اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
داسلام سیاسی مسایل سوال اوجواب
منلی
13.02.2007
ټولو وروڼو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خدای دی وکړی چی روغ جوړاوخوشحاله اوسي
محترموهیله کوم چی په دی موضوع(داسلام سیاسی مسایل ) کښی خپل معلومات راسره شریک کړی .
نوپه دی هکله زه خپلی پوښتنی داسی مطرح کوم :-
۱-ددارلکفر ،دارالحرب اوداررالاسلام صحیح تعریف څه ده ؟؟
۲-که ریاست اسلامی وی اوددی ریاست چلونکې حکومت په غلطه طریقه روان وی نوآیا په دی صورت کښي ددی ریاست وفاداری فرض ده اوکه نه ؟؟
۳- آیا اموی خلیفه ګانو ته سم اوصحیح خلیفه ګان ویلی شوو؟
۴- آیا دیواسلامی ریاست درئس لپاره دخلیفه کلیمه استعمالیدلی شی ؟
۵- آیایوخلیفه داسی کارکولی شی چی دمخکنی خلیفه ګانودطر زعمل نه مختلف وی ؟
۶- آیا یواسلامی ریاست داحق لری چی په خپل ښاریانوباندی داسی محصول عایدکړی چی نه په قرآن کښي وی اونه په سنتوکښي ذکر شوی وی اونه یی مثال د خلیفه ګانو په وخت کښي لیدل کیږی ؟؟
۷ په اسلامی هیواد کښي داقلیتوفرقولپاره
لکه عیسوی ،یهودی ، بت پرست ،بودائی ،هندواونورآیا دوی ته به دمسلمانانو غوندی پوره حقوق حاصل وی ؟
ع کريم حليمي
13.02.2007
ټولو وروڼو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خدای دی وکړی چی ته هم روغ جوړاوخوشحاله اوسې
[quote:31995a1e53]۱-ددارلکفر ،دارالحرب او دار الإسلام صحیح تعریف څه ده ؟؟ [/quote:31995a1e53]
د دارلکفر ،دارالحرب او دار الإسلام هيڅ داسي يومشخص تعريف نه لري
سياسي نومونه دي ، لکه د نن ورځي د تروريزم نوم
او د لغت ترجمه ئې ،د کفر ځای ، د جنګ ځای او د اسلام ځای
دغه دارلکفر ،دارالحرب او دار الإسلام ، قراني او حديث نبوي ريښه نه لري
د عصر له سياست سره پورته اصول سياسي جوړ سوي وه ، خوپه نن ورځ او
عصر کښي يو بې معنا او بې مفهومه خبري دي ، هر ملک په خپل ځان کښي
دارلکفر او هم دار الإسلام دی ٠ حتی دسعودي ټوله ښارونه بېله مکې او مدينې
منورې څه دارلکفر او دارالإسلام دي ٠
ددارلکفر ،دارالحرب او دار الإسلام اصول چه ابوحنيفة ليکلي وه يو مصلحتي
فقه وه اوبس
[quote:31995a1e53] ٢ -که ریاست اسلامی وی اوددی ریاست چلونکې حکومت په غلطه طریقه روان وی نوآیا په دی صورت کښي ددی ریاست وفاداری فرض ده اوکه نه ؟؟ [/quote:31995a1e53]
لَا طَاعَةَ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ
روا احمد
حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ زُبَيْدٍ، عَنْ سَعْدِ بْنِ عُبَيْدَةَ، عَنْ أَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ عَلِيٍّ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا طَاعَةَ لِبَشَرٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ.
روا احمد او البخاري
نه ده جائزه فرمان برداري د هيڅ کس ،بشراو مخلوق ،په هغه اطاعت کښي چه د الله نافرماني راځي ، مګر د معروف
بسمه تعالی -يَا اَيُّهَا الَّذِينَ امَنُوا اَطِيعُوا اللَّهَ وَاَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاُولِي الاَمْرِ مِنْكُمْ
په عباداتو کښي هر سړی خپل مسؤليت لري ، په سياسي معاملاتو کښي د پاچا
اطاعت واجب دی ٠
[quote:31995a1e53]۳- آیا اموی خلیفه ګانو ته سم اوصحیح خلیفه ګان ویلی شوو؟ [/quote:31995a1e53]
د هر امير تاريخ بايد جلا جلا مطالعه سي او بيا شخصي قضاوت پر وشي
ټول اموي اميرانو ته په سترګه کتل اخلاقا ښه کار نه دی ٠
[quote:31995a1e53]۴- آیا دیواسلامی ریاست درئس لپاره دخلیفه کلیمه استعمالیدلی شی ؟ [/quote:31995a1e53]
هو ! هيڅ بده خبره نه ده چه رئيس ته خليفه اويل سي ، اما که ټول اخلاق ئې
قراني وي ، نو طبعا د نبي خلف دي ، ولي نه !
[quote:31995a1e53]۶- آیا یواسلامی ریاست داحق لری چی په خپل ښاریانوباندی داسی محصول عایدکړی چی نه په قرآن کښي وی اونه په سنتوکښي ذکر شوی وی اونه یی مثال د خلیفه ګانو په وخت کښي لیدل کیږی ؟؟ [/quote:31995a1e53]
هو ! اما د زکات په نامه به نه يا ديږي ، ماليات به وي چه سړکان ،شفاخانې او
او داسي نور چه کراهه صفايي هم ورته ويلی سو ، چه د ښار پاکي او نظافت په
وکړي ، څومره چه ضرورت وي هغمره دي اخلی ،
[quote:31995a1e53]۷ په اسلامی هیواد کښي داقلیتوفرقولپاره
لکه عیسوی ،یهودی ، بت پرست ،بودائی ،هندواونورآیا دوی ته به دمسلمانانو غوندی پوره حقوق حاصل وی ؟[/quote:31995a1e53]
هو ! ولي نه !!
په هر ملک کښي د اکثريت خبره ده ، که اسلام اکثريت وي نو ټول به و شريعت
او مدنی قانون غاړه ايږدي او مخالفت ئې ګناه ده ، سر غړونکي ته جزا ورکول
کيږي ، د نافذ قانون څخه سر غړونه لوی جرم دی
[quote:31995a1e53]۵- آیایوخلیفه داسی کارکولی شی چی دمخکنی خلیفه ګانودطر زعمل نه مختلف وی ؟ [/quote:31995a1e53]
سوال و ژوندي مثال ته ضرورت لري !!!!
