نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جنګی جنایتکاران یا دبشری حقونو پایمالونکي څوک دیاو څه باید ورسره وشي ؟
نقاد
06.02.2007
درنو ، دردېدلو او ځورېدلو خویندو ورونوالسلام علیکم ورحمت الله و بر کاته !
دمحمد داود خان له شهادت راهیسې ۲۹ کاله کیږی چې جنګی جنایتونه او د بشری حقونو بیدریغه پیمالول دوام لري او تراوسه پورې یو جنایتکارهم د عدلی ارګانونو له خوا نه تعقیب او نه په سزا نه ورسول شو . ستاسو په اند جنګی جنایتکار څوک دی ، ایاعدلی تقیب اوپر سزا رسول یې غواړئ او ددغو غوښتنو د سرته رسیدلو چانس او شرایط (ستاسو پراند)څنګه رامنځته کیدای شي؟
Re: جنګی جنایتکاران یا دبشری حقونو پایمالونکي څوک دیاو څه باید ورسره وشي ؟
pattang
07.02.2007
[size=17:7c7bfc1a91]
نقاده ياره سلامونه!
خپل مجلس به کوو چې يوازې شپه سبااوتېره شي ?
جنګي جنايتکار خو د پېژندګلوي په بنسټ هغه څوک دی :
- چې د خپل مالي ،عقيدوي اوسياسي قدرت لپاره يې د ټوپک په زور نور انسانان
، نظامونه او ټولني سياسي ، عقيدوي او مالي زيانمنې کړې او حقوق يې له پښو
لاندې کړي وي ٠ ( دا زما نظردی خو کتابونه در يابونه دي )
- نو که په افغانستان کې دا پورتني انتيتيت يوه سوبيکت ته ور کړو او بيا دغه
سوبيکت مشخص کړو نو دوه نتيجې به ووينو :
a : دپښتنو په اند به احمد شا مسعود لوی جنګي جنايت کارو ي ٠
b: د تا جکو لپاره ملي اتل
- او همداسې نور يې ٠ ٠٠٠٠
دغه تقيسمات ( انتي تېت / سوبيکت ) په بي لوري او عادلانه ډول سره هلته
منځ ته راځي او جزا يې کېښودلی شي چې په افغانستان کې يو خپلواک ، اولس پال
او لسي رژيم منځ ته ته راشي ٠ ( او يا يو سوسيال ديکتاتور را پيدا شي )
تر هغو پورې چې په افغانستان کې لاسپوڅی ، ګوډاګی، مذدور رژيم ،چې له څټ
يې جنګي جنايتکاران ، [color=darkred:7c7bfc1a91]مسلکي خيراتخواره او ګدائيګر [/color:7c7bfc1a91]
پټ او ښکاره ولاړ دي ، هيڅوک به هم ددې قدرت ونلري چې دوی ته تشه
خوله پورته کړي او دا څکه
چې قانون ، محکمه او عملي قوه اوس ددوی په لاس کښې دي ٠
**
لدې بلا ځخه ځان خلا صول دافغانانو صداقت ، سياسي نبوغ ، هېواد/ قوم پالنه
او له سر اومال څخه تېرېدنه غواړي ٠ [/size:7c7bfc1a91]
[quote:7c7bfc1a91="نقاد"]درنو ، دردېدلو او ځورېدلو خویندو ورونوالسلام علیکم ورحمت الله و بر کاته !
دمحمد داود خان له شهادت راهیسې ۲۹ کاله کیږی چې جنګی جنایتونه او د بشری حقونو بیدریغه پیمالول دوام لري او تراوسه پورې یو جنایتکارهم د عدلی ارګانونو له خوا نه تعقیب او نه په سزا نه ورسول شو . ستاسو په اند جنګی جنایتکار څوک دی ، ایاعدلی تقیب اوپر سزا رسول یې غواړئ او ددغو غوښتنو د سرته رسیدلو چانس او شرایط (ستاسو پراند)څنګه رامنځته کیدای شي؟[/quote:7c7bfc1a91]
ghafar
10.02.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې !
[quote:fcca436769] ستاسو په اند جنګی جنایتکار څوک دی ، ایاعدلی تقیب اوپر سزا رسول یې غواړئ او ددغو غوښتنو د سرته رسیدلو چانس او شرایط (ستاسو پراند)څنګه رامنځته کیدای شي؟[/quote:fcca436769]
زما په نظر چا چې نه یواځې جنګی جنایتونه بلکې هر ډول جنایتونه کړي وي باید چې محاکمه شی . خو د جنایت کارانو د محاکمې لومړنﺉ شرط د قانون حاکمیت دﺉ. تر څو چې په هېواد کې د قانون حاکمیت ټینګ نه وي، د جنایت کارانو عادلانه محاکمه شونې نه برېښي.
دا چې د قانون په چوکاټ کې څوک جنګی جنایت کار دﺉ د هغه ثبوت یو ستونزمن کار او د اړوندو محکمو دنده ده. زه نه پوهېږم، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د جنګی جنایت کارانو تعقیب او محاکمې په اړه کوم قانون تصویب شوﺉ دﺉ که نه. که قانون موجود نه وي او په راتلونکی زمان کې جوړ شی، نو هغه به هرومرو د جنګی جنایاتو په هکله د ژنیو کانوانسیون ته په پام سره جوړ شی . د ژنیو په کانوانسیون کې جنګی جنایات په تفصیل سره تشریح شوي ، چې دهغه په مرسته به جنګی جنایت کاران وپېژندل شي.
خو که قانون او قانونیت حاکم هم وي، د جنګی جنایت کارانو د تعقیب او محاکمې لپاره عارض ته ضرورت دﺉ، چې په اړوندو محکمو کې د اسنادو او شواهدو په بنسټ اومرسته د خپل حق وغواړي . د عامو ادعاګانو کولواو تورونو لګولو په اساس د تورنو کسانوقانونی تعقیب ممکن ندﺉ !
په درناوي
منلی
13.02.2007
سلامونه
زماپه اندداودخان نه مخکی ظاهرشاه لوی خاین وواوله هغه ځنی وروسته ترکرزی پوری ټول جنګی جنایتکاران دی
که مونږ داووایو چی کارمل ،ترکی ،..... نجیب ،ربانی ،سیاف .........ملاعمر جنګی جنایتکاران دی اوکرزی جنګی جنایتکارنه دی انصاف به نه وی
ولی چی که کارمل ............. نجیب دروس په زور ناست وو همداسی کرزی دامریکاپه زور میدان ته راغلی
که ربانی ،دوستم ............. ځرداد ظلمونه وکړل چی له هیچا پټ نه دی خوداهم باید په یادولرو چی دهمدی کرزی په حکومت کښي چی په پښتنو کوم ظلمونه شوي اوکیږی نه هیردونکی دی
اوبل خوا دا اوس چی کومه اوازه ده
زماپه فکر دابه دامریکااوملګرو بل چال وی ولی چی په شروع شروع کښي هم داخبری شوی وی اومخالیفینو په قندوس کښي ورته اسلحه ایښي وه چی بیایی هغه حشرشوو چی له هیچا پټ نه دی خو سره له دی چی دامریکا وفادارانو دولس زره مخالیفین دخاورولاندی کړل زړه یی بیا هم یخ نشوواودهغوی دکورونو تلاش یی شروع کړ په دیی هم اکتفاونه کړه کوم چی بهر هیوادونوته تښتیدلی وو هلته یی هم دامریکاپه زور لاس وراوږدکړ چی دالړی تراوسه هم روانه ده .
خوداهسی زمافکر ده ولی چی اوس جنګی جنایتکار هغه چاته ویل کیږی چی دامریکامخالف وی لکه ګلبدین ،ملاعمر اوهغه هیڅ کله جنګ جنایتکارنه ده چی دامریکا ملګری وی لکه دوستم ، کرزی ،ربانی ،سیاف ..........
