د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملي پخلاینې منشور که دګروپي پخلاینې منشور

ح . افغان
27.02.2007

ګر چه ډیرو دوستانو په دې موضوع باندې لیکنې کړي دي بده به نه وي که د موضوع په لاندې اړخ باندې خبرې وشي:

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده د ملی پخلاینې منشور د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه تیر شوی دی او یواځې د کرزي امضا ته پاته دی تر څو د قانون بڼه غوره کړي. په همدی ارتباط څو ورځې وړاندې په جنګ او جنګي جنایتونو کې د ښکیلو غاړو لخوا یوه مظاهره په لاره شوه تر څو په ثبوت ورسوی چې افغان ملت اوس هم ددوی تر شا ولاړ دی او ددوی حمایت کوی.
تر کومه چې ما دمظاهری عکسونه ولیدل ، پښتنو ورونو د سیاف عکسونه ، هزاره ګانو د مزاری ( چې اوس د خدای د عدالت سره مخ دی)،محقق او خلیلی عکسونه او تاجکانو او ازبکو د مسعود، فهیم دوستم او ځینی نورو جنایتکارانو عکسونه په لاسونو کې نیولي وه.
د شرکت کوونکو د څیرو نه ښکاري چې یا خو د همدی جنایتکارانو په بانډونو کې اوس هم فعال غړي دي او یا هم د پیسو او زور او یا نورو ملحوظاتو پر بنا مظاهری ته د مختلفو ولایتونو څخه راغوښتل شوي دي.
د عکسونو د لیدلو لپاره په لاندی لینک کلک کړۍ.
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2007/02/070223_ay_kabul-demo-photo.shtml
ددی عکسونو په لیدلو سره خدای شته ما ته یو لړ پوښتنی پیدا شوی چې په لاندی ډول یې دوستانو ته راجع کوم:
۱. ایا په هزاره باندی هزاره ، په پښتون باندی پښتون ، په تاجک باندی تاجک او په ازبک باندې ازبک ظلم کړی وو؟ که داسی وی نو هزاره، پښتون،ازبک ، تاجک او نور ولې د خپلو قاتلانو د برأت لپاره مظاهرې کوي؟ او که یو قوم پر بل قوم ظلم کړی وي ایا دا دظالم حق دی چې خپل ظلم په خپله معاف کړي ظالم معاف کړي؟
۲. ستاسو په اند دې مظاهرې قومې بڼه نه درلوده زما په اند خو دا اجیر اشخاص د قوم نماینده ګي نه شي کولای؟
۳. ایا جنګي جنایتکاران یوځل بیا غواړي چې اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي؟
۴. په عکسونو کې یوه داسې څیره هم موجوده وه چې ددولت لخوا ورته د ملي قهرمان لقب ورکړل شوی دی نو ستاسو په نظر د قهرمان عکس د مجریمینو په ډله کې څنګه ارزوۍ؟
۵.د مظاهری په دوران کې بعضو مجریمینو خبری وکړې او داسې یی څرګنده کړه چې مجاهدین یعنې دوی پدی وروستیو کې له دولت څخه ورو ورو ګوښه شوي دي. زه خو دا نه منم! زما په نظر دوی نور هم تقویه شوي دي تاسو پکې څه وایاست؟
۶. ایا دوی ستاسو په نظر خپل ځان ته غلط نوم ندی انتخاب کړی. مجاهد خو هغه چا ته وایی چی په جهاد بوخت وي، او زه په ډاډ سره وییلی شم چې دوی اوس په جهاد بوخت ندي. نو دوی دی خپل نوم له مجاهد څخه په غازی یا چپاولګر تبدیل کړي. تاسو پکې څه وایاست؟
۷. یوه بله په زړه پورې ننداره، دولسمشر د مرستیال او د ولسي جرګې د مشر عکسونه هم ترسترګو کیدل؟.

زما په نظر دې ګروپونو یو ځل بیا څرګنده کړه چې دوی ملي وحدت نه غوښتی وو او نه یی غواړی. او دوی هیله لري چې دخپلو شومو اغراضو پوسیله یو ځل بیا د ورونو قومونو په منځ کې د اختلاف تخم وشیندي او ترینه استفاده وکړي.

ستاسو د همکارۍ په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more