د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

واک يې خپل دی که د بل دی؟

Mohammad Hassan
02.02.2007

ټولو ملګرو ته سلامونه او ښې چارې!
خينې وايی چې کرزی د افغانستان ولسمشر دی. دا خو لا دومره سپکه خبره نه ده.

سپکه او د ملت له پاره د توهين او تحقير نه ډکه خبره خو لا داده چې ځينې لا دا هم ورپسې زياتوی چې دا د افغانستان په تاريخ کښې د افغان ملت لومړئ انتخابی ولس مشر دی.

سره له دې چې دا ښکرور دروغ ټولو ته روښانه دی او ددې ادعا کوونکی پخپله په دې ښه پوهيږی چې کرزی د افغان ولس انتخابی ولس مشر نه دی، خو د هغه د قدرت رسولو له پاره يې د خارجې غرض داره ځواکونو له خوا د انتخاباتو په نامه دماګوژيک تياتر په لاره واچاوه. کله چې په يوه موضوع يو څه وخت تير او په خلکو په زور او يا چل او ول ومنل شی، نو خلک هم ورسره عادت ونيسی او د موضوع اصلی ماهيت يې له ياده ووزی.

په ټول افغان کښې هم ځينې ملګری داسې ليکنې کوی او د اوسنی ګوډاګي دولت له لاسته راوړنو څخه داسې دفاع او ورته داسې تبليغ کوی چې کله کله سړئ په فروعاتو کښې دومره غرق کړل شی ، چې د ياده يې ووزی چې اصلی مشکل چيرته دي؟

په دې ارتباط غواړم چې دا لاندې خبر دلته رانقل کړم او له ملګرو نه وپوښتم چې د کرزی او يا په بل عبارت او د ځينو له ادعا سره سم د افغان منتخب ولس مشر واک خپل دی او که يې واک د بل دی؟
آيا داسې نه ده چې غرض لرونکو خارجې ځواکونو پر موژ خپل هغه نوکر چې پخوا يې خپل واک پر نورو خرڅ کړی وی، د انتخابی دماګوژيکې ډرامې له لاری د خپلو پيسو او سياسي دسيسو په واسطه تحميل کړی او د هغه له لارې يې زموږ د ټول ملت اراده او اختيار په خپل لاس کښې نيولی دی؟
سره له دې چې دا خبره د لمر په څير روښانه ده، خو دې لاندې نوی خبر يو ځل بيا دا موضو ع ما ته را تازه کړه.:

(( مخالفت سفير آمريكا با طرح مصالحه رييس جمهور كشور

محترم حامد كرزي رييس جمهوري اسلامي افغانستان در روز عاشوراي حسيني در جمع عزاداران گفت كه دولت افغانستان حاضر به مصالحه با گروه هاي شورشي از جمله طالبان و نيروهاي وفادار به گلبدين حكمتيار است.رييس جمهور گفت كه هرچند با ما در جنگ هستند و اما ما حاضر به مصالحه با آنان مي باشيم.اين اعلام صريح رييس جمهور كشور ، عكس العمل هاي متفاوتي را در ميان رسانه هاي جمعي و سران دولتي و خارجي ذي دخل در امور افغانستان در پي داشت. روز گذشته سفير آمريكا در كابل با صراحت تمام اين طرح را غير عملي خوانده اعلام داشت كه از سخنان رييس جمهور افغانستان سوء برداشت شده است. وي بنوعي وابستگي سياسي رييس جمهور كشور را به آمريكا مسجل ساخته اينگونه به عكس العمل پرداخت كه قبلا بايد با سفارت آمريكا هماهنگي بعمل مي آمد و بعدا در مجامع عمومي اعلام مي شد.اين سخنان سفير آمريكا در حالي از طريق رسانه هاي خبري پخش گرديد كه يكي از روزنامه هاي افغانستان به نقل از مسئولان وزارت امور خارجه آمريكا بر سخنان رييس جمهور مبني بر تاييد مصالحه ملي صحه گذاشته بود.اين روزنامه بدون اشاره به نام اين مقام آمريكايي نوشته است كه ما از هرگونه تلاش براي خاتمه بخشيدن به خشونت‌ها در افغانستان ، ايجاد نظام سياسي بر اساس آزادي و دموكراسي، تحيكم قانون و رد بينش افراطي رژيم قبلي طالبان حمايت مي‌كنيم.چندي پيش نيز يك سناتور آمريكايي درسفر به ولايت زابل خواهان مشاركت گروه طالبان در صحنه سياسي كشور شده بود.طالبان همواره پيشنهاد كرزي براي پيوستن به دولت را رد و اعلام كرده است در صورت اعلام يك طرح زمان بندي براي خروج سربازان خارجي ، آماده گفتگو خواهد بود.سفير آمريكا كه روزهاي آخر خود را در سفارت كابل مي گذراند با اين عكس العمل صريح براي اولين بار قيادت خود را بر مسوولان كشوري افغانستان به منصه ظهور رسانيد كه آگاهان سياسي اين رفتار غير منتظره سفير آمريكا را يك خبط سياسي بزرگ براي اين كشور مي دانند.محترم كرزي رييس جمهور كشو.ر هنوز در اين رابطه واكنشي نشان نداده است.