ح . افغان
18.02.2007
زما په اند ټول جنګی جنایت کاران باید محاکمه شي.
خو ددی کار دترسره کولو لپاره لمړی دیوې بیطرفه او خپلواکې محمکی ضرورت دی ، کومه چې په افغانستان کې اوس نشته او په همدی ترتیب باید قانون حاکم وی نه قانون جوړونکی.
په دی وروستیو کې خبر شوم چې د ولسی جرګې غړو یوه مسوده تصویب کړې ده چې دهغې له مخی به ټولې هغه ډلې چې په جنګ کې ښکیلې وې د محاکمې څخه مصون پاته شي. ایا ولسی جرګه کومه چې ۸۰٪ د جنګې جنایتکارانو څخه تشکیل شوې ده ددی صلاحیت لری چې په جنګي جنایت ککړ اشخاص وبښی.
د اډیره د مسخرې خبره ده چې جنګي جنایتکار په خپله د خپل ځان قاضي دی. دوی هم ملامت نه دي ځکه دا د انسان طبعی فطرت دی چې خپل ځان د مشکلاتو او افتونو څخه وژغوري. دوی پوهیږي چې ددې څخه بله ښه موقع په لاس نه ورځی تر څو ځانونه د راتلونکې محاکمی څخه وژغوري ځکه چې دوی په خپله قانون جوړونکې ارګان دی دوی راتلونکی خطر ته متوجه دی او غواړی چې د تیښتی لار ولټوی.
خو دا ددوی په صلاحیت کې نه ده چې په خپله د خپل ځان قاضیان شي ددی موضوع فیصله به هغه خلک کوي کومو چې ددوی له لاسه زجر او تکلیفونه ګاللي دي.
خو تر ټولو دمخه باید جنایتکار تعریف شي او ټول ورونه قومنه یی باید ومني . ترڅو چې د جنګي جنایتکار واضح تعریف وړاندې نه شي ددوی محاکمه خوشی خیال پلاو دی نور هیڅ نه دي.
په درناوي
daud
24.02.2007
درنواوقدرمنو وطنوالو سلامونه او احترامونه !
په یوه جنګ کې د تړل شویو لوریو ( دولتونو ،ګوندونو، تنظیمونو او نورو ډلو او .....)درنه او سخته تخطی او خلاف رفتاری د وولسی حقونو او جنګی نورمونو او قوانینو څخه او ددې حقونو او قوانینو تر پښو لاندې کولو ته جنګی جنایت او عامیلینو ته یی جنګی جنایت کاران ویل کیږي .
د ژنیو د کنوانسیون (۱۲.۸.۱۹۴۹)مطابق او د ۱۹۷۷کال داضافی پروتوکول ضمیمه یی دولتونه مکلف دی چه د خپلو عدلی ارګانونو او ادارو په وسیله جنګی جنایت کاران تعقیب ، ګرفتار او په سزا ورسوی ، که نه، پخپله هغه دولت دوولسی حقوقو له نقطه نظره په دبرخه کې دیوه لوی جرم پوروړئ دئ .
جنګی جنایت یعنی قصدااوعمدادخلکو وژل ،شکنجه کول او غیر انسانی معامله ورسره کول ،همدارنګه بیولوژیکی تجربی په انسانانو کول ،
قصدادیوه لوی غم ،درد ،رنج او مصیبت منځ ته راوستل،
یو سالم وجود ته ددرانه او سخت تاوان اوزیان رسول ،
ورانول اود ملکیت سلبول او چور کول چه د نظامی غوښتنو خلاف وی ،
علاوه پردی دملکي خلکو متضررکول او دملکی تاسیساتو او جوړښتونو ورانول او دملکی وګړو تښتول او نور دبشر ضد اعمال جنګي جنایت بلل کیږی .
جنګی جنایت کار هغه چا ته ویل کیږی چه ددې ډول اعمالو د اجرا کولو او عملی کولو امر ورکړی او یا هغه څوک چه بی له امره دا ډول اعمال وکړی .