خو بياهم !په محکمه کښي اصول داسي دي ، قاضي چه هر فيصله کوي ، زړو او يا
تيرو شوو فيصلو سره به برابره فيصله کوي ، او که کوم نوئ مدني قانون
نافذ شو ، نو بيا قاضي ندی مجبوره چه زړې فيصلې تر نظر تيري کړي ٠
د ملک شورا هر نوئ قانون ليکلی سي ،خو شرعي حد ته تغير نسي ورکولی ٠
لکه د غله دلاس قطع ، سنګسار او قصاص
منلی
13.02.2007
سلامونه
حلیمی صاحب ښی چاری په قلم موبرکت شه
په همدی برخه کښي یوجامعی پوښتنه لرم هیله کوم چی رڼاپری واچوی
قرآنکریم دسیاست په هکله کوم اصول بیان کړی ،
دمبارک (ص) په وخت کښی دغه اصولوو څه رنګه دعمل جامه ورکول شوي وه ، خلافت څه شی وو،
اوهمدغه اداره په پادشاهی څنګه اوولی تبدیل شوه ؟
داپوښتنی داسلامی سیاست له مطالعی نه پیداکیږی ولی چی یوهغه نظام ووچی دمبارک(ص) اوخلیفه راشدینو په وخت کښي قایم وو ، اوبل خوا ته هغه پادشاهی نظامونه وو چی تر اوسه روان دی ،
دا دواړو په مینځ کښي سړی دهغوی داصولو ،مقصدونو ،دکارطریقه فرق روښانه محسوس وی .
مکر بیاهم ګورو چی مسلمانانو ددی داوړو یوشان اطاعت کړی ،ددواړدلاس لاندی یی جهادکړی ،قاضی دشریعت احکام نافذکړی دی ، نوحتمی داپوښتنه پیداکیږی چی داسلام دسیاست اصلی نظریه څه ده ؟
ع کريم حليمي
14.02.2007
مکرمو وړونو او خويندو !
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
مکرم زخمي ورور پوښتلي چه
[quote:e4e3832f9f]قرآنکریم دسیاست په هکله کوم اصول بیان کړی ،
دمبارک (ص) په وخت کښی دغه اصولوو څه رنګه دعمل جامه ورکول شوي وه ، خلافت څه شی وو،
اوهمدغه اداره په پادشاهی څنګه اوولی تبدیل شوه ؟ [/quote:e4e3832f9f]
محترما !
بسمه تعالی : إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الاحْسنِ وَ إِيتَاى ذِى الْقُرْبى وَ يَنْهَى عَنِ
الْفَحْشاءِ وَ الْمُنكرِ وَ الْبَغْىِ يَعِظكُمْ لَعَلَّكمْ تَذَكَّرُونَ(90) سورت النحل
ژباړه _ بېشکه الله امر کوي ، په عدل کولوسره ، او په احسان کولو سره ، او په
ورکړي سره خاوندانو د خپلوی ته ، او منع کوی له فَحشاء (په ښکاره ډول بد )
کارونو څخه ، او له سرکښۍ څخه .........
دغه پورته اصول سماوي ، اسلامي او بين المللي اصول دي د هر حکومت له
پاره ، چه مبارک او خلفاوو راشدينو او هم حضرت عمر بن عبدالعزيز د عمل
جامې ور اغوستي وې !!!!!
بنا پر دې هر ډول انحراف ، افراط ، تفريط ، تجاوز له حد څخه د بل پر حقوقو
تېري دی ، او خلاف د عدل دی
يو حکومت هغه وخت سالم دی چه ټول دستګاوي د حکومت بيله کمۍ
او زياتۍ وظيفه انجام کړي ، اما که کومه دستګاه ئې خپله وظيفه سمه اجرا
نکړي ، نو په ملت کښي اختلال او اضطِراب پيدا کيږي ، او په ملت اوحکومت
کښي اخلاقي امراز پيدا کيږي ، ټولنه په مثال د انسان د بدن ده ، نوکه يوه
عضوه سم کار ونه کړي ، نو ټول بدن په مشکل اخته وي ٠
[quote:e4e3832f9f]دمبارک (ص) په وخت کښی دغه اصولوو څه رنګه دعمل جامه ورکول شوي وه [/quote:e4e3832f9f]
مادي ګټي ئې نه کولې ، او له هر نګاه تقوا داره وه ، څه چه ئې ځان ته غوښته
هغه ئې وړونو ته هم غوښته !!!!
پورته اخلاق د چوپانانو وه او وملت او وړونو ته ئې داسي لار ښونه کوله چه :
حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ اَبِي التَّيَّاحِ،
عَنْ اَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ
رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم
" اسْمَعُوا وَاَطِيعُوا وَاِنِ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ كَاَنَّ رَاْسَهُ زَبِيبَةٌ ".
روا البخاري
رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل ، واوری او اطاعت کوی ،
اګر که په تاسو يو حبشی غلام حاکم سي چه د هغه سر د تور انګور په شان وي
حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ،
حَدَّثَنِي نَافِعٌ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ
صلى الله عليه وسلم قَالَ " السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ عَلَى الْمَرْءِ
الْمُسْلِمِ، فِيمَا اَحَبَّ وَكَرِهَ، مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِمَعْصِيَةٍ، فَاِذَا اُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ
فَلاَ سَمْعَ وَلاَ طَاعَةَ ".
د امير د حکم اورېدل او اطاعت کول واجب دي ، پر هر مسلمان باندي ،
که امير ئې خوښ وي که ناخوښه تر هغه وخته چه امر ئې نوي
کړی ، په معصيت ، نو کله چه امر وکړي د ګناه ، نو بيا ئې اورېدل او
اطاعت روا او جائز نه دی
حَدَّثَنَا عَبْدَانُ، اَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ، عَنْ يُونُسَ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، اَخْبَرَنِي
اَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، اَنَّهُ سَمِعَ اَبَا هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ
اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ " مَنْ اَطَاعَنِي فَقَدْ اَطَاعَ اللَّهَ،
وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ، وَمَنْ اَطَاعَ اَمِيرِي فَقَدْ اَطَاعَنِي،
وَمَنْ عَصَى اَمِيرِي فَقَدْ عَصَانِي ".
رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل ، چاچه اطاعت وکړ زما ،
هغه د الله اطاعت وکړ ، او چاچه زما نافرماني وکړه ،
هغه د الله نافرماني وکړه ، او چاچه زما د امير نافرماني وکړه ،
هغه زما نافرماني وکړه
نو که حکومت له عدل او انصاف څخه کار واخلي او ملت د خپل حکومت هر
امر ته غاړه کښېږدي ، نو به ملت او حکومت دواړو ته ښه ويل کيږي ٠
که يو بد سي بل اتومات خرابيږي !!!
پر اميرينو عدل کول واجب دي او پر ملت يې احترام کول واجب دي
نه چه دا اسلامي لار ده بلکي نن دغه اصول بين المللي هم دي
[quote:e4e3832f9f]خلافت څه شی وو، [/quote:e4e3832f9f]
تر مبارک ورسته راشدين ، بالغين او عادل خلفا وه ، يعني
د نبي پر ځای ناست وه ، تر راشدينو ورسته عايدات ډير سوه او حب د
مال او سياسي حب پيدا
سو ، تر قدرت نه شوي تېردلی ، نو پاچا هي ته ئې لاره جوړه کړه ،
[quote:e4e3832f9f]دا دواړو په مینځ کښي سړی دهغوی داصولو ،مقصدونو ،دکارطریقه فرق روښانه محسوس وی .