منبع : شبکه اطلاع رساني افغانستان))

خوښی مو غواړم


Ghairat
02.02.2007

د افغانستان رښتینې آزادي له هغه وخته څخه له لاسه ورکړې ده چې انګليس يې د ملا په منځ کې د ډیورن کرښه تیره کړه . ازادی لږ تر لږه دخاورې د بشپړتیا ساتنه ده، نوکله چې بشپړتیا د ډیورن په کرښې سره له منځه لاړه، ازادي نور څه معنی درلوده . او که مونږ بیا هم ازادی تامین بولو ، نوایا که پاکستان د ملاعمر په مرسته لوی کندهار هم جلا او تر ولکې لاندې ونیسی نو بیا به هم مونږ پاتې افغانستان آزاد بولو او کندهار ته به محکوم پښتونستان وایو ؟
هغه د چاخبره تر څو پورې چې یو مربع کیلومتر ځمکه آزاده پاتې او یو تن افغان په کې ژوندی وی ، یعنې :
[color=blue:ef2934226b]تا یک نفر افغان است .. زنده افغانستان است .[/color:ef2934226b]
امریکا یان په همدې فارموله د افغاستان ازادۍ ته ګوري : تر څو پورې چې ملا عمر
آزاد په کومه څمڅ کې د اسامه بن لادن په څیر پټ ګرځیدای شی افغانستان ژوندی دی ، هغه افغانستان چې رقبه یې یوه څمڅ او څلورو خواو ته یې خدای مکړه پاکستان پروت وي .
هو ، چې اریکا او کرزی همدا غواړی نو د پاکستان خو له ګټې پرته کوم تاوان نشته ، نو ولې به همدغه لا نه تعقیبوي . والسلام


Mohammad Hassan
06.02.2007

کوشانه وروره سلامونه درته در استوم.
تاسې ليکلی چې :
[quote:db54bb4635]دغه اوسنی دولت که پرېږدو نو د دې دولت نه مخکې دولتونه هم ، که دوۍ طالبان يا مجاهدين وو او که کمونستان ، نو يو ه هم خارجي واک خو پرېږده چې داخلي واک يې هم د خپل په لاس کې نه وو .
له دې نه مخکې دولتونه يا شاهي نظامونه هم يا به په زور او يا به په ميراث په واک رسېدلي وي ، نو انتخابي خو يو يې هم نه وو . [/quote:db54bb4635]
ښه فاکټ د ياد کړی، خو زه فکر نه کوم چې کوم بل پخوانی دولت د داسې ادعا هم کړی وی چې د ولس په رايه انتخاب شوی. البته ځينې حاکمانو به ځانونه د پخپله خوښه جوړو شوو لويو جرګو له لارې په اصطلاح انتخاب کړی وی.

د معاصرو دموکراتيکو ولسې انتخاباتو له نامه څخه د ملت په ضد ګټه اخيستنه او دمدرنې دموکراسۍ د نامه د بدوالی او د هغه په وړاندی د خلکو د کرکې راپارونه او پخپله او د خپلو بادارانو په ګټه کارونه يوازې د کرزی په قدرت رسولو کښې وشوه.

وايی چې - پک مې ليدلئ ؤ، نه ماغزه وتلی-
په خارج پورې تړل توب مې ليدلی ؤ، خو نه د کرزی په شان.
زه خو پخپل فکر پخپل ژوند کښې داسې بې هدفه، د پرديو مزدور، ناتوانه، بيکاره، فاسد، بې نظمه او بيواکه دولت لکه دا اوسنی د کابل تش په نوم دولت ، بل نه پيژنم.

