د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

غــــــديــــر خــــــــــم

ډاکتر وطنمل
16.01.2007

د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جنوري 16, 2007 8:56 pm عنوان : غدير خم

---------------------------------------------------------------------------
 [color=white:f13fa02937]د اسلام درنو، محترمو او مکرمو ديني عالمانو او ګرانو لوستونکو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !
لاندې لیکنه یوه شیعه مذهبه پښتون کړې ده ، د ژورې څیړنې پر موخه یې دلته وړاندې کوو ، څو سنی علما پرې هم خپل نظر وړاندې کړي او لوستونکی د هغې پر دینی وزن اوارزښت پوه کاندي . په درنښت . وطنمل [/color:f13fa02937]

...........................................................................[color=blue:f13fa02937]غدير خم [/color:f13fa02937]

........................................[color=white:f13fa02937]د مهربان بخښونکی لوی څښتن په نامه [/color:f13fa02937]

ليک: انور شاهين خانخېل
shaheenkhankhel@yahoo.com

د لوی اختر( ذي الحجې ) د مياشتې اتلسمه نېټه د غدير خم د مشهورې تاريخ واقعې يادونه کوي نو غواړم چې د غدير خم د واقعې له لږ تفصيل نه مخکښې په دې حقله د پښتو او پښتنو د سر تاج ستر حمزه بابا (رح) څو شعرونه نقل کړم لکه حـمزه بابا (رح) وائی:

واقعـــــه چې د غـــــديـــــر شوه پــــه نوروز کښې

پکښې شته دی لوی حکمت که څوک پوهيږي

کـــــــــه غنچــــې د نبــــــوت پـــــامـــــالـــــوې شی

هــــــر ســــــاعت بــــه نــــوې نـــــوې پېـــدا کيږي

او په يو بل ځای کښې وائی:

د مَنْْ کُنْتُ فــــرمان وشــو په کـــوم وخت کښې

په دې وخت کښې چې نوروز د کال ځواني وه

امــــــامت بـــــه يــــــې مـــــــدام ګلـــــونه ســـپړي

سلســــله يـــــې د فــــېضونــــــو لا فـــــانــــــي ده

ارواښاد حمزه بابا (رح) په دې شعرونو کښې د اسلامي تاريخ هغې سترې واقعې ته اشاره کړې ده چې کله د خدای ګران رسول (ص) د هجرت په لسم کال له وروستي حج (حجه الوداع) نه پس له يو لک شلو زرو نه زياتو صحابه کرامو سره راستنېدو نو چې هر کله د (( غدير)) خم مقام ته راورسېدل نو دغه وخت د لوی اختر د مياشتې (ذي الحجې) اتلسمه نېټه وه او ځينو تاريخونو دا هم ليکلي دي چې دغه نېټه په هغه وخت کښې د هجري نمريز کال د وري د مياشتې له وړومبۍ نېټې چې د نوروز ورځ ورته وائي سره برابره وه.همدا وجه ده چې زمونږ په پښتونخوا کښې هم د نوروز ورځې ته له حضرت علي (ع) سره نسبت ورکول کيږي او د اسلام د هغه ستر شخصيت ذکر کيږي غدير خم هغه سيمه ده چې د مکې معظمې او مدينې منورې تر منځ واقع ده او ورنه د نورو سيمو لارې جدا کېدې او دغلته د هغو سيمو صحابه کرامو چې لارې يې جدا کېدې د خدای له ګران رسول (ص) نه رخصت واخېست او په خپلو خپلو لارو روان شول چې په دغه موقع د خدای ګران رسول باندې د خدای پاک لخوا د قران مجېدد سورۀ مائده ٦٧ مبارک ايت نازل شو چې فرمائي:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

(( ای رسوله (ص) !هغه حکم چې ستا دخدای لخوا په تا نازل شو خلقوته ورسوه او که داسې دې و نه کړل نو رسالت دې و نه رسوۀ او خدای به دې له خلقو څخه وساتي او خدای پاک د کافرو( انکارکوونکو) قوم ته هدايت نه کوي))

له مشهور اصحابي حضرت ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دی چې دغه ايت مبارک د غدير خم په ورځ د حضرت امام علي بن ابي طالب (ک) په حقله نازل شوی دی. د ذکر شوي ايت مبارک د دا ډول شان نزول په حقله د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:

تفسير فخرالدين رازي ١٢ ټوک ٥٠ مخ، تفسير درالمنثور ٢ ټوک ٢٨٩٨ مخ، اسباب النزول ١٥٠ مخ، وفاء الوفاء ٢ټوک ١٠١٨ مخ، کنزالعمال ١٣ټوک١٣٤ مخ، ترجمه امام علي (ابن عساکر) ٢ټوک ٨٦ مخ، اللفصوص المهمه ابن صباغ مالکي ٤٢ مخ، تفسير آلوسي ٦ ټوک ١٩٣مخ، ينابيع الموده ١٢٠ مخ، تفسير طبري ١٢ټوک ٤٩ مخ، شواهد التنزيل ١ټوک ٢٥٠ مخ او داسې نور ډېر کتابونه

چې کله د خدای پاک لخوا نه دا ايت مبارک نازل شو نو د خدای ګران رسول (ص) له مرکب نه راکوز شو او حضرت بلال (رض) ته يې د بانګ وئېلو حکم ورکړ او حکم يې وکړ چې ټول راغونډ شئ او چې کوم کسان لا نه دي رارسېدلي د هغوي انتظار وکړئ او چې څوک مخکښې لاړ دي هغوي بيا راستانۀ کړئ. چې ټول راغونډ شول نو د خدای ګران رسول (ص) لپاره د اوښانو له کجاؤ څخه منبر جوړ کړی شو، هغوی په ممبر باندې اوخت او يوه فصيحه او بليغه خطبه يې ورکړه، او دخطبې په اخېر کښې يې وفرمايل: (( ايا زۀ له تاسو نه ستاسو په نسبت په تاسو ستاسو په نفسونو باندې اولی نه يم؟)) خلقو ټولو وويل: هو، يا رسول الله (ص)! ته زمونږ ټولو اختيار من يې. بيا يې ورته وفرمايل: چې ((ايا خدای زما مولا او زۀ د خدای لخوا ستاسو مولا نه يم؟)) ټول په يو اواز وويل چې بې شکه ته زمونږ مولا يې. دغه وخت يې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس ونيوۀ او اوچت يې کړو او صحابه کرامو (رض) وويل چې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس يې دومره اوچت کړو چې مونږ د دواړو د ترخونو سفيدي هم اوليده او وې فرمايل: (( مَنْ کُنْتُ مَولاه فَهذا عَلّیٌُُ مَولاه الَّلهُمَّ والَ مَنْ والاهُ وَ عادَ مَنْ عادَهُ والنَصر مَنْ نَصْره.........)) يعنې زۀ چې د چا مولا( ولی او سرپرست) يم دا علي د هغۀ مولا ( ولي او سرپرست ) دی. ای خدايه ته دوستی او مينه وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دوستی او مينه کوي او دښمني وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دښمني کوي او له هغه چا سره مرسته ملګرتيا وکړې چې له دۀ سره مرسته او ملګرتيا کوي

