د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عظیم الشان قران یوه حقیقې معجزه

ګلامخان
04.01.2007

ګرانوورڼو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نورنودالاندی تاسوهرڅه خپله وینی چی حقیقت لری خودکوم ځای چی می نقل کړی معلومه نده چی چاویلی خومونږاوتاسوالحمدالله مسلمانان یوبس نوحیقت لری عظیم الشان قرانې یوه حقیقی معجزه
سوداګریزمرکزچی دنیویارک ښارپه ۱۰۸ – ۱۰۹ (جرف هار) نومې سړک واقع دی
دسپټمبرپه میاشت ۲۰۰۱ م کال ړنګ شو ددی پیښې بیان پخواپه اسمانی کتاب
قران کریم کی ۱۴۰۰ کاله مخکی ورکړشوی ؤ .
د ۱۰۸ – ۱۰۹ ایاتونوژباړه داسې ده :- ایاهغه چاچې خپل بنسټ له خداي څخه دویری
اودهغه درضالپاره ایښی وی یاهغه څوک چی خپل بنسټ په (جرف هار) ړنګ کیدونکی وی ایښی دی غوره دی ؟ بیانوداتعمیراوخپله همدی دوزخ ته ولوید
اوخداي ﷻ هدایت نکوی هغوکسانوته چې په خلګوظلم کوی

تحلیل

دوه ایاتونه په التوبه سورت کې ذکرشوې وه ،اود(توبه)سوره دپاک قران ۹ مه سوره ده
چی دعیسوې کال له نهمی (سپټمبر)میاشت سره برابره ده .
دتوروتعداددسورې له سرڅخه ترنوموړیوایاتونوپورې (۲۰۰۱)توروته رسیږی ،چی له
۲۰۰۱م کال سره برابره ده
ددی ایاتونوموقعیت په ۱۰۸- ۱۰۹ کی دی چی په حقیقت کی ددې تعمیرونوادرس دس
دسړک نوم په څرګنده په پاک قران کې ذکردی (جورف هار) یعنی لویدونکی
ایاداټول څه کیدای شې تصادفې وی !؟
خدای ﷻ په بل ځای کې فرمايي :مونږپه ریښتیاچی دوی ته به وښیونښې په افق کی
ترڅودوی ته څرګنده شی چی داقران حق کتاب دی

[color=blue:3d3dc3990a]دایاتونوشمیره : ۱۰۸ او ۱۰۹ په نیویارک کې دسړک شمیره ۱۰۸ او۱۰۹ [/color:3d3dc3990a]
[color=green:3d3dc3990a]دسوری شمیره : ۹ دپیښې میاشت : ۹ مه میاشت [/color:3d3dc3990a]
[color=blue:3d3dc3990a]پاره : ۱۱ نیټه دسپتمبر : ۱۱ مه [/color:3d3dc3990a]
[color=green:3d3dc3990a]دتوروتعدادتردې ځایه : ۲۰۰۱ کال : ۲۰۰۱ میلادی[/color:3d3dc3990a]
[color=blue:3d3dc3990a]داایات په متن کی راغلی (جرف هار)لویدونکی دمنطیقې نوم :جورف هار[/color:3d3dc3990a]

.........................................................................................................................
[color=cyan:3d3dc3990a]محترم ګلامخان صاحب
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد

هو ! بيشکه چه عظیم الشان قرانې یوه حقیقی معجزه ده
اما د منتر کتاب نه دی ولي چه هر ايت ځان ته شانزل لري
لطفا ايت شريف له ژباړي او شانزل سره يوځای د ټول افغان لوستونکو ته
وليکی ، که چيري ايت او شانزل تاسو ونه ليکلی نو ليکه ستاسو
به دسحر او منتر حيثيت ولري ٤٨ ساعته وخت لری
"‏ إِنَّ بَعْضَ الْبَيَانِ لَسِحْرٌ ‏"‏ [/color:3d3dc3990a]


mahboob
05.01.2007

ټولو دوستانوته سلامونه :

ګلامخانه وروره داليکنه به دي د يولسم ستمبر دپيشي ترموضوع لاندي ليکلي وه اويا دې چلونکي هلته نقل کړي .


Re: عظیم الشان قران یوه حقیقې معجزه

ګلامخان
05.01.2007

ګران ورور ک حلیمی صاحب!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترما:- هیله ده دټول افغان دمسئولینودغوښتنې سره سم راسره همکارې وکړی
مننه
ستاسوورور ګلام خان



ع کريم حليمي
05.01.2007

محترم ګلامخان سلامونه او ښې هيلي مي ومنی !
[quote:3b502dd5f4]محترما:- هیله ده دټول افغان دمسئولینودغوښتنې سره سم راسره همکارې وکړی [/quote:3b502dd5f4]
ګرانه ګلامخان صاحب !
دغه خبري چه تاسو ليکلي هيڅ اړخ نه لګوي د ٩١١ سره 

کوم اياتونه چه تاسو حواله په ورکړې هغه د مسجد په باب نازل سوي وه 
مناقانو يو مسجد جوړ کړی وو ، او مبارک عليه السلام ته ئې دعوت ورکړی 
چه د برکت له پاره لمونځ په کښي وکي ، نو ايتونه پر مبارک نزل سوه 
چه لمونځ په دې مسجد کي مه کوه ، او ويي نړوه 