یو معین قانون دهغه چا دپاره چه پورتنی جنایتونه یی د یوه بل مقام ،شخص او مرجع د امر په پیروئ سرته رسولی وی نشته دئ او ددي اشخاصو په هکله دعمومی مسولیتونو دقوانینو په اساس باید معامله وشی .
د جنګی جنایت کارانو دسزا،انتقام او تنبیه د پاره د جنګی جنایت دعوی په کار لویږی اودجنګی جنایت محکمه دایریږی .
جنګی جنایت ډیره اوږده سابقه لری او دنړئ تاریخ ددې جنایتونو څخه ډک دئ ،مګر دجنګی جنایت کارانو تعقیب ،نیونې ،محاکمې اوسزا ورکولو موضوع دلمړئ نړیوالی جګړی وروسته راشروع شوی چه دجنګ دګټونکو هیوادونوله لوری دماتی خوړلی المان څخه دجنګی جنایت په تور دامپراتور ،صدراعظم او ځینو لوړ پوړیو چارواکو او افسرانو دتحویل کولو او تسلیم کول او عدالت ته دسپارلو غوښتنه وشوه لاکن دجرمنیانو دمقاومت په وجه دا غوښتنه سرته ونه رسیده اوبلمقابل جرمنیانو دخپلو حکومتی محکمو په واسطه په لایپزیګ ښارکې د مسلحو قواوو ځنی متعلقین محاکمه او په محدودو کالونو بند یی محکوم کړل او نورو یی براات حاصل کړ .
ددوهمې نړیوالی جګړی څخه وروسته دشوروی اتحاد،امریکی متحده ایالاتو ، بریطانیا او فرانسی ترمنځ چه المان یی اشغال کړئ ودلندن په کنفرانس (۲۶.۶ـ۸.۸.۱۹۴۵)کې فیصله وشوه چه جنګی جنایت کاران باید تعقیب او محکمې ته وسپارل شی .چه په نتیجه کې د۸۰۶تورنوکسانو څخه ۸۰۶تنه په اعدام محکوم شول چه د ۴۸۱کسانو په برخه کې داعدام حکم عملی شو . البته داپروسه په هغه برخه دالمان کې چه دامریکاییانو ،انګریزانو او فرانسویانو له لوری اشغال شوی وه عملی شوه او هغه برخه چه دشوروی اتحاد تر قبضه لاندې وه هلته بیلې نظامی او ملکی محکمې دایری شوی اونامعلومه شمیر کسان په اعدام او سزا ورسیدل .
همدا رنګه په هغه هیوادونو کې چه المانیانو په جنګ کې لاندې کړی وو(بلجیم،فرانسه ،یوګوسلاویا،هالند،پولند،چکوسلواکیااو شوروی اتحاد کې)ددې هیوادونو دوطنی محاکمو د قوانینو په اساس د المانی جنګی جنایت کارانو په ضد محکمې دایری او مختلفې فیصلې یی صادرې کړی .
په توکیو کې په ۳۱.۷.۱۹۴۶کال نظامی تریبونال د لیری ختیځ د پاره تشکیل شو چه جاپانی جنګی جنایت کاران مجازات کړی .
د۱۹۴۵ کال نه وروسته چه کوم تجاوزی جنګونو صورت موندلئ تراوسه دهغوئ په باره کې دجنګی جنایت محکمې نه دی دایری شوی لکه هغه جنګی جنایتونه چه دویتنام په جنګ کې دامریکاییانو له لوری سرته رسیدلی اونورجنګونه ،یوازی یو ګروپ امریکایی عسکر دجنګی جنایت په تور محکوم شوی .
دپخوانی یوګوسلاویا او رواندا دجنګی جنایت دعامیلینو د تعقیب او سزا دپاره ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ کال کې د جنګی جنایت تریبونال ( محکمه ،قضا یا هغه محکمه چه دیوه هیواد نه بهر جوړیږی )جوړ کړل .
