نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک ملامت دی؟او څه کول پکاردي؟
لړمون خوړينی
21.02.2007
درنو لوستونکيو! لکه څنګه چې خبريئ پاکستان دتېروڅو ورځو راهيسې دپښتونخوا په ګډون په پاکستان کې دافغانستان پر تلويزيوني چينلونو بنديز لګولی چې په دې سره په دغه سيمه او هيواد کې مېشت افغانان او نور خلک ددغو چينلونو له کتلو څخه محروم شوي. پاکستان دليل راوړي چې دغه چينلونه ددوی پرخلاف منخي پروپاګند کوي. خو يادشوي چينلونه بياداخبره ردوي او وايي چې دبيان او ديموکراسۍ په رڼا کې يوڅه خبرې کوي...
پوښتنه داده چې په دې کې پاکستان څومره په حقه او څومره ملامت دی، چينلونه څومره ملامت دی(که ملامت وي) افغان دولت په تېره داطلاعات و کلتور وزارت بايد څه وکړي؟
هيله ده چې ددې مسلې دحل په اړه خپل نظريات او وړانديزونه دلته وليکئ !
Re: څوک ملامت دی؟او څه کول پکاردي؟
pattang
21.02.2007
لړ مون خوړينه روغتيا دې غواړم !
ديوه سر او دبل يې کونه (کنه ) دواړه يې دپښتنو دښمنان او دپښتنو حقوق خوري ٠
يو پنجاپی او بل يې خراسانی دی زمونږ يې پرې څه ? دواړو مو ځينې ځينې وختونه
په يو ټوک ډوډۍ غلته وي او په پټه مو دښمنان دي ٠ خدای پاک دې دا حراميان چاړه
او غوښه کړي٠
[quote:519b5bd923="لړمون خوړينی"]درنو لوستونکيو! لکه څنګه چې خبريئ پاکستان دتېروڅو ورځو راهيسې دپښتونخوا په ګډون په پاکستان کې دافغانستان پر تلويزيوني چينلونو بنديز لګولی چې په دې سره په دغه سيمه او هيواد کې مېشت افغانان او نور خلک ددغو چينلونو له کتلو څخه محروم شوي. پاکستان دليل راوړي چې دغه چينلونه ددوی پرخلاف منخي پروپاګند کوي. خو يادشوي چينلونه بياداخبره ردوي او وايي چې دبيان او ديموکراسۍ په رڼا کې يوڅه خبرې کوي...
پوښتنه داده چې په دې کې پاکستان څومره په حقه او څومره ملامت دی، چينلونه څومره ملامت دی(که ملامت وي) افغان دولت په تېره داطلاعات و کلتور وزارت بايد څه وکړي؟
هيله ده چې ددې مسلې دحل په اړه خپل نظريات او وړانديزونه دلته وليکئ ![/quote:519b5bd923]
Ajab
21.02.2007
پاکستان په ناحقه دى. پاکستان تل د بندېز له لارې د بيان د ازادۍ او د خلکو د خبرو مخه نيولې ده په داسې حال کې چې پاکستان پخپله چې کله په نورو پسې لګيا شي نو ان تر سپکاوي پورې پريوځي. پاکستاني مطبوعات وګورئ په پاکستان کې چې ددغه هېواد استخباراتي ادارې هر څه غول کوي پاکستاني مطبوعات يې په افغانانو وراچوي او د افغاني مشرانو سپکاوى خو ورته داسې دى لکه هيڅ. کله چې پاکستان په افغانستان کې خپل ناروا بچي طالبان مسلط کړل نو هم دغه په هر څه د بندېز لګولو عادت يې نوى کړ. افغانستان بايد داسې ونکړي چې سپى غاپي نو فقير دې هم ورته وغاپي. افغانستان بايد په دې کار کې خپل اعلا او ارفع کار ته دوام ورکړي او د خپلو تلويزيونونو او خپرونو معيار دومره بلند کړي چې پاکستان که وغواړي بندېز پرې ولګوي خو بيا يې هم ونشي کړاى لکه هندي فلمونه چې په پاکستان کې بند دي خو داسې کور نشته چې دغه فلمونه پکې نه کتل کېږي.