او مبارک عليه السلام هغه مسجد و نړاوه او جوړونکي ئې منافقان او کفر 
وه ٠ 
 هر څوک چه مسجد جوړ کړي د نفاق له پاره نو مسجد ئې بايد ور چپه کړو 

بسمه تعالی : أَ فَمَنْ أَسس بُنْيَنَهُ عَلى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَ رِضوَنٍ خَيرٌ أَم مَّنْ أَسس بُنْيَنَهُ عَلى شفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانهَارَ بِهِ فى نَارِ جَهَنَّمَ وَ اللَّهُ لا يهْدِى الْقَوْمَ الظلِمِينَ(109)
ژباړه 
ايا نو هغه څوک چه ايښی ئې وي تاداو (د ودانی د دين )خپل پر تقوا (ويري )
باندي له الله څخه او په رضا (د الله سره )خير غوره دی يا هغه څوک چه ايښی 
ئې وي تاداو (د ودانی د دين )خپل په غاړه د کندي باندي (هسي غاړه چه ترې 
لاندي سيند بهيږي او وي )نړېدونکی نو ونړيږي (دا غاړه د کندي په سيند کښي)
سره له جوړونکی په اور د دوزخ کښي او الله نه ښيی سمه لاره قوم ظالمينو ته 

 


ګلامخان
07.01.2007

ګرانومسلمانووروڼو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترمینو:- زه ګلام خان چی نه خوملایم اونه مې دومره دینې علم کړی نومحترمینوچی زه ملاهم نه اودینې علم مې هم دومره ندی کړی نودتاسومحترمینونه داغوشتنه کوم چی دغوسې پرځای راته داسی ځواب راکړی ترڅونورهم زه پوه کړم خوالبته همدغه کومه لیکنه چی ماکړی تقربیاً داورقې ټول افغانستان بلکی نوروملکونوته لاهم رسیدلې خوچې ماپه کتابتون اوټول افغان کې نشرکړه خیرده که دالیکنه بې بنسټه وی هغه نورووڼه به يي هم ووینې کوم چی همدغه ورقې چاپوی اودیوځای نه يي بل ځای ته لیږدوی البته دومره بایدووایم چی دهمدی لیکنونه مخکی ماته یومولوی صاحب چی زه يي دډیره وخته راهیسې پیژنم راغی اوهمدالیکنه ورسره وه چی په فارسی لیکله شوی وه ويي ویل چی ددی ورقې نه نوری ورقې هم راته فوټوکاپې کړه اوهمداسې نوروعلماوو هم داورقې به مې اکثرورسره لیدلې خوکله چی زمادهمدغې لیکنه په باب د ک حليمي صاحب دخوانه په ټول افغان فورم کی دشانزول اوایات شریف اوورسره يي دترجمی غوښته وشوه نومادیوتکړه مولوی صاحب چې همدا مهال هم په تدریس بوخت ده اوښه ډیرشاګردان لری غوښتنه وکړه هغه راته په ځواب کې لیکلې وو

محترم مولوی صاحب چی زور،زیراوپیښ هرڅه يي ورکړی وه خوزمالخوبه معذرت ومنی نوريي کټ مت رانقلوم

عظیم الشان قران

عظیم الشان قران یومعجزوی کتاب اوپه هرڅه کی ئی حکمت شته تردی چی دسورة شمیراوپه سپاره کښې موقعیت اودایاتواوحروفوشمیريي هم لوی حکمت لرې

د۱۰۸ او۱۰۹ ایة کریمه نظم اوژباړه لاندی ده
لاتقوم فیه ابدالمسجداسس علی التقوی من اول یوم احق ان تقوم فیه رجال یحبون ان یتطهرو والله یحب المطهرین
ترجمه :- مه دریږه اي بیغام بره په مسجدضرارکښی په یقین سره هغه مسجدچی اساس ئی په هغه کښی داسی خلق دی چی دوی ښه ګڼی چی ښه پاکې وکړی : اوخدای ﷻ محبت لری له هغوسره چی ښه پاکی کونکی وی :-
افمن اسس بنیانه علی تقوی من الله ورضوان خیرامن اسس بنیانه علی شفاجرف هار فانهاربه فی نارجهنم والله لایهدی القوم الظالمین .
ترجمه :-ایاهغه څوک چی ایښی يي ده اساس دبناءخپلی په ویره له خدای ﷻ اوپه رضا دخدای ﷻ بهترده اوکه هغه څوک چی ایښی ده اساس (تاداو)دبناء خپلی په غاړه هغه پاڼ چی مائل وی ړنګیدوته اوبیاغورځول وکړی دغه بناپه دوباندی په اوردجهنم کښی اوخدای ﷻ هدایت نکوی هغه قوم ته چی ظالمان وی
جروف (پاڼ ) هار (مائل ؤنګیدونکی )
همداووزمونږدمحترم مولوی صاحب خالدجان ځواب
مننه ستاسوورورګلام خان (سلیمان خیل )