له دې خطبې نه پس د خدای ګران رسول (ص) ټولو صحابه کرامو (رض) ته حکم وکړ چې ټول له حضرت علي (ع) سره د هغۀ په ولايت او امامت باندې بېعت وکړئ. له ټولو وړومبی کس چې له حضرت علي (ک) سره يې بېعت وکړ حضرت عمر (رض) ؤ چې ورته يې وويل: (( بَخٍٍ بَخٍٍ يا علي اَصبَحْتُ مَولای وَ مَولی کُلَّ مومٍنٍٍ وَ مومٍنه )) يعنې ای علی! مبارک مبارک شه چې ته له نن نه د مومنانو او مومناتو مولا شوی. بيا درې ورځې دغه ټول خلق په غدير خم سيمه کښې ايسار شول او ټولو له حضرت علی (ک) سره بېعت وکړ. له دې واقعې نه پس د خدای ګران رسول (ص) باندې د خدای پاک لخوا د سورۀ مائده ٣ مبارک ايت نازل شو: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا

يعنې نن مې دين ستاسو ټولو لپاره مکمل کړو او په تاسو مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې د دين په توګه ستاسو لپاره غوره کړو.

د دې مبارک ايت په حقله چې د غدير خم د واقعې په باره کښې نازل شوی دی د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:

تفسير الدرلمنثور ٢ټوک ٢٥٩ مخ، تاريخ بغداد ٨ ټوک ٢٩٠ مخ، ترجمه امام علي ابن عساکر ٢ټوک ٨٦ مخ، البدايه والنهايه ٥ټوک٢١٤ مخ، تفسيرابن کثير ٢ټوک٤٩١ مخ،شواهدالتنزيل ١ټوک ٢٠٢ مخ، مناقب خوارزمي ٨٠ مخ، تذکره الخواص ٣٠ مخ، فرائدالسمطين ١ټوک ٧٣ مخ، مناقب ابن مغازلي شافعي ١٩ مخ

د دې واقعې په هکله چې د خدای د ګران رسول (ص) مشهور خاص شاعر اصحابي حضرت حسان بن ثابت داسې في البديه شعرونه وويل:

ينـــاديهــــم يــــوم الغــــدير نبيهــــم

بخــــم واســـع بــــالرسول منـــــادياً

و قــــال فمن مــــولاکــــم و وليـــکم

فقالو ولم يبدوا هناک التعــــادياً

الهــــک مـــــولانـــا و انــت ولينــــا

ولـــن تجدن منالــک اليوم عاصياً

فقــــال لــــه قم يــــا علــــــي فــــانني

رضيتک من بعدي اماماَ و هادياً

فــــمن کنــــت مـــــولاه فهذا وليــه

فکــــونوا لـــه اتباع صدق موالياً

هنــــاک دعــــــــا الـهــــم وال وليـــه

و کــــن للذي عــــادي علياً معادياً

چې مختصره ترجمه يې په دا ډول ده: يعنې (( د غدير خم په ورځ د خدای ګران رسول (ص) په لوړ اواز وفرمايل ستاسو مولا او ولي څوک دی؟ بې له مخالفته ټولو وويل ستا پرودګار مو مولا دی او ته زمونږ ولي او سرپرست يې او په مونږ کښې هيڅوک ستا نافرماني نه کوي بيا يې وفرمايل ای علي پاڅه له ځانه پس ستا له امامت او مشرتابۀ سره خوشحال يم، زۀ چې د چا چا مولا يم د هغوي مولا علي دی، له هغۀ سره مينه وکړئ او د هغۀ رښتني ملګري او پېروکار شئ، په دغه وخت يې دعا وکړه : ای خدايه له هغه چا سره مينه او دوستي وکړې چې څوک له دۀ سره مينه او دوستي کوي او د هغۀ له دښمنانو سره دښمني وکړې ))

ځينو کتابونو دا هم راوړي دي چې کله دا واقعه وشوه نو يو کس مسلمان نعمان فخري چې کله خبر شو چې د خدای ګران رسول (ص) له ځانه وروسته د حضرت علي (ک) د ولايت او امامت اعلان وکړ نو ډېر په غصه او قهر کښې د خدای د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او په ډېرې بې ادبۍ سره يې وويل: ای محمده! تا وويل چې خدای يو دی او زۀ د خدای رسول يم، مونږ درسره ومنله، بيا دې راباندې نمونځ، روژه او نورې څيزونه فرض کړل مونږ درسره ومنله نو اوس دې راباندې د خپل ترۀ زوی مسلط کړ چې د هغۀ حکم به منو،

وائی چې د دې خبرو په اورېدو سره د خدای د ګران رسول (ص) د څېرې رنګ بدل شو او په جلال کښې راغی او ورته يې وويل چې ای نعمانه په هغه رب مې دې قسم وي چې زما ځان يې په اختيار کښې دی چې دا ما له ځانه نه دي کړي بلکې د خدای پاک حکم ؤ

