د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبربريت يوه لويه نښه

pattang
21.02.2007

دپنجاب داولسي ښېګړي دچارو وزيره ووژل شوه

دپاکستان دپنجاب ايالت د ايالتي شورا غړې اوداولسي ښېګړي دچارو پر وزيره مېرمن ظل هما عثمان يوه تن ډزي وکړې او هغه يې ووژله .دمعلوماتو له مخي مېرمن ظل هما عثمان دپنجاب ايالت په ګوجرانواله سيمه کي د يوې غونډي پر مهال د غونډي برخوالوته وينا کوله چي په مجموعه کي له ناستو خلکو يو تن راپورته شو او پر مېرمن همايې ډزي وکړې .مېرمن همااول ځل د ګوجرانواله ښار روغتون ته او بيا دچورړکي له لاري دپنجاب ايالت دپايتخت لاهورجنرل روغتون ته يوړل شوه چرته چي هغې خپل ژوندله لاسه ورکړ .[color=darkred:e895781306]دمېرمن هما وژونکی کس نيول شوی دی او هغه واي چي ده مېرمن ظل هما عثمان ځکه ووژله چي دهغه په وينا دا داسلام او دناريناو د تقدس خلاف کار دی چي يوه ښځه دي په سياست کې برخه واخلي او پر دومره لوړه سطح دي وظيفه اجراح کړي .[/color:e895781306]


Ajab
21.02.2007

نيول شوى تن ملا محمد سرور نومېږي. لدې وړاندې په قبايلي سيمه باجوړ کې يو داکتر چې ماشومانو ته يې د پوليو د واکسين د کمپاين مشري کوله د ملايانو لخوا په يوه چاودنه کې شهيد کړاى شو. د هغه جرم دا و چې ماشومانو ته يې د روغتيا اسانتياوې برابرولې او د ملايانو دليل دا دى چې ماشومان خداى مريضان کړي دي نو د انسان کار څه دى چې روغوي يې.
زما په فکر نور نو په دې هېوادونو کې د پاګل خانو په څېر ملاخانې هم جوړول پکار دي او ټول ملايان پکې بندول پکار دي هله به دا خلک لږ په ارام ژوند وکړي او دا شر پسات به لږ کم شي.


pattang
21.02.2007

که تاسوخپل کارونه سم کړي وی نو شر او فسادبه هيڅ لاره نلرله خو د شر او فساد
منبع دکرزي لاسپوڅی رژيم دی چې هيڅ واک او ملي خاصيت نلري اودغلو
اوجنايتګرويوداڼډيوالي رژيم دی٠

[quote:d1449a446f="Ajab"]نيول شوى تن ملا محمد سرور نومېږي. لدې وړاندې په قبايلي سيمه باجوړ کې يو داکتر چې ماشومانو ته يې د پوليو د واکسين د کمپاين مشري کوله د ملايانو لخوا په يوه چاودنه کې شهيد کړاى شو. د هغه جرم دا و چې ماشومانو ته يې د روغتيا اسانتياوې برابرولې او د ملايانو دليل دا دى چې ماشومان خداى مريضان کړي دي نو د انسان کار څه دى چې روغوي يې.
زما په فکر نور نو په دې هېوادونو کې د پاګل خانو په څېر ملاخانې هم جوړول پکار دي او ټول ملايان پکې بندول پکار دي هله به دا خلک لږ په ارام ژوند وکړي او دا شر پسات به لږ کم شي.[/quote:d1449a446f]


Ajab
22.02.2007

[quote:cca70d67cc="pattang"] د شر او فساد
منبع دکرزي لاسپوڅی رژيم دی چې هيڅ واک او ملي خاصيت نلري اودغلو
اوجنايتګرويوداڼډيوالي رژيم دی٠

[/quote:cca70d67cc]

ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها
ولا پتنګ ماما دې خبرې ته مې دې ډېر وخندل. اوس بې له شک او شبهې څرګنده شوه چې ستا په ماغزو کرزى سپور دى او په ويښه او ويده يې په هر ځاى او په هر څه کې وينې. کنې نو ددې خبرې سره د کرزي څه ربط و. پنجابۍ وزيره په پنجاب کې وژل شوى او پېښور ډاکټر په باجوړ کې وژل شوى او تاته هلته هم د کرزي عکس ښکاري.
هسې پتنګ ماما، يوه خبره درته کوم. که ته چېرې په کومه هندو کورنۍ کې پېدا واى او اوس هندو واى نو ښه اوږده څړۍ خو به دې پريښې واى او په اسلام او مسلمانانو پسې به دې ډېر بد ويلاى.


pattang
22.02.2007

اجب خانه سلا م عليکم !
**اول مسئوليت خو کرزی لري، ستاسوکرزی کارهم نشي کولی اواستعفاهم
نکوي نوولې به زما په مغزو کې پروت نوي ٠
[quote:7a38fb25a8]زما په فکر نور نو په دې هېوادونو کې د پاګل خانو په څېر ملاخانې هم جوړول پکار دي او ټول ملايان پکې بندول پکار دي هله به دا خلک لږ په ارام ژوند وکړي او دا شر پسات به لږ کم شي.[/quote:7a38fb25a8]
** وروره غلط پوه شوی يې ستا په خپل ليک کې (.... داشرپسات لږ کم شي )ليکلي
دي نوشر او پسات (فساد ) خو هلته کميږي چې يورژيم ملي رژيم وي ، قانون عملي
کوي او لاسپوڅی نوي ٠ اوکه داسې نده ?
[quote:7a38fb25a8]هسې پتنګ ماما، يوه خبره درته کوم. که ته چېرې په کومه هندو کورنۍ کې پېدا واى او اوس هندو واى نو ښه اوږده څړۍ خو به دې پريښې واى او په اسلام او مسلمانانو پسې به دې ډېر بد ويلاى.[/quote:7a38fb25a8]

**وروره زه خو له اجدادو اجدادو پښتون او مسلمان يم خو يوه خبره به درته وکړم
هندوان ددې لاس پوڅي رژيم له پلويانوڅخه ډير شرف لري داڅکه چې هغوي داستعمار چيانو او اشغالګرو په مقابل کې په پېړيو مبارزه وکړه اوخپل ټاټوبی
يې ازاد کړ او دابي ناموسان خواشغالګر چاپي کوي او پښې يې څټي ٠
** ږيره (ګيره ) خو زمونږ دمشرانو،د ديني عالمانو يو سنت او عنعنوي کار دی
نو زوی چې دپلا ر په ګيره خاندي ( هغه ته په پښتنو کې سړی څه وايې ) ???
په اخر کې ستا د ها ها په ځای واوا اجب خانه .

[quote:7a38fb25a8="Ajab"][quote:7a38fb25a8="pattang"] د شر او فساد
منبع دکرزي لاسپوڅی رژيم دی چې هيڅ واک او ملي خاصيت نلري اودغلو
اوجنايتګرويوداڼډيوالي رژيم دی٠

[/quote:7a38fb25a8]

ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها ها
ولا پتنګ ماما دې خبرې ته مې دې ډېر وخندل. اوس بې له شک او شبهې څرګنده شوه چې ستا په ماغزو کرزى سپور دى او په ويښه او ويده يې په هر ځاى او په هر څه کې وينې. کنې نو ددې خبرې سره د کرزي څه ربط و. پنجابۍ وزيره په پنجاب کې وژل شوى او پېښور ډاکټر په باجوړ کې وژل شوى او تاته هلته هم د کرزي عکس ښکاري.
هسې پتنګ ماما، يوه خبره درته کوم. که ته چېرې په کومه هندو کورنۍ کې پېدا واى او اوس هندو واى نو ښه اوږده څړۍ خو به دې پريښې واى او په اسلام او مسلمانانو پسې به دې ډېر بد ويلاى.[/quote:7a38fb25a8]