ع کريم حليمي
07.01.2007

دروند او محترم ګلامخان صاحب او درنو لوستونکو سلام و رحمه لله !
محترم ګلامخان صاحب مننه ستاسو له جوابي ليکني نه !
ډير ښه سوو چه تاسو د مولوی صاحب خالدجان څخه داپوښتنه وکړه 
او هم خدای دي وکړي چه تاسو اجازه ترې اخستې وي د دې ليکني چه په 
ازادو مطبوعاتو کښي نشر سي ، دامي په دې خاطر وويل چه 
هر وخت چه استاد کوم څه چاته ښيي بايد پوښتنه ترې وشي چه استاده !
داخبره اجازه لرم چه په مجالسو کښي ئې ستاسو له خولې بيان کړم !
که استاد اجازه وه نو ښه او که يي اجازه نه وه نو بيايي د ويلو حق نسته 

[quote:8a9a4b1aea][color=blue:8a9a4b1aea]عظیم الشان قران یومعجزوی کتاب اوپه هرڅه کی ئی حکمت شته تردی چی دسورة شمیراوپه سپاره کښې موقعیت اودایاتواوحروفوشمیريي هم لوی حکمت لرې [/color:8a9a4b1aea][/quote:8a9a4b1aea]
پورته جملې يو منلي خبري دي ٠ کوريي ودان !

ډير ښه وسوه چه تاسو داليکنه د "ټول افغان " په ښکلې برېښنايي پاڼه کښي 
نشر کړه نو انشاالله چه اکثره پښتانه به و پوهيږي چه داسي منتري او سحري 
ليکني په ټول افغان کښي رسوا کيږي دا لمړي ځل نه دی بلکي پخوا هم 
داسي منتري او د سحر ليکني شوي وې او رسوا سوي وې او دائې هم بله 

شان نزول :

آيات فوق درباره گروهى ديگر از منافقان است كه براى تحقق بخشيدن به نقشه هاى شوم خود اقدام به ساختن مسجدى در مدينه كردند كه بعدا بنام مسجد ((ضرار)) معروف شد.
اين موضوع را همه مفسران اسلامى و بسيارى از كتب حديث و تاريخ ذكر كرده اند، اگر چه در جزئيات آن تفاوتهائى ديده مى شود.
خلاصه جريان بطورى كه از تفاسير و احاديث مختلف استفاده مى شود چنين است : گروهى از منافقان نزد پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) آمدند و عرض كردند به ما اجازه ده مسجدى در ميان قبيله بنى سالم (نزديك مسجد قبا) بسازيم تا افراد ناتوان و بيمار و پيرمردان از كار افتاده در آن نماز بگزارند، و همچنين در شبهاى بارانى كه گروهى از مردم توانائى آمدن به مسجد شما را ندارند فريضه اسلامى خود را در آن انجام دهند، و اين در موقعى بود كه پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) عازم جنگ تبوك بود.
پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) به آنها اجازه داد، ولى آنها اضافه كردند آيا ممكن است شخصا بيائيد و در آن نماز بگزاريد؟ پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) فرمود من فعلا عازم سفرم ، و هنگام بازگشت بخواست خدا به آن مسجد مى آيم و نماز در آن مى گزارم .
هنگامى كه پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) از تبوك بازگشت نزد او آمدند و گفتند اكنون تقاضا داريم به مسجد ما بيائى و در آنجا نماز بگزارى ، و از خدا بخواهى ما را بركت دهد، و اين در حالى بود كه هنوز پيامبر (صلى اللّه عليه و آله و سلّم ) وارد دروازه مدينه نشده بود.
در اين هنگام پيك وحى خدا نازل شد و آيات فوق را آورد و پرده از اسرار كار آنها برداشت ، و به دنبال آن پيامبر دستور داد مسجد مزبور را آتش زنند، و بقاياى آنرا ويران كنند، و جاى آنرا محل ريختن زباله هاى شهر سازند!

د ايت شريف له شان نزول څخه دا معلومه سوه چه ٩١١ حادثه د قران کريم 
سره هيڅ لاره نه لري 


ګلامخان
09.01.2007

دټول افغان درنولوستونکو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
محترمینو:-لکه څرنګه چې مخکې هم ماتاسوته ویلې وو چې زه دومره دینې علم نلرم خوالبته دومره وایم چې ددینې علم په اړه څه چې واورم پوښتنه يي ضرورکوم
خوالبته دپورتنی موضوع دعنوان په بارکې يي یوڅه سهوه شوی .
نودپورتنې طلب په اړه چې دک حلمیې صاحب لخواداپوښتنه شوی وه

[color=blue:c1927fdb8e]هو ! بيشکه چه عظیم الشان قرانې یوه حقیقی معجزه ده
اما د منتر کتاب نه دی ولي چه هر ايت ځان ته شانزل لري
لطفا ايت شريف له ژباړي او شانزل سره يوځای د ټول افغان لوستونکو ته
وليکی ، که چيري ايت او شانزل تاسو ونه ليکلی نو ليکه ستاسو
به دسحر او منتر حيثيت ولري ٤٨ ساعته وخت لری
"‏ إِنَّ بَعْضَ الْبَيَانِ لَسِحْرٌ ‏"[/color:c1927fdb8e]‏

