د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

(نظرغوښتنه): د پښتو خپرونو معيار بايد څنګه وي؟

N. M. Karaw
16.08.2003

[color=blue:17a9997db4]موږ په کابل کې د يوې نوې پښتو خپرونې بنسټ ږدو، چې دغه مجله به ادبي، ټولنيزې، کلتوري او ژورناليستيکې ليکنې خپروي، د ټول افغان د بحث دغه څانګه د ليکوالو د نظرغوښتنې ښه برخه ده، چې هر کس په کې خپله رايه په ازادانه ډول څرګندولای شي.
دا چې د نورو ژبو په وړاندې بايد د پښتو خپرونو معيار بايد څنګه وي؟ په دې اړه ستاسو نظرونه غواړم، چې بيا دغه نظرونه په مجله کې چاپوو.
د ساري په توګه:
_ پښتو خپرونې بايد څه ډول ليکنې خپرې کړي؟
_ هغه ليکنې چې په ځينو خپرونو کې راغلي او ملي ګټو ته زيان لري، بايد څنګه ځواب شي؟
_ د ډيزاين په برخه کې بايد څه بدلونونه راشي؟
_ د نړيوال نورم او معيار له مخې، پښتو خپرونې بايد له کومو ژورناليستيکو اصولو سره برابرې شي؟
_ له بهرمېشتو افغانانو سره بايد اړيکي څنګه ټينګ شي؟
_ پښتو خپرونې بايد څنګه په په انټرنټ پاڼه کې ځای کړل شي؟
_ بهرمېشتي فرهنګيان بايد څه ډول له خپرونو سره رابطه وساتي؟
په درناوي
کړاو[color=darkblue][/color:17a9997db4][/color][b:17a9997db4][/b:17a9997db4]


Re: (نظرغوښتنه): د پښتو خپرونو معيار بايد څنګه وي؟

نقاد
19.08.2003

[quote:105fc7c2af="N. M. Karaw"][color=blue:105fc7c2af]موږ په کابل کې د يوې نوې پښتو خپرونې بنسټ ږدو، چې دغه مجله به ادبي، ټولنيزې، کلتوري او ژورناليستيکې ليکنې خپروي، د ټول افغان د بحث دغه څانګه د ليکوالو د نظرغوښتنې ښه برخه ده، چې هر کس په کې خپله رايه په ازادانه ډول څرګندولای شي.
دا چې د نورو ژبو په وړاندې بايد د پښتو خپرونو معيار بايد څنګه وي؟ په دې اړه ستاسو نظرونه غواړم، چې بيا دغه نظرونه په مجله کې چاپوو.
د ساري په توګه:
١_ پښتو خپرونې بايد څه ډول ليکنې خپرې کړي؟
٢_ هغه ليکنې چې په ځينو خپرونو کې راغلي او ملي ګټو ته زيان لري، بايد څنګه ځواب شي؟
_ د ډيزاين په برخه کې بايد څه بدلونونه راشي؟
٣_ د نړيوال نورم او معيار له مخې، پښتو خپرونې بايد له کومو ژورناليستيکو اصولو سره برابرې شي؟
_ له بهرمېشتو افغانانو سره بايد اړيکي څنګه ټينګ شي؟
_ پښتو خپرونې بايد څنګه په په انټرنټ پاڼه کې ځای کړل شي؟
_ بهرمېشتي فرهنګيان بايد څه ډول له خپرونو سره رابطه وساتي؟
په درناوي
کړاو[color=darkblue][/color:105fc7c2af][/color][b:105fc7c2af][/b:105fc7c2af][/quote:105fc7c2af]
ښاغلی کړاو صاحب خدای مو په دغه بختوره موخه بريالي کړه . د سلامونو او نېکو هيلونه وروسته به ستاسو د پوښتنو په اړ همدومره ووايم چې دبه ښه وای چې تاسو خپل تصورات د نوموړو پښتنو په اړه لومړی لوستونکو ته ورپيژندلی وای ، هم به مو دا نامشخصې پوښتنې پرې يو څه مشخصې شوې وای او هم به ستاسو موخه او هيلمنتيا ترې روښانه شوې وای . نو لوستونکي به پوه شوي وای چې تاسو په مشخصه توګه څه غواړئ اوڅه نه غواړئ ، نو په هغې اړوند به يې خپل انديز (نظر) او وړانديز وړاندې کړی وای . البته ستاسو دا ډول پوښتنې به هغه هغه ليکوالانو ته متوجه وي چې ژورناليستي تعليمات او په ژورناليزم مسلکي تجربې هم ولري . بيابه هم دومره ووايم چې :
1 ــــ پښتو خپرونې بايد علمي ، ادبي ، فلسفي ، اطلاعاتي او هنري وي.
2ـــ وښودل شي چې دا ليکنې ملي ګټې تر پښو لاندې کوي، او د ټولو افغانانو په زيان تماميږي نه ديو قوم او يو اتنيکې ډلې .
3 ـــ خپرونه ريښتينې وي ، ګټوره وه، معلوماتي وي ، تازه معلومات وړاندې کړي ، تاوده مو ضوعات مطرح کړي ،
هم دلوستونکو مينه او ميل په نظر کې ونيسي او هم د پرمختګ غوښتنې او ﻻرې چارې تبليغ اوترويج کړي.
او دسې نور . په درنښت .