مکر بیاهم ګورو چی مسلمانانو ددی داوړو یوشان اطاعت کړی ،ددواړدلاس لاندی یی جهادکړی ،قاضی دشریعت احکام نافذکړی دی ، نوحتمی داپوښتنه پیداکیږی چی داسلام دسیاست اصلی نظریه څه ده ؟[/quote:e4e3832f9f]
که شاهي سياست وي اوکه جمهوري سياست وي هيڅ فرق نه لري
تر څو چه د سياست اساس عدل وي هغه سياست اوحکومت مشروع دی
له اسلامي شرعي له نظره ، اماکه يوحکومت سل په سل کښي ئې د ملت
رايه تر لاسه کړي وي ، او عدالت پهکښي نوي ، مشروع حکومت نه بلل کيږي
د حکومت محق عدل او امن دی اوبس
په انسانانو کښي يو خصلت د پوسه سته ، چه يو وغورځي ټول په هغه پسي
غورځي ، امير چه بد سي ټولنه ټوله خرابيږي ،
One Person Can Change the World
منلی
17.02.2007
ټولو وروڼو سلامونه
حلیمی صاحب بنده تابع ده
خو په قرآنکریم کښي داسی ایاتونه تر سترګو کیږی
وَاَنزَلناَ اِلیکَ لِکتَبَ بِالَحقِّ مُصَدِّ قًالِّمَا بَیّنَ یَدَ یّهِ مِن َ الکِتَبِ
وَ مُهَیِمناً عَلَیهِ فِا حکُم بَینَهُم بِمَا اَنزَل َ الله ُ وَلاَ تَتَّبِع اَ هوَ اءَ هُم عَمَّاجَآءَکَ مِنّ الحَقِّ (المائده : ۲۸)
بل آیات کښی داسی فرمائی
هُوِالَّذِی جَعَلَکُم خَلئِفَ فیِ الاَرضِ فَمَن کَفَرَ فَعَلَیهِ کُفرُ ه وَلاَ یَزِیدُ الکَفِرِ ینِ کُفرُ هُم عِندَ رَبِّهِم اِلاَّ مَقتًا وَّ لاَ یَزِیدُ الکَافِرِینَ کُفرُ هُم اِلاّع خَسَارًا (فاطر: ۳۹)
وَعَدَ الله ُ الَّذِینَ امَنُو ا مِنکُم وَ عَمِلُوا الصَّلِحَت ِ لَیَستَخلِفَنَّهُم فِی الاَرضِ کَمَا ا ستَخلَفَ الَّذِینَ مِن قَبلِیِم ............ یَعبُدُو نَنِی لاَ یُشرِکُونَ بِی شَیئًا(النور:۵۵)
تَعَاوَنُوا عَلَی البِرِّوَ التَّقویَ وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَی الاِثمِ وَالعُدوَان ِ وَ اتَّقُوا اللهَ اِنَّ اللهَ شَدِیدُ العِقَابِ (المائده :۲)
اوهمداسی دریاست ټول کارونه . دهغه تاسیس اوتشکیل ، درئس اواولی الامر انتخاب ،تشریعی اوانتظامی معاملات ،ټول دمسلمانانو په مشوره
وَاَمرُهُم شُوری َ بَینَهُم (الشوری : ۳۸)
داولی الامر صفتونه
وَلاَ تُوءتُوا السُّفَهَآءَ اَموَالَکُمُ الَّتِی جَعَلَ الله ُ لَکُم قِیَامًا(النساء : ۵)
وَلاَ تُطِع مَن اَخفَلنَا قَلبَه عَن ذِکرِنَا وَاتَّبَعَ هَرَاهُ وَکاَنَ اَمرُه فُرُطًا (لکهف : ۲۸)
------------------------------------------------------------------------
بسمه تعالی - [color=white:1e6dcb2d69]وَ أَنزَلْنَا إِلَيْك الْكِتَب بِالْحَقِّ مُصدِّقاً لِّمَا بَينَ يَدَيْهِ مِنَ الْكتَبِ وَ مُهَيْمِناً عَلَيْهِ فَاحْكم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَ لا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَك مِنَ الْحَقِّ لِكلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شرْعَةً وَ مِنْهَاجاً وَ لَوْ شاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكمْ أُمَّةً وَحِدَةً وَ لَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فى مَا ءَاتَاكُمْ فَاستَبِقُوا الْخَيرَتِ إِلى اللَّهِ مَرْجِعُكمْ جَمِيعاً فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تخْتَلِفُونَ(48)المائده
ترجمه :
و اين كتاب را به حق بر تو نازل كرديم ، در حالى كه كتب پيشين را تصديق مى كند و حافظ و نگاهبان آنها است ، بنابراين بر طبق احكامى كه خدا نازل كرده در ميان آنها حكم كن ، و از هوا و هوسهاى آنها پيروى مكن ، و از احكام الهى روى مگردان ، ما براى هر كدام از شما آئين و طريقه روشنى قرار داديم و اگر خدا مى خواست ، همه شما را امت واحدى قرار مى داد ولى خدا مى خواهد شما را در آنچه به شما بخشيده بيازمايد (و استعدادهاى شما را پرورش دهد) بنابراين بكوشيد و در نيكيها به يكديگر سبقت جوئيد، بازگشت همه شما به سوى خدا است و از آنچه در آن اختلاف كرده ايد به شما خبر خواهد داد! - ٤٨ المائده[/color:1e6dcb2d69]
--------------------------------------
ع کريم حليمي
19.02.2007
درنو او مکرمو وړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترم زخمي وروره !
تاسو متعدد دعظیم الشان قران اياتونه موږ ته ليکلي کورمو ودان او مننه !
عظیم الشان قران يو بينظيره incomparable اسماني اخلاقي کتاب دی
الله جل جلاله پکښي فرمايلي چه :
بسمه تعالی :وَ نَزَّلْنَا عَلَيْك الْكِتَب تِبْيَناً لِّكلِّ شىْءٍ وَ هُدًى وَ رَحْمَةً وَ بُشرَى لِلْمُسلِمِينَ(89)نحل
و ما اين كتاب (آسمانى ) را بر تو نازل كرديم كه بيانگر همه چيز است ، و مايه هدايت و رحمت و بشارت براى مسلمانان است .
داچه د هر شي بيان پکښي سته نو يو د هدايت کتاب دی و مسلمانانوته !
حال داچه داسي يو بينظيره کتاب لرو
دا د تعجب خبره ده ، چه بيا هم موږ افغانان په غضب اخته يو ! او په مقابل کښي عيسايان نسبت و مسلمانانو ته ، ښه ، ارام
دنيوي ژوند لري ، اخلاق ، صناعت ، زراعت ٠٠٠٠٠ ئې تر اسلامي ټولنو هم يو په زره ښه او بهتر دي ، دا يو د افسوز حال دی ،سل ځلي افسوز !
