اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په قبرونوباندی ډیوې دشریعت له نظره
ګلامخان
14.02.2007
ډیردقدروړمحترم مولوی صاحب ک حلیمی !
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترما:- خپله خومې ندی لیدلی خوالبته دنوروکسانونه می اوریدلی چی په
فلانې قبرمې قدرتې ډیوی (څراغونه )ولیدل چی ورڅخه پورته کیدلې
ددی سره سره مې داسې هم اوریدلې چی همدغه ډیوی (څراغونه )دیوښه شخصیت
دقبرنه پورته کیږی لکه دروس سره دجهادپه وخت کی دشهیدانوپه قبروهمدغی ډیوی
زیاتې لیدلې شوی البته ډیوی دشپی لخواوی
په همدی اړه می دستاسی محترم نه پوښتنه داده چی همدغوډیوته شریعت په څه
نظرګوری مطلب په شریعت کی کوم حیثیت لری
هیله ده معلومات به راکړی
مننه
ستاسوکشرورورګلام خان
ګلامخان
15.02.2007
[quote:4fdfc125f5]په همدی اړه می دستاسی محترم نه پوښتنه داده چی همدغوډیوته شریعت په څه
نظرګوری مطلب په شریعت کی کوم حیثیت لری
هیله ده معلومات به راکړی [/quote:4fdfc125f5]
ع کريم حليمي
15.02.2007
ګران او مکرم ورور ګلام خان ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله برکاته !
سوال او جواب د قبر حق دی ، او قبر به يا روضه د جنت وي او يابه شېله د اور (نار )
وي ، ( قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم " إِنَّمَا الْقَبْرُ رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الْجَنَّةِ أَوْ حُفْرَةٌ مِنْ حُفَرِ النَّارِ " ) روا الترمذي
له پورته حديث څه دا مالومه سوه چه طبعا روښنايي سته په قبرونو کښي ،
اما دا مانا نه لري چه دا روښنايي به له قبره راوځي ، هو ! داسي څو واره پېښه سوې
چه رسول الله له قبرونو سره تېرېدلی او هغو حال ئې ليدلی وو چه دوزخ وو ٠
او پاته سوه ستاسو پوښتنه ، وروره ! په اسلام کښي خرافات نه ځای لری ، او نه
خرافات پکښي سته ،او په اسلامي عقائدو کښي خرافاتو ته ځای ورکول ګناه ده
أحـياناً که چير پر قبرونو څراغونه لګېدلی نو موږ ته به ټول انبياوو قبرونه رامعلوم
شوي وای ، او هغه د عشره او مبشره وو پر قبرونو به تر هر قبر له مخه څراغونه
ښکاره شوي وای
او داچه خلک پر قبرونو ډېوې لګوي او شمان دا ټول خرافات دي او په شریعت کی کوم حیثیت نه لري ، په هره ټولنه کښي چه پوهه کمه وي هلته خرافات ډير وي ،
او امکان نه سته چه ناپوهی دي ورکه سي ، ناپوهي به همېشه وي او خرافات به
هم همېشه وي !
که چيري له چا سره داپوښتنه پيداسي چه قبر او بيا دوږخ يا اور ،عذاب
يو الله ښه پوهيږي ، او که چير کوم شخص ريب او شک وکړي ، نو عقدې ته ئې
زيان رسيږي ، لازمه ده چه اعتقاد پر ولرو ، د قبر کيفيت تر عقل لوړ دی
ګلامخان
16.02.2007
ډیردقدوړمولوی صاحب ک حلیمی !
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترما:- دځوابې لیکنې نه مویوه نړی مننه کورمواباد
الله پاک [size=7:38d1a796c0](ج)[/size:38d1a796c0]موتل سرلوړی اوابادلره (آمین ثم آمین)
ستاسوکشرورورګلام خان