نعمان فخري ورته وويل که ته رښتيا وائې چې دا د خدای حکم دی نو په ما دې يو غذاب له اسمانه نازل کړي او د دې ويلو سره په قهر سره په خپل مرکب باندې د سپرېدو په حال کښې ؤ او يوه پښه يې په رکاب کښې او بله بهر وه چې له اسمانه يو کاڼی راوغورزېد او د دۀ له په سر ولګېد او لاندې ترې ووت او په هغه ځای هلاک شو. چې په دې هکله د قران مجيدد سورۀ المعارج وړومبني دا دوه مبارک ايتونه نازل شول: سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ، لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ يعنې(( يو سوال کوونکي د عذاب لپاره سوال وکړ چې ارو مرو واقع کېدونکی دی او د هغۀ د دفع کولو لپاره هيڅ څوک نشته))

په دې حقله چې دا مبارک ايت د غدير خم د واقعې په باره کښې نازل شوی دی د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:

نورالابصار ٧١ او ٧٨ مخونه، تفسير العاني ٢٩ټوک ٥٥ مخ، سيرۀ حلبيه ٣ټوک٢٧٥ مخ، تذکره الخواص ٣٠ مخ، تفسيرالکشاف ٤ټوک ٦٠٨ مخ، تفسيرالدرالمنثور ٦ټوک ٢٦٤ مخ، شواهدالتنزيل ٢ټوک ٣٨١ مخ، فرائدالسمطين ١ټوک ٨٢ مخ

په مخصره توګه غديرخم هغه واقعه ده چې حمزه بابا (رح) يې په خپلو شعرونو کښې ذکر کړی دی او په اسلامي تاريخ يې په دې نوم سره ذکر شوی دی. همدغه ورځ ده چې خدای پاک د رسول الله په ذريعه مسلمانانو ته د حضرت علي کرم الله وجهه ولايت اعلان کړ او په همدې بنياد شيعه مسلمانان او د اهلسنتو د طريقت ټولې سلسلې حضرت علي کرم الله وجهه امام الاولياء ګڼي او په ټولو مخلوقاتو باندې د هغۀ ولايت اوامامت برحق ګڼي.

لکه د تورې او قلم خاوند ستر خوشحال بابا (رح) په خپل يو مفصل کلام کښې چې څو شعرونه يې بيانوم وائی:

که پکــار دی وي دخــــدای پېژندګلـي

پــــېروي د محمــــد کــــــــــړه د عـــلـــــي

بس دا دومره ويل کا ورته رخصت دی

محـــــمد دی پېغـــــــمبر علـــــــي ولــــي

د علــــي د آل په مــــدح کښې جنت دی

د خــــوشحال خټک په دا ده تسلـــــي

د غدير خم واقعه هغه يواځېنۍ واقعه چې له يولک شلو زرو نه زيات اصحابان د ددې واقعې کتونکي او اورېدونکي دي

د غدير د واقعې حديث د مسلمانانو په مختلفو مکاتب فکر محدثينو په مختلفو طريقو نقل کړے دے په مجموعي توګه د غدير د حديث راويان له اصحابو (رض) څخه يو سل او لس کسان دي له تابعينو څخه څلور ايتا کسان دي او له تبع تابعينو څخه درې سوه شپېتۀ کسان دي. علامه اميني په خپل الغدير نومې کتاب د هغو ټولو اصحابانو، تابعينو او محديثينو نومونه ورکړي دي چې دغه حديث يې نقل کړی دی. په دې موضوع باندې د مسلمانانو د مختلفو طبقو عالمانو ځانګړي کتابونه ليکلي دي چې پکښې تر ټولو ستر او تفصيلي کتاب د علامه امينی کتاب (( الغدير)) نوميږي. دا کتاب په عربۍ کښې ليکل شوی دی او فارسي ترجمه يې په څلوريشتو ټوکو کښې چاپ شوې ده د دغه کتاب ټولې منابعې او سرچينې له اهلسنتو له کتابونو څخه نقل شوي دي. البته دومره به عرض وکړم چې اکثرو اهلسنتو کتابونو د غديرخم د دې واقعې په هکله ليکلي دي چې د خدای ګران رسول (ص) په دې موقع يوه ستره او مفصل خطبه وفرمايله خو هغه خطبه يې ټوله نه ده نقل کړې او فقط په يو څو جملو يې بسنه کړې ده معلومه نه ده چې څه وجه ده چې د خدای د ګران رسول (ص) نورې ټولې خطبې يې په تفصيل سره ورکړي دي خو دا خطبه يې تفصيل سره نه ده نقل کړې؟ او بل طرف ته اکثرو اهل تشيع سرچېنو د خدای د ګران رسول (ص) د نورو خطبو په شان دغه خطبه او د دې ټول روداد هم په تفصيل سره راخېستي دي

په دې حقله ما بنده هم د غدير خم په نوم يو کتاب چې ليکوال يې الشېخ عبدالصالح الانتصاري دی په پښتو ژباړلی او په ١٨٠ مخونو سره چاپ کړی دی چې که څه هم دغه کتاب مختصر دی خو کوټلی او مدلل دی چې پکښې تر ډېره حده يو څېړونکی او لوستونکی د غدير خم له حقيقت نه خبرېدې شي



ع کريم حليمي
17.01.2007

ډېر محترم استاد وطنمل صاحب او محترمو او مکرمو ديني عالمانو او ګرانو لوستونکو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته !

ښاغلي انور شاهين خانخېل  چه کومه موضع ليکلې تازه خبري نه دي ، ډېر 
تاريخي ريښې لري ، دا يوه روښانه او ښکاره خبره ده چه 
حضرت علي کرم الله وجه د سردار عالم تربور ، اصحابي ، زوم وو 
او داپه حديث نبوي سره ثابته چه "مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ‏"  او هم داسي 
هم فرمايلي چه "فَمَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ اللَّهُمَّ وَالِ مَنْ وَالَاهُ وَعَادِ مَنْ عَادَاهُ‏ "
(مسند أحمد المجلد الاول ) [size=7:70212e52b1]دا يوازي د مسند أحمد روايت [/size:70212e52b1]
 هو ! دغسي خبره او نظر ښايي د يو نبي سره،تربور ،او سخر (خوسر )
طبعا بايد يو دوست د خپل دوست په باره دغسي عمل او کردار ولري 
هو! داسي نه ده چه وعلي کرم الله وجه ته د صديق په سترګه کوري ،بلکي 
و هر صديق اصحابي ته په هم دغسي سترګه کوري ، فرمايي چه :
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَحْيَى، حَدَّثَنَا يَعْقُوبُ بْنُ اِبْرَاهِيمَ بْنِ سَعْدٍ، حَدَّثَنَا عَبِيدَةُ بْنُ اَبِي رَائِطَةَ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زِيَادٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اللَّهَ اللَّهَ فِي اَصْحَابِي اللَّهَ اللَّهَ فِي اَصْحَابِي لاَ تَتَّخِذُوهُمْ غَرَضًا بَعْدِي فَمَنْ اَحَبَّهُمْ فَبِحُبِّي اَحَبَّهُمْ وَمَنْ اَبْغَضَهُمْ فَبِبُغْضِي اَبْغَضَهُمْ وَمَنْ اذَاهُمْ فَقَدْ اذَانِي وَمَنْ اذَانِي فَقَدْ اذَى اللَّهَ وَمَنْ اذَى اللَّهَ فَيُوشِكُ اَنْ يَاْخُذَهُ ‏"‏
له پورته حديث شريف مطلب او هدف دا کيږي چه د مبارک اصحاب 
target نه کړو ، د اصحاب کرامو سره بغض د مبارک سره بغض دی 
او د اصحابو سره محبت د مبارک سره محبت دی او څوک چه اصحاب ته 
ازار رسوي نو هغوی مبارک ته ازار رسوي او د رسول ازار د الله ازار دی 
نو ډير ژر به الله ازار رسوونکو ته مجازات او سزا ورکړي 

او حتی دټولو انصار په باره کښي داسي فرمايي چه :

قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ الاَنْصَارُ لاَ يُحِبُّهُمْ اِلاَّ مُؤْمِنٌ، وَلاَ يُبْغِضُهُمْ اِلاَّ مُنَافِقٌ، فَمَنْ اَحَبَّهُمْ اَحَبَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ اَبْغَضَهُمْ اَبْغَضَهُ اللَّهُ ‏"‏‏.‏
د انصارو سره يوازي مؤمنان محبت لري او بل څوک نه ،بغض  د انصارو سره 
چه کوي  هغه منافقان دي ، څوک چه محبت ورسره لري هغوي د الله سره حب لري 
او څوک چه بغض ورسره کوي يا لري نو هغوي بغض وکړ د الله سره 

وَحَدَّثَنِي عَنْ مَالِكٍ، اَنَّهُ بَلَغَهُ اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ تَرَكْتُ فِيكُمْ اَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ ‏"‏ ‏.‏

او بيا ئې فرمايلي چه :
په تاسو کښي مي پرېښول او يا درپرېښول دوه شيان يو د خدای کتاب اوبل 
مشهور سنت ،که تاسو ونيول لاسوه پوري، هيڅ کله به په ضلالت او فساد 
ونه لوېږي 

په نړۍ کښي دود او اخلاق داسي دي چه هر انسان چه وفات سي وارثان لري 
نو مبارک عليه السلام هم خپل وارثان و امت ته معرفي کړي چه :
وَاَنَّ الْعُلَمَاءَ هُمْ وَرَثَةُ الاَنْبِيَاءِ ـ وَرَّثُوا الْعِلْمَ
او په يوه بل روايت کښي راغلي چه :
الْعُلَمَاءَ هُمْ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ إِنَّ الأَنْبِيَاءَ لَمْ يُوَرِّثُوا دِينَارًا وَلاَ دِرْهَمًا إِنَّمَا وَرَّثُوا الْعِلْمَ

له پورته احاديثو څه په کلکه معلومه سوه چه له مبارک څخه هيڅ شئ نه پاتيږي 
چه پاته سوی ، هغه يوازي علم (كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ ) نه دينارونه او نه درهمونه 
او نه پاچاهي 

هو ! يو څه ځمکه وه په خيبر کښي د مبارک په نامه وه هغه پاته سوې وه 
نو دپورته احاديثو له رويه هغه ځمکه د بيت المال په جم کښي حساب سوه

دغه د ځمکي موضع ډيره اوژده ده ، حضرت علي او بي بي فاطمه رض 
پر دغه ځمکه ډير اشد خوابدی کړی ، بي بي فاطمې رضي الله عنها د 
حضرت ابو بکر رض سره بيا خبري نه دي کړي ، او شپږ مياشتي بعد 
بي بي فاطمې رضي الله عنها وفات سوه د شپې ئې ښخه کړه .................
............. او خضرت علي هم تر ډيره خوابدی وو له د ابو بکر سره .........

اوس سوال دادی چه مبارک فرمايلي : مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ‏
هو ! طبعا علي کرم الله وجه د امت محمدي له پاره هم ولي ، دوست ، سيد ، 
امام او هم شيخ ددمؤمنانو 

اما  دغه مَوْلَاهُ په خلف ياسلطان نه ترجمه کيږي ٠ولي چه ، که مبارک حضرت علي 
خپل خليفه ټاکلی نو مبارک به په واضح  او ظاهر ډول ويلی وای چه علي 
زما خليفه دی  ، او مبارک يوه معجزه دا ده چه کلام او بيان ئې فصاحت او بلاغت لري ،يعني مَوْلَاهُ خليفه ته نه ويل کيږي  

[quote:70212e52b1]يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

له مشهور اصحابي حضرت ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دی چې دغه ايت مبارک د غدير خم په ورځ د حضرت امام علي بن ابي طالب (ک) په حقله نازل شوی دی. د ذکر شوي ايت مبارک د دا ډول شان نزول په حقله د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي: [/quote:70212e52b1]

نه داسي نه ده ! تر کوم ځايه چه موږ معلومات لرو له صحيح سته کتابونو څخه
هيڅ داسي حديث په لاس کښي نه لرو چه دادي تصديق کړي چه ذکر سوی ايت 
د حضرت علي په حقله نازل سوي 

پورته ايت شريف هغه وخت نازل سوو مبارک تر وني لاندي ناست وو او يو 
اعرابي راغلی او توره يي پر مبارک پورته کړه ، او مبارک ته يي ويل چه 
څوک به دي راڅه خلاص کوي  ؟ (من يمنعك مني؟ ) مبارک ورته ويل چه : الله 
نو له خوف او بيري څخه توره له لاس څخه ولويده 
(فذعرت يد الأعرابي وسقط السيف من يده)