تر هري ډبري لاندي يو ملا لرو او هره ټبره چه پورته کړو يو پښتون شاعر تر
لاندي دی ، د اخلاقو درک نسته ، د انجنر درک په اسمان کښي نسته ،
مخلص حاکم او مخلص مشر په دوربين کښي نه معلوميږي
ملا مو شاعر ، انجنر مو شاعر ، ډاکتر مو شاعر او شاعر د شاعرانو په
صفت اخته ، چه فلان شاعر نو يو داسي شاعر دی چه تر خوله ئې اور راوځي
فلان جان نو د ټولني هنداره ده ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ هم ټولنه ويني اوهم ئې حال ويلی سي
او ملا جان چه و منبر ته پورته سي او خطبه شروع کړي ، نو فرمايي !
اوصیکم بتقوی الله تعالی ! اې وړونو ! انسان چه مړ سي هيڅ شئ له ځانه سره
نسي وړلای ، الا خپل عمل ، خير او شر ئې قطع سي الا نهر الحسنات الجاري
يا اخوان المسلمين، يا اخوان السامعين ! د اوبو څاهان وکاږی ، مسجدونه
جوړ کړي ، نو ثوابونه به ئې تر يوم القيامه پوري ستاسو په حساب کي جمع کيږي !
اکثره ملايان او شاعران دواړه د مايکرافون لېوني ، منه ئې مايکرافون سره
ملا پر زراعت او صناعت خطبه نه ورکوي ، وايي چه : " الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ "
او اکثره شاعران بيا يوازي د ليلا په ورېښتانو کي بند دي ، زنګيږي
منلی
21.02.2007
حلیمي صاحب اوټولووروڼواوخویندو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حلیمي صاحب ستاسواندیښنه په ځای ده ماهم داخبری زوره وی چی ولی مونږ په قرآنکریم فکر اوغور نه کوو چی ددنیا اواخرت نیکمرغی پکښی نغښتی دی
ماډیر ځله لیدلی چی زمونږ پوهه اوروڼ اند خلک په یوه موضوع بحث کوی مثال په یورپ اوامریکی ورکوی چی هلته داسی کیږی اوهلته داسی نه کیږی له دوی ځنی یوهم دانه وایی چی دمسلمانانوپه تاریخ کښی داسی شوی یاپه قرآنکریم کي داسی ویل شوی هلانکی قرآنکریم دهرشی بیان کونکی اودمبارک(ص) اوخلفاءالراشدین زندګی مثال ده .
همدالړي
یَآ اَیُّهَا الَّذِینَ امَنُوا اَطِیعُوا اللهَ وَ اَ طِیعُواالرَّسُولَ وَ اُولِی الاَمرِ مِنکُم فَاِن تَنَازَعتُم فِی شَییءً فَرُدُّوهُ اِلیَ اللهِ وَالرَّسُولِ اِن کُنتُم تُؤمِنُونَ بِاللهِ وَالیَومِ الاَخِرِ (( النساء : ۵۹))
دپورتنی آیات په هکله یوعلم شپږ دستوره په نښه کړی
۱دالله اورسول اطاعت به په هراطاعت مقدم وی .
۲داولی الامر اطاعت به دالله اورسول (ص) داطاعت لاندی وی .
۳ اولی الامر به د اهل ایمانو څخه وی
۴ خلک حق لری چی دحاکمانواوحکومت سره نزاع وکړی
۵دنزاع په صورت کښی اخری فیصله کونکی سندبه دخدای اورسول قانون وی .
۶خلافت کښی به یوه داسي اداره وی چی داولی الامر اوعام خلکو له دباونه آزاده دقانون په مطابق دشخړوفیصلی کوی .
ع کريم حليمي
22.02.2007
زخمي صاحب اوټولووروڼواوخویندو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
[quote:77a32c538b]ولی مونږ په قرآنکریم فکر اوغور نه کوو چی ددنیا اواخرت نیکمرغی پکښی نغښتی دی [/quote:77a32c538b]
په انسانانو کښي پر غريزو سربېره علاقې هم سته ، او علاقه د يو شي سره
په طفوليت کښي پيداکيږي
په غربي ملکونو کښي اطفال پر درس سربېره و سيرعلمي ته هم باسي ،
حتي دغه سيرعلمي د کودکستان له وخته شروع کښي بيا تر دولسم صنف
پوري شفاخانو،فابريکو، طياروميدان ، پوليس سټېشن ، سپيني ماڼۍ ،
او د سياستوالو دفترونو ته ، بنديخانوته تلوېزن سټېشن اواطفائيي او کليساوو ته
په دې خاطر ئې سير علمي ته باسي چه اطفال علاقه پيدا کړي ، د طفوليت
مينه او علاقه د انسان سره د ژوند ترپايه ملګرې وي
داسبب دی چه په غربي ملکونو کښي داسي خلک پيدا کيږي چه طبيعي
استعداد په کيميا او بايالوجي کښي لري او نه غواړي چه د طب پوهنځۍ ته
ولاړسي ، ولي چه په وړک توب کښي ئې د اطفائيي سټېشن خوښ شوئ وو
چه لوی سي نو غواي چه اطفائيه کښي کار وکړي
او بعضي کوچنيان علاقه پيدا کړي د لوستلو سره اوبيا خاص د منلو او ملي
مشرانو د بيوګرافۍ او تاريخچې سره او بعضي بيا د غلو او قاتلانو د
بيوګرافۍ سره علاقه پيدا کړي ، او دغه د وړکتوب علاقه ورسره مل وي
په غرب کښي په سل کښي پنځوس باايمانه خلک دي ، د باايمانه کېدلی
سي چه صالح او شريف سړی وي او يا فاسق وي ، يعني پرکومه لار چه روان
وي هغه په ريشتيا کوي او په خپل کړو کښي کامياب وي
هر څوک ځان ته يو قهرمان لري هغه څه کوي کوم چه دده قهرمان کړي وه
په غرب کښي پر ډاکتر ، انجينر ، نجار ، اوغله سربېره داسي خلک هم سته
چه علاقه ئې د قانون د ساتلو سره وي ، او خپل ټول عمر ئې دې ته وقف
کړې وي چه حکومت قانون تر پښولاندي نه کړي ، يعني که چيري داسي
پېښه سي چه حکومت خلاف قانون عمل اجرا کړي نو داسړی دعوا شروع
کړي او هغي د دولت دستګاه چه خلاف کار کړي وي نو محکمې ته ئې
راکش کړي ، چه دې خلکو ته طرفدار عمل (activist ) ويل کيږي
چه ښه مثالونه ئې لکه مارتن لوتر کينګ او ماکمکس او يا نن ورځ
جسي جاکسن او په سل هاوو نور داسي
ټول عربي او شرقي او مسلمانان فلاسفه په دې موافيق دي چه دانسان فکر
د محيط محصل دی ، که په ټولنه کښي ښه مثالونه او قهرمانان وي نو اطفال
په طفوليت کښي ځان ته يو hero,champion انتخابه وي
او بد بختانه په افغانستان کښي داسي منلي او ملي ژوندي قهرمانان نسته
چه په وړکتوب کښي ئې کوچنيان خپل قهرمان انتخاب کړي ، او دغه د نن
ورځي کوچنی بيا د سبا ورځي د کوچنيانو قهرمان سي
د افسوز خبره ده چه په وطن کښي اکثره مشران ملي غله ، ملي قاتلان ،
ملي ګوډاګيان دي ، او کوچنيان چه د انتخاب او علاقې پيدا کوي نود داسي
قهرمانانو نومونه اوري چه يا لوی غل ، قاتل ،د روس مزدور ،او داسي نور
نوپه ځوانانو مو دغه کانه وسي چه پلار ئې کفنونه کښل ، خو زوی ئې په
سوټي هم په منډي
تر هر څه بده دا پېښه ده چه قوم په سل کښي ٩٩ دروجن هم سو ، چه پور لندو
ئې ونيسي بيائې هم نه مني ، ما بې اندازې ډير غله او فساتيان توران او
سپينيان محکمې ته بېولي دي ، غل وي خو درغجن نه وي
منلی
26.02.2007
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
[quote:e669bb01a9]ټول عربي او شرقي او مسلمانان فلاسفه په دې موافيق دي چه دانسان فکر
د محيط محصل دی ،[/quote:e669bb01a9]
حلیمی صاحب په عربوکښي دښځوژوندی خښول ،شراب څښل ،ښځوخپل جسم خرڅول ................ ریواج وو او اتل (قهرمان) به همغه ته ویل کیده چی لوربه یی ژوندی خښوله ، ظلم اوستم به یی کاوه .