په معاصر افغانستان کې جنګی جنایت هغه وخت راشروع شو چه کمونستانو (د خلق او پرچم بانډونه )دنظامی کودتا له لوری سیاسی قدرت غصب کړ او دبرچې ،ټوپک ،ټانک او هوایی بمباریو په واسطه یی د الحادی وارداتی اډیولوژی پیاده کولو ته ملا وتړله او د پخوانی شوروی اتحاد دمستقیم تجاوز دپاره یی زمینه مساعده وګرزوله .دهمدې شومې ورځی را په دیخوا په افغانستان کی جنګی جنایت په وحشی ترین شکل تر نن ورځی پورې جریان لری .
دروسانو دوحشیانه مستقیم تجاوز ترڅنګ دغربیانو،عربانو ،پنجابیانو او ایرانیانو غیرمستقیم تجاوز دخپلو افغانی اجیرانو په واسطه تر ۲۰۰۱م کال پوری او دهغی نه وروسته دوحشی امریکایانو مستقیم تجاوز دافغانستان په پاکه خاوره صورت وموند چه فعلا هم جنګی جنایت په شدید ترین شکل روان دئ .
دپردیو نوکرانو او تنظیم شویو جنایت کاره مسلحو بانډونو دخپلو بادارانو په اشاره او دستور داسی وحشت ته ملاوتړله چه تاریخ یی ډیر کم مثالونه لری اودافغانستان مظلوم وولس یی دویر او غم په سیند کې ډوب کړ،دوه میلیونه افغانان شهیدان ، دری میلیونه معیوب او څو میلیونه دوطن پریښودلو او مهاجرت ته مجبور شول ،داسی کور نشته چه چه شهید ،یتیم ،کونډې اوبوري ونه لری ،وطن په لوټو بدل شو ،دافغانستان هر کاڼئ دافغانانو په وینو رنګ شو ،اقتصادی بنسټیزه جوړښتونه وران شول ،ملی سرمایی چورشوی او دافغانی پتمنو خویندو او میندو په عفت او عصمت تجاوزونه وشول اودالړئ تراوسه ددموکراسئ تر نامه لاندې لا روانه ده .
ددې پوښتنې ځواب چه جنګی جنایت کاران په افغانستان کې څوک دی ؟ ډیرواضح او ښکاره دئ . ټول مسلح بانډونه چه خپلی ناوولی څیری یی دروحانیت او تمدن تر نقابونو لاندې پټې کړی دی په دجنګی جنایت کې شریک دی او په دانسانی فاجعه کې یی خپله ونډه اخستی ده،دپرچم اوخلق دالحادی بانډونو نه نیولی دپنجابی او ایرانی اووګونو اواته ګونو مذهبی تنظیمونو پوری دافغانستان دورانئ ،بربادئ عاملین او دافغان وولس قاتلان دی ،چه دخپلو وحشیانه او جنایت کارانه اعمالو له کبله باید محاکمه او په سزا ورسول شی .
دافغانستان جنګی جنایت کاره بانډونه په یوه معین قوم ،مذهب ، ژبه او خاصه عقیده او اډیولوژی پورې تړلی نه دی . ددوئ یوه ژبه ،یو مذهب ،یو قوم ، یوه عقیده اوادیولوژی ده چه هغه دجنایت څخه عبارت ده او په دوحشیانه عمل کې ټول سره یوه خوله او یوه سلادی .
جنګی جنایت کارانو دخپلې چټلې بقا دپاره دهرډول نیرنګ او فریب څخه کاراخستئ دئ ،په لمړی سر کې یی دتمدن (کمونستان اوغرب زدګان )او اسلامی حکومت (تنظیمونه )جهانی لوړ شعارونه ورکول چه وروسته دقومی ،مذهبی، ژبنی او سمتی تعصب پستئ او نامردئ ته یی سقوط وکړ او په دشرارت یی دافغان وولس زړه سورئ سورئ کړ .
