اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ابراهيمي ملت حقيقت قراباني ده
ع کريم حليمي
28.12.2006
د ابراهيمي ملت حقيقت قراباني ده :
دقرآن مجيد او تورات د دواړو څخه داخبره ثابته ده چه د ابراهيمي
ملت اصلي اساس قرباني ده ، او همدا قرباني د حضرت ابراهيم عليه السلام د
پېغمبرانه او روحاني ژوند اصلي خصوصيت ؤ ٠
قرباني اصلا يو فطري او طبعي خصوصيت دی ، چه انساني ټولني په ښايښته
او سازي دي ، او همدا قرباني ده چه انسان يي په مخلوقاتو کښي د کرامت
مقام ته رسولی دی ، دا قرباني داتشه د وينو او غوښو قراباني نه ده ! بلکه د
زړه اوروح قراني ده دا د خدای په لاره کښي د ماسوی الله او د غير سره د ميني
قرباني ده او د خپل خدای حضور ته د خپلي ډېري ګراني او خوږې متاع
(مادي او معنوي )د نذر په ډول وړاندي کول دي ٠
نن ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کښي خلګ راولاړيږي او د ابراهيم عليه السلام پر
قدمونو رمزي ګامونه اخلي ځمکه په وينو رنګوي او د ذبحه سوي غوښي پر
دوستانو او غريبانو وېشي ، لنډه يي دا چه دايوه تشه د غوښو قراباني ده يعني
يو سيمبوليک عمل دی ، او ياپه حج کښي ځان حلالول (د سر ورېښته خريل )
او بس !
رمزي او سمبوليک قرباني يوه ډېره ساده او اسانه قرباني ده ! دا يوه روشانه
او مالومه خبره ده چه د الله په دربار کښي مادي قرباني يوه ټيټه قرباني ده ،
اما کله چه يوه معنوي قرباني ترسره کيږي ، چه د خدای په حضور کښي د خپلو
ټولو جذباتو او خواهشونو او هيلو او ارزوګانو قرباني کيږي نو دا بيا يوه بې
مثاله منظره وي ، ولي چه د خدای د حکم په مقابل کښي د خپلي هر قسم ارادې
او مرضی معدوم او سلب کول دي ، د هغي ظاهري قرانۍ د دغي باطني قربانۍ
د نقش ظاهري عکس او حقيقت دی
نو کله چه انسان تر خپلو هيلو او ارزوګانو تېريږي نو بيا د دې راز امتحان او
ابتلاڅخه په پوره ډول د وتلو په اثر دئ او د ده اولاد د هر راز نعمتونو او
برکتونو خاوندان کيږي لکه حضرت ابراهيم خليل الله
بسمه تعالی : وَ إِذِ ابْتَلى إِبْرَهِيمَ رَبُّهُ بِكلِمَتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنى جَاعِلُك لِلنَّاسِ إِمَاماً
ژاړه:او هر کله چه ابراهيم پروردګار په څوخبرو کښي هغه امتحان کړ او بيا هغه
دغه خبري پوره کړې نو خدای هغه ته وويل چه زه تا د خلکو پېشوا کوونکی يم
نو که موږ افغانان پر ظاهري قربانۍ سربيره و باطني قربانيو ته هم تيار سو او
تر خپلو شخصي ګټو تير سو او هم ذحي وکړو او د اسلامي او ملي ګټو لپاره
قرباني ورکړو نو به انشاالله چه د دښمنانو پر دروازو به قابض سو او راتلونکی
نسل به په مينه او شفقت شپې سبا کړي ، او که چيري موږ يوازي په ظاهري
قرانيو اخته اوسو نو يوازي به موږ ځمکي په وينو رنګ کړي وي او بس
لَن يَنَالَ اللَّهَ لحُُومُهَا وَ لا دِمَاؤُهَا وَ لَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ
هرګز نه رسيږي غوښي او ويني د دې ، چه رسيږي هغه ستاسو تقوا او
پرهيزګاري ستاسو رسيږي !