خوکله چی اسلام راغی همغه خلک چی په دی ریواجونو کښي مخکی مخکی وو دهمدی ریواجونوپه خلاف احتیجاج وکړ اودا ریواجونه اوظلمونه یی بندکړل .
حلیمی صاحب ماته لږلږپه یاددی چی تاسوپه همدی ډول موضوع په بحث کښي سیدجماالدین افغان ته اشاره کړی وه .
داسی څومره کارونه دی چی په محیط کښي دهغه څوک پوښتنه نه کوی خوانسان یی په زړه کښي محسوسه وی چی مادا بدکارکړی!
که داسی نه ده ؟
نوآیاضمیرهم دمحیط محصل ده ؟
ع کريم حليمي
26.02.2007
ډېر مکرم زخمي صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:d065f01d3b]حلیمی صاحب ماته لږلږپه یاددی چی تاسوپه همدی ډول موضوع په بحث کښي سیدجماالدین افغان ته اشاره کړی وه . [/quote:d065f01d3b]
وروره ! افغان سیدجماالدین روزل سوی او تربيه سوی وو ، شرقۍ او غربۍ
پوه او اسلامي فلسفې درس ور کړه سوی وو
اول ئې ذهن په اسلامي اخلاقو ډک سوی (خالي الذهنه نه وو )
او ورسته ئې په هند کښي غربی تعليم ورکړ ، او ورسته ئې بيا سير علمي وکړ
تقريبا دجهان ټول ملکونه ئې وليدل ، چون چه مافوق منطق ئې په پوره اندازه
زده کړي وه ، يعني شاقل او ترازو ئې په ککرۍ کښي ورسره وه (قران او سنه ،
يعني اخلاق سماوي ) نو غلط نتیجهګیری ئې نه کوله ، دغه سبب وو چه
دئ يو رهبر شو ، اما د سرګ او کوڅوالو له پاره نه !!!!
د کوڅې او بازار له پاره قهرمان بايد يو دکوڅي سړی ، او د پوهنتون د ځوانانو
له پاره بايد يو بل د کدر سړی ، او دملي مشر لپاره بايد داسي خلګ قهرمانان
وي لکه افغان سیدجماالدین !
په کوځه او بازار کښي ضرورده چه داسي څوک موږ ولرو چه خبره اوعمل واړه
ولري ، يعني څه چه وايي عمل ئې هم هغه وي (ACTION speak louder than words ) که مور او پلار او دکوڅې خلک بې علمه او درغجن وي
اود معروف اخلاقو خاوندان نه وي ، نو هغه فطري ضمير چه طبيعت
و اطفالو ته ورکړی ، په کښي مړ کيږي ، او يا ډير ضعيفه وي ٠
هره ټولنه طبقې لري ، او هره طبقه ځانته قهرمانان لري
په فلاسفه وو ته قهرمان ، علماوو ته قهرمان ، او پاچهانو ته قهرمان
او انبياوو ته قهرمان
د عليه السلام قهرمان ابراهيم وو
د ساينسي فلسفې قهرمان اينسټاين
او د علماوو قهرمان افلاتون
او د پاچهانو قهرمان جنګېر
نجار ، بنا ، اهينګر ،ليکوال ، شاعر ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠حتی غله هم ځان ته قهرمانان
کري ، هره طبقه او اهل کسبه
که دټولني خلک او حکومت د غلو او فاسقانو ، ريشوت خورو ، او قاتلانو
مخه ونه نيسي ، نو د هغو اطفالو چه ضميرونه مړه سوي هغوی به همېشه
غله ، قاتلان ، ريشوت خواره به ئې قهرمانان وي ٠
انبيا ولي کاميابه شوي ؟ او اکثره نور ښه خلک ولی ښه او شريف پاته شوي ؟
او ئې له بد محيط څه کډه بار کړيده !
که ابراهيم وو ، که موسی وو ، که عيسی وو او که مبارک عليه السلام وو
پوهاندحبيبي هم خپل کور پرېښاوه کابل ته وړاړ ، علامه الفت هم کابل ته ولاړ
رشاد هم کابل ته ولاړ ، او څوک چه تر دوی لاهم لوړ وه ملک يي پرېښاوه
په نبوي حديث کښي راغلي چه :
روايت دی د حضرت اوبو خدري رص څخه ، چه رسول الله فرمايلي دي ٠
ستاسو څخه د مخه امتونو کښي يو سړی ؤ چه 99 کسان ئې وژلی وه .نو بيا
ده پوښتنه وکړه چه په ملک کښي تر ټولو لوی عالم څوک دی؟ نو يو راهب
ور وښوول سو ، دئ ورغلۍ ، ورته وئې ويل ، ما 99 کسان وژلي دي ، ايا
زه توبه ايستلی سم ؟ هغه ورته وويل چه نه ، دئ ئې هم مړ کړ ، نو سل
ئې پوره کړه ، نو بيا ئې په ملک کښي تر ټولو لوی عالم پوښتنه وکړه ،
نو يو راهب او عالم ور وښوول سو، نو هغه ته ورغلی ، او ورته وئې ويل چه ما سل
مرګونه کړي دي ، ايا زما د توبې له پاره څه مشکل سته ؟ هغه ورته وويل چه
هو ! ستا او توبې ترمنځ کوم شئ نه سي حائل کېدی ، [color=cyan:d065f01d3b]ته فلان کلي ته ولاړ سه
هلته څه خلک د الله تعالی په عبادت اخته دي ، ته هم هلته په عبادت ورسره
اخته سه ، او خپل کلي ته مه ځه هغه ډېر خراب کلی دی ، دئ روان سو [/color:d065f01d3b].......
.............
