د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی او دهغه وزيران

pattang
31.01.2007

وروڼو سلام عليکم !
زه ځيني وخت تېزې خبرې ليکم ، علت يې دادی چې بې عدالتي او دحق پټه ول مې
ځوروي خودانساني کرامت احترام مې هميشه په زړه کې پروت وي  ٠

پرون شپه ( 30.01.2007 ) نږدې لسو بجوته مې د المان د ZDF دتلويزيوني
پروګرام په پرده کې دافغانستان د باندېنيو چارو د وزير دادفر سپنتا مخ وليد
او خبرې مې يې په داسې حال کې واورېدلې چې د پروګرام مودېراتور ورڅخه د
امنيت او د کوکنارو د کرهنې په هکله سوالونه کول ٠
کله مې چې دافغانستان نوم واورېده نولږ څه را بيدار شوم خوکله مې چې د سپنتا
روحيات او خبرې واورېدې چې الماني هم غلته وېله نو له قهره مې پروګرام بدل
کړ او کرزي ته مې په کنځلو شروع وکړه٠
وروڼو !
افغانستان نه يواځې اشغال دی او هره ورځ زموږ وروڼه د اشغالګرو له لاسه خوشې
د ترور يستي په پلمو مري اوژل کيږي بلکی د افغانستان سياسي او مسلکي
منجمنت ټول بيکاره ، غله او نا لا يقه خلک دي ٠

سپنتا د کرزي هغه معتبر وزير چې داوريدو او دميډيا له خوا ( زه شخصي نور
مالوماتونه لرم ) يې دالمان د اخن ( Aachen ) په پوهنتون کې يې دسياسي علومو
( political science/Politikwissenschaft ) داستاد په توګه درس ورکا وو او
٢٤ کاله يې په المان کې تير کړي دي داسې په الماني خبرې کولي او روحيات يې
لرل لکه هغه زماد پوهنتون دوختويو يونانی مذدور چې پوهنتون ته نژدي يې د
پکوړو په دوکان ( Pommesbude/ Chip Shop ) کې کار او مذدوري کوله ٠
زه نوايم چې زه يم او بل څوک نشته اويا څه غواړم ، زه ضرورت نلرم خوملګرو مونږ
په يوروپ کې نور ډېر تکړه خلک لرو چې په خپلو مسلکو کې ښه پو هيږي او په
خارجي ژبوهم ښې خبرې کولی شي.
په خارجي ژبه پوهيدل يواځې يو ايمج دی خو دهيواد دابادولو او مختګ لپاره
ډېرمهم ندی، مهم صداقت او په کار پوهيدل دي خو ما دا ژړوي چې څوک د
سياسي علومو استاد وي او٤ ٢ کاله يې هم په پرد ي ملک کې تير کړي وي او
بيا هم داسې غلطه الماني وايې لکه د پکوړود دوکان هغه يونانی مذدور٠

نالت دوي د کرز ي په استعداد او دهغه په بېکاره او غله کابينه باندې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more