نوددی پوښتنې په اړه مې لاندی یوځواب دمحترم مولوی صاحب خالدجان څخه پیداکړی چې داسې ده
دقران عظیم ایات کریمه ولوکه خاص شان نزول دبیان لپاره نازل شوی وی خوحکم يي خاص نه وی بل که چیری الفاظ عام وی حکم يي هم عام وی
لکه چی اصول التفسیروايي (العبرة لعموم الالفاظ لالخصوص المورد)
( اعتبارعموم دالفاظوته ده دمورد(شان نزول ) خصوص ته نده )
لکه دغه ایات کریمه الصلح خیر (صوله ښه ده ) چې شانزول يي خاص اوحکم يي عام ده تردی چی په دین دمحمد صلی الله عیله وسلم کښی صوله ترقضامخکی ده
همدارازنورډیرمثالونه لری چی له مطالعی دتفاسیرونه معلومیږی
تايئداًوایوچې دازمونږتحلیل په صراحت دایة کریمه نه ده بنا لکه په اشاره بناده اشارة څه ته وايي ؟ ( اداء السئ فی ضمن الغیر ) دیوشی بیان دبل بیان په ضمن کښی دلته هم دمسجدضراردبیان په ضمن کښی چی متضمن ده مخصوص عدد لره دایة اوسورة اوسپاره اودحروفوله نظره اوهم متضمن ده ذکردی (جرف هار) لره اشاره شوی هغه تحلیل ته : ځکه چی دقران کریم هیڅ هم تصادفی نه بلکه هرڅه يي حکمت لری که واضح اوکه مخفی وی .
نومحترمینوکه تحلیل اوځواب موخوښ وی نویايي لطفاتاسوانسجام اوترتیب کړی اویاهم بیرته مونږته خبرراکړی چی ترتیب يي کړو
مننه
ستاسوورورګلام خان



ع کريم حليمي
09.01.2007

درنو مکرمو وړونو او بلخصوص مکرم مولوی صاحب خالدجان  ته 
سلامونه او احترامات په غرض رسوم !
محترما !
داخو يوه واضح او صريح او صافه خبره ده چه اعتبار الفاظو ته دی 
لکه تاسو چه ليکلي دي 

 [quote:16c17be129]لکه چی اصول التفسیروايي (العبرة لعموم الالفاظ لالخصوص المورد)
( اعتبارعموم دالفاظوته ده دمورد(شان نزول ) خصوص ته نده ) [/quote:16c17be129]
ستاسو په اوله ليکنه کښي استنتاج ، استنباط په شماره اوعدد کړی 
[quote:16c17be129]سوداګریزمرکزچی دنیویارک ښارپه ۱۰۸ – ۱۰۹ (جرف هار) نومې سړک واقع دی [/quote:16c17be129]او عددونه جز د اياتونو نه دي يوازي هغه عددونه سماوي دي چه نص او سطر 
وي 
لکه يا مثلا په  سوره نساء په اياتونو کښي چه  ( مَثْنى وَ ثُلَث وَ رُبَعَ )
يعني دوې ، درې ، څلور 
معروف مفسر ابن عباس وايي چه : ان لكل شى ء اساسا ( هر شئ اساس لري )
دقران نص اساس دي نه د سورتونو نمبرونه ، او د اسلام په تايخ کښي به 
دااول ځل وي چه د اياتونو د نمبرونو څخه (١٠٨،١٠٩ ) فتوا صادره سي 
دا نمبرونه (١٠٩، زير ، زور ،شد  ) زموږ بندګانو جوړ شوي شيان دي 
د اسانتيا د پاره جوړ شوي دا د بغداد د علماوو محصول دی 
[quote:16c17be129]دقران کریم هیڅ هم تصادفی نه بلکه هرڅه يي حکمت لری که واضح اوکه مخفی وی .[/quote:16c17be129]
هو!  د اياتونو نمروحکمت دادی چه اسانياوي ئې راوستلي دي او دا نمبرونه 
نن و احايثو ته هم ورکوي چه حديث نمبر دومره ،اما کوم وخت چه  صحيح البخاري په اوله ورځ ليکل کېدی نمبرونه نه وه پکښي 
او بله خبره ستاسو د مخفي ده ! نوچه مخفي او مَسْتُور سي نو بيا موږ هيڅ 
اړه ورسره نسته لکه په سوره البقره چه په  الم شروع کيږي دومره وايو چه 
جز د قران او په  معنی يي موږ نه پوهيږو بس !

محترم مولوی صاحب خالدجان وروره ! 
موږ ته نه ښايي چه د قران د اياتونو  نمبرونه (٤٠ يا١٠٩ ) جز د قران وګرځوو 
ولي چه جز د قران نه وه او نه به شي جز د قران  
تاسو ته معلومه ده چه منسوخ التلاوت اياتونه سته چه په قران شريف کښي 
نه دي درج شوي او حکم ئې پاته دي ايا دا تاسو ته معلومه ده چه لاندي ايه کوم 
نمبر ايات دی ؟؟؟ 
الشَّيْخُ وَالشَّيْخَةُ إِذَا زَنَيَا فَارْجُمُوهُمَا الْبَتَّةَ نَكَالًا مِنْ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ‏.‏
پورته  د الله حکم دي اماپه قران کښي نه دی درج سوی 
نمبرونه د اعتبار نه دي او نه د اعتبار وه 
د احنافو په کتابونو کي هم داسي څه نسته چه ١٠٩ ايات اشاره کال او سنې ته ده 
او يا فلان ادرس (پته ) ته ده 
اوله ليکنه بدعت دی ولي چه  په  كلام الله حکم کيږي  نه په ٥٦ ،٦٧ 