خپل اولادوه بايد دبدو،غلو ،او ريشوت څخه بايد لري وساتل سي ، که څه
هم ماما او اکا ئې وي ،
[quote:d065f01d3b]داسی څومره کارونه دی چی په محیط کښي دهغه څوک پوښتنه نه کوی خوانسان یی په زړه کښي محسوسه وی چی مادا بدکارکړی!
که داسی نه ده ؟
نوآیاضمیرهم دمحیط محصل ده ؟[/quote:d065f01d3b]
هو ! يوازي فردي ګته او خساره محسوسه وي ، د بل ګټه او خساره ورته
معيار نه دي ،
که يو فرد په ټولنه کښي يو ښه کار تر سره کړي ، ورته ودرېږی چکچکي ورته
وکړي ، تحسين نامه وکړۍ ، چه ضمير ئې قوت پيدا کړي او له ځان سره
خوشحاله سي او ښه کارونو ته نور زړه ښه کړي او د معنوي ګټي په خود پوه
سي ٠
که يو فرد بيخي ملائکه وي او تحسن ونه ويني هغه بيدار ضمير ئې ويديږي
خوب ئې وړي
اوکه د يوه فرد ضمير ضعيفه وي او هرڅه فجاياوي چه کوي او ټولني پټه
خوله ورته نيولې وي ، نو بيا ئې ضمير بيخي مړ سي
که ټولي ږغ نه پورته کاوه نو مانا داده چه له لويه سره دټولني داکثريت خلکو
ضمير مړژواندی دی
[color=blue:d065f01d3b]باضميره خلک بايد له دي ټولني هجرت وکړي [/color:d065f01d3b]
منلی
28.02.2007
ټولووروڼواسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
حلیمی صاحب دسیدجماالدین افغانی په هکله چی تاسوڅه لیکلی هغه ټول سم اوپه ځای دی
خوزمامطلب دهغه د کوچنیوالی له محیط څخه وو.
[quote:9f31e67cd3]که مور او پلار او دکوڅې خلک بې علمه او درغجن وي
اود معروف اخلاقو خاوندان نه وي ، نو هغه فطري ضمير چه طبيعت
و اطفالو ته ورکړی ، په کښي مړ کيږي ، او يا ډير ضعيفه وي ٠ [/quote:9f31e67cd3]
نوداسی چی ده یوه محکمه په کوم دلیل مجرم ته سزاورکوی ؟
آیادچاپیریال اونورداسی اثراتو نه بغیر په انسان کښی بل داسی قوت شته چی په دی اثراتوغالب شی اودخپلوکړووړو فیصلی په خپله خوښه اواراده سره وکړی ؟؟
[quote:9f31e67cd3]هو ! يوازي فردي ګته او خساره محسوسه وي ، د بل ګټه او خساره ورته
معيار نه دي ،
که يو فرد په ټولنه کښي يو ښه کار تر سره کړي ، ورته ودرېږی چکچکي ورته
وکړي ، تحسين نامه وکړۍ ، چه ضمير ئې قوت پيدا کړي او له ځان سره
خوشحاله سي او ښه کارونو ته نور زړه ښه کړي او د معنوي ګټي په خود پوه
سي ٠
که يو فرد بيخي ملائکه وي او تحسن ونه ويني هغه بيدار ضمير ئې ويديږي
خوب ئې وړي
اوکه د يوه فرد ضمير ضعيفه وي او هرڅه فجاياوي چه کوي او ټولني پټه
خوله ورته نيولې وي ، نو بيا ئې ضمير بيخي مړ سي
که ټولي ږغ نه پورته کاوه نو مانا داده چه له لويه سره دټولني داکثريت خلکو
ضمير مړژواندی دی
باضميره خلک بايد له دي ټولني هجرت وکړي [/quote:9f31e67cd3]
داخوبیارهبانیت یالکه بعضی صوفیان (دخپل نجات فکر ) اوخودخواهی شوه
ع کريم حليمي
01.03.2007
مکرم زخمي صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
[quote:d24a98d15c]نوداسی چی ده یوه محکمه په کوم دلیل مجرم ته سزاورکوی ؟ [/quote:d24a98d15c]
بيضميره ټولني همېشه افتخار کوي په دې چه سزا وي ورکړي بيجاره او غريب
ته ! د هره ټولني خلک چه د ژوندي ضمير خاوندان وي هلته عدل وي
نن په اکثره اسلامي ملکونو کښي عدل نسته ، چا ته چه د يورپ د
اوسېدو اسناد په لاس ورسي ، بيا ئې والله که افغانستان ته واستوې ،
دا لوی شرم دی د اسلامي ملکونو له پاره ،
[quote:d24a98d15c]داخوبیارهبانیت یالکه بعضی صوفیان (دخپل نجات فکر ) اوخودخواهی شوه[/quote:d24a98d15c]
رهبانيت په عربو کښي ډير رواج درلودی ، ځينو حاجيانو به دا عهد کاوه چه په
دې سفر کښي به خبري نه کوم ، او چا به د سپرلۍ د برابرولو قدرت درلو دی
او ويل به ئې چه په هيڅ شي نه سپرېږ و ، او داسفر په پښو کوو ، او ځينو به
پزو ته پيزوانونه واچول او طوافونه به ئې کول ، او تکليف ګالل ئې ثواب
ګڼلی او دا فکر ئې کاوه چه تکليف پر سر اخستل د خدای د شوشحالۍ او رضا
باعث کيږي ،
په اسلام کښي رهبانيت نسته !
رهبانيت تکليف ګالل ته ويل کيږي ، لکه سړی چه نه غواړي چه واده وکړي په
دې نيت چه دالله رضا حاصله کم ٠ اسلام دغه ټولي طريقې منسوخي کړې
ظالمانو سره اوسېدل او دوستي نه ده ښه ، هجرت هغه وخت هجرت دی
چه د ظالم د حکومت څه ووزې ، او پخپله هم له ظلم نه لاس په سر سوو
اوبله مهمه خبره دا ده چه : وَ تَعَاوَنُوا عَلى الْبرِّ وَ التَّقْوَى وَ لا تَعَاوَنُوا عَلى الاثْمِ وَ الْعُدْوَنِ وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شدِيدُ الْعِقَابِ
اصول داسي دي چه : تعاون کوۍ له هغه خلکو سره چه دوئ تقواداره او نېک وي ،
او تعاون مه کوی د هغو خلکو سره ، چه دوئ بې تقوا او ګناه کاره وي
تعاون و cooperation ته ويل کيږي ، د بدو او خرابو خلکو سره دوستي اشنايي
هم همکاري ده ، له بدو او ګمراه خلکو په کلي کي اوسېدل هم همکاري ده ،
هو ! که څوک د بدو خلکو سره اوسيږي او په مبارزه کښي ورسره ولاړ وي
نو بيا دې اوسېدوته همکاري نه ويل کيږي ،
منلی
03.03.2007
سلامونه اونیکی هیلی
حلیمی صاحب تاسودیواسلامی ریاست مقصد داسی تعریف کړی
[quote:3f2499d0ef]ژباړه _ بېشکه الله امر کوي ، په عدل کولوسره ، او په احسان کولو سره ، او په
ورکړي سره خاوندانو د خپلوی ته ، او منع کوی له فَحشاء (په ښکاره ډول بد )
کارونو څخه ، او له سرکښۍ څخه .........
