د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له شرمه ډکه پريکړه!!

sabawoon azadkhial
05.02.2007

فکرمې کاوه چې د جنګي مجرمينو دبښلو په باب دولسي جرګې په پريکړه به د ټول افغان دبحث دفورم ښاغلي ليکوالان هياهو جوړه کړي او دغه ناانصافه، بشري ضد او دحقوقو په خلاف پريکړه به وغندي خو له بده مرغه چوپه خوله پاتي شول او هیڅ کوم سخت غبرګون ښکاره نه شو. په هرحال رابه شو اصل موضوع ته:
ـ داکومه دتمې خلاف پريکړه نه وه. پارلمان ته دجنګي مجرمينو په ننوتوب لا دمخه دافکر کېده جې دا سې خلک به ولسي جرګه دخپلې بقا له پاره دناوړې ګټې په توګه وکاروي. او داسې پريکړې به وکړي چې دولس په ګټه نه بلکې په لمړي سر کې ددوی په تيرو بوږنونکو جنايتونو خاورې راواړوي اوځان ته دژغورنې لاره اواره کړي. په جنګي جرمونو متهم واکمنان يا په اصطلاح استازي هغو غلو ته ورته دي چې دپوليسو لباس يې په غاړه کړی وي .
- عفو په کوم حق؟ بښنه هغه څوک کوي چې متضرر شوی وي او بيا مجرم وبښي او دا اوس د افغانستان زوريدلي خلک دي چې دبښلو اويا نه بښلو واک لري . که دوی دعوه لري چې دوی د ولس استازي دي نوبيا ايا دوی په انتخاباتي کمپاين کې ويلي وو چې د کاميابۍ په صورت کې به دجنګي مجرمينو دبښنې موضوع را پورته کوي؟ ايا دوی دداسې يوې شرمناکې پريکړې وکالت لري؟
- که دافغانستان په زندانونو کې ديوکس قاتل بندي وي او د يو چا څخه دغلا په تور او يا لوی څارنوال دولتي اختلاص کونکي په زندان کې اچوي نو بيا ولي دسلګونو زرو بې ګناه هيوادوالو قاتلين او دملياردونو عامه شتمنيو لوټونکي وبښل شي؟؟؟؟؟؟
- لکه چې دبهرنيو چارو وزير ويلي افغانستان ديو لاسليک کونکي هيواد په حيث دبشري حقونو په باب ټولو نړيوالو پريکړو ته ژمن دي او دحقوقو له نظره نړيوالي پريکړي تل د کورنيو پريکړو نه پورته او معتبرترې دي.
- دديرشو کلونو په موده کې کومې بښنې مثبته نتيجه ورکړې ده؟؟ ايا په تنظيمي تاريخ اوسياسي کلچر کې دانعطاف او سياسي جوړجاړي اثار موندلی شو؟
که داپريکړه عملي شی نو بايد نور زموږ له پښتو ژبې څخه هغه متل هم حذف شي چې وايی : کوږ بار تر منزله نه رسيږي! دامتل بايد داسي وويل شي: کوږ بار ترمنزله نه رسيږی( پرته له افغانستان څخه). داپريکړه به خلک ډير نااميده او په انصاف بې باوره کړي. او افغانستان ته په نړيواله کچه شرم او خجالت راوړي


pattang
05.02.2007

وروره داسې هم ندی ، مستقيم او غيرمستقيم دا کار ددې پاڼې ليکوال رده وي او
رد کړی يې هم دی :
ترڅو چې دا لاسپوڅی او ګوډاګې حکومت وي او خارجيان يې د ساتنې لپاره
په نس وګي پښانه بمباره وي نودوی به هرې فيصلې کوي خو فيصلې به يې يواځې
دکابل دښار په کو څو کې قابل د مننې او ساتنې وي ،خو نه دباندې له کابله څخه .
سوال دادی چې څنګه دا ګوډاګی حکومت لرې شي او يو خپلواک ملي حکومت په
کلتوري او مدني جامو پټ منځ ته راشي ? تر څو چې ټول جنګي جنايتکاران که هر
څوک هم وي او خصوصا د دښتې ليلې او مزار قصابان په افغاني او پښتني دود
محاکمه شي٠

[color=darkred:eaa7db7c95]طالبانو خو سمدستي داسې ورت ليکلي:[/color:eaa7db7c95]

طالبانو يووارې بیاله دولت سره دروغې جوړې وړانديز ردکړی.
(له ټول افغانه را اخيستل شوې )

طالبانو يو وارې بيا له دولت سره هرډول خبرې اترې و روغه جوړه ردکړې . طالبانو دولسمشر دهغه وړانديز په اړه چې پکې دطالبانو په ګډون ددولت ټولو مخالفينو ته دروغې جوړې بلنه ورکړل شوې وه په کلکه ردکړی. همداشان طالبانو دولسي جرګې دعفوی و روغې جوړې وړانديز هم ردکړی. په هغه اعلاميه کې چې دطالبانو ديوتن وياند ذبيح الله مجاهد لخوا ټول افغان ته رارسېدلی ويل شوي چې : دغه وړانديز هيڅ شرعي و حقوقي ارزښت نه لري بلکه مونږ به هيڅکله هغه څيري معاف نکړوکوموچي زمونږخاوري ته امريکايان رابللي دي اودامريکا دالوتکو په بدرګه کابل ته راننوتلي دي ځکه چي ملت هغوي هيڅکله هم نه بښي هغوي افغاني هويت اوآزادي پلورلي ده


صافی
06.02.2007

ازاد خیل صاحب ! او درنو ورونو دسلام او احترام روسته:

ډیره مننه چې داموضوع مو دځانګړی عنوان لاندې بحث ته وړاندې کړه. ګرچې ښاغلو کوشان او Hassan دنورو بې ځایو لیکنو ترشایو چیرته ټومبلې وه او له ورایه نظر ته نه راتله تر څو ټولو زما په شان په دې انصاف تو لعنت ویلﺉ واي.
ورره!دوي(ټوپکیانو او قاتلانو) دخپل اصلیت او خصلت په خلاف کوم کار ندی کړﺉ، ددې بیزوګانو ټولې هڅې په تیرو پینځوکلو کې همدې ته متوجې وي چې څنګه ځانونه خلاص کړي. ددوي نه بله توقع نه وه.
اوس نو ،باید ټول ملت زما اوستا په شمول محاکمه شي ،په سرونوکې یې میخونه ټک وهل شي په ننګ اوناموس یې تیرﺉ وشي او دهرراز بشری او انسانی کرامت او حقوقو باید صلب او تجرید شی، هست او بوست یې غصب او تالا شي، ځکه ملت ظالم دﺉ او په تورزن سیاف ،میخزن محقق،او وحشی دوستم ،اوراکټزن اوددوي په ډلې، او دلینن او بوش او دخمینی او isi په بچیانو یې ډیر ظلم او تیرﺉ کړی.
دوی خو ټولې ملایکې دي ،او وي اوپر مونږ بی وزله ملت یې عبادت واجب دﺉ . دا ددوي ډیره تواضع ده چې ځانونوته یې مصونیت او معافيت ورګړی . دوي څه ګناه ګړي چې د مجازاتوڅخه یې معافيت غواړي ؟ اودې ته څه ضرورت لري چې په عین غونډ کې دې د ملت نه نور باډیګاردان او محافظین و غواړي ؟
ګنا خو زمونږ ده مونږ باید ددې بیزوګانو څخه بښنه وغواړو!!!
لعنت دې وي د بیزوګانو په غونډه او دهغوي دپوڅې په ویش،او په هغو
چټلوجدانو چې دخپل ټول کثافاتو سره سره یوځل بیا دملت په سترګوکې د ننوتلو هڅه کوي.


Anonymous
06.02.2007

زما په فکر د طالبانو او فسادي جهاديانو او د ورته ډول نورو جنايتکارانو بښل ددي معني ورکوي چي په پارليمان کي ناست ټول ږيره ور او ببرسيري جنايتکاران هم هغه غله دي چي هم يي د جهاد په نامه امريکايي ډالر خوړلي او هم يي خپلي شتمنئ او ملي عزت او غيرت د څو پيسو لپاره په پاکستان او د پاکستان په سپئ ايي اييس ايي باني خرڅ کړي دي او اوس په خپلو دغو شرميدلو کارونو پرده اچول غواړي خو ښکاره خبره ده چي غل به غل بخښي خو خداي او افغان ملت يي کله بخښي. افغان ملت خو غواړي چي دا ټول جنايتکاران له دوستمه تر ملا عمره، له ګل بې دينه تر اسامه بن لادينه او له سيافه تر حضرتانو ټول په کابل کي په داسې حال کي اعدام شي چي مونږ ورته ولاړي يو


pattang
06.02.2007

خانجانه وروره سلا مونه !
اصلي قضا غير له عدالت څخه بل هيڅوک نه پېژني که ملا عمر وي او که زما پلا ر٠
ستا د خبرو سره زه ١٠٠ په سلو کې موافق يم خو يو شې زه نور هم قانوي د عدالت په
غيږ کې پرې علاوه کوم چې هغه بې ږيرې ،تعليم يافته ، غربي ډوله د cia جاسوسان دي چې داشغالګرو لاسپوڅيتوب کوي او خپل ننګ او ناموس يې په دالرو خرڅ کړ ې دي او انسانان په اشغالګروبمباري کوي اوهم ددوی له برکته
انسانان د کابل په شاو خا کې له لوږې او سړو څخه مري ٠ 

نالت پر هغوی چې خپل هيواد او خپل دين خرڅوي٠

[quote:573b3cca04="khan jan"]زما په فکر د طالبانو او فسادي جهاديانو او د ورته ډول نورو جنايتکارانو بښل ددي معني ورکوي چي په پارليمان کي ناست ټول ږيره ور او ببرسيري جنايتکاران هم هغه غله دي چي هم يي د جهاد په نامه امريکايي ډالر خوړلي او هم يي خپلي شتمنئ او ملي عزت او غيرت د څو پيسو لپاره په پاکستان او د پاکستان په سپئ ايي اييس ايي باني خرڅ کړي دي او اوس په خپلو دغو شرميدلو کارونو پرده اچول غواړي خو ښکاره خبره ده چي غل به غل بخښي خو خداي او افغان ملت يي کله بخښي. افغان ملت خو غواړي چي دا ټول جنايتکاران له دوستمه تر ملا عمره، له ګل بې دينه تر اسامه بن لادينه او له سيافه تر حضرتانو ټول په کابل کي په داسې حال کي اعدام شي چي مونږ ورته ولاړي يو[/quote:573b3cca04]


pattang
06.02.2007

[color=darkblue:f6a779c336]ايادا دولت دی او که دغلو او رشوتخورو يو باڼد دی ??[/color:f6a779c336]
[color=brown:f6a779c336]کرزى : د جنگي مجرمنيو د بخښلو واک زۀ نه لرم[/color:f6a779c336]
په کابل کې د ولسمشر وياند کريم رحيمي د عمومي بخښنې په اړه د ولسي جرگې د وروستۍ پريکړې په غبرگون کې خبريالانو ته وويل چې د هيواد د اساسي قانون له غوښتنو پرته به حکومت په دې برخه کې هيڅ ډول فشار ته غاړه کښينژدي .
وياند دا خبره رد کړه چې د ولسي جرگې د دغې پريکړې په اړه گواکې له وړاندې له ښاغلي کرزي سره سلا مشوره شوې .
که څه هم چې د عمومي بخښنې په اړه د ولسي جرگې دغه پريکړه له هماغه پيله له سختو نيوکو سره مخامخ وه ، خو په دې اړه د حکومت له دې لومړني رسمي غبرگونه ظاهرا داسې بريښي چې اوس د دغې پريکړې جاله گواکې چورلټه په کاړ ورختلي .
په کابل کې د ولسمشر وياند کريم رحيمي خبريالانوته وويل چې پخپله له تاواني شويو کسانو پرته بل هيڅوک د بشري او جنگي جنايتونو له تور سره د مخامخ کسانو د بښلو واک نه لري . ان که ولسمشر وي .
ښاغلي رحيمي زياته کړه چې ولسمشر کرزي سملاسي د ولسي جرگې دغه پريکړه د ارزولو لپاره د حقوق پوهانو يوې ډلې ته سپارلې .
خو په پر له پسې توگه يې د افغانستان د خلکو په ادرس ډادگيرنه دا وه چې پريکړې ته به د حکومت ځواب يوازي او يوازې د هيواد د اساسي قانون د غوښتنو په رڼا کې وي .
د ولسي جرگې له مينځه د دغې پريکړې ځينو پلويانو تر دې وړاندې داسې اشارې ورکولې چې د پريکړې په سر گواکې وار له مخه له ولسمشر کرزي سره سلا مشوره شوې . خو ښاغلي رحيمي دغه اوازې هم په کلکه رد کړې .
د دغې پريکړې تر شا ظاهرا د ولسي جرگې اکثريت او په دې سربيره د جهادي ډلو مشران اود مليشو پخواني قوماندانان ولاړ دي .
دا هغه کسان دي چې د ډيرو په باور تل د خپل ځواک پر مټ د حکومت په پريکړو اغيز پريباسي . خو ښاغلى رحيمي وايي چې د پريکړې د تايد په اړه به حکومت هيڅ ډول فشار ته غاړه کښينژدي .
(( د قانون حفاظت د ولسمشر او حکومت اساسي دنده ده . حکومت به په دې برخه کې هيڅ ډول فشار ته سر ټيټ نه کړي . په دې اړه زموږ دريځ خورا روښانه دى . ))
له عدلي تعقيب نه د جنگي جنايتونو له تور سره د مخامخ کسانو د مصونيت او خونديتوب په اړه د ولسي جرگې پر دغه پريکړه يوه لويه نيوکه دا هم ده چې که پريکړه منل کيږي نو تر شا يې د انتقالي عدالت پروگرام گواکې خپل مفهوم له لاسه ورکوي .
ښاغلي رحيمي همدا ډول يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې حکومت د انتقالي عدالت د پروگرام د پلي کولو بشپړه ذمه واري لري .
(( انتقالي دعالت چې څه موده وړاندې پيل شو ، په خپل قوت پر مخ ځي . دا د حکومت له اساسي پروگرامونو څخه شميرل کيږي . په دې کې څه بدلون نه شي راتلاې . ))
د کور دننه له دغې پريکړې سره په پراخ مخالفت سربيره ، په دې وروستيو کې د بشري حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو د سازمان عالي کميشنر لويز اربر هم په ولسمشر کرزي غږ کړى وو چې په خپل ټول قانوني ځواک سره دولسي جرگې د دغې پريکړې مخه ونيسي .
په ولسي جرگه کې د پريکړې ملاتړي د پخلاينې پر مټ هيواد ته د ثبات د راوستو اسدلال کوي .
خو نيوکه کونکي دا گڼي چې په دې سره يوازې هغه کسان حقوقي مصونيت پيدا کوي چې بشري او جنگي جنايتونه يې کړي دي .
د دوى په باور دا کار برعکس پايدونکي ثبات ته تاوان اړوي او دا ډول افغانستان د يوه بل ځل لپاره د گوښه کيدو له گواښ سره مخامخ کولى شي


monir
06.02.2007

د بحث ګدون کوونکو ته سلامونه
پتنګه وروره څرنګه چې د جمهوری ریاست ویاند ښاغلي رحیمي په خبری کنفرانس کې څرګنده کړه، د دې معنی لری چې پرته د زیامن شویو کسانو نور هیڅ څوک د جنګی جنایت کارانو د بښلو صلاحیت نلری !
د مطبوعاتی کنفرانس متن:

جمهور رئيس د ولسى جر ګى دملى روغى جوړى طرحه د څيړنى لپاره حقوقى مرا جعو ته سپارلى ده .

سرچینه : د باختر آژانس

جمهور رئيس د ويندوى د دفتر د معلو ما تو له مخى : دغه ټکى د جمهور رئيس ويندوى محمد کريم رحيمى په خپل اوونيز مطبو عا تى کنفرا نس کى څر ګند کړ .د جمهور رئيس ويندوى وويل: د افغا نستان د اساسى قا نون له مخى هر هغه طرحه چى د ولسى جر ګى له خوا تصويبيږى د توشيح لپاره ولسمشر ته وړا ندى کيږى د ملى رو غى جوړى هغه منشور چى په دى وروستيو وختو کى د ولسى جر ګى له خوا تصويب شوى دى حامد کرزى هغه حقوقى مرا جعو ته سپارلى دى چى د اساسى قا نون له په پا م کى نيولو سره په هر اړ خيزه تو ګه و څيړ ل شى رحيمى وويل دسو لى د ټينګښت بهير اود ملى رو غى جوړى تګلاره په هيواد کى د ا من دټينګښت ،ثبات او بيا رغا ونى زمينه برا بره وى په همدى مقصد د افغا نستان د ولت د اساسى قا نون دحکمو نو په رعايتو لو اود هيواد ملى ګټو ته په پا ملرنى سره د سرا سرى سو لى او امنيت دلازيات تا مينولو په لاره کى زيا تى هلى ځلى کړى دى په همدى مقصد دهيواد درو حا نى شخصيت حضرت صبغت اله مجددى په مشرى د رو غى جوړى پرو ګرا م هغو کسا نو ته چى دسو لى له بهير سره په مخالفت کى دى پيل شوى دى اود بيا رغا ونى په بهير ، د مو کراسى او په هيواد کى دقا نون د حکومت په لاره کى ددوى دشمو ليت د زمينى د برا بر ولو له پاره هلى ځلى روا نى دى . [color=white:55b6b701af]محمد کريم رحيمى ديوى پو ښتنى په ځواب کى وويل د افغا نستان د جمهور رئيس اودولت دنده د اساسى قا نون عملى کول اود هغه دفاع اوسا تنه ده په هيواد کى د نافذ و قوا نينو اود اسلا م د مقدس دين د حکمو نو له مخى له زيانمن شوى شخص اويا له هغه چا پر ته چى حق ئى تلف شوى وى بل څوک دجنايت او ياد قتل د عا ملينو او مرتکبينو د بخښنى وا ک نه لری. رحيمى وويل که چيرى جنايت د افراد و پر خلاف شوى وى اساسى قا نون په دى باپ بشپړ وضا حت لرى او ولسمشر د اساسى قا نون په چو کاټ کى له دغى موضوع سره چلند کوى . [/color:55b6b701af].
د جمهور رئيس ويندوى د هلمند ولايت د موسى کلاولسوالى د امنيتى حالا تو دڅيړنى په ترڅ کى وويل د ولت لازم تد بيرونه نيسى چى په دغى ولسوالى کى د امنيت اوثبات په تا مينولو کى ملکى خلکو ته زيان ونه رسيږى رحيمى له ترهګرو سره د افغان مها جرينو د همکارى په اړوند د پا کستان د اسلامى جمهوريت د جمهور رئيس جنرال پرويز مشرف وروستى څر ګند ونى رد ى کړى او وى ويل افغا ن مها جرينو دخپل څه دپاسه پنځه ويشت کلن مها جرت په بهير کى په دغه هيواد کى په سو له ييزه تو ګه ژوند کړى د ى له تروريزم سره هيڅ اړيکى نه لرى او هيڅکله د نارا مى سبب نه دى شوى ترهګر د مهاجرينو په کمپو نو کى نه بلکى په تروريستى مرکزو نو او روزنتو نونو کى رو زل کيږى او سمباليږى . رحيمى دغه را ز په دى باب چى افغا نستان يو قبايلى هيواد دى اود مو کراسى نه پيژنى د پا کستا نى مقا ما تو د څر ګند ون وپه ر د ولو سره وويل د افغا نستان د ټولنى جوړښت په داسى ډول د ى چى دتصميم نيو نى اصلى قدرت تل د قو مو نو د مشرا نو اود خلکو د استا زو په لاس کى دى او مسئلى په جرګو کى اود سلا مشورو له لارى اوارى شوى دى له همدى ا مله افغا نستان دجرګو په هيواد شهرت لرى او زموږ په ټولنه کى د مو کرا سى شته چى اوس د لوى خداى (ج) په مهر بانى زموږ خلک د دمو کراسى اوقانونمندى د ټينګښت اوپيا وړ تيا په لور پرمخ ځى موږ هيله لرو چى دافغا نستان د خلکو په باب هر را ز قضا وت زموږ دټولنى د دقيقى پيژندنى اوواقعيتو نو له مخى وشى .

په درنښت


صافی
07.02.2007

[color=white:18ea196b7a]محمد کريم رحيمى ديوى پو ښتنى په ځواب کى وويل د افغا نستان د جمهور رئيس اودولت دنده د اساسى قا نون عملى کول اود هغه دفاع اوسا تنه ده په هيواد کى د نافذ و قوا نينو اود اسلا م د مقدس دين د حکمو نو له مخى له زيانمن شوى شخص اويا له هغه چا پر ته چى حق ئى تلف شوى وى بل څوک دجنايت او ياد قتل د عا ملينو او مرتکبينو د بخښنى وا ک نه لری. رحيمى وويل که چيرى جنايت د افراد و پر خلاف شوى وى اساسى قا نون په دى باپ بشپړ وضا حت لرى او ولسمشر د اساسى قا نون په چو کاټ کى له دغى موضوع سره چلند کوى . [/color:18ea196b7a].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ښه!
داښاغلي ټوپکيان چې اوس په ارګ او پارلمان کې ناست دي ور سره داساسی قانون په چوکاټ کې څه چلند شوﺉ؟
په دې څرګندونه دې کوم کم عقل وغولوي ٠
زماپه نظر داد ملا نصرالدین سیاست دﺉ!


pattang
07.02.2007

صافی صيب سلا مونه !
وروره زړه مې کېږي چې کليوالي متلونه راوړم او بيا په کنځلو ښه زړه يخ کړم
خو بيا به خلک وائي چې پتنګ پوچ او رد ليکي ٠
وروره څوک چې بد فعله پيدا شوی وي هغه ولا که، ته ،زه، قاضي صيب اوټوله
نړۍ ملامت کړي ٠ يوازې پښتني او شريعي مېتوديک ددې طاقت لري چې داسي
بيناموسان او سياسي فاحشې په سزا ورسوي اوبس ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more