اوله خطا د خلکو دا ده چه هغه دوه تجارتي تعميرونه د اوبو پر غاړه نه وه ، 
او دغه ښار يوه جزيره ده ، په عکس کښي له ليري داسي معلويږي چه د اوبو
او سيند غاړه دي  له اوبو پوره اندازه ليري وه 
او بل هغه مسجد چه مبارک د نړولو حکم ورکړ ، هغه هم د اوبو او سيند پر 
غاړه نه وو جوړ سوې ، 
د اوبو څخه مطلب منافقت دی  يا لکه وموږ چه په خپلو خبرو کښي وايو 
دا د اوبو پر سرخيطي دي ، او يا وايو چه د فلان سړي خبره د ډبري ليکه ده 
معنی دا چه ايمان ئې کلک دی 

کومو منافقانو چه مسجد جوړ کړی وو هغه د مسجد قبا  سره يوڅه نيزدې وو 
او هلته بحر او سيند نه وو  

هو ! بلې ! 
[quote:16c17be129]دقران عظیم ایات کریمه ولوکه خاص شان نزول دبیان لپاره نازل شوی وی خوحکم يي خاص نه وی بل که چیری الفاظ عام وی حکم يي هم عام وی [/quote:16c17be129]
همداسي ده هيڅ شک په دې کښي نسته 

[color=cyan:16c17be129]هر وخت که چيري کومو منافقانو مسجد اباد کړي نو موږ سره اجازه سته
هغه د مسجد تعمير ړنګ کړو ، نه هر د اوبو د غاړي تعمير ، نه هره عبادت خانه
او حکم عام دی له اولي ورځي څخه تر قيامته پوري د مسجد د نړولو [/color:16c17be129]

محترم مولوی صاحب خالدجان وروره !
ماته داپوښتنه راپيدا کيږي چه عليه السلام و موږ ته قمري کلونه راښولي 
يعني شرعه معتمده په سنه هجري ده او معجزه قراني بيا په ميلادي سنه 
داڅرنګه سر سره خوري ؟؟؟؟؟ 
او الله تعالی بيا خپل نظام په عيسوي کلونو حسابي 
تر روح الله دمخه ئې بياکوم کلونو حساب کاوه ؟؟؟ زموږ رب العزت 
او بل سوال دا راته پيدا کيږي چه دا "جرف هار " انګرېزي نوم دی که عربي ؟؟
[quote:16c17be129]سوداګریزمرکزچی دنیویارک ښارپه ۱۰۸ – ۱۰۹ (جرف هار) نومې سړک واقع دی [/quote:16c17be129]
يعني په قران کښي انګريږي الغاتونه هم سته ؟؟؟؟؟ 
او د نيويار په ښار کښي د هيڅ يوسړک نوم په عربي ژبه نسته !!!

 مکرم مولوي صاحب ! 
پوښتنه کوم چه تاسو پخپله د سورت التوبې اياتونو توري حساب کړي 
2001 وه 
خو بعضي خلک وايي چه داتوري 2018 دي ستاسو او دوی ترمنځ 17 توري 
فرق ولي سته ؟؟؟؟ 