بيا:
[quote:db54bb4635]نو وروسته له احمد شاه بابا خو افغانستان د روسي خرس او انګرېزي زمري په منځ کې بند پاتې وو ، او واکدارانو د دې توان ندرلود چې د روسي او انګرېزي جنګي تکنالوژي په وړاندې د افغانستان پولې وساتي . ځکه خو د يوه په وړاندې يې د دې بل مرستې ته اړتيا درلوده . ځکه خود دوی ډيرۍ يا د انګرېزانو او يا د د روسانو له خوا په واک رسېدلي او يا يې د همدوۍ مرستې ته اړتيا درلوده او يا داچې ورسره په يو سياسي بلاک کې يو ځای وو . [/quote:db54bb4635]
دا خو څرګنده خبره ده چې په دې نړۍ او په تيره بيا په اوس زمانه کښې هيڅ سياسی ډله او دولت د خپلې منطقې او نړۍ د حالاتو له په نظر کښې نيولو پرته ، تنها منډه نه شی کولی. دا يوه معمولی، روا او ضروری خبره ده چې سياسی ګوندونه اودولتونه د خپلو ورته اهدافو او شريکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره ائتلافونه کوی او بلاکونه جوړوی. نو د ګډو ارزښتونو او ملی منافعو د ښو ساتلو په منظور افغانی دولت او سياسی ګوندونه هم کولای شی او حتی ورته ضرور او لازمه ده چې د وخت له تقاضا سره سم په يوه او يا بل بلاک کښې په منطقوی او نړيواله کچه پخپله آزاده اراده داخل شی.
دا له هغه ځان پلورنې، نوکرۍ او غلامۍ څخه ډير فرق لری، چې يو شخص او يا يوه ډله په پرديو ځانونه د چوکيو او روپيو په مقابل کښې خرڅ کړ ی، خپله اراده او د ځان واک له لاسه ورکړی، د هيڅ فکر او ا رزښت، هدف او تيورۍ پرواګير نه وی او د خپلې خاورې، وطن، ملت او ملی ګټو په ضد د دښمن په سنګر کښې ودريږی. د خپل بادار په قومانده او مرسته د مسلمانانو د غولولو له پاره ځانونه د اسلام په څادر کښې ونغاړی او ځان د مجاهدينو رهبر کړی، د خپل اجنبی بادار په دستور له کمونستانو سره سنګر شريک کړی، د خارجې بادار د ګټو د ساتلو له پاره د طالبانو د کاميابۍ له پاره په جهاد لاس پوری کړی او بيا د خپل بادار په قومانده او د هغو د ګټو په خاطر په يوه شپه کښې خپله موضعګيری بدله او د شر او فساد د عاملينو تر څنګ د دموکراسۍ دروغجنه چيغه پورته کړی
د اسلام نارې وهی، خو د خپلو مسلمانانو وروڼو په وړاندې جهاد د کفر په پيسو ، وسلو او وسيلو پر مخ وړی. د اسلام نارې وهی، خو د سرو او شنو کفارو د لاس آله وی او د هغوی د طرحه شوو پلانو د تطبيق له پاره شپه او ورځ خدمت کوی. له خپله فکره کوم پلان او پروګرام نه سنجوی او يا يې د سنجولو واک نه لری، يوازې د خپل بادار اشاره او قومانده يې روځنی کار او بار تشکيلوی.
د وطن دوستۍ تر نامه لاندې د وطن د دښمنانو په خدمت کښې د غلام په شان قرار ولری، د دموکراسۍ چيغې وهې، خو خپلې ميرمنې، اولادو، وروڼو، کليوالو او خپلوانو ته د انسانی ابتدايی آزاديو او حقوقو د ورکولو حوصله، صلاحيت، توان او اختيار نه لری. د دموکراسۍ او بشری حقوقو چيغې وهې، خو نه پرې پوهيږی چې دا څه شئ دی او دملت له پاره په کومو شرايطو کښې څنګه تطبيقېدای شی. لنډه دا چې نه خپل واک لری، نه د خپل فکر او عقېدې له پاره د کارکولو آزادی. نه کوم سياسی او ټولنيز ارزښت پيژنی او نه کوم هدف ته وفاداره وی، نه په وعده وفا کوی او نه ورته اخلاقی معيارونه ارزښت لری.
وايی - سپئ د وم ژوندئ د وم-