Ajab
24.02.2007

[quote:f925a5b5c7="pattang"] هندوان ددې لاس پوڅي رژيم له پلويانوڅخه ډير شرف لري داڅکه چې هغوي داستعمار چيانو او اشغالګرو په مقابل کې په پېړيو مبارزه وکړه اوخپل ټاټوبی
يې ازاد کړ او دابي ناموسان خواشغالګر چاپي کوي او پښې يې څټي ٠
[/quote:f925a5b5c7]

پتنګ کاکا هندوان يقيناً چې ښه دي خو يواځې د رژريم نه، نه بلکې د ګردو افغانانو نه ښه دي. هغه ځکه چې هندوانو د ازادۍ مبارزه د ځان لپاره کړې وه او افغانان يې کله د روس او کله د امريکا لپاره، کله د پاکستان او کله د ايران لپاره او کله......
هندوان ډېر ښه دي ځکه چې هغوى ازادي هم غوښتله خو شر او فساد يې نه کاوه، انګرېز نه د ازادۍ اخيستلو مبارزه يې کوله خو د انګرېز په پوهنتون او مکتب کې يې درس هم وايه. افغانان (کومو ته چې ته جهاديان او د ازادۍ د مبارزې جنګيالي وايې) لګيا دي خپل ورونه وژني او د علم او پوهې درسګاوې سوځوي او يا په بمونو الوځوي.
خو بيا هم هندوان د انګرېزانو نه مننه کوي او ځينې خو لا اوس په ازادۍ پښېمانه هم دي ځکه چې دا انګرېزان وه چې هندوستان ته راغلل نو د هند خلکو موټر وليد، پوهنتون او لېسه يې وليدله، علم او پوهه يې وپېژندله، د اورګاډى يې وليد، ژوند يې وليد، تمدن يې وليد او اخر په دې پوهه شول چې ازادي هم يو شى شته. زه کمونست نه يم خو د کارل مارکس دا پېشګويي سمه ثابته شوه چې کله انګرېزانو په هند کې لومړنى ښوونځى جوړ کړ نو کارل مارکس ليکلي وه چې انګرېزان په هند کې اوس خپلې پښې په خپله وهي. يانې چې د هند خلک زده کړې وکړي نو بيا انګرېزان کله هلته پرېږدي. موخه مې ددې خبرې نه دا ده چې د هند خلکو له انګرېزان ښه هم شول، او چې کله هغوى په خپله ښه شول او مبارزه يې پېل کړه نو هم هغه مبارزه خالصه د ازادۍ مبارزه وه، د چا لپاره يې سپيتوب نه کاوه. په هغه مبارزه کې هم مسلمانانو د نورو ايجنټي او تالي څټي کوله چې په نتيجه کې د پاکستان په نوم د انګرېزانو يوه اډه مخې ته راغله. دغه اډه انګرېزانو ددې لپاره جوړه کړې وه چې په راتلونکي کې ترېنه کار واخلي. او بيا يې ښه کار ځنې واخيست. يانې د شوروي اتحاد پر وړاندې د امريکا جهاد کې هم دا اډه ښه استعمال شوه او د افغانستان پر ضد تخريبکاريو کې خو يې مډال ترلاسه کړ. که دې مسلمانانو د هند د ازادۍ په مبارزه کې د انګرېزانو تالي څټي او ايجنټي نه وه کړې نو اوس به پاکستان نه و او چې پاکستان نه وى نو د هند د ازادۍ مبارزه به پاکه او سوتره وى او ورسره به افغانستان هم تر څه حده د انګرېزانو او روسانو نه پاک واى. خو کشکې چې مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو د خپلې ګټې او تاوان د پېژندلو صلاحيت لرلى او د هر شغال په هُو پسې يې منډه نه وهلى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more