ګلامخان
15.01.2007

ګرانوورورڼو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترمینویواربیادپورتنی سوال په اړه چی دمحترم ک حلیمی صاحب لخوانه شوی دمحترم مولوی صاحب خالدجان ځواب کټ مټ تاسوته لیکم هیله چی صحح يي ولیکم
بسم الله الرحمن الرحیم حامداًومصلیاً:ددین اسلام اوعلم محترم ورورک حلیمی صاحب
وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاة واسعداوقاتکم بکل خیروعافیه
وروره دقرانکریم دسورواوایاتوترتیب توقیفی ده (دشریعت لخوابیان شوی درأی کارنده )وعن
عثمان (رض)قال کان رسوالله صلی الله علیه وسلم اذاانزلت علیه سورة اوآیه قال : اجعلواهافی الموضوع الذی یذکر فیهاکذاوکذا الحدیث مدارک ترجمه حضرت عثمان (رض) وايي چې رسوالله صلی الله علیه وسلم باندی چی داآیه یاسورة نازل شوؤبه يي ویل چی تاسويي په فلانی ځای
کښی وګرزوئ همدارازدقرانکریم دکلماتوکیفیة اعرابی اوحرکاتی ذاتی ده نوبناً که دقران کریم
یوسورة یایوایه په اول دوهم دریم سره زمونږلخواونمول شی اوکه نه خوموقعیت يي هغه اول دوهم
اودریم ده که دقرانکریم یونظم اوکلمی ته اعراب اوحرکات کتابةً ورکړل شی اوکه نه خوهغه خپل ذاتی
صفت يي شته نوسورة توبه دقرانکریم نه په توقیف سره نهم سوره ده نه داچې هرڅوم کیداشی
خودبغدادعلماوونهم کړ دقرانکریم دسورة توبی ۱۰۸ - ۱۰۹ ایه دتوقیف له نظره دغه موقعیت لری نه داسی چی همدغه ایاتونه اول اواخیر ته هم کیدای شوای خودبغدادعلماؤداسی کړ دقرانکریم
یوه کلمه چی اعراب ورکړل شوی وی دغه يي هغه ذاتی حرکات دی داسی نه چی دبغدادعلماؤدغه حرکات ورکړ کنه هروړحرکات به يي کیدای شوی
هوعلماؤوايي دقرانکریم تعریب تعجیم ترقیم دسورواوایاتومحدث ده خودامعنی چی ددغوصفاتوپه قرانکریم کښی کتابة بیان محدث ده
نه داسی چی داصفت محدث ده یعنی دقرانکریم کلماتوته کتایةً زبر زیر پیښ اوهکذاورکول
محدث ده نه نفس تکیف په دغوحرکاتواوسکناتوسره
محترم وروره ! زمونږتحلیل فتوی نده فتوی بیان دقسم دحکم ته وايي حکم : خطاب الله تعالی المتعلق بافعال المکلفین اقتضاءاوتخییًراده چی دهغه اقسام ایجاب فرضیة اباحة کراهة اوندب
اواثارمرتبه يي وجوب افترض کون الشی مباحاً مکروها مندوباً [size=9:7773d468ce]عــ۱ــــ [/size:7773d468ce] ده زمونږتحلیل دقرانکریم
داسلوب غریب اوطرزعجیب له جملی نه یوی نمونی ته اشاره ده لکه چی علماؤوايي چی دقرانکریم
غرائب اوعجائب نه ختمیدونکی دی
محترم وروره ! ستاسوقیاس مع الفاروق ده داحادیثونبویه ؤترتیب توقیفی نه ده بل په اراءؤدمحدثینو
بناء ده خولدی سره سره بیاهم چی امام بخاری صاحب (رح) کوم وخت بخاری شریف ترتیب اوتألیف کړه
له هغه وخته تراوسه دنوموړی کتاب داحادیثوترتیب دغه یوترتیب ده مثلاً دنوموړی کتاب اول حدیث اوپنځم حدیث له هغه وخته تراوسه پوری اول اوپنځم دی نه داسی چی په ترقیم اول اوپنځم شو
هونفسی کتابة الرقم دامام بخاری صاحب فعل نده
محترم وروره ! هودقرانکریم له مخضیاتوسره زمونږکارنشته خودقرانکریم مخضیات څلورقسمه دی
خفی مشکل مجمل متشابه دری اول کله ناکله واضح ګرزی اماڅلورم قسم په دنیاکی دجمهوروعلماؤ له نظره نشی واضح کیدای تاسوچی کوم مثال ذکرکړی هغه متشابه ده په باقی اسرارودقران کریم ولوکه مونږکارنلروخوداهم ضروری نده چی هروخت به مخفی پاته وی بلکه کیدای شی چی په تیریدلودوخت سره واضح شی لکه ځنی مخفضیات داحادیثولکه علماؤدیوبندځنی شیان
نوټ کړی چی اوس واضح شوی دهغوی له جملی نه داعمالوتول مخکی به سوال کیدلوچی اعمال خو
اعراض مثلاً شی دی څرنګه کیدای شی چی تول شی اوس په عالم دنیاکی ورته مثل پیداشو چی ګرمی اویخ تول شوو
محترمه وروره : مونږځان ته دومره حق نه ورکووچی دقرانکریم دایاتونونمبرونه جزء دقران کړولکه ځنی
حنبلی علماؤچی قران کریم له غلاف سره قدیم بولې زمونږتحلیل ستاسوپه وینااستنباط اواستنتاج
دایه کریمه په اخرکښی په مدوره شکل اوپه هغه کښی په نوشته شوی رقم نه ده بنا زمونږتحلیل دایة
کریمه په توقیفی بناء ده کوم منسوح التلاوة آیه کریمه چی دی دقران کریم په نظم شریف کښی نشته
نوځکه هغه توقیفی وصیت هم نلری چی نورنظم يي لری
ډیرمحترم ورورمولویصاحب ک حلمیی ! زمونږتحلیل دخلقوپه دی ویلونده بنأ چی تجارتی مرکزداوبوپه غاړه ده یانده اونه په دی بناء چی مسجدضرارداوبوپه غاړه وؤیانه وؤ
دجــــــــــرف هــــــــــــار معنی (پاڼ)هار(مائل ړنګیدوته ) نوهارصفت کاشفه دمعنالازمی دی جرف شو
محترم وروره! مونږداحکم نده ورکړی چی له دغوایاتونوثابته شوه چی تاسوهمدغه تجارتی مرکز یابل
داسی ځای ړنګ کړی مونږچی کوم واصول تفسیرخبره ذکرکړی وه هغه مودتاسودهغه قول په ځواب
کښی ذکرکړی چی دقران هرایة کریمه ځانته شانزول لری دتاسی له تحلیل سره سرنه خوری
اوهرڅه شی زمونږتحلیل ده هغه دقرانکریم په اشاره سلوب عجیب اوغریب بناده
محترمه ! هودشریعت بناء په قمری سنه ده خوپه دی معنی چی دزکاة لپاره کال اویاعدة النساء لپاره
وخت شمیرل به په قمری سنه وی همداراز نور: خودااعتباردامعنی نلری چی دقران کریم دسورواوایاتو له ترتیب څخه به دسلوب غریب په شکل اشاره عیسوی تاریخ اوسنی ته نه کیږی
محترمه وروره !مونږدانه وایوچی جرف هار انګریزی لغت ده اونه وایوچی په نیویارک کی دسړک نوم
عربی ده اونه وایوچی په قرانکریم کښی انګریزی کلمات شته ولوکه دقران کریم له عربیته سره دا
منافی نه ده چی انګریزی کلمات دی پکښی وی لکه پکښی قسطاس رومی لفظ سجل پارسی لفظ مشکاة هندی لفظ تنوراوقلم
مشترک اللغات لفظ شته دازمونږبناپه تکرارسره بیان
شوه وروره زمونږدتعداداودنورووروڼودتعدادفرق کیدای شی ع[size=9:7773d468ce]ـــــــ۲ـــــــ[/size:7773d468ce]