تاسې داسې نظر وړاندې کړی چې.
[quote:db54bb4635]هغه سياست او يا لوبې چې انګرېزانو او روسانو په افغانانو وکړې ، اوس يې پاکستان او ايران په مخ بيايي، ځکه چې دوۍ يې له سياسي ، اقتصادي او نظامي له لحاظه توان لري . [/quote:db54bb4635]
زه په دې باور نه يم چې پاکستان او ايران د / لږ تر لږه تر اوسه پورې/ دومره توان او ځواک ولری چې د افغانستان د سياسی برخليک په ټاکلو کښې د دروس او انګريز ځای ونيسی. زه داسې باور لرم چې د پاکستان او ايران شاته هم همدا روس او انګريز قرار لری او د لوبې اصلی لوبغاړی د امريکا په شمول همدا او ځنې نور ستر قدرتونه دی. هغه کارونه چې پاکستان کوی، ټول د انګريز او امريکا په خوښه او ګټه دی، نه پخپل سر او خپل زور. دا زما خيال دی، نور نو خدای ته حال ښه معلوميږی!
تاسې - کوشان صيب- بيا ښه ليکلی.
[quote:db54bb4635]نو زما په اند په دغسې يو حالت کې چې زمونږ ګاونډيانو پرمختګ کړی او مونږه شاته تګ ، او بل دا چې همدا ګاونډيان هم زموږه ډير صميمي ملګري نه دي ، نو د امريکې غوندې د يو ملګري درلودل په دغسې يو سياسي حالت کې خو د سياسي له لحاظه يواځينی شانس دی چې افغانستان د ايران او پاکستان تر منځه تقسيم او يا په برده ګي و نه نيول شي .[/quote:db54bb4635]
که امريکا، روس، انګريز، اروپا، چين او نور ستر قدرتونه ونه غواړی، ايران او پاکستان افغانستان تر خپل منځ نه شی تقسيمولای. دا هسې په تور نخود پسې د افغانانو استول او د خيالی بلا څخه ډارول دی.
د امريکا او يا د بل هر قوی هيواد ملګرتوب ښه دی، خو چې رښتيا او د زړه څخه در سره ملګری وی او د ګډو ګټو د ترلاسه کولو له پاره د ملګرتيا خيال وساتی، نه چې د پيسو په مقابل کښې د خاوره، شتمنی، تاريخ، وياړونه، استقلال او افغانيت او اسلاميت درڅخه واخلی.
که افغانستان دا چانس ولری چې امريکا ورسره ملګرتيا او ورځنې ملاتړ وکړی، دا خو ډيره ښه خبره ده. افغانان له غلامۍ څخه ډير بد وړی، مګر پر ملګرتيا سر ورکوی.

تاسې ليکلی دی چې:
[quote:db54bb4635]نو په دې کې خو شک ندی پاتې چې د اوسني دولت واک د امريکې او د هغه د متحدينو په لاس کې دی ، خو مونږه هم د دې توان نلرو چې يو خپلواک دولت جوړ کړو .
نو که څوګ د دې زمانت کولی شي چې که امريکا ووځي ، بيا عرب ، پاکستانی او ايرانی نه راځي ، بيا نو زه هم ورپسې ولاړ ي[/quote:db54bb4635]
د موږ په بحث کښې زما په فکر د امريکا د وتلو موضوع مطرح نه ده. دا بل بحث غواړی. خو
ددې ضمانت يوازی امريکا، انګليس، روسيه، اروپا او نور د نړۍ همدا ستر قدرتونه ورکولای شی، چې که دوی ووزی، نو بيا عرب، پاکستانی، ايرانی او نور څوک پر افغانستان د يرغل او مداخلې له پاره نه تحريکوی او په افغانستان او منطقه کښې داخلی خونړيو جګړو ته لمن نه وهی او د خپلو نظامی توليداتو دفابريکو د محصولاتو له پاره په دې منطقه کښې د ولسو نو د وينو او سرونو په بيه بازار نه غواړی. زه، تاسې او يا بل هيڅ افغان دا ضمانت نشی کولای. رښتيا هم موږ کمزوری يو، خو نه دې دی اوريدلی چې وايی: بنده پر خپل وس پړ دی!!
د ستاسې له خوا د نورو سوالو د څيړلو او ځواب وخت او حوصله نه لرم. عذر مې مؤقتا ومنه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more