دغه پورته اصول سماوي ، اسلامي او بين المللي اصول دي د هر حکومت له
پاره ، چه مبارک او خلفاوو راشدينو او هم حضرت عمر بن عبدالعزيز د عمل
جامې ور اغوستي وې !!!!!
بنا پر دې هر ډول انحراف ، افراط ، تفريط ، تجاوز له حد څخه د بل پر حقوقو
تېري دی ، او خلاف د عدل دی [/quote:3f2499d0ef]
داخوسمه ده تاسوهم ورته اشاره کړی چی داصول اسلامی اوبین المللي دی .
خوپوښتنه داده چی آیااسلامی ریاست باندی لازم ده یاکولی شی چی دطاقت اووسایلو په زور داقامت صلوة اوایتائ زکات نظام قایم کړی ؟؟
بل طالبان وایی چی دبودابوت ماتیدل یو شرعی کار وو مګرپه قرآنکریم کښي داسی لیدل کیږی
وَلاَ تَسُبَّوا الَّذِینَ یَدعُونَ مِن دُونِ اللهِ ((الانعام : ۱۰۸))
[او(ای مومینانو) داخلک چی دالله نه بغیر بل چاته آوازونه کوی هغوی ته کنځل مه کوی ]
دلته یی کنځل پوری منع کړی
تاسوپه دی کښي څه نظرلری ؟
ع کريم حليمي
03.03.2007
ډېر دروند او مکرم زخمي صاحب او درنو لوستونکو سلام و رحمه الله و برکاته
[quote:78ff8244b5]خوپوښتنه داده چی آیااسلامی ریاست باندی لازم ده یاکولی شی چی دطاقت اووسایلو په زور داقامت صلوة اوایتائ زکات نظام قایم کړی ؟؟ [/quote:78ff8244b5]
هو ! ولي نه ! ټول غربي ملکونه د اسلامي اصولو په اساس (Tax ، ماليات )
اخلي ، اودا ولي ئې ماليات Tax نمولي دي ؟ Tax يعني فشار په زوره ، په زور
سره - په غربي نړي کښي که څوک اوسيږي او ټکس ورنه کړي ، شخصي منقول
او غيري منقول مال ئې حکومت ترې ضبط کوي
او په اسلامي اصولو کښي ئې پر زکات نه ورکولو ئې د جهاد اجازه ورکړې
چه ددواړو مطلب يو دي ،
يعني پر يوه يورپي سړي چه د دروکالو ماليات پاته وي ، شخصي ملکيت يې
حکومت ترې اخلي ، که چيري سړی سر زوره وو ، اوله کوره نه وتلي
نو پوليس د توپنچو او توپکو سره ورځي او له کوره ئې باسي
[quote:78ff8244b5]بل طالبان وایی چی دبودابوت ماتیدل یو شرعی کار وو [/quote:78ff8244b5]
هو ! بوتان ماتول شرعي کار دی ، اما تاريخي اثارو ته بوتان نه ويل کيږي
د بودا مجسمه يو تاريخي اثر وو ، او الله تعالی و موږ ته په قران کښي
فرمايلي چه ولاړ سی تاريخي اثار وګورۍ ٠
أَ فَلَمْ يَسِيرُوا فى الاَرْضِ فَيَنظرُوا كَيْف كانَ عَقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كانُوا أَكثرَ مِنهُمْ وَ [color=cyan:78ff8244b5]أَشدَّ[/color:78ff8244b5] [color=blue:78ff8244b5]قُوَّةً[/color:78ff8244b5] وَ [color=cyan:78ff8244b5]ءَاثَاراً[/color:78ff8244b5] فى الاَرْضِ فَمَا أَغْنى عَنهُم مَّا كانُوا يَكْسِبُونَ
[color=blue:78ff8244b5]د بودا مجسمه زموږ دطلابو او متعلمينو د سير علمي له پاره ښه اثر وو
بد بختانه چه يو د سير علمي ءَاثَارو څخه بل هم له منځه ولاړ !!!! [/color:78ff8244b5]
[quote:78ff8244b5]وَلاَ تَسُبَّوا الَّذِینَ یَدعُونَ مِن دُونِ اللهِ ((الانعام : ۱۰۸)) [/quote:78ff8244b5]
دا د اخلاقو ښونه ده ٠ بس
ښکنځل مه کوه نو ښکنځل به نه درته کيږي ، که موږ د چا [color=cyan:78ff8244b5] اِلَهَ [/color:78ff8244b5]ته ښکنځل وکړو
هغوۍ بيا زمونږ اللَّهُ الْوَاحِدُ ته ښکنځا کوي ،
او مسؤليت به ئې شرعا زموږ په غاړه شوو
منلی
05.03.2007
ټولووروڼوسلامونه
حلیمی صاحب !
داسلامی ریاست به د خارجی پالیسي اوصول څه وی ؟؟
په کوم مسلمانانوچی کفارظلم اوتیری کوی اودبل ځای مسلمانانودهمغوکفاروسره عهد کړی وی په دی صورت کښي په دی مسلمانانوفرض ده چی دهغو مظلومو مسلمانانومرسته وکړی اوکه نه بایدپه خپل عهد قایم اوسي ؟
ع کريم حليمي
06.03.2007
محترم او مکرم زخمي صاحب او درنو لوستونکو سلام !
[quote:464d1f0f45]داسلامی ریاست به د خارجی پالیسي اوصول څه وی ؟؟
په کوم مسلمانانوچی کفارظلم اوتیری کوی اودبل ځای مسلمانانودهمغوکفاروسره عهد کړی وی په دی صورت کښي په دی مسلمانانوفرض ده چی دهغو مظلومو مسلمانانومرسته وکړی اوکه نه بایدپه خپل عهد قایم اوسي ؟[/quote:464d1f0f45]
کافران ، مشرک ،بت پرسته او غيري مسيحان د عليه السلام په وخت کښي
دوه قسمه وه د ارتباط له نګاه ٠ ځيني هغه وه چه مبارک ورسره په جنګ کښي
وو ورسره ، چه بعضي وخت به مبارک په جنګ وروتلی ، او بعضي وخت به
دوی جنګ کولی له مسلمانانو سره ، او بل هغه بيا هغه وه چه مبارک معاهده
ور سره درلوده ، چه نه مبارک جنګ ورسره کړی او نه دوي د مبارک سره ٠
او يو څو پيمانونه ئې ليکلي يو ئې داسي وو چه :
مبارک نيت وکړی د ذي القعدې په مياشت کښي چه عمرې ته ولاړي نو
د مکې خلکو اجازه نه ورکوله چه مکې ته داخل سي تر څو چه مبارک يو
خط ور سره ليکلی نه وي، چه مبارک به فقط درې ورځي پاتيږي په مکه کښي ،
په راتلونکي کال کښي ، نو مسلمانانو داسي يوخت وليکلی چه
الْكِتَابَ كَتَبُوا هَذَا مَا قَاضَى عَلَيْهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم
يعني : په خط کښي ئې وليکل چه دا واضيح کښي دمحمد رسول الله صلى الله عليه وسلم
نو بېدنو يا کافرانو وويل چه موږ د دې سره متفق نه يو چه ته رسول يي ، که
موږ منلی چه رسول الله ئې ، نو بيا موږ هيڅ نه مانع کېدلواوممانعت مو نه کاوه
لکن ته و موږ ته لَكِنْ أَنْتَ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ يي .........................................................