يوازي او يوازي په كتب شيعه کښي ليکلي چه پورته ايت علی د خلافت په 
باب کښي نازل شوی  ٠  
[quote:70212e52b1]له دې خطبې نه پس د خدای ګران رسول (ص) ټولو صحابه کرامو (رض) ته حکم وکړ چې ټول له حضرت علي (ع) سره د هغۀ په ولايت او امامت باندې بېعت وکړئ. له ټولو وړومبی کس چې له حضرت علي (ک) سره يې بېعت وکړ حضرت عمر (رض) ؤ چې ورته يې وويل: (( بَخٍٍ بَخٍٍ يا علي اَصبَحْتُ مَولای وَ مَولی کُلَّ مومٍنٍٍ وَ مومٍنه )) يعنې ای علی! مبارک مبارک شه چې ته له نن نه د مومنانو او مومناتو مولا شوی. بيا درې ورځې دغه ټول خلق په غدير خم سيمه کښې ايسار شول او ټولو له حضرت علی (ک) سره بېعت وکړ. له دې ا [/quote:70212e52b1]

نه دارنګه  حديث [quote:70212e52b1]بَخٍٍ بَخٍٍ يا علي اَصبَحْتُ مَولای وَ مَولی کُلَّ مومٍنٍٍ وَ مومٍنه [/quote:70212e52b1]په صحيح سته کښي نسته ، نو دا به څرنګه و موږ ته 
د باور وي  ؟؟؟؟ هو ! طبعا په کتب شيعه کښي سته !!

[quote:70212e52b1]ټول خلق په غدير خم سيمه کښې ايسار شول او ټولو له حضرت علی (ک) سره بېعت وکړ. له دې واقعې نه پس د خدای ګران رسول (ص) باندې د خدای پاک لخوا د سورۀ مائده ٣ مبارک ايت نازل شو: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا [/quote:70212e52b1]

د مائدې دريم ايت د شان نزول ورځ په ټولو وړو او غټو کتابونو او تفسيرونو 
کښي ليکل سوې او په صحيح سته کتابونو ثابته ده چه د عرفات او هم ورځ 
د جمعې وه چه ايت نازل سوو ، 
Sermon was delivered on the Ninth Day of Dhul Hijjah 10 A.H in the Uranah Valley of mount Arafat
د عرفات په ميدانی کښي د اوښي پر شا خطابه ورکړه چه لنډ عبارت ئې داسيدی
عربي عبارت ئې له کتابونو څخه راټولول غواړي فعلا به يي انګرېزي متن 
تاسوته کافي کړم 
This Sermon was delivered on the Ninth Day of Dhul Hijjah 10 A.H in the Uranah Valley of mount Arafat
"O People, lend me an attentive ear, for I don't know whether, after this year, I shall ever be amongst you again. Therefore listen to what I am saying to you carefully and take these words to those who could not be present here today.
O People, just as you regard this month, this day, this city as Sacred, so regard the life and property of every Muslim as a sacred trust. Return the goods entrusted to you to their rightful owners. Hurt no one so that no one may hurt you. Remember that you will indeed meet your Lord, and that He will indeed reckon your deeds. Allah has forbidden you to take usury (Interest), therefore all interest obligation shall henceforth be waived...
Beware of Satan, for your safety of your religion. He has lost all hope that he will ever be able to lead you astray in big things, so beware of following him in small things.
O People, it is true that you have certain rights with regard to your women, but they also have right over you. If they abide by your right then to them belongs the right to be fed and clothed in kindness. Do treat your women well and be kind to them for they are your partners and comitted helpers. And it is your right that they do not make friends with any one of whom you do not approve, as well as never to commit adultery.
O People, listen to me in earnest, whorship Allah, say your five daily prayers (Salah), fast during the month of Ramadhan, and give your wealth in Zakat. Perform Hajj if you can afford to. You know that every Muslim is the brother of another Muslim. You are all equal. Nobody has superiority over other except by piety and good action.
Remember, one day you will appear before Allah and answer for your deeds. So beware, do not astray from the path of righteousness after I am gone.
O People, no prophet or apostle will come after me and no new faith will be born. Reason well, therefore, O People, and understand my words which I convey to you. I leave behind me two things, the Qur'an and my example, the Sunnah and if you follow these you will never go astray.
All those who listen to me shall pass on my words to others and those to others again; and may the last ones understand my words better than those who listen to me direcly. Be my witness oh Allah that I have conveyed your message to your people."
پورته خطابه د عرفات د حج الوداع خطبه ده او علی رض د خلافت خبره په کښي 
نشته ، 

 [quote:70212e52b1]لکه د تورې او قلم خاوند ستر خوشحال بابا (رح) په خپل يو مفصل کلام کښې چې څو شعرونه يې بيانوم وائی:

که پکــار دی وي دخــــدای پېژندګلـي

پــــېروي د محمــــد کــــــــــړه د عـــلـــــي

بس دا دومره ويل کا ورته رخصت دی

محـــــمد دی پېغـــــــمبر علـــــــي ولــــي

د علــــي د آل په مــــدح کښې جنت دی

د خــــوشحال خټک په دا ده تسلـــــي [/quote:70212e52b1]

زه سل کښي ٩٨ % باور لرم چه پورته اشعار ده خوشحال نه دي 
د تورې او قلم خاوند ستر خوشحال بابا
 داسي وايي چه :
.......................................................بيان د چار يار 
چار ياران ئې برګزين دی ++++څلورستنی ئې د دين دی 
اول يار ئې يارغار دی ++++دويم يارئې دره دار دی 
دريم يار دده عثمان دی ++++څلورم شاه مردان دي 
(ارمغان خوشحال صفحه ٨٠٤ )

د تعجب خبره داده !
سمه خبره ده چه شيعه خلک ځانته د احاديثو کتب لري او حوالې پر ورکوي 
ايا شيعه ګان خپل  خوشحال خان بابا هم لري ؟؟؟؟ 
نوربيا 