د يوې غوره خپرونې په باب

فرهنګي افغان
11.10.2003

قدرمن کړاو صاحب ! تر هر څه دمخه سلامونه .
هغه څه چې تاسو د يوې هيلې په توګه دلته څرګنده کړې که رښتيا ووايم د يو غوره تکل په بڼه ماته ښکاره او زما پاملرنه يې ځانته راوړوله .ددغه شان يو نېکمرغه تکل لپاره او ددغې درنې هيلې د ګلانو د غوټۍ د غوړېدو او لا ځلا لپاره خپل اند په دغو لاندو وړانديزونو کې وړاندې کول غواړم:
- د دغه شان يوې غوره خپرونې لپاره تر هر څه دمخه بايد مالي منابع ولټول شي او هغه هم دايمي منابع چې د خپرونې ټول لګښتونه تر پايه وروسپاري .د چا په لنډ محالو وعدو او ژمنو بايد زړه ونه بايلل شي .
-معياري ليکنه او منلی ليکدود خپل کړي ،په پښتو کې د نورو ژبو له ورګډولو په کلکه ډډه وشي.
-تازه ، نوي ،په زړه پورې او دخلکو د اړتيا وړ مطالب بايد خپرونه په ځان کې راونغاړي .او ژبه يې پسته،خوږه او له ادب ډکه وي .وېره او ډار او د مطبوعاتو د دښمنانو هيڅ ډول خنډونه او تورونه يې و نه شي په ټپه ودروي .
د جګړو او د سولې له سنګرونو تازه او لومړی لاس خبرونه او راپورتاژونه ولري .
-خپرونه بايد بې له ځنډه او پرته له کومې بانې په خپل وخت کې خپره شي او غوښتونکو ته يې ورورسيږي .
خپلواکه خپرونه بايد له سړي وژونکو او د پرمختګ او دموکراسۍ له دښمنانو کرکه ولري او بې له ځنډه او پرته له ويرې او ډار د هغوي رښتينې څېره خپلو لوستونکو ته ورپه ګوته کړي .
-د تکراري ،پيکه او بې ګټې مطالبو له خپرولو په کلکه ډډه وکړي ،په هره ګڼه کې ژوندۍ مرکې او راپورتاژونه هير نکړي .دخلکو اړتياوې په ګوته کړي ،دغلا ،فساد ،جنايي پېښو ،سياسي وژنو ،وسله والو تېريو ،دښځو پر عزت د تيري کوونکو او دملي شتمنيو د لوټوونکو نومونه او چېرې په ډاګه ولس ته په غټو سرليکونو سره وړاندې کړي .
-د ملي کلتور او افغاني لوړو فرهنګي ارزښتونو په پېژندنې ،لوړتيا او پياوړتيا کې خپله تاريخي ونډه په ښه شان ترسره کړي ،او د ملي ګټو د ساتلو په يو پياوړي سنګر بدل شي .
دا وو په دغه اړوند زما اند او زما د ګروهې ځيني ټکي چې تاسو ته وړاندې شول ،پوره باور لرم چې په خپل دغه سپېڅلي ارمان او منلي تکل کې به بری ستاسو په برخه وي .......
په درنښت ...............................................................................فرهنګي[size=18:6288da3564][/size:6288da3564]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more