درنو وطنوالو !
کله چه دجنګی جنایت کارانو دډلواو اشخاصو یادونه کیږی ،هدف دهغوئ دسرته رسیدلیو جنایتونو اوشومو کارنامو څخه دئ نه دهغوئ ارتباط په کومه خاص قوم ،ژبه او عقیده پوری .که په افغانستان کې دجنګی جنایت دقهرمان مسعود خایین ددین اووطن نوم اخستل کیږی داسی معنی نه لری چه په مسعود لعنتی پوری منسوب قوم پنجشیر مخاطب دئ ،دایوازی ددی خایین اودده دیارانودجنایت کارانه او خایینانه اعمالو یادونه اودمحاکمی غوښتنه ده ،همداډول که ددوستم ،سیاف ،ربانی ،خلیلی ، مزاری ،محقق ،کشتمند ،کرزی اوزیری اونورو جنګی جنایت کارانو او ملی خاییینانو نومونه اخستل کیږی ، په هیڅ صورت دهغوئ دتوکمی ، ژبنی او مذهبی هویت سره دارتباط موضوع مطرح نه ده ، بلکه ددې شیطان صفته عناصرو اوددوی دډلو دوحشیانه اعمالو غندنه او دعدالت پنجو ته د تسلیم کولو غوښتنه ده .
دافغانستان میړنئ وولس دخپل څو زره کلن تاریخ په اوږدو کې دمذهبی ،ژبنی اوتوکمی تفاوتونو سره سره د فولادو په شان جوش خوړلئ اوداوږدې زمانی په مسیرکې یی دیوه مقاوم ، سوچه ،پاخه اوباتدبیره ملت وجود منځ ته راوړئ چه ددې مزدورو او شریرو جنګی جنایت کارانو دمصنوعی او فاسدو افکارو په زهرو نه مسموم کیږی اوهر قوم ، مذهب ،سیمه او دسیمی دژبی ویونکی ددوئ په چټل وجود شرمیږی نفرت او کرکه ځنی لری .
دیوه سیاسی ـاجتماعی اندیشی او مفکورې لرل او یا په خپله مورنئ ژبه خبرې کول په افغانستان کې دهر افغان خدایی ، طبیعی او انسانی حق دئ او ددې حق دغصبولو او تر پښو لاندې کولو جواز هیڅ شخص ، مرجع او مقام نه لری ،مګر تردی بانو لاندې سیاسی ماجراجویی،شیطانی توطیی او اجتماعی فتنې منځ ته راوستل ،دسلاح او زور په واسطه دنورو ژبو ، توکمونو او عقایدو لرونکی وژل ، ترورول او دخپل پلارنی ټاټوبی څخه شړل اودهغوئ دمنقول او غیر منقول جایداداوملکیت چورول جنګی جنایت دئ ،چه ټول مدنی قوانین او الهی احکام یی په شدت ردوی او د عامیلینو یی دتنبیه او سزا غوښتنه کوی .
دوهمه مساله دجنګی جنایت کارانو دعدلی محاکمې او سزا غوښتنه ده !
په یوه ټولنه کې سوله او ثبات هغه وخت منځ ته راځی چه عدالت برحاله شی . عدالت هغه وخت برقراره کیږی چه مجرمان ، قاتلان ، غله ، خاینان او دپردیو نوکران وپیژندل شی ،تعقیب شی ، توقیف شی او دیوی بی طرفه او خپلواکی محکمی له لوری په سزا ورسول شی .