ع کريم حليمي
18.01.2007

[quote:2ba691a177]د دې واقعې په هکله چې د خدای د ګران رسول (ص) مشهور خاص شاعر اصحابي حضرت حسان بن ثابت داسې في البديه شعرونه وويل:

ينـــاديهــــم يــــوم الغــــدير نبيهــــم

بخــــم واســـع بــــالرسول منـــــادياً

و قــــال فمن مــــولاکــــم و وليـــکم

فقالو ولم يبدوا هناک التعــــادياً

الهــــک مـــــولانـــا و انــت ولينــــا

ولـــن تجدن منالــک اليوم عاصياً

فقــــال لــــه قم يــــا علــــــي فــــانني

رضيتک من بعدي اماماَ و هادياً

فــــمن کنــــت مـــــولاه فهذا وليــه

فکــــونوا لـــه اتباع صدق موالياً

هنــــاک دعــــــــا الـهــــم وال وليـــه

و کــــن للذي عــــادي علياً معادياً

چې مختصره ترجمه يې په دا ډول ده: يعنې (( د غدير خم په ورځ د خدای ګران رسول (ص) په لوړ اواز وفرمايل ستاسو مولا او ولي څوک دی؟ بې له مخالفته ټولو وويل ستا پرودګار مو مولا دی او ته زمونږ ولي او سرپرست يې او په مونږ کښې هيڅوک ستا نافرماني نه کوي بيا يې وفرمايل ای علي پاڅه له ځانه پس ستا له امامت او مشرتابۀ سره خوشحال يم، زۀ چې د چا چا مولا يم د هغوي مولا علي دی، له هغۀ سره مينه وکړئ او د هغۀ رښتني ملګري او پېروکار شئ، په دغه وخت يې دعا وکړه : ای خدايه له هغه چا سره مينه او دوستي وکړې چې څوک له دۀ سره مينه او دوستي کوي او د هغۀ له دښمنانو سره دښمني وکړې )) [/quote:2ba691a177]

هو ! دا رشتيا  ده چه [color=cyan:2ba691a177]حسان بن ثابت [/color:2ba691a177] يو تکړه او غښتلی 
شاعر وو او د محمدعليه السلام هم دده اشعار خوښ وه ، او و بي بي عائشې 
رضی الله عنها ته به ئې اشعار ويل 

هغه وخت چه پر بي بي عائشې رضی الله عنها پوري بهتانونه او تهمت ويل سوې 
په هغو کښي يو حسان بن ثابت  هم وو ، "حَسَّانُ بْنُ ثَابِتٍ، وَمِسْطَحُ بْنُ أُثَاثَةَ، وَحَمْنَةُ بِنْتُ جَحْشٍ فِي نَاسٍ " په حواله د بخاري شريف ، كتاب المغازي , باب حديث الإفك ، صفحه ٥٩٣ دوهم جلد 

حسان بن ثابت  ازار ووهلی او په سترګو ړوند سوو ، دغه شعر د منلو وړ نه دی 
ولي چه دئ د حج الوداع  په وخت کښي ړوند وو٠ 

د اسلام د دين ټول اساس پر قران شريف او پر صحيح سته (٦ کتابه )تکيه لري 
او صحيح سته کتابونه اصلا ترجمه دقران ده ، ډير وخت داسي پيشيږي 
چه خلک حواله پر و تفسير ونو ورکوي د تفسير حواله دا معنا نه لري چه 
يعني کلام الله ، تفسير د هغه ليکوال نظر دي نه کلام الله ، هو !
که چيري د مفسير د تفسير تکيه پر صحيح سته وي بيا اعتبار لري 
او که تکيه يي پر کتب اربع وي نو اعتبار وړ نه دي ،و موږ  ته 

ولي ؟ 
په اربع کښي پر  بي بي عائشې رض بد ويل سوي ، و ابو بکر ، اوهم 
و حضرت عمر ته ! 

يوه د لويو ګناهو څخه هغه ګناه وي دي چه پر اصحابو کرامو بد وويل سي 
يعني يو پر بل بهتر بلل اويا  علي پر ابوبکر بهتر بلل او يا ابو بکر بهتر 
بلل تر عمر رض 

د اهل شيع  په فقهه کښي دا اجازه سته چه ام المؤمنين بي بي عائشې رض 
ته بد وويل سي ، حال داچه د بي بي په باب کښي د پاکۍ ښکاره ايتونه راغلي 
دي ، إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لا تَحْسَبُوهُ شَرّاً لَكُمْ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنْ الإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ (11) النور

په داسي حال کښي چه اهل تشيع  ډير احترام لري د اهل بيت ، اما د عائشې 
له قوله په هيڅ حديث عمل نه کوي او نه د بي بي له خولې څخه روايت 

او په مقابل کښي د هغه چا په قول حواله ورکوي کوم چه ازار وهلی په سترګو 
ړوند ، او پر بي بي مبارکي تهمت ويلی (حسان بن ثابت )

کله چه يو صحابي تهمت ويلي وي ، ايا هغه به نو بيا د دې لايق وي چه موږ  
اهل تسنن د هغه داخبره ومنو چه په غدير خم کښي ،مبارک عليه السلام 
 حضرت علی کرم الله وجه خپل خليفه و ټاکلی او يا فلان 
وخت وحي وسوې ومبارک ته !

په داسي حال کښي چه پخپله د حضرت علی کرم الله وجه څخه  هم نه دي اورېدل سوي چه زه محمد ص خليفه ټاکلی يم

او سنت اللهي هم داسي نه دي چه يو نبي رحلت کوي ، نو الله وحی ورته وکړي 
چه فلان نفر خپل خليفه کوه يا خليفه و ټاکه !



ع کريم حليمي
18.01.2007

حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا اَبُو عَامِرٍ، حَدَّثَنَا فُلَيْحٌ، قَالَ حَدَّثَنِي سَالِمٌ اَبُو النَّضْرِ، عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ، عَنْ اَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ خَطَبَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم النَّاسَ وَقَالَ ‏"‏ اِنَّ اللَّهَ خَيَّرَ عَبْدًا بَيْنَ الدُّنْيَا وَبَيْنَ مَا عِنْدَهُ فَاخْتَارَ ذَلِكَ الْعَبْدُ مَا عِنْدَ اللَّهِ ‏"‏‏.‏ قَالَ فَبَكَى اَبُو بَكْرٍ، فَعَجِبْنَا لِبُكَائِهِ اَنْ يُخْبِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنْ عَبْدٍ خُيِّرَ‏.‏ فَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم هُوَ الْمُخَيَّرُ وَكَانَ اَبُو بَكْرٍ اَعْلَمَنَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اِنَّ مِنْ اَمَنِّ النَّاسِ عَلَىَّ فِي صُحْبَتِهِ وَمَالِهِ اَبَا بَكْرٍ، وَلَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا خَلِيلاً غَيْرَ رَبِّي لاَتَّخَذْتُ اَبَا بَكْرٍ، وَلَكِنْ اُخُوَّةُ الاِسْلاَمِ وَمَوَدَّتُهُ، لاَ يَبْقَيَنَّ فِي الْمَسْجِد ِباب اِلاَّ سُدَّ، اِلاَّ باب اَبِي بَكْرٍ ‏"‏‏.‏

لنډه ژباړه 
مبارک خطابه ورکول ، ويي ويل چه د خداي بنده او ابوبکر وژړل اصحابو ويل 
چه موږ تعجب وکړي ،چه ابوبکر ولي وژړل ، اصحاب واي چه موږ بيا ورسته 
پوه سوو ، په اخر کښي مبارک و فرمايل که ما ځان ته بيله خدايه خليل نيولی 
نو د خداي په بندګانو کښي به ابوبکر زماخليل وي ،ليکن د اسلامي وروتوب 
 سلسله هم ښه ده د مسجد نوري دروازي وتړی يوه د ابوبکر دروازه خلاصه پريږدی ، ابو بکر په دې ژړلی وه چه دی پوهېدي چه د خدای بنده معنا ابو بکر 

د مسجد دروازي يعني امامت ئې و ابو بکرته ورکړي ٠ 
  
په يو يل روايت کښي راغلي چه 
 حَدَّثَنَا مُسْلِمُ بْنُ اِبْرَاهِيمَ، حَدَّثَنَا وُهَيْبٌ، حَدَّثَنَا اَيُّوبُ، عَنْ عِكْرِمَةَ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ـ رضى الله عنهما ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ وَلَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ اُمَّتِي خَلِيلاً لاَتَّخَذْتُ، اَبَا بَكْرٍ وَلَكِنْ اَخِي وَصَاحِبِي ‏"‏‏.‏
ژباړه 
د حضرت ابن عباس رضى الله عنه څخه روايت دی چه  نَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم
و فرمايل چه که ما د خپل امت څخه څوک په خليل توب نيولی نو ابوبکر 
ليکن اوس مي ورور او صاحب دي 

هو !  د ورتوب مقام بل چاته نه دی رسېدلی او که چيري مبارک خليل ځان ته  
په بندګانو کښي پيدا کولی نو هغه بنده حضرت ابوبکر صديق دی 



ع کريم حليمي
21.01.2007

د سيدنا عمر رض او د سيدنا علي رض دوستي !!
کله چه حضرت عمر رض په سفر تللی وو ، نو حضرت علي رض ئې خپل 
جانشين ټاکلی وو ، او حضرت علي رض خپله ام کلثوم چه د فاطمه‌ رضي‌ الله عنهما
لور وه ،و سيدنا عمر رض ته په نکاح ورکړې وه ، چه دغه خورا لوی دليل د 
صميميت د دوی تر منځ او په احترام کتل دی و سيدنا عمر رض ته !
 
او په نهج‌ البلاغة‌ (مجموعه د خطابو او خبرو د علی رض ) کښي
 راغلي کم وخت چه حضرت عمر رض د ايرات طرف ته 
د جنګ اراده وکړه ، نو د سيدنا علي کرم الله وجه سه ئې مشورت وکړ 
  
او علي مرتضی يو د بهترينو مشاورينو څخه و ، او د سختو او پېچلو مسايلو 
قاضي ئې هم وو او حضرت عمر رض فرمايلي چه که حضرت علي مي مل او 
ملګری نوای نو عمر هلاک لېدلی

 
د حضرت عمر او حضرت علی د صميميت خبري بي اندازې ډيري  دي !!!

اوس راځو دې ته چه بعضي کسان چه ځانونه ډير ټنګ او غښتلي مؤمينين ګڼي 
او په مردودو او نا اشنا دلائلو دا ثابته وي چه حضرت علي رض 
د خدای په امر د رسول عليه السلام خليفه ټاکل شوی وو 

ايا دابه يو لوی ظلم نه وي ، پر خلفاى راشيدنو باندی ؟؟؟؟ 

کوم کسان چه داسي د لايل راوړي چه(( له دې خطبې نه پس د خدای ګران رسول (ص) ټولو صحابه کرامو (رض) ته حکم وکړ )) (چه علي خليفه شو) طبعا لوی ظلم ، تهمت ويل دي ، نه چه يوازي پر  خلفاى راشيدنو  تهمت ويل دي 
او خاص بيا په حضرت عمر رض پوري  خبري تړل دي 
هو ! حضرت عمر د دې خبري مبارکي ورکړي چه مَنْ کُنْتُ مَولاه فَهذا عَلّیٌُُ مَولاه
د دې خبري معنا دانه ده چه د خلافت دي مبارک شه 

د اسلام په تاريخ کښي د حضرت عمر رض عصر د مسلمانانو له پاره يو 
د وياړ عصر او زمانه وه ، او په عدل ، انصاف مشهور خليفه وو 
بيت‌ المقدس‌ ئې د روم د امپراتوري څخه ونيولی ، او د خړسان کالي ئې 
اغوستي وه ، او پر منبر ولاړ وو ، چا ورته وويل چه ستا دغه سپين کالي 
له کومه کړه ٠٠٠٠٠٠ او داسي نوري د عدالت خبري يي تاريخونه په ډک دي 
ايا دا ممکنه ده چه داسي يو صحابي ، جنتي ، به بيا له قرانه سرغړوي ؟؟؟؟ 