خو پېمان او معاهده يې داسي وليکل چه درې ورځي تېره وو او سلاح به په
غلاف اوپوښ کښي وي ، ستاسو څوک به نه راسره بيايو او که زموږ څخه
څوک پاته کېدی نو څه نه ورته وايو ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ګرانه وروره ! د مبارک وختي او عصر او د نن ورځو دومره فرق دی لکه
مځکه او اسمان ، چه د سياسي معاملاتو زمانه ئې نېستي سوې
نو کله چه د معاملاتو زمانه نېستي سي ، نو ومسلمانانو لازمه ده چه
د معروف اصولو څخه کار واخلي !!!!
د مبارک عليه السلام پيمانو او معاهدې ټولي ددې له پاره کېدلي چه
چه مسلمان خپل عبادات په ازادي سره تر سره کړي ، او کوم قوم ئې ومختي
ته ونه دريږي ، نن کلمه الله غالبه ده ،د دارالاسلام ، دارالکفر ، دارالحرب
فقهه به دخيره حضرت عيسي ع بيا راژوندۍ کوي
که چيري داسي پېشه وای چه په قران کښي د وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ خبره نه وای راغلی
نو مسلمانان به مجبوره وای چه هغه د غلامۍ د عصر په قسم به ئې خپلي
سياسي چاري پر مخ بېولی ٠
العياذ بالله- که په عظيم الشان قران کښي د معرف امر و موږ ته نوای شوی
نو کلام الله به يو ناقص کتاب وای ، او سلمانان به هيڅ وخت کاميابي
نه وای ليدلې ، او که الله تعالی و موږ ته د قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اجازه نوای
کړی نو هم به اسلام سر نوای پورته کړی
د غلامۍ زمانه او دملک الطوايفي زمانه، قرون وسطايي زمانې تېري سوې
او په ټوله نړۍ کښي ٩٩ % معرف جهاني اصول جوړ سوه
نو جهاني معرف اصول د هر ملک لپاره منلي دي او په تېره بيا و مسلمانانوته !
که چيري يو مسلمان افغان په يوه ملک کښي په جرم متهم سي ،او فرار سي
وافغانستان ته ٠ که چيري هغه ملک د متهم سوي نفر طلب وکړي د افغانستان
له حکومت نه ، افغان حکومت ته لازه ده چه نفر ورواستوي ، [color=cyan:464d1f0f45]يوازي هغه وخت
حکومت اجازه د استولو نه لري که چيري يې متهم له عبادت څخه منع کاوه [/color:464d1f0f45]
اسلامي سياسي اصول يو Absolute مطلق اصول نه دي
حتی هيځ قانون ، که سماوي قانون دی اوکه مدني قانون مطلق نه دي
ارتجاعي او لبړي خاصيت لري
هو ! امنت بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او- لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللَّهُ وَاَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ (مطلق )
د اسلام د صلح سياسي قانون داسي دي چه :
1
لاَ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً - النسا
ترجمه :-در بسيارى از سخنان در گوشى (و جلسات محرمانه ) آنها خير و سودى نيست مگر كسى كه (به اين وسيله ) امر به كمك به ديگران يا كار نيك يا اصطلاح در ميان مردم كند، و هر كس براى خشنودى پروردگار چنين كند پاداش بزرگى به او خواهيم داد.
2
وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ المُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ المُقْسِطِينَ
3
وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزاً أَوْ إِعْرَاضاً فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحاً وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيراً
3
فـَلا وَ رَبِّك لا يُؤْمِنُونَ حَتى يُحَكِّمُوك فِيمَا شجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يجِدُوا فى أَنفُسِهِمْ حَرَجاً مِّمَّا قَضيْت وَ يُسلِّمُوا تَسلِيماً(65)النسا
ترجمه :
65 - به پروردگارت سوگند كه آنها مؤ من نخواهند بود، مگر اينكه تو را در اختلافات خـود بـه داورى طـلبـنـد؛ و سـپـس در دل خـود از داورى تـو احـساس ناراحتى نكنند، و كاملا تسليم باشند.
منلی
13.03.2007
سلامونه اونیکی هیلی
[quote:0dd7cff8cb]او ملا جان چه و منبر ته پورته سي او خطبه شروع کړي ، نو فرمايي !
اوصیکم بتقوی الله تعالی ! اې وړونو ! انسان چه مړ سي هيڅ شئ له ځانه سره
نسي وړلای ، الا خپل عمل ، خير او شر ئې قطع سي الا نهر الحسنات الجاري
يا اخوان المسلمين، يا اخوان السامعين ! د اوبو څاهان وکاږی ، مسجدونه
جوړ کړي ، نو ثوابونه به ئې تر يوم القيامه پوري ستاسو په حساب کي جمع کيږي ![/quote:0dd7cff8cb]
حلیمی صاحب یوه پوښلی خبری ته دی اشاره کړی
په رښتیاچی زمونږ مولویانوصاحبانوته دلارښوونی لپاره ورشی اول درته وایی چی ګیره پریږده بیاوایی چی لمونځ شروع کړه اوبیاددعاګانوزده کړه درته شروع کړی چی ټټی ته تلی ددعابه وایی اول به چپه پښه کیدی بیابه ښی پښه همداسی دکان ته چی ځی داسی دعابه وایی چی بیرته راوځی داسی دعابه کویی په سفر چی روانیږی ددعابه وایی اوچی بیرته راستانیږی دابه وایی دمصیبت په وخت کښی به ددعا..................
لڼډه داچی ددوی په ویناچاچی ګیره پریښوده پنځه وخته لمونځ یی وکړ
اودس کښي یی پام وکړاودهرکار په اول اواخرکښي یی دعاګانی ولوستي هغه ته دجنت دروزی خلاسی دی
نورکه د چا کاروبار داسلامی اصولو خلاف وو یایی پردی ځمکی په زور نیولی وی یایی چرس اوافین کرل یایی د پوډرو تجارت کاوه یایی خپلی لورګانۍ خرڅولی اویایی هغه ریواجونوباندی عمل کاوه چی اسلام سره ټکر خوری هیڅ خبره نه ده
زه خووایم چی
زمونږ خلک دی له مولویانوصاحبانونه مننه وکړی چی دجنت لاري یی دومره ورته اسانه کړی
[quote:0dd7cff8cb]بيضميره ټولني همېشه افتخار کوي په دې چه سزا وي ورکړي بيجاره او غريب ته ![/quote:0dd7cff8cb]
حلیمی صاحب هرخبره دی دګاڼی کرخه ده