتار کې راوله. له بلې خوا دا هم ډیره د قدر وړ خبره ده چې ستاسو لیکنه په سلم ځل خپره سوه دا ستاسو د هغه ستر هوډ ویندویي کوي چې تاسو به هرو مرو په دې لاره کې نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کوی او ستاسو مینه له لیکنې سره څرګندوي چې موږ هم په خپل وار د لوی خدای له دربار څخه درته توفیق غواړو او د خپل لومړي مضمون د خپریدو مبارکي درته وایو.
ګرانه آشنا! سره له دې چې ستاسو لیکنه دیوه مبارک حدیث دمضمون او غوره مفاهیمو درلودونکې ده خو له دې سره سره دا به راسره منې چې یو څه املايي او نورې نیمګړتیاوې هم ورسره مل دي او دا یواځې ستاسو لیکنه په دې ډول نه ده بلکي د هر لیکونکي نظر او لیکنه له مثبتو ټکو، څه اشتباهاتو، سهوو او حتی منفي ټکو درلودونکې وي خو دا په دې مانا نه ده چې ته به دغه ډګر خوشی کوې بلکي ته ملا ورته وتړه او هڅه وکړه چې داسې ټولنیز مفاهیم د خپل ګران ټاټوبي خلکو ته وړاندې کړې چې هغوی د پوهې او نوې ټکنالوجۍ زده کړې ته و هڅوي، تاریخ مطالعه کړي او د خپل ګران هیواد رغونه له هرڅه مخکې و بولي نو هرو مرو به ستاسو لیکنه له نورو څخه د مخه د چاپ زیور مومي. د دې لیکنې په اړه یو ځل بیا د خپل فکر نیلی په کار واچوه، غلطیانې یې اصلاح کړه او له کوم لیکوال سره پرې مشوره وکړه.
مننه
میوند پتنګ