 هغه کسان چه خلفاى راشيدن او اهل بيت ته ښه نظر نه لري 
د اسلام له دايرې خارج دي ، اهل بيت په قران سره ثابت دي چه پاکان اومعصوم  دي ، او خلفای راشدین ( ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علی ) د عشره مبشره  څخه دي 



ع کريم حليمي
23.01.2007

درنو او مکرمو وړونو او خويندو 
السلام عليکم و رحمه الله و بر کاته !
نن داسي څه تاسوته ليکم ، فکر نه کوم چه تاسو پخوا يا مخکي له دي لوستي 
وي  
اول خدای ښه پوهيږي او د ښه حکمت خاوند دی ٠  ولي حضرت سيدناعلي کرم الله وجه څلورم خليفه سوو ؟؟؟ 

د اسلام دين اول و اصحابو کرامو او اهل بيت ته ورسېدلی او له دوی څه تر
 موږ او تاسو پوري را رسېدلی او زموږ څخه به و راتلونکو خلکو ته رسيږي ٠ 

په سل کښي پنځوس له اصحابو کرامو له خوا او په سل کښي پنځوس بيا له 
حضرت بي بي عائشې رضی الله عنها له خوا تر مونږ پوري رارسېدلې ، 
د مبارک تر رحلت ورسته ، يو مثلث جوړيږي ، چه درې رأسونه لري ، په يوه 
رَأْس کښي څلور ياران دي ، او له اهل بيت دوه رأسه کيږي ، چه ام الؤمنين (بي بي عائشې رضی الله عنها) يو رَأْس او نور اهل بيت دريم رَأْس چوړوي ٠ 
او دا درې سره رأسه د خير رأسونه دي ٠ 

د مبارک تر رحلت ورسته چه هر شرعي او سياسي اقدام چه کېدلی نو دغو
 درو قوو ترتاثير لاندي کېدلی ، او په دغه درې  رأسه کښي قوي رأس د ام الؤمنين (بي بي عائشې رضی الله عنها وو ، خصوصًا د حضرت سيدنا علي کرم الله وجه د خلافت په باره کښي ٠ 

هغه وخت چه ظالمانو پر ام المؤمنين (بي بي عائشې الله رضی عنها )  تهمت ويلی وو ، مبارک دوه اصحاب کرام راوغوښتل چه مشوره ورسره وکړي ، مبارک سنت 
داسي وه ، چه هر کار ئې په وحی او يا په مشوره سره کاوه ،د مبارک ډيرپه فکر کښي غرق وو ٠ نو يو يي  حضرت سيدناعلي بن طالب او بل واُسامة بن زيد راوغوښتل 
ودعا رسول الله صلى الله عليه وسلم علي بن أبي طالب وأسامة بن زيد حين
استلبث الوحى يسألهما ويستشيرهما في فراق أهله .1  
ژباړه :- Allah's Apostle called Ali bin Abu Talib and Usama bin Zaid when he saw the Divine Inspiration delayed, to consult them about divorcing his wife
(i.e. 'Aisha).

نو کله چه مبارک خبري ورسره وکړي ، نو أسامة بن زيد و مبارک ته وويل چه :
فأما أسامة فأشار على رسول الله صلى الله عليه وسلم بالذي يعلم من براءة أهله، وبالذي يعلم لهم في نفسه، فقال أسامة أهلك ولا نعلم إلا خيرا ٠  2 
‏ ژباړه :-Usama bin Zaid said what he knew of the good reputation of his wives and added, 'O Allah's Apostle! Keep you wife, for, by Allah, we know nothing about her but good.

او حضرت سيدناعلي کرم الله وجه داسي ورته وويل او مشوره ئې ورکړه چه :
وأما علي فقال يا رسول الله لم يضيق الله عليك، والنساء سواها كثير، وسل الجارية تصدقك‏.‏ قالت فدعا رسول الله صلى الله عليه وسلم بريرة فقال ‏"‏ أى بريرة هل رأيت من شىء يريبك
ژباړه :-Ali bin Abu Talib said, 'O Allah's Apostle! Allah has not imposed restrictions on you, and there are many women other than she, yet you may ask the woman-servant who will tell you the truth.
د حضرت سيدنا علي کرم الله وجه د مشورې  مطلب داسي وو چه ام المؤمنين 
ته دي طلاق ورکړي !

په دغه مشوره ام المؤمنين هم خبريږي ، او اخر وحی کيږي و مبارک ته چه :
پر  بي بي عائشې چه دا خبري کښي تول غټ دروغ دي ٠  3

کله چه مبارک رحلت وکړ ، نو سيدنا ابوبکر لمړی خليفه سوو 
يو خو پر مبارک عليه السلام ډېر ګران او اغلی وو او هم بيعت تر لاسه کړی 
د اصحابو کرامو او بل هم د بي بي عائشې رضی الله عنها پلار وو 

خبره داده چه ولي؟ حضرت علي رض دوهم او يا درېيم خليفه نه سو 
د بنده له نظره داسي ده چه :

د يوې مور به هيڅ وخت دا هير نسي چه چائې و همسر ته د طلاق مشوره 
ورکړې وي ، (حضرت سيدناعلي رض )

تول احصابو کرامو د مور نظر ته کتل او هغه څه ئې کول چه د مور خوښېده 
په اصحابو کښي څلور څراغونه وه او حضرت علي رض د خپلي خبري ښکار 
سوو نو څلورم خليفه شو ، نو توبه توبه ، او افسوز د هغه کسانو پر حال چه 
پر مور تهمت وايي 

او نن ورځ داسي مسلمانان هم سته چه په لويه ګناه کښي دريږي او  بي بي 
عائشې رضی الله عنها ته ښه نظر نه لري ، نو خدای ښه پوهيږي خو 
بنده فکر کوي چه داسي خلګ به په قيامت کښي د خپلو خبرو ښکار سي 

په عشره مبشره کښي د علي درجه څلورمه سوه ، ولي چه په مشوره کښي ئې 
د طلاق مطلب پروته وو ٠ 
بسمه تعالی ٠ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ، امين 
..................................................................
 1 -باب حديث الإفك ، بخاري 
2 -باب حديث الإفك ، بخاري
3- سورت النور ، ايت 11


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more