زموږد۲۹کلن ناورین دنه ختمیدو اساسی او عمده علت همدا دئ چه هغه عاصر ، ډلی ،تنظیمونه او ګوندونه چه دزور او اسلحی په واسطه دخپلو شومو او چټلو اهدافو دلاسته راوستلو دپاره یی افغان وولس ترور او قتل عام کړئ نه دي محاکمه شوی بلکه د خپلو خارجی بادارانو په مستقیمه همکارئ نور هم نازول شوی او ددی مظلوم ملت په سریی دوحشت او بربریت سیورئ پروت دئ ، چه ډیر ښه مثال یی دافغانستان داوسنئ مزدوری تپل شوی اداری ترکیب او تشکیل دئ چه ټول جنګی جنایت کاران که مذهبی اوغیر مذهبی رنګ یی درلود دلوئ شیطان تر سرپرستئ لاندې په یوه نوی بڼه دجنګی جنایت پروسه په مخ بیایی او دافغان وولس د ځانی ،مالی ،مادی او معنوی تلفاتو او تاوانونولړئ یی جاری ساتلی ده .
دجنګی جنایت کارانو عدلی تعقیب ، محاکمه او مجازات دټول افغان وولس ، روحانیونو ،روشنفکرانو ،وطنپرستانو ،ټول بشریت او ټولو سیاسی ـاجتماعی شخصیتونو،ډلو ،ټولنو او سازمانونوجدی او نه په خلاکیدونکی غوښتنه او ارمان دئ او په د برخه کی دهیڅ ډول ملاحظاتو ،مصلحتونواو جوړجاړی ځائ نشته دئ .
هغه اشخاص ،ډلی ، سازمانونه او انستیتوتونه چه دبشر دحقونواو اجتماعی عدالت ناری وهي باید په ډیر جدیت سره دجنګی جنایت کارانو د عدلی محکمې دتشکیل او دجنایت کارانو دسزا غږ پورته کړی .
افغانان باید په هروخت ،هرځائ او هررنګه موقف کې دجنګی جنایت کارانو دمحاکمې شعار هیر نه کړی او په ټولو امکاناتو سره ،په انفرادی او اجتماعی شکل ددوئ درسوایئ او محاکمه کولو زمینه مساعده کړی ،ځکه ترڅو چه داشریر قشر له منځه ولاړ نه شی دافغانانو مصیبت به ختم نه شی .
دجنګی جنایت کارانو د عدلی تعقیب ،نیونی او محاکمې د پاره دیوی بی طرفه ،ازادې اوخپلواکی محکمی جوړیدل او دایریدل دټولو ملی شخصیتونو او
سیاسی ـاجتماعی ـفرهنګی سازمانونو اوافغان وولس په جدیت اوقاطعیت او نړیوالو غیر حکومتی سازمانونو او ټولنو په صداقت ،اخلاص او ایماندارئ پورې اړه لری چه څومره دوئ د خپلو ادعاوو په برخه کې چه دبشری حقونو احترام اوساتنه ده اومتخلیفینو ته یی دسزا غوښتنه ده وفاداره او مومن دی .
په اوسنیو شرایطو کې دعدالت په تله کې د جنګی جنایت کارانو پله درنه ده ، ځکه ټول عدلی ، تقنینی او اجرایی ارګانونه ددوئ تر مستقیم کنترول او نظارت لاندی دی او افغانی جنګی جنایت کاران دبین المللی جنګی جنایت کارانو د وسیع سیاسی ،اقتصادی ،نظامی او تبلیغاتی حمایت څخه بر خورداره دی .
مګر دا ددې مانا نه لری چه افغانان باید لاس ترزنی کښینی او د خپل وطن او وولس برخلیک ددوئ په لاس کې پریږدی . که افغانان په یوه متحده ملی جبهه کې بی له قومی ،ژبنی ، مذهبی او سمتی تعصب څخه (چه دغه تعصبات دجنګی جنایت کارانو دژوندی پاتی کیدواصلی تغذیه ، پالیسی او اډیولوژی ده )سره راټول شی اود خپل ملی او انسانی فرض چه دافغانستان نجات دئ په اداکولو کې په اخلاص او پاک زړه یوبل ته لاس ورکړی دجنګی جنایت کارانو محاکمه او له صحنی وتل به ډیر ژر دعمل جامه واغوندي اوروانې فتنې ته به دپائ ټکئ کیښودل شی .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله