د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولې نه محاکمه کیږی

ګلامخان
04.02.2007

سلامونه !
طالبانوڅومره کسان وژلی ؟
څومره يي بې کوره کړی ؟
څومره خلګ يي په ډاراوویره کی اچولی ؟
اودسې نور.................................................؟
صدام حسین څومره قتلونه کړی وه ؟
څومره يي بی کوره کړی وه ؟
څومره خلګ يي په ډاراوویره کی اچولی وه ؟
اوهمداسې نور.........................................؟

ایابوش ترطالبانواوصدام حسین ډیرونه وژل اوهمدادوژلولړی پسې جاری نده ؟
ایابوش ترطالبانوډیردربدره بې کوره نکړل اوهمدی لړی ته يي دوام نده پسې ورکړی ؟
ایابوش ترطالبانواوصدام حسن ډیرخلګ په ویره اوترس کی ندی اچولې اوهمدامهال په ویره اوترس کې ندی ؟
بوش کومه ازدادې اوکومه ارامې دطالبانودریژیم دلمنځه وړلونه ورسته افغانستان
ته راوړی ؟
بوش چی صدام حسین اعداماوه مطلب يي داوه چی هغه څوکسان شعیه وژلی
ایاده کم ووژل لانورپه سلهاؤدورځی وژل کیږی ایابوش داعدام وړنده ؟
ایامونږاوتاسوته په افغانستان کی ترامریکادطالبانو راوستلی خپلواکی ،صلحه اوارامی ښه نه وه ؟
هیله ده خپل نظرراسره شریک کړی


همت
07.02.2007

د ټول افغان درنو ليکونکو او لوستونکو سلامونه او نېکې هيلې

[quote:90768999a4]نو صدام حسين خو د خپل واک او د خپل د ګوند د واک د پاره خپل مخالفين وژل . خو د صدام مخالفينو دولتي واک يا نظامي واک او يا دا چې کوم حقوقي واک يې ندرلود چې د خپل ځانه دفاع وکړي [/quote:90768999a4]
صدام به X تعداد مخالېفين په عراق کې وژلي وي، او ددې مخالېفينو ډېرۍ برخه به هغه کسان وي چې د عراق امنيت، پرمختګ او ارامۍ لپاره يو خطر وه او د بهرنيو استخباراتې ادارو لخوا دندن ورکول کېده٠٠ خو امريکايان نه سرف په امريکا بلکې په ټوله نړۍ کې دومره کسان ووژل او اوس يې هم وژنې چې د صدام په لاس يا امر وژل شوي کسان يې ماليه هم ندې ( د ذکات په ځای مې ماليه درته وليکله، که نه نوامکان لري د طالب ټاپه دې راباندې ووهلي وای) او د صدام سره د امريکايانو مقايسه خپله يو ډېر غټ جرم دی٠

ښاغلې کوشان ليکلي دي
.[quote:90768999a4]بې له شکه چې اوسنی حالت په عراق تر پخوا خراب دی ، خو وژل او ټکول د صدام په وخت کې هم وو . [/quote:90768999a4]
کوشان جانه امريکايانو خود جنګ نه وړاندې د حالت ښه کولو چيغې وهلې، نه د خرابولو٠ دا يې هم نه ويل چې د جنګ اساسي موخه د تېلو قفضه او د نانځکو (dolls) په ځای په ژونديو انسانانو باندې نضامې تمرين وه٠
٣ ورځې وړاند د اېنګلستان د دفاع وزير خپله اقرار وکړ چې عراق ته داسې "عسکر" هم لېږل شوي چې لا ١٨ کلن نه و،
اوس ځما پوښتنه دا ده چې د يوې لېسې زده کوونکی څرنګه کولای شي ټوپک راواخلي او دې عراق په لور روان شي؟
ځما ځواب: د عراقيانو او افغانانو وژلو ته بايد داسې کسان وليږل شي چې هېڅ نظامې تجربه نلرې، او هلته بايد په ژونديو انسانانو باندې بايد اړينې نظامي زدهکړي تر سره کړي٠ ضرور نده چې په اېنګلېستان کې په غير ژونديو شيانو باندې زدهکړه وکړي٠
که بل څوک کوم بل ځواب لري ، ځما سره يې هم شريک کړۍ، زه به يې په مينه ولولم.

[quote:90768999a4]له بلې خوا امريکې او يا لويديځوالو ، صدام ته نظامي مرستې کولې ، او هغه هم تر دې حده چې صدام ته يې د کيمياوي او بيولوژيکې وسلو تخنيک هم ورکړی وو . خو صدام د دغو وسلو نه د کردانو په لمنځه وړلو کې ترې نه کار واخست چې په دې کې د لويديځوالو نوم بد شو.[/quote:90768999a4]

که دا خو د عراق د جنګ يو له عاملينو څخه وي، امريکا او لوېديځوالو بايد لا ډېر پخوا اسرايل له منځه وړي وای٠ هغه وسله چې اسرايلو استعمال کړي او اوس يې هم استعمالوي، د ١٩٤٥ څخه تر نن ورځې پورې هېڅ مملکت دداسې وسلې رسمي استعمال ندی اعلان کړی، خو اسرايل يې په ډېر وياړ استعمال مني او د اخيستلو ځای يې هم په ګوته کوي چې امريکا ده

[quote:90768999a4]همداسې امريکې د روسانو نه د خپلواکۍ په جګړې کې افغانانو سره مالي ، نظامي او انساني مرستې وکړې . خو کله چې روسان لاړل امريکې هم خپلې پښې له افغانستانه ووېستې . خو افغانانو بيا بن لادن راوست او بن لادن د افغانستان نه په امريکې باندې د بريد پلانونه جوړ کړل . [/quote:90768999a4]

همدا د نن ورځ او دا بد حالت، د ١١ سپتمبر او يو لړ نورو پېښو بنسټ هم د روسانو له وتو سره سم کېښودل شول٠ امريکا ستا د ازادۍ لپاره مرستې نکولې، ستا او د افغانانو د تباهۍ، بسوادۍ او بېکورۍ لپاره يې مرستې کولې٠ افغانستان يې د ځان لپاره ازاد کړ، نه د افغانانو لپاره٠

[quote:90768999a4]نو مونږه خو هر کله وايو چې افغان يو غيرتي قوم دی ، خو د امريکايانو غيرت چا ته مالوم نه وو ، خو اوس يې د ټولو فغان وېستلی دی . [/quote:90768999a4]

ريښتيا هم چې افغان يو غيرتي قوم دی، نړۍ وياړي چې د افغانانو په شان په خپلواکۍ مين قوم پدې نړۍ کې شته او ژوند کوي، دا مېړانه او غيرت د تاريخ سپېڅلو پاڼو هم د ځان په وزرو کې ثبت کړی دی، پاتې شو د امريکايانو غيرت، ددوی غيرت نړۍ او د نړۍ تاريخ په ويتنام کې ليدلالی دی، ددوی غيرت د فيدل کسترو په مقابل کې ليدل شوی دی، د دوی غيرت د هوګو چاوېز په مقابل کې ليدل شوی دی،

[quote:90768999a4]نو زما په اند دغه خلګ چې د طالبانو په وخت او په اوسني وخت کې وژل کېږي ، ګناه يې د طالبانو په غاړه ده ، ځکه چې دوۍ د امريکې بريدونو ته لاره اواره کړه [/quote:90768999a4].
د ټولو طالبانو په غاړه نه، د اوسنيو بېګانه وژل د سي ای اې او د محدود تعداد طالب مشرانو په غاړه دی، دې کسانو دا لاره هواره کړي ده٠

[quote:90768999a4]زما په اند خو د طالبانو ارامي يو نسبي ارامي وه او هغه هم يواځې د نارينوو او اعرابو د پاره . نو د طالبانو په ارامي کې خو زما بېوزلې مور مجبوره وه چې ما د درې وختو ډوډۍ د پاره د بن لادن تروريستي کمپونو ته ولېږي ، او زما خور عربي شيخانو او يا پاکستاني جنرالانو ته د يولسمې او يا دولسمې ښځې په صفت نکاح کړي . ځکه زما مور د دې حق ندرلود چې کار وکړي او زما او زما د خور وږي کېډې ماړه کړي . [/quote:90768999a4]

رېښتيا هم هغه يوه نسبې ارامي وه، بايد افغانان پخپله هغه رژيم له منځ وړای وی او د ځان لپاره نوی حکومت جوړ کړای وای، خو که دې کار امکان نه درلوده يا ناشونی وه، نو بيا هماغه د طالبانو رژيم بهتر و نظر د امريکايانو دموکراسۍ ته٠

ما خو تر اوسه څوک ندې لېدلې چې داس کمپونو ته دې لاړ وې، او ما هم ندې اورېدلې چې د چا خور او مور دې کوم عربي يا پاکستاني په زور وړي وي٠
ځما په نظر ځما خور په کور کې بېسواده ښه ده، خو نه په ١ کلنۍ ، ٥ کلنۍ يا ١٠ کلنۍ وژلي٠ د امريکايي بي ٥٢ " انساني بمبارد" تا هم ليدلی دی٠

ځما خور په کور کې بېسېواده ښه ده، نه د امريکايانو او لوېديځوالو سره په تحميل شوي او په زور په ګروپ سېکس کولو کې "با سېواده او پرمختللي"

که څوک وغواړي، نو خپلو خويندړ، مور او نورو د کورنۍ غړيو ته په کور کې هم ډېر ښه درس په ډېره مينه او محبت سره تدريسولی شي .

په درناوي


Re: ولې نه محاکمه کیږی

Anonymous
07.02.2007

[quote:2fc117eaee="ګلامخان"] ایامونږاوتاسوته په افغانستان کی ترامریکادطالبانو راوستلی خپلواکی ،صلحه اوارامی ښه نه وه ؟
[/quote:2fc117eaee]
طالبان کله خپلواک وه؟ د مانسهري په روزنيزو کمپونو کي د اي ايس اي جنرالانو له - د پاکستان د هر ښار او هر کلي په سر کي جوړو شوو مدرسو په تورو کوټو کي پاکستاني ملايانو له او د افغانستان په غرونو کي د سعودي عرب څخه تښتيدلو او شړل شوو عربانو له کو......ني ورکولو ته ته خپلواکي وايي؟
او د نړئ په هره مقبره او هديره کي د طالبانو نه زياته ارامي ده. ايا د هديري چوپتيا ته ته ارامي وايي؟


همت
09.02.2007

ښاغلی کوشان
له سلامونو وروسته ستاسو څخه مننه کوم٠

[quote:caedd14fb1]دا خو ټولو ته مالومه ده چې د صدام حکومت په زوره په واک رسېدلی وو او دولت يې يو ګوندي سيستم درلوده .نو دا چې صدام خپل مخالفين بې له دې چې هغوی د کوم مدافع وکيل د درلودلو حق ولري ، په مرګ محکوم کړي دي او وژلي يې دي .
ايا دې ته قتل نه ويل کېږي ؟؟ [/quote:caedd14fb1]

دې ته قتل ويل کيږي، که ما چېرته انکار کړی وي، مهرباني وکړۍ ځما ليکنه اقتباس کړۍ٠
ددې نه ځما مقصد صرف دا وه چې صدام هغه کسان وژلي چې دده په اند هغه مجرمان وه، دومره بې ګناه خلک، عام وګړي، تور سري او واړه ماشومان چې امريکايانو په ډېر کم وخت کې ووژل، که صدام ١٠٠٠ نور هم ژوندی او په قدرت کې وای بيا به يې هم نوای وژلي٠
پاتې شوه د مدافع وکيل خبره، اياد صدام په دوران کې د کومې داسې رسمې مادې تصويب شوی دی چې مجرم ته د مدافع وکيل دحق ورکولو نه پکې انکار شوی وي؟

که داسې ماده هم وي نو دومره حيرانونکي خبره نده، ځکه چې د امريکايانو خبره صدام دېکتاتور وه، نو دېکتاتور خو د بشردوست او ولسواک بوش سره ډېر فرق لري٠
اوس د بشردوست بوش قانون ولوله چې د ٢٠٠٦ مېلادې کال په وروستيو مياشتو کې تصويب شه او د هغې ماته کوډه ژباړه داسې ده
هر هغه باندينۍ چې د امريکا مقاماتو لخوا مشکوک يا تورن شه، د امريکا مقامات حق لري چې نوموړی مشکوک بدون د محکمې هر څومره چې مقامات وغواړي بندي کړای شي٠ او د مدافع وکيل هېڅ حق نلري٠

دا څنګه بشردوستي ده؟ څنګه عدالت دی؟

[quote:caedd14fb1]نو که چېرې صدام خپل مخالفين چې ستاسي په وينا د پردي ملکونو اجنټان وو ، وژلي دي او تاسي ته دا برحقه ښکاري . نو بيا خو خلقيانو او پرچميانو هم خپل مخالفين وژل . ايا دا هم برحقه وژنې وې او که څنګه ؟؟[/quote:caedd14fb1]

محترما، ما خو چېرته دا برحقه نده ګڼلي٠ نپوهېږم چې تا په کوم سند او دليل دا فتوا راباندې صادره کړه؟
پاتې دې نه وي چې ټولو خلقيانو او پرچميانو وژنه نده کړي٠ ډېر ښه با استعداده، د پرمختګ او علم مينوال هم د خلق او پرچم د ګوندونو غړي وه٠

[quote:caedd14fb1]که دا ستاسي دليل دی چې امريکايانو وژلي وو او اوس يې هم وژني . بيا نو تاسي د اعرابو تاريخ ولولی چې دوۍ په 1400 کالو کې د مراکش نه نيولې تر اندونيزيا پورې به يې څومره خلګ وژلي وي او همدا اوس په افغانستان کې څومره خلګ وژني ؟؟ [/quote:caedd14fb1]

زه د عربو، افغانانو، يا يعوديانو د مدافع وکېل نيم، هر چا چې جرم کړی وي مجرم دی، عرب وي يا افغان،مجرم دی٠ خو اروپايان دې هېر شول چې د وژلو ټکولو تر څنګ يې د ځان سره د اسيا او فريقا شتمني هم راټوله کړه؟ دې ته وايي غله او قاتلين

ز ه خو يو ناخبره مسافر يم، ماخو چېرته نه لوستلي او نه ليدلي دې چې عرب په افغانستان کې په عام قتل بوخت دي٠ BBC, CNN او داسې نورې تلويزيوني شبکې خو هره شېبه امريکايان او لوېديزوال څرګندوي چې په وژنه بوخت دي، انسان، څاروی او نبات نګوري، ماشوم او بوډا نګوري، وژنه ده کوي يې٠
نو ځما وړانديز خو دا دی چې دغو شبکو سره اړيکي ونيسه، او هيله ترې وکړه چې د عربو په ځای د په درغو د لوېديزوالو نوم نه بدوي٠

[quote:caedd14fb1]خو زما په اند ، غير د امريکې د ولس نه بل داسې واک په دې نړۍ کې نشته چې جورج بوش محاکمه کړي . او که مونږه د مورال نه تېر شو او واقيعت ته په سترګو وګورو ، په راتلونکي کې به هم داسې څوګ پيدا نشي چې بوش محاکمه کړي .[/quote:caedd14fb1]

تقريبا درسره هم غږی يم، خو زه ستا په شان په اطمېنان سره د راتلونکې تصديق نشم ورکولی، راتلونکی که څه هم ډېر سنجول شوی وي خو ١٠٠% دقيق ندی٠ چا فکر کوه چې دې اېنګلستان هغه لويه امپراتوري چې محتوا يې اسيا او افريقا وه، له منځه ځې؟ هېچا لا خوب هم نه ليده، خو بيا هم خوارو افغانانو يې د امپراتورۍ د ړنګېدلو بنسټ کېښود.

[quote:caedd14fb1]دې ته سياست وايي ، او سياست يعنې دروغ . او که تاسي همدغه څه مو چې ليکلي ، باور هم پرې لرئ . بيا نو دا خو د دې ثبوت دی چې امريکايان په سياست کې ډير مخکې دي [/quote:caedd14fb1]

زه خو داسې پوه شوم چې تا امريکا ته د عراق د ړنګولو، حالت خرابولو او په زرهاوو خلکو د وژلو سم حق دې ورکړ،ځکه چې بوش ښه سياست پوه، يا ستا په وينا ښه دروغجن دی، غلط خو به نوم پوه شوی؟

پاتې شوه د اسرايلو د وسلې سند، زه نه کوم د وسلو څېړونکی يم او نه ډاکتر چې له اثراتو يې درته ثبوت کړم، خو که غربي دولتي تلويزيونې شبکې رښتيا وايي، او ژباړونکي له ځان نه ژباړه نکوي نودا يو څرګند حقيقت دی،ته کولی شې په ګوګل کې لټه وکړې، سند به هم پيدا کړې٠
هغه توغندې او ماينونه چې څه وخت مخکې په لېبنان کې کارولي وه، ملګرو ملتونو ډېر په کلکه وغندل٠

[quote:caedd14fb1]که تاسي په همدې باور ياست ، بيا نو دا خو د دې ثبوت دی چې امريکايان د خپلې راتلونکي د پاره پلانونه جوړوي . او هغه څوګ چې د خپلې راتلونکي د پاره پلان نشي جوړولی او يا خپله راتلونکې د پلسطين د ازادولو د پاره قربانوي ، دهغه به دغه حالت وي چې نن يې افغانان لري . [/quote:caedd14fb1]

هو امريکايان د خپلې راتلونکي لپاره پلانونه جوړوي، چې شروع يې بايد په جنګ او انسان وژنه وي٠

[quote:caedd14fb1]ښاغلی همت ؛ زه نپوهېږم چې تاسي غيرت څه ډول تعريفوئ . خو زما د پاره غيرتي هغه څوګ دی چې پوهه لري . نو که افغان يو غيرتي قوم دې چې روسانو ته يې ماته ورکړه او امريکې ته به هم ماته ورکړي ، بيا نو ولې د ديورند د کرښې هاخوا مځکې د اتومي پاکستان نه نشي اخستلی ؟؟ [/quote:caedd14fb1]

کوشان صيب ، غيرت ته هر څوک د خپلې خوښې تعريف ورکوي، او ستاسو د پاسينۍ ليکنې له مخې ما هم د غيرت په باره کې سم او منطقي ځواب درکړی دی٠

له پاکستان نه يې ځکه نشي اخيستلی چې دا خاوره ځما او ستا په شان هوښيارانو او سياستمدارانو ته راپاتې ده٠

[quote:caedd14fb1]دغه ستاسي شخصي اندوواند دی ، زه يې احترام کووم . خو زه تاسي سره په دې برخه کې مخالف يم [/quote:caedd14fb1]

مخالفت ښودل دې حق دی او ځما سره يې درناوی کيږی.٠

په درناوي

همت


همت
10.02.2007

مننه ښاغلی کوشان، تاسو ته هم د ښې او نېکمرغه ورځې غوښتونکی يم

[quote:9cbdf4f27f]نو دا چې چا څومره وژلي مهمه نده ، مهمه دا ده چې څوګ ، څوګ محاکمه کولی شي . [/quote:9cbdf4f27f]

نپوهېږم چې تا ته د مقتولينو تعداد ولې ندی مهم؟
ريښتيا هم چې د ١ کس وژونکی مجرم دی، او د ٥ کسانو وژونکی هم مجرم، خو محکمه دواړو مجرمانو ته يو شان سزا نشي ورکولی٠

[quote:9cbdf4f27f]د امريکې دولت د پاره د امريکې د ولس امنيت تر بل هر څه اولويت لري . نو د دې له پاره چې د خپل د ولس امنيت وساتي ،داسې قوانين وضع کوي چې حتا بشري حقوق هم تر پښو لاندې کوي .[/quote:9cbdf4f27f]

ښه، يعنی په دې مانا چې جرم کول هم جاېز شول؟ ٠٠٠
فرض کړه چې ته امريکا ته په سياحت لاړې، هلته د مقاماتو توره ټاپه درباندې ولګول شوه،بدون د کومې محکمې يا مدافع وکيل په عمري قيد يا مرګ محکوم شوې،ته خو يو بې ګنا ګرځندوی وې، ايا ستا په حق نه بښل کېدونکی ظلم ونشو؟

[quote:9cbdf4f27f]خو زما په اند د پاکستان نه مونږه خپله خاوره ځکه بېرته نشوو اخستلی چې د پاکستان بنسټ په اسلام ايښودل شوی دی . [/quote:9cbdf4f27f]

ډېر ښه، او که د پاکستان بنسټ په يهوديت اېښودل شوی وای ، بيا به دې خپله خاوره بېرته اخيستي وای؟ او يا به يهودانو په خپله خوښه او رضا مونږ ته خپل قانوني حق سپارلی وی؟

په درناوۍ

همت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more