نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
چې څوك به زورور شي؟
larghonay1
22.02.2007
[color=red:48c406e0af]لومړى خو ډېېره بښنه غواړم چې تر ځنډ وروسته دلته څه ليكم ، خو دا زما كاري ستونزې وې چې له انټرنيټ څخه يې يو څه ليرې كړى وم .[/color:48c406e0af]
تېره ورځ په نړۍ كې د مورنۍ ژبې ورځ وه او په افغانستان كې هم ځينې خلكو شف شف كول چې پښتو د دوى مورنۍ ژبه ده اوبايد په كابل كې پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړل شي.
په دې اړه د طلوع ټلويزيون راروانې شپې ته يو پروګرام خپروي چې د نوموړي ټلويزيون هغه مشاور چې د ښاغلي هيواد مل ډېېېر نږدې انډيوال او د رازونياز ملګرى رفيق رهنورد زرياب دى په دې پروګرام كې غږيدلى او وايي كه حكومت مې محكمې ته هم كش كړي زه به د اساسي قانون څخه سرغړونه كووم او ملي ټرمينالوژي به ونه منم.
نو اوس به د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير ښاغلي خرم او رفيق زرياب زور معلومېږي چې كوم يو به يې ګټي.
خو تر كومه چې مونږ ته معلومه ده نو رفيق زرياب د ولسمشر كرزي د دربار ډېر نږدې خلك لكه ښاغلى هيواد مل او نور پېژني چې بريالى ښكاري.
ځكه چې رفيق رهين له اروپا څخه همدوى د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته د مشاور په توګه رابللى و او كله چې له رهين سره وران شو نوبيا د همدې نوموړو چارواكو په ملاتړپه طلوع ټلويزيون كې د مرستيال په توګه وګومارل شو چې دا څوكاله په خلاص مټ د افغاني ټرمينالوژي پر ځاى ايراني ټرمينالوژۍ ته كار كوي او وايي چې دا زما مورنۍ ژبه ده.
اوس ستاسو څه نظر دى چې رفيق زرياب ته بايد د اطلاعاتو او كولتور وزير دا اجازه وركړي او كه مخه يې ونيسي؟
pattang
22.02.2007
لر غونيه ښه شوه چې را پيدا شوې خيرت دې وي !
وروره خر په خپل ځښتن هېځ وخت نسي سپرېدی ٠
دا ټول ګوډاګيان بيا دخپل بادار مذدوران دي ٠