-------------------------------------------------------------------
محتراوغزتمنه وروره راقم الاجوبة خپل انټرنیټ نلرم زمونږلخواتحلیل اوهم ځوابونه دبل ورور
په کمک په انټرنیټ تاسوحضورته پیش شوی : دتاسوځنی پوښتنی کیدای شی په کتابتی سهوی
باندی بناوی مونږخپل تقریرپه انټرنیټ ندی لیدلی : وفقکم الله وایاللسداد آمین

--------------------------------------------------------------------
[size=9:7773d468ce]عــــ۱ــــ مونږبیان دوجوب فرضیة ندب اویاکراهة دړنګولودسوداګریزمرکزنه ده ورکړی عــــــ۲ــــــــ دمتقاریبنودادغام په صورة کښی دیوحرف
په دوه جاشمیرولوبناوی لکه قل رب لامی ئي یوواریواځی بیاپه راء کښی شمیرلی وی .[/size:7773d468ce][size=12:7773d468ce][/size:7773d468ce][size=12:7773d468ce][/size:7773d468ce]



ع کريم حليمي
15.01.2007

ډېر محترم او مکرم  مولوی صاحب خالدجان صاحب 
السلام عليک و رحمه الله و برکات ، انت بخير وصحه وعافيه وتقبل الله منا ومنكم صالح الاعمال !!!!
مکرم مولوي صاحب !
کور دي ودان او د هر لفظ د ليکولو عوض دي الله درکړي په خپله اراده او نيت 
ابوبه سې هم په دې جهان او هم د يومالحساب ، يومالميزان په ورځ !

[quote:311738e172]وروره دقرانکریم دسورواوایاتوترتیب توقیفی ده (دشریعت لخوابیان شوی درأی کارنده )وعن
عثمان (رض)قال کان رسوالله صلی الله علیه وسلم اذاانزلت علیه سورة اوآیه قال : اجعلواهافی الموضوع الذی یذکر فیهاکذاوکذا الحدیث مدارک ترجمه حضرت عثمان (رض) وايي چې رسوالله صلی الله علیه وسلم باندی چی داآیه یاسورة نازل شوؤبه يي ویل چی تاسويي په فلانی ځای کښی وګرزوئ[/quote:311738e172]
هو ! تر يو حده ستاسو خبره صحيح ده 
دا چه تاسو ليکلي چه "داآیه یاسورة نازل شوؤبه يي ویل چی تاسويي په فلانی ځای کښی وګرزوئ " د منلو وړ خبره ده ، يعني دهر سورت مستندي نسخې وې 
مثلا  يعني د سورت الفاتحه نسخه وه اما دانه وه معلومه چه دا اووه اياتونه 
د کتاب الله اول سورت دی 
دغه سورت الفاتحه اصحابو کرامو د کتاب لمړی سورت وګرز وو !
او بقره سورت ئې دوهم سورت کړ ، څرنګه چه ٢٨٦ اياتونه لري يعني دا اوږد 
ترين سورت دی او العمران ئې درېيم سورت کړ ولي چه ٢٠٠ اياتونه لري 
او سوره نساء ئې څلورم کړ ولي چه دا سوره بيا ١٧٦ اياتونه لري ٠٠٠٠٠ او هم 
داسي ثم پر ثم 
او بياهم داسي ده چه مدني او مکي سره مخ او شاته سوي دي 
او هغه نسخه چه د ام المؤمنين حفصه رضی الله عنها سره وه هغه نسخه
 حضرت عمر رضی الله عنه هغه وخت سره يو ځای کړه 
[color=blue:311738e172]چه د هغه نوم ئې مصحف ورکړي ، او په هغه نسخه کښي سورت الانفال او
سورت التوبه نه وه سره جدا ولي چه په منځ کښي ئې بسم الله نه وه
نو په سل کښي ٩٩ دا امکان لري چه الانفال او سورت التوبه يو سورت وو

والله اعلم [/color:311738e172]

چه د مسلمه کذاب 
سره په جنګ کښي ډېر حافظان شهيدان سوه ، نو يو د څوکسانو کميټه ئې جوړه
کړه او د قران  سورتونه او اياتونه ئې ترتيب کړه که چيري له اولي ورځي ئې 
ترتيب درلودلی نو بيا ئې يوه کميټه نه جوړه وله ، او د کميټې غړي دغه کسان وه 
زيد بن ثابت ، عبدالله بن زبير ، سعيدبن العاص او عبدالرحمن بن الحارث 

نو داچه سوره التوبه ٩ هم سورت دی دا د کميټې کار وو چه کوم سورت چيري 
وليکي 

سورة آل عمران مدنی سورت دی اما کميټې  دوهم سورت کړي او سورة الفاتحة
او يا ام الکتاب‏ مکی سورت دی ما دوی دلمړی سورت نوم يا ځاي ورکړي
او په صحيح حديث سره ثابته ده چه آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِن رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ کَلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلاَئِکَتِهِ  خاتمه او دعا د قران ده اما کميټي په دوهم سورت 
کښي ځای ورکړی 

 راځم اوس و دجــــــــــرف هــــــــــــار ته !

مولوي صاحب !
په قران مجيد کښي  اسْمُ اللَّهِ الاَعْظَمُ  سته او هر سړي ته معلوم دی 
اما دا معنا نه لري چه د هر سړي په خوله چه اسْمُ اللَّهِ الاَعْظَمُ وويل سي 
نو تاثير به کوي  ، يعني يا معنا داچه د اسْمُ اللَّهِ الاَعْظَمُ ويونکی به د کلک 
ايمان او عقيدې خاوند وي بيانو اسم الله الاعظم کار کوي 

جــــــــــرف هــــــــــــار  دا معنا نه لري چه پاڼ مائل ړنګیدوته  يعني دمادي پاڼ 
مطلب دلته نسته ،مطلب د مانا پکښي پرورته دی ، يعني عقيده ئې
 دوام نه کوي او دا منافقت د دوی اخر ړنګيږي ، 

او قال الله : أُولَئك الَّذِينَ اشترَوُا الضلَلَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبحَت [color=cyan:311738e172]تجَرَتُهُمْ[/color:311738e172] وَ مَا كانُوا مُهْتَدِينَ(16)
په پورته ايات شريف کښي تجارت ياد شوې  ، خو مطلب د مادي تجارت نسته 
پکښي ، يعني منافقان به معنوي ګټه ونکړي نه په دې نړۍ او نه قيامت 

نو د "جــــــــــرف هــــــــــــار " څخه پاڼ نه دی مراد، او نه  په تجَرَتُهُمْ کښي د رانيولو 
او خرڅولو مراد 

'أفمن أسس بنيانه علي تقوي من الله ورضوان خير أم من أسس بنيانه علي شفا جرف هار فانهار به في نار جهنم والله لايهدي القوم الظالمين

نو کله چه خبره د علي تقوي  ياده سي نو مطلب يوازي او يوازي د عبادت 
خاني پکښي دي او عقيدې ، نه هرتعمير 
کفر و انسان ته مادي  تاوان نه رسوي ، اما منافقت د سړي شخصيت ته او 
هم مادي تاوان رسوي 

محترم مولوي صاحب !
هر نبي ته خدای معجزې ورکړي 
د موسی ع په وخت کښي سحر پر مختللی وو ، نو موسی ته خدای لکړه ورکړه 
او د عيسی روح الله په وخت کښي طب پر مختللی وو ، نو و عيسی ته خدای
داسي معجزه ورکړه چه مړي ئې ژوندي کول 
او د وسيدنا محمد صلى الله عليه وسلم  په عصر کښي  په عربو کښي فصاحت 
او بلاعت او حسن د بيان پر مختللی وو ، نو الله داسي يو کتاب ورکړ او زبان 
چه تر قيامته به د خلکو د ليکني او بيان فصاحت او بلاغت تر قران او د مبارک 
تر حسن الخلق  لوړ نه شي ، او د نړۍ انسانان به هر وخت ورته عاجزه وي 
او قران به ترقيامته معجزه وي .

د داسي اعجاز به لمړی ځل وي چه حروف حسابيږي او هغه هم معجزه سي 
ايا داسي يوحديث ستاسو سره سته ، چه مبارک فرمايلي وه چه د سورت 
حروف حساب کړي ٠ نه نه دا خبري په احاديثو کښي نشته 

او په امريکا کښي اکثره کتابي خلک دي او په ډانګ پېيلي
چه د شريعت له نظره الضَّآلِّينَ 

 او د کفر عقيده هيڅ وخت له منځه څخه نه ځي ، کفر او اسلام داسي سره 
ملګر دي لکه شپه او ورځ که يو له منځه ځي بل خپله اصلی معنا له لاسه ورکوي 

دغه دوه تجارتي تعميرونه چه ړنګ سوه دا د يوې ورځي کار نه وو 
ډېر کار ورته سوی وو ، او هر څه ورته پلان سوي وه او دغه قراني سورت ئې 
په نظر کښي ورته برابر کړی وو !

مولوي صاحب ! داچه ترتيب د سورتونو اصحابو کرامو کړي نو  عددونو 
ئې معجزه نه ده او نه څوک ورته عاجزه کيږي !!!!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more