د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په هرات کښې يوه کليسا جوړيږی!!!

Mohammad Hassan
14.02.2007

د ټول افغان د لوستونکو او د بحث په فاروم کښې ګډون کوونکو ته سلامونه!
ما د 28 اسد په ويبپاڼه کښې دا لاندې خبر ولوست. زه فکر کوم چې دا يوه د بحث وړ موضوع ده او د غفار خان په اصطلاح په هېواد کښې دروانې بيارغونې سمه دمه نمونه!
تاسې په دې کښې څه نظر لری؟
[color=brown:1a736f1695][/color:1a736f1695]((

منبع: www.oecumene.radiovatikan.org

دويچه ويله:

په هرات کې يوه کليسا جوړيږي

د ايټالويانو په مرسته به په هرات کې د افغانستان کې لومړي کاټوليکي کليسا جوړه شي. دغه عبادتځي د ايټالوي عسکرو لخوا پلان شوي دي، خو کورني کاريگر او خټگر بي يې جوړوي. دا خبر د عسکري قواوو يو وياند ايټالوي ورځپاني کوريره ده له سيره (Corriere della Sera) ورکړي دي. دغه عبادتځي په مريم (Maria) نومول شوي ده، څرنگه چې مسلمانان هم د غه نوم سره پيږندگلوي لري. تر اوسه پوري يوازي په کابل کې د ايټاليا د سفارت په انگړ کې يو عبادتځي شته دي.))[color=brown:1a736f1695][/color:1a736f1695]


Anonymous
14.02.2007

په اروپا او امريکا کي په زرګونو جوماتونه جوړ شوي که په هرات کي يوه کليسا جوړه شوه نو کوم تندر به راپريوځي وروره
دا خو کومه داسي حساسه خبره نه ده خو د افغانستان خلکو ته تنګ نظري په ميراث کي پاتي شوي ده


pattang
14.02.2007

[size=17:1b88de0273]ډ ېر تندر به راپرېوځي!
اول خو دجوماتونو جوړولو ته داسې اسانه اجازه هم نه ورکوي ، خلک يې نغواړي
مونږ دجومات دجوړولواجازې ته ۸ کاله انتظار ويوست هرچيرته به مو چې خالي
دجوړولو ځای پيدا ګړ،نو خلکو به امضاوې او شکايتونه شاروالي ته ورکړل او
زمونږ کار به يې بند کړ٠ داخو دا، مسجدته يې دمنارودجوړولو حق رانکړ او د
مخبري دشبکي تر نظر لاندي دی او څارل کيږي٠
کليسا:
- اياد خلکو څخه پوښتنه شوې ده چې کليسا جوړيږي ?
- کليسا دچا لپاره جوړيږي ?
- ايادايوه مذهبي جنبه لري اوکه دشيطاني او فساد٠ ?
- مونږ له خپلو اهل تشيع سره چې مسلمانان دي تکليف لرو ،
عيسويان خو لا پرېږده چې په راتلونکي کې غټ جنجال ترې جوړېږي .
** ازاد نظري بايد سړی زده کړي که نه په ټوپ وهلو کې دسړي پرتوګ چيريږي**
[/size:1b88de0273]
[quote:1b88de0273="khan jan"]په اروپا او امريکا کي په زرګونو جوماتونه جوړ شوي که په هرات کي يوه کليسا جوړه شوه نو کوم تندر به راپريوځي وروره
دا خو کومه داسي حساسه خبره نه ده خو د افغانستان خلکو ته تنګ نظري په ميراث کي پاتي شوي ده[/quote:1b88de0273]


مؤمن
15.02.2007

خبره په تندر پریوتلو او یا نه پریوتلو کی نه ده.

خبره دا ده چی که په غربی هیوادو کی جوماتونه جوړیږی نو په میلونونو مسلمانان هم هلته دایمی ژوند کوی او دا یی حق دی چی د عبادت ځای ولری. دا د غرب کوم احسان نه دی چی د عبادت د پاره د ځای جوړولو اجازه مسلمانانو ته ورکړی ده.

اوس ته خپله خولی ځان ته قاضی کړه او ووایه چی په هرات کی به څو کسه عیسویان وی؟ پرته له ایتالوی عسکرو.... البته دوی یی هم ځان ته جوړولای شی، خو په خپلو قرارګاو کی او هغه به هم د دوی له وتلو سره سم نړول کیږی.

اصلی خبره دا ده چی دا کسان د مونږ له غمه نه دی مړه چی خپلی پیسی او ژوند په افغانستان کی قربانوی....د دی کلیساګانو جوړول یی هم یو له هغه مقاصدو نه ده چی د هغه لپاره دا ټولی ستونزی یی په ځان منلی.

فکر نه کوم چی هیڅ د سالم فکر خاوند دی په دی ساده خبرو پوه نه شی.

په درنښت


صافی
17.02.2007

په هرات کښې يوه کليسا جوړيږی!!!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دڅه دپاره او دچادپاره؟
دعيسوی ټوپکيانودپاره ؟

 هغوی خو په اوسنې حالت کې  حتی په ارګ کې هم کليسا جوړولای شي٠
اوکه دافغانی مسيحانو دپاره؟
دافغانی مسيحيانو نه خو مونږ يو افغانی پنجشيرئ مسيحی پيژنو چې هغه 
هم اوس په واتيکان کې ژوند کوي٠
مونږ په اوسنی حالت کې دکليساجوړولو ته ضرورت نه وينو که چيرته په راتلو
کې دمسيحيی مهاجرودراتلو له امله ،او په لړکې يي دهغوي دتقاضا په دليل 
زمونږ ملی او خپلواک حکومت دا تصميم ونيسی زه ګمان نه کوم چې هيڅ افغان
دې دهغې فيصلې مخالفت وکړي.
مګر اوس مهال مونږ دکليسا دجوړولو نه معذرت غواړو،ځکه نه په هرات او نه
په بله سيمه دهيوادکې، دومره غير ټوپکی او پيژندل شوي مسيحی مهاجر شته
چې دهغوي دپاره دې کليساګانې